
فلسطين د ښامار له خولې ژوندی را ووت!
زه چې ددغې ويډيو لومړنۍ برخه ګورم ؛ پرونۍ غ زه مې سترګو ته و درېږي ، هغه فلسطينيان را ياد شي چې ؛
څو څو ځلې مړه شول ؛ خو د مرګونو په هر پړاو کې يې
نوی ، نوی ژوند و موند !
فلسطينيان د همدغسې ښامار په خوله کې و لوېدل ، مړه شول ؛ خو د همت په لاسونو يې بېرته د ژوند لاره پرانيستله !
زموږ اټکلونو دا نه منله چې ؛ د ښامار په کومي کې ؛ د ژوند لوېدلی لعل ژوندی را وتی شي !!
د مرګ په کومي کې ګُذران دی خدايه څنګه به شي
څنګه به لال د ژوند له ژامې د ښاماره وځي !
پنځلس مياشتې وړاندې عامه تصور دا ؤ چې فلسطين معدوم
شو ؛
فلسطين د ژوند چانسونه و بايلل !
موږ دا نه ګڼله چې مرګ ته ور غاړيوتل ؛ د ژوندانه نعمت ته لاره باسي ...
موږ دا نه منله چې؛ د آزادۍ نعمت د سرونو په بيه حاصلېږي ...
خو نن مو ومنله چې مرګ د عدم لاره نه ده ؛
نن مو ومنله چې ژوند په قربانۍ ګټل کېږي ....
ننګياليه په حق ومره چې ژوندی شې
شهيد پال خلک ګوټلی د ژوند جام شي
چې له مرګ څخه وېرېږي مرګ يې و خوري
مرګ نيږدې ورته له خپل وخته يو ګام شي .