No-IMG

‏د اوربند تړون په ارتباط د اسرائیلي حکومت خپلمنـځي اختلافات!

د حماس سره پر وړاندیز سوي اوربند د اسرائیلي حکومت متحدین د اختلاف ښکار دي؛ متشدد او افراطي وزیر له دولت څخه د بېلتون اخطار وکړ...

د اسرائیل د ملي امنیت وزیر او افراطي مشر بِنـگوير څو شېبې وړاندي په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي له حماس سره د اوربند تړون غیرِقانوني وگڼی او ویې ویل که چیري کابینه دا تړون تصویب کړي او د هغې د عملي کولو امر وکړي نو د ده اوتزما یهوديت گوند به له حکومت څخه بېل سي.

د ملي امنیت وزیر اتما بِنـگوېر نن ماښام په یوه مطبوعاتي کنفرانس کي وویل چي: ”کوم تړون چي اوس حتمي شکل خپل کړي هغه یو دروغجن تړون دئ؛ په دې تړون کي د سلگونو قاتلو تروریسټي فلسظینیانو آزادول، د زرگونو تروریسټانو په گډون د غزې تړانگي شمال ته د لکونو غزه والو بیا را ستنېدل او فلاډېلفیا محور (د مصر - غزې سرحدي کرښه) څخه د اسرائیلي فوځ را ویستل شامل دي. همداسي دا معامله هغه ټولي بریاوي له منځه وړي چي موږ د اسرائیلي دولت لپاره تر اوسه لاس ته راوړي دي. دا تړون د ټولو یرغمال سویو کسانو بېرته را ستنېدا نسي تضمین کولی خو د جگړي د ودرولو باعث به سي. په دې جگړه کي لا هم حماس نه دی مات سوی او نه هم موږ د جگړي ټول اهداف لاسته راوړي دي.“

نوموړی وایي: ”که دغه جنجالي تړون تصویب کېږي او عملي کېږي نو زه او د اوتزما یهوديت گوند غړي به لومړي وزیر نتن یاهو ته استعفی وړاندي کړو او نور به د دې حکومت برخه نه یو؛ خو که له حماس سره د جگړي د اهدافو مشخص کول او د هغوی د لاسته راوړلو تگلاره نوې کېږي نو موږ به حکومت ته د خپل بیا ځلي ملاتړ وړاندیز کړو. اوسنی د اوربند تړون حماس زړه ور کوي او هغه ته دا ښيي چي پر اسرائیل برید کول او اسرائیل ته اذیت ورکول ممکن دئ او په دې توگه چي هغوی هر څه وغواړي ترلاسه کولی ئې سي.“

بِـنگوېر د اسرائیلي یرغمال سویو کسانو د راستنېدا په تړاؤ پر یوه بله تگلاره سوچ کولو ټینگار کوي: ”د غزې لپاره دي هر ډول انساني مرستي متوقفي سي؛ دا انساني مرستي دي یوازي د اسرائیلي یرغمال سویو بندیانو د تعویض په بدل کي هغوی ته ورکول کېږي؛ کوم هېواد د جگړي پر وخت خپل دښمن ته د سوخت مواد ورکوي؟

۴۶۷-ورځي وروسته د اوربند مسوده د قطر، مصر او امریکا په ضمانت د حماس - تل ابیب تر منځ لاسلیک سوه؛ دا دي هېره نه وي د نتن یاهو سیاست د زوال وخت راغلی دئ؛ ټول اسرائیلي سیاسیون غواړي د دې ماتي له تور داغ څخه ځانونه وژغوري او خپل غاصب ملت ته وښيي چي ناکامي او تسلیمي د دوی نه ده؛ دا نتن یاهو وو چي تسلیم سو او ماته ئې ومنله؛ دا همدی وو چي د اسرائیل گټي ئې له ناکامۍ سره مخ کړې؛ مشهوري یهودي رسنۍ یدیعوت احرونوت پرون جالب مضمون کي اعترافاً لیکلي ول: ”تر ۱۵-میاشتنۍ اوږدې جگړي وروسته هم اسرائیل خپل اهداف ترلاسه نکړل او نتنیاهو په سیاسي لحاظ او فوځ و مشر ئې په نظامي لحاظ ناکام سوي؛ پر درندو جنگي مصارفو سربېره مو نور هم ډېر څه له لاسه ورکړل؛ دا تشه ډکول لسیزو وخت ته اړتیا لري؛ زموږ اوږدمهاله پلان سوې طرحه د ابد لپاره دفن سوه؛ اوس که خپل وجود او جغرافیه وساتلی سو همدا به مو ستره لاسته راوړنه وي.“

اسرائیلي رسنیو نن خبر ورکړ چي د څو پرلپسې ساعتونو تر غیرِیقیني صورتحال وروسته د اسرائیل او حماس تر منځ تړون په لاره کي پراته خنډونه لیري سول؛ د همدې تړون  د تصویب په موخه به نن د جمعې په ورځ اسرائیلي کابینه وروستۍ ناسته کوي.

اسرائیلي وجود پر تبلیغاتو او دوغجنو پروپاگندو ولاړ وو؛ د خلیج تور دېب ئې له ځانه جوړ کړی وو؛ د دفاعي سیسټمونو او خپلو سرحداتو د قوي ساتني نمائش به ئې کاوی؛ خو ۷-اکټوبر له دوی څخه دا سرپوښ لېري کړ، د دوی همغه مغرور بت ئې ور مات کړ، د حماس او فلسطیني اتلانو، د حزب الله، ایران او یمن میزائلونو او توغندیو د دوی پاته رعب او دروغجن غرور هم له خاورو سره خاوري کړ؛ اوسپنیزه گنبده ئې ویلي سوه؛ نړۍ ولیده چي اسرائیل نور اَمن نه دئ؛ له همدې امله ئې آن هېوادوالو د تېښتي تابیا ونیوله.

دا هر څه د نتنیاهو د مغرورانه او احمقانه پرېـکړو له وجهي وسو؛ ځکه هم نن اسرائيلي سياسیون د دې منفور او شړېدلي نظام څخه د بېلتون هڅي کوي. دوی غواړي خپل سیاسي کېرئیر خوندي وساتي؛ دا هم د ۷-اکټوبر د باکرامته بریدونو له لاسته راوړنو څخه یوه ده. د سنوار کارنامې هره ورځ په نوي نوي شکل د نړئوالو پر مخ را څرگندېږي. اسرائیل نن په نړۍ کي فقط د یوه لېوني سپي حیثیت لري او بس.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک