No-IMG

سياست او د پيغام رسولو ډپلوماسي

ويل کېږي چې حجَّاج بن يوسف الثقفي د (هِند) په نامه له یوې ښځې سره واده وکړ، په داسې حال چې نه د هغې خوښه وه او نه يې د پلار... بس حجاج د وخت چارواکی و، د حالاتو جبر و او د زور خبره!!

کله يې چې د واده یو کال تېر شو، یوه ورځ يې په کور کې هِند د آینې مخې ته ناسته وليده چې ځان يې جوړولو او لاندیني بيتونه يې زمزمه کول:

وَمَا هِنْدُ إِلَّا مُهْرَةٌ عَرَبِيَّةٌ *** سَلِيلَةُ أَفْرَاسٍ تَحَلَّلَهَا بَغْلٌ

فَإِنْ وَلَدَتْ مُهْرًا فَلِلَّهِ دَرُّهَا *** وَإِنْ وَلَدَتْ بَغْلًا فَقَدْ جَاءَ بِهِ البَغْلُ

یعنې: هند یوه اصیله عربۍ اسپه (مُهرة) ده چې نسل يې له اصیلو اسونو اخيستی دی، خو په زور یو قچر ورسره يوځای شوی دی. که یې بچی مُهر شو، نو شاباس دې پر هغې وي؛ او که قچر شو، نو دا کار به د قچر وي.

حجاج دا شعر واورېد، په کنايه يې پوه او ډېر په قهر شو. دستي يې خپل خادم ته وویل: هغې ته ووایه چې ما طلاقه کړې... خو یوازې په دوو کلمو يې پوهه کړه، درېيمه خبره ورسره ونه کړې، که درې کلمې شوې، ژبه دې درپرې کوم. او دا شل زره دیناره هم ورکړه چې د لارې خرچه پرې وکړي.

خادم هند ته ورغی او ورته یې وویل:

کُنتِ... فبِنتِ!

(یعنې: ته يې ښځه وې... او اوس نه یې! مطلب طلاقِ باين يې درکړ.)

حجاج غوښتل د همغو (پورته يادو شوو) بيتونو دردوونکی ځواب په دوو ټکو کې ورکړي.

خو هند د خادم د دغو دوو کلمو په څېر په ورته فصاحت ځواب ورکړ، ويې ویل:

كُنَّا فَمَا فَرِحْنَا ... فَبِنَّا فَمَا حَزِنَّا!

یعنې: چې درسره وو، خوشحاله نه وو او دا چې جدا شوو، خفه پرې نه یوو!

او له دې سره يې د شلو زرو دینارو له اخیستو هم انکار وکړ، خادم ته یې وویل: دا پیسې د دې ښه خبر بلکې د دې زيري په بدل کې ستا شوې، نوشِ جان دې.

هِند له طلاق وروسته خپل پلرني ټاټوبي حجاز ته لاړه او همالته پاتې شوه.

ويل کېږي چې د حجاج له طلاق وروسته په حجاز (مدينه) کې هېڅ‌چا د هِند د غوښتنې جرأت ونه کړ، او هِند هم د حجاج په کچه يا تر هغه د یو لوړ رتبه شخص پرته له چا سره له واده کولو انکار وکړ.

هِند ارام کېنناسته، يو څه وخت وروسته څو شاعران يې په قيمتي ډاليو وغولول، پيسې يې ورکړې ترڅو د هغې ښکلا او ځواني د وخت اموي خلیفه عبدالملک بن مروان په وړاندې وستایي. خليفه د هغې ستاینه واورېدله، اغېزمن شو او ويې غوښتل چې د هغې په اړه معلومات ترلاسه کړي. په حجاز کې خپل والي ته یې امر وکړ چې د هغې حال ورته بیان کړي. والي راپور ورکړ چې هغه يوه اصیله، نسب‌داره او بې عیبه مېرمن ده.

عبدالملک ورسره د واده غوښتنه وکړه او هِند دا غوښتنه ومنله، خو یو شرط یې کېښود چې زما اوښ به یوازې حجاج بن يوسف له حجاز تر دمشقه بیايي!

خليفه يې شرط ومانه او حجاج ته يې امر وکړ چې دا کار وکړي.

کله چې حجاج د هند د اوښ واګي نيولی تر اوښ مخکې روان و، هند به د قصده یو دینار لاندې په ځمکه وغورځاوه، بيا به يې حجاج ته وویل:

اې هلکه! ته وګوره يو درهم راڅخه ولوېد، پيدا يې کړه.

حجاج به دینار بېرته ورکړ او ورته به یې وویل: دا درهم نه دی، دینار دی!

هِند به مسکۍ شوه او په نرم اواز به يې وویل: الحمد لله چې الله تعالی زما درهم په دینار بدل کړ

حجاج د دې خبرو په مطلب پوه شو او خبره يې په زړه کې وساتله. کله چې هغوی شام ته ورسېدل، د واده ترتيبات چمتو شوي وو، حجاج د خلیفه وليمې ته حاضر نه شو. خلیفه پيغام ور واستاوه چې ډوډۍ ته حاضر شي، خو حجاج ځواب ورکړ:

مور مې داسې تربیه کړی یم چې د نورو خلکو پاتې شونې نه خورم!

خلیفه د دې خبرې په مطلب وپوهېد، هند ته یې په یوه ماڼۍ کې ځای ورکړ، خو د حجاج د (نورو خلکو پاتې شونې نه خورم) د کنايې پر بنسټ يې هِند سره يوه شپه هم ونه کړه، يوازې د مازيګر له لمانځه وروسته هره ورځ به يې په لاره يو سلام کلام ورسره کاوه.

هِند پوه شوه چې خلیفه ولې هغې ته نه نږدې کېږي، نو يو چل يې جوړ کړ. هغې د خپلو وينځو له لارې خلیفه ته پيغام واستاوه چې د یو ډېر اړين کار په اړه ورسره مشوره کوي. دلته يې ځان ښه جوړ کړ او  کله چې خلیفه يې د کوټې دروازې ته نېږدې شو، قصداً يې د مرغلرو امېل وشلاوه او د خپل پړوني په ليرې کولو یې د مرغلرو ټولول پيل کړ، لکه دا هر څه چې غير ارادي وي.

کله چې خلیفه هغه په دغه حال او سينګار وليدله، د هغې ښکلا او دې حرکت ډېر جذب کړ. خليفه په زړه کې په خپلې پرېکړې پښېمانه شو.

 هِند د فرصت څخه په استفادې په ناز وويل: سبحان الله!!

خليفه په تعجب پوښتنه وکړه: ولې دې د الله پاک نوم واخیست؟

هند: ايا په دې نه پوهېږئ چې دا ښايسته مرغلرې الله تعالی د پاچاهانو د زینت لپاره پيدا کړې دي؟

خليفه: هو، په دې پوهېږم، نو څه؟!

هند: بس دا به هم د الله تعالی حکمت وي چې په دې مرغلرو کې يوازې سوري کول او تار اچول يې غجر کولی شي. (خو د ښايست لپاره استعمال يې پاچاهانو ته پرېښی دی)

(غجر: يو قوم دی چې د ملغلرو ډيزاين او ترتيب يې مسلک و)

خليفه عبدالملک يې په مطلب پوه شو، ويې خندل او له ځان سره یې وویل: الله دې هغه خلک بدنام کړي چې زه يې ستا په اړه ملامت کړی وم

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

لنډه دا چې که يو څوک هر څومره زورور او ظالم شي، حتی تر حجاج هم، خو بيا هم د هِند په څېر ظاهراً او جسماً د کمزورو مېرمنو تدبیر به ورباندې بریالی وي، مطلب زور هر څه نه دی، هوښيارتيا پر زور غالبېږي.

د نننۍ زمانې سياسي تعامل او د څو ټکو خبرو تر شا ژور رازونه او لوی مفاهيم انتقالول هم کټ مټ د دې حکايت په څېر دي، پکار دا ده چې زمونږ سياسي چارواکي هم په دې برخه کې له نړۍ سره بالمثل او باذکاوته سياسي تعامل وکړي.

هدانا اللّٰه جميعاً

سياست

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک