No-IMG

کامرانه غزه او د بري فلسفه!


نن يو مېړنی ملت له يوې داسې جګړې کامران ووت چې اسر-ا-ئيل ورته د ټولې نړۍ حشر کړی و، يوه وړه تړانګه چې مېړني ملت په کې د دې پېړۍ پېچلي او سربداله تونلونه جوړ کړي وو، دوی په دې سرنګونو کې اشغالګران له ټولې ټکنالوژۍ سره په دامونو کې ونښلول، ويې پرځول او تېښتې ته يې اړکړل، د غزې مېړني ولس له دې تونلونو د اوسني اشغال پر ضد د ازادۍ يوه خورا بې انډوله جګړه تر يو کال ډېره وغځوله.

د دې جګړې يو لوی واقعيت دا و چې دا د غزې د مبارز ملت خپله پېښه وه، د ازادۍ دا پېښه دوی پلان کړه، دوی تطبيق کړه او دوی يې دادی پای ته رسوي، دا پېښه د اسلامي ملتونو په ازاديپاله خوځښتونو کې کمسارې ده. نن هغه شېبې رارسېدلي چې په غزه کې اوربند د ازادۍ د مبارزينو له شرايطو سره سم منل کېږي.

ازادي يو لوی معنوي ارزښت دی چې مادي ودانۍ او رنګينه دنيا يې قيمت نه شي ټاکلی، د غزې جګړه  بايد د همدې معنوي ارزښت په رڼا کې تحليل شي، دا تحليل د ازادۍ يوه سرشاره سينه او يوه مغروره ککرۍ غواړي، ارزښتي جګړې په ماته خوړلې ذهنيت او بايللي شان نه شي شنل کېدای. کله چې موږ وايو چې د غزې ولس له دې جګړې کامران ووت نو دغه کامراني څو سوه کاله مخکې خوشحال خان خټک دغسې حماسي پيېلې ده:
په دنيا د ننګيالو دي دا دوه کاره
يا به وخوري ککرۍ يا به کامران شي
نن د غزې ولس هم ککرۍ شيندلي دي او هم له دې جګړې کامران راوتلي.

واقعيت دا دی چې فلسطين د تاريخي نابودۍ په څنډه ولاړ و، عربي حکومتونو له اسر-ا-ئيل سره د اړيکو د نارملولو/تطبېع په کتارکې په نوبت ولاړ وو، او د اړيکو دا نارملتوب داسې و چې نور په کې د فلسطين قضيه ورکه حساب وه، د همدې ورکې د تطبيق په پيل کې غزې د خپلې بقا داسې جګړه پيل کړه چې خپل ټول شته يې په داو کېښودل، دا داسې جګړه وه چې غزه والو په کې د اشغالګرو دا ټول وحشت محاسبه کړی و او دوی په کې په خپل حساب پر ميدان ولاړ وو او خپله جګړه يې کوله... 

دا هم وه چې د همدې نابودېدونکي فلسطين په جنين، راملله او له غزې بېرون په ټاپوګانو کې د تاريخ تېرو او مرڅپندو څېرو پوليسي واکمني وه، هغه چې له څېرو يې ستوماني څاڅي او هغه چې ټول عمر يې فلسطين د کمب ډيويډ او شرم الشيخ په تړونونو کې ټوټه ټوټه اشغالګرانو ته وسپارلو، هغوی دا پاتې فلسطيني ټوټې هم په کرار ورسپارلې او پای به کوم محمود عباس لکه د غرناطې د وروستي عبدالله په څېر د مصر کومې دښتې ته تبعيدېده او په ژړا به يې د راملا د قصر کيلي کوم ياهو ته سپارلی، بېخي په همدې وخت کې سرحدي شاهينان راښکاره شول او د بازانو حملې داسې وې چې:
زرکو د غره بېخ کې نارې کړې
د پاسه راغلل د بازانو کتارونه

دا داسې کتارونه وو چې هر تن يې په ځانله ځان لښکر او سرلښکر و، تاريخ به د فلسطين په زمکه د اخوان د دې تربيه شوي کتار دا خاصه هيڅکله هره نه کړي چې حتی وروستی سپاهي يې هم د رهبرۍ هنر لري، دوی نهيلي نه پېژني او دوی ماته نه مني. په دې کتارونو کې داسې ستر او نه تکرارېدونکي شخصيتونه قرباني شول چې هغوی د ټول امت د رهبري فن درلود. 

دا نن چې په غزه کې د اوربند شېبې پيلېږي او په دې شېبو کې دا قرباني شوي لوی شخصيتونه نه شته دا زموږ له سينو شور تښتوي او دا زموږ له ککريو ځوږ څڅوي، موږ په يوې خوشحاله شېبه کې ځکه اوښکې تويو چې موږ د ازادۍ د يوې معنوي قضيې ډېری قهرمانان نه لرو، هغه چې په وروستۍ شېبه او وروستي زور يې د دښمن پر ډرون د لرګي ګوزار وکړ او بيا يې پر سينه او مخ ټپونه وخوړل او تلپاتی شو، د دې اتل جسد چې دا مهال له اشغالګرو سره دی د هغه راستنول هم جلا حساب او د ځواک ځواب غواړي.

هغه قهرمان هم پر ذهن ليک دی چې په همدې جګړه کې يې تر مخه ځوان زامن، لمسيان او ښځينه خپلوان شهيدان شول او دا داسې قهرمان و چې د کور د نزدې نازولو پر مرګ يې له سترګو اوښکې نه تللی او له خولې يې اهونه نه وتل، ځکه هغه د خپلو زامنو او خپلې کورنۍ نه پورته د سلګونو زرو کورنيو مشر او اتل و، د هغه آه او نالو مبارزينو ته د ژړا روحيه ورکوله او د هغه متين برخورد ورته د فولادي ګوزار ځواک ورکولو، نو ځکه خو هغه د اتل پر مقام د خدای شکر ويستلو او مسلمان ملت ته يې د مبارزې او اوسپنيز شتون هوډ ورکولو. 

دا هم وروستی نه و بلکه دا بېلګې بېخي ډېرې دي او نن چې دوی نه شته او د خوشحالۍ شېبې شته نو ځکه مو په مسکا کې اوښکې ګډوډې ځينه.
د قبر سر ته ورته ناست يم
د خاورې زور دى لالى غږ نه راکوينه

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک