No-IMG

‏اسرائیل ولي د حماس پر وړاندي ټیټ او اوربند ته چمتو سو؟!

 

اوري گولډ برگ د تل ابیب اوسېدونکی مشهور اسرائیلي سیاسي مبصر دئ. نوموړی وایي: نتن یاهو د حماس پر ضد تر ۱۵-میاشتنۍ اوږدې جگړي وروسته ځکه اوربند ته ځکه چمتو سو  چي اسرائیل "په داخلي توگه د تباه کېدلو په حالت کي دئ."

"د توکو بیې هره ورځ لوړي ځي؛ نه باور کوونکې ذهني پستي راغلې ده (یعني یهودان په ډېر ستر شمېر اسرائیل پرېږدي او له هېواده تښتي). دولتي ادارې تباه کېږي؛ زېـربناوي ړنگېـږي." گولډ برگ الجزیرې ته وویل ممکن اسرائیل له کومه وخته چې د بنیاد ډبره ايښودل سوې دا وخت تر ټولو په بد وضعیت کي قرار لري. پنځلس میاشتنۍ جگړي اسرائیل له بنیاده لړزولی دئ او خپله یهودانو اوس پر خپل دولت باور له لاسه ورکړی دئ او ځاني تلفات خو لا بلي خوا ته پراته دي.

هېره دي نه وي چي اسرائیل له دې اعلان سره غزې ته داخل سوی وو چي مقاومتي تنظیم حماس به له منځه وړي خو نن له همغه حماس سره اوربند کولو ته مجبور دي؛ بلکي امریکا او نتنیاهو په ډېره بې شرمۍ او ذلت سره اعتراف کاوی چي دوی د حماس ځواب ته منتظر دي! په داسي حال کي چي تر دې فقط یو څو ورځي وړاندي ټرمپ هغوی ته اخطارونه ورکول. ممکن نوموړي د تړون له لاسلیک څخه خبر وو او دا اخطارونه ئې وکړل.

نن حماس ژوندی او فعال دئ؛ بلکي د اسرائیلو نازولی او ملاتړی امریکایي خارجه وزیر مجبوراً اعتراف کوي چي یوازي په نظامي قوت سره د حماس له منځه وړل ممکن نه دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک