No-IMG

حکمتيار: د غزې اوربند او مجاهدينو شرائطو ته د تل ابيب تسليمېدا؛ ستره او تاريخي پېښه ده

د غزې اوربند او د غزې مجاهدينو شرائطو ته د تل ابيب تسليمېدا؛ ستره او تاريخي پېښه ده؛ د اوربند معاهده ښيي چي تل ابيب د خپل وحشيانه جنگ هيڅ هدف تر لاسه نه كړى شو؛ نه ئې حماس له پښو وغورځولو او نه ئې خپل اسيران آزاد كړى شو، حماس نه يوازي فعال او ځواكمن پاته دئ بلكي په وروستيو ورځو كي ئې اغېزمن بريدونه كړي چي اسرائيلي سرتېرو ته ئې كافي مرگ ژوبله اړولې؛ فلسطينيان له معاهدې راضي او په څېرو كي ئې د خوښي نښي څرگندي دي؛ مشران ئې وايي: د هر څاڅكي ويني او اوښكي انتقام به اخلي. تل ابيب منلې چي له ټولي غزې به وځي، خپلي اډې او نظامي تأسيسات به ختموي، د هر اسرائيلي اسير په بدل كي به 30 فلسطيني اسيران آزادوي، ټول مهاجر او بې ځايه شوي فلسطينيان به خپلو سيمو ته ستنېږي، د دوى موقتي اسكان لپاره به ټول لازم تسهيلات برابرېږي، پيل به ئې د 200000 خيمو لېږل؛ د اوبو، برق، روغتيا او نورو برخو اړوند تأسيسات رغول وي. يقيناً چي دا د فلسطينيانو لپاره ستره بريا او د اسرائيل او حاميانو لپاره ئې شرمناكه ماته ده. دوى گمان نه كولو چي په وړې غزې كي به له داسي كلك او نه ماتېدونكي مقاومت سره مخامخ شي، دا جنگ ئې د 1967 م كال تر 6 ورځني جنگ هم لنډ او آسان گڼلو؛ خو نتيجه معكوس وه؛ تر 15 مياشتو زيات ئې دوام وكړ؛ پر ښارونو، گڼ مېشتو سيمو، روغتونونو، د مهاجرينو پنډغالو، تعليمي تأسيساتو له بمونو ورولو او تش لاسو خلكو له وحشيانه وژلو پرته ئې هيڅ لاسته راوړنه نه درلوده؛ نن د جنايتكار نتنياهو حكومت هم په نړۍ كي منفور دئ او هم د كور د ننه اسرائيل كي؛ د فلسطينيانو په حمايت كي هغه ستر ستر او مليوني تظاهرات چي د نړۍ په ډېرى لويو ښارونو كي تر سره شول؛ د اسرائيل بيرغ او د نتنياهو او د ده د غربي حاميانو عكسونه په كي سوزېدل؛ د غزې مجاهدينو د بريا لپاره همدا گواهي كافي ده.   

موږ د غزې مجاهدينو او ټول فلسطين مؤمن ولس همت، مېړاني، صبر، صمود او بې ساري ثبات او استقامت ته سلام كوو؛ له الله تعالى ورته د مزيد او بشپړي بريا دعاء كوو. فلسطينيانو په خپل كلك او مضبوط مقاومت سره وښوده چي د خپلواكي،  آزادي او مستقل فلسطين جوړولو لپاره هري قربانۍ ته چمتو دي؛ اسرائيل او حاميانو ته ئې وښوده چي فقط يو بديل په مخكي لري: د فلسطينيانو حق او ارادې ته تمكين او له ټولو اشغال شوو سيمو وتل

د هغي ورځي رارسېدو په هيله.

حكمتيار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک