
مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: قدرمن امير انجينير حکمتيار حفظه الله: د حماس او تل ابيب تر منځ اوربند
د غزې اوربند او د غزې مجاهدينو شرائطو ته د تل ابيب تسليمېدا؛ ستره او تاريخي پېښه ده؛ د اوربند معاهده ښيي چي تل ابيب د خپل وحشيانه جنگ هيڅ هدف تر لاسه نه كړى شو؛ نه ئې حماس له پښو وغورځولو او نه ئې خپل اسيران آزاد كړى شو، حماس نه يوازي فعال او ځواكمن پاته دئ بلكي په وروستيو ورځو كي ئې اغېزمن بريدونه كړي چي اسرائيلي سرتېرو ته ئې كافي مرگ ژوبله اړولې؛ فلسطينيان له معاهدې راضي او په څېرو كي ئې د خوښي نښي څرگندي دي؛ مشران ئې وايي: د هر څاڅكي ويني او اوښكي انتقام به اخلي. تل ابيب منلې چي له ټولي غزې به وځي، خپلي اډې او نظامي تأسيسات به ختموي، د هر اسرائيلي اسير په بدل كي به 30 فلسطيني اسيران آزادوي، ټول مهاجر او بې ځايه شوي فلسطينيان به خپلو سيمو ته ستنېږي، د دوى موقتي اسكان لپاره به ټول لازم تسهيلات برابرېږي، پيل به ئې د 200000 خيمو لېږل؛ د اوبو، برق، روغتيا او نورو برخو اړوند تأسيسات رغول وي. يقيناً چي دا د فلسطينيانو لپاره ستره بريا او د اسرائيل او حاميانو لپاره ئې شرمناكه ماته ده. دوى گمان نه كولو چي په وړې غزې كي به له داسي كلك او نه ماتېدونكي مقاومت سره مخامخ شي، دا جنگ ئې د 1967 م كال تر 6 ورځني جنگ هم لنډ او آسان گڼلو؛ خو نتيجه معكوس وه؛ تر 15 مياشتو زيات ئې دوام وكړ؛ پر ښارونو، گڼ مېشتو سيمو، روغتونونو، د مهاجرينو پنډغالو، تعليمي تأسيساتو له بمونو ورولو او تش لاسو خلكو له وحشيانه وژلو پرته ئې هيڅ لاسته راوړنه نه درلوده؛ نن د جنايتكار نتنياهو حكومت هم په نړۍ كي منفور دئ او هم د كور د ننه اسرائيل كي؛ د فلسطينيانو په حمايت كي هغه ستر ستر او مليوني تظاهرات چي د نړۍ په ډېرى لويو ښارونو كي تر سره شول؛ د اسرائيل بيرغ او د نتنياهو او د ده د غربي حاميانو عكسونه په كي سوزېدل؛ د غزې مجاهدينو د بريا لپاره همدا گواهي كافي ده.
موږ د غزې مجاهدينو او ټول فلسطين مؤمن ولس همت، مېړاني، صبر، صمود او بې ساري ثبات او استقامت ته سلام كوو؛ له الله تعالى ورته د مزيد او بشپړي بريا دعاء كوو. فلسطينيانو په خپل كلك او مضبوط مقاومت سره وښوده چي د خپلواكي، آزادي او مستقل فلسطين جوړولو لپاره هري قربانۍ ته چمتو دي؛ اسرائيل او حاميانو ته ئې وښوده چي فقط يو بديل په مخكي لري: د فلسطينيانو حق او ارادې ته تمكين او له ټولو اشغال شوو سيمو وتل.
د هغي ورځي رارسېدو په هيله.
✒️: قطر، امریکا او مصر د حماس او اسراییل ترمنځ د هوکړې په اعلامیه کې ویلي، دغه هوکړه لیک درې پړاوه لري چې، په لومړي ۴۲ ورځني پړاو کې د غزې له ګڼ مېشتو سیمو د اسراییلي ځواکونو شاتګ او د بندیانو او یرغمل شویو تبادله شامله ده. دا اعلامیه چې د قطر بهرنیو چارو وزارت خپره کړې کاږي، په دې پړاو کې به غزې ته د بشري مرستو لېږد هم چټک شي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت دغه راز ټینګار کړی چې، د منځګړو هېوادونو په توګه به له امریکا او مصر سره په ګډه د دغه هوکړه لیک د پلي کېدو بشپړه څارنه کوي او د ملګرو ملتونو په مرسته به غزې ته د بشري مرستو د لېږد ملاتړ وکړي.
✒️: فیبرس واندیپیوت رییس صلیب سرخ دنمارک در آسیا و اروپا، محمد حسن الشمع را بهعنوان مسوول جدید صلیب سرخ دنمارک برای افغانستان معرفی کرده است. شهابالدین دلاور سرپرست ریاست عمومی هلال احمر افغانی، در دیدار با مسوولان صلیب سرخ دنمارک خواستار گسترش کمکهای این نهاد در مناطق دورافتاده کشور شده است. جمعیت هلال احمر افغانی در خبرنامهای نوشته که رییس صلیب سرخ دنمارک نیز تعهد خود را برای ادامه همکاریها با مردم افغانستان اعلام کرده است.
✒️: د اوربند له اعلان وروسته د غزې لومړی سهار.
د غزې تړانګې په خان یونس کې خلکو داسې مهال خپل ورځنی ژوند پیل کړی او په بازارونو کې پېر او پلور کوي چې د حماس او اسراییل ترمنځ پر اوربند هوکړه شوې ده.
د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب دغه څو پړاویزه هوکړه د روانې جنورۍ میاشتې په نولسمه پلې کیږي.
✒️: اسلامي امارت حماس ته له اسراییل سره د اوربند هوکړې مبارکي ویلې او دغه برخه کې یې د امریکا، مصر او قطر هڅې ستایلې دي. د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، پخوانیو هوکړو ته په کتو، نړۍواله ټولنه باید د اوربند دغې هوکړې ته د اسراییل د ژمنتیا ډاډ ترلاسه کړي.
✒️: د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرېکټ دوو مخکښو لوبغاړو راشدخان ته د یو ورځنیو سیالیو د توپ اچوونکو او محمد نبي ته بیا د یو ورځنیو سیالیو د الرونډر په کتار کې لومړي مقامونه ورکړي دي.
د یادې شورا درجه بندۍ له مخې بیا بل افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزي د یو ورځنیو سیالیو الرونډرانو په کتار کې درېیم مقام ګټلی دی.
✒️: شمار کشتهشدگان حملات 468 روزه اسرائیل اشغالگر به غزه به 46 هزار و 788 نفر رسید.
✒️: رئیسجمهور اردوغان: «غزه با وجود بیش از 50 هزار شهید، که بسیاری از آنها زن و کودک بودند، تسلیم نشده و تسلیم نگشته است. مردم غزه در برابر ظلم سر خم نکردهاند.»
به عنوان ائتلاف بشر دوستانه، به ویژه از این پس برای اطمینان از رعایت آتش بس و التیام زخم های غزه، باید بیشتر تلاش کنیم.
✒️: اسراییلو په غزه پر خپل اسراییلي بندي بمبار کړی.
د حماس غورځنګ پوځي څانګې ویاند ابوعبیده وايي، چې په غزه کې د اوربند له اعلان وروسته اسراییلو هغه ځای چې یو اسراییلي بندي پکې وو بمبار کړی دی.
د ابوعبیده په خبره، ټاکل شوې وه، چې دغه بندي د هوکړې په لومړي پړاو کې ازاد شي.
✒️: معاون اول اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان و رییس اتاق تجارت دبی درباره تقویت روابط بازرگانی میان افغانستان و امارات متحده عربی گفتوگو کردند.
محمد یونس مهمند به محمد الراشد لوطه پیشنهاد کرده تا نمایندگی اتاق تجارت دبی در کابل ایجاد شود. بر بنیاد خبرنامه اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان، محمد الراشد لوطه با اعلام آمادگی برای همکاری در زمینههای مطرحشده، از پیشنهاد تأسیس نمایندگی اتاق تجارت و سرمایهگذاری افغانستان در دبی استقبال کرده است.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند، شفقت علي خان په یوه خبري غونډه کې هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې پاکستان غواړي واخان له خپلې خاورې سره ونښلوي. شفقت علي خان ویلي: "واخان د افغانستان خاوره ده. افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی. موږ یې خپلواکۍ او د ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو."
✒️: د اسلامي همکاریو سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه سازمان سرمنشي، حسین ابراهیم طه په غزې تړانګه د اوربند د تړون هرکلی کړی دی.
ښاغلي ابراهیم طه هیله څرګنده کړې چې دغه اوربند د جګړې د دایمي درېدو، کورونو ته د بې ځایه شویو د ستنېدو، د اسراييلي ځواکونو د یرغل شاتګ او د غزې ټولو سیمو ته د بشري مرستو د رسېدو لامل شي.
✒️: د قطر لومړی وزیر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني د سوریې د نوي حکومت له رهبر احمد شرع سره د کتنې په موخه دمشق ته تللی دی.
د قطر بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد بن محمد الانصاري ویلي، دغه سفر له سوریې د ملاتړ په برخه کې د قطر دریځ روښانوي.
✒️: اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراييل کابینې تر اوسه د غزېاوربند تړون نه دی تصویب کړی. راپور د اسراييل د لومړي وزیر، بنېامین نتنیاهو له قوله ویلي، دغه تړون به تر هغې تصویب نه کړي څو حماس غورځنګ خپلې غوښتنې بېرته نه وي اخیستې، ځکه د هغه په وینا حماس د لا زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره د تړون ځینې برخې بدلې کړې دي.
✒️: وزارت خارجه عربستان سعودی از توافق آتشبس میان حماس و اسراییل و آزادی گروگانها در غزه استقبال کرده و بر خروج نیروهای اسراییلی از غزه و دیگر مناطق عربی تأکید کرده است. عربستان سعودی در خبرنامهای اعلام کرده است که برای ریشهکن کردن دلایل جنگ، حقوق اساسی فلسطینیها باید به رسمیت شناخته شود و یک دولت مستقل فلسطینی تشکیل گردد. این وزارت افزوده است که دولت مستقل فلسطینی باید بر اساس مرزهای سال ۱۹۶۷ که پایتخت آن بیتالمقدس باشد، ایجاد شود.
✒️: د امریکا ولسمشر جو بایډن د افغانستان د اقتصادي ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد په اړه "ملي بېړنی وضعیت" و غځاوه. بایډن کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي، د افغانستان بشري کړکېچ ته په کتو د دغه هېواد د اقتصادي پرځېدو د مخنیوي لپاره د ۲۰۲۲ د فبروري په ۱۱مه د اعلان شوي اجرایه فرمان موده غځول شوې ده. هغه ټینګار کړی چې، افغانستان کې بشري ناورین د امریکا ملي امنیت او بهرني سیاست لپاره یوه جدي ستونزه ګڼل کیږي.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې، د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ چې، د امریکا په مالي ادارو کې ساتل کیږي، د دې بېړني وضعیت او د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره ډېره مهمه ده.
✒️: د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي وایي، افغانستان کې د بندي امریکایانو د خوشې کولو لپاره د امریکا او اسلامي امارت ترمنځ خبرې روانې دي. جان کربي ویلي، دغه برخه کې به د امریکایي وګړو تر خوشې کولو دا هڅې دوام ولري.
تر دې وړاندې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت هم طلوعنیوز ته د بندیانو د تبادلې په اړه د اسلامي امارت او امریکا خبرې تایید کړې وې خو په خبره، دا خبرې کومې پایلې ته نه وې رسېدلې.
✒️: اسراییل غزه کې د اوربند سربېره هوایي بریدونه کړي او د ماشومانو په ګډون یې پکې لږ تر لږه ۳۰ تنه وژلي دي.
د رویټرز د راپور لمخې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې دغه بریدونه د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو تر هوکړې وروسته شوي دي. په پام کې ده، دغه اوربند د روانې زیږیزې میاشتې په ۱۹مه پلی شي.
✒️: د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر وایي، غزه کې تر اوربند وروسته دویم پلان د غزې حکومتولي، امنیت او بیارغونه ده.
متیو میلر په یوه خبري غونډه کې ویلي، د امریکا درېیم پلان د اسراییل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو عادي کول دي چې په خبره یې، دویم او درېیم پلان به د امریکا د راتلونکي حکومت په غاړه وي.
✒️: د یوناما مشرې روزا اتونبایوا تېره ورځ (چهارشنبه) د چاپېریال ساتنې ملي ادرې په غونډه کې ویلي، افغانستان له اقلیمي بدلونونو دوامداره زیان ویني. روزا اوتونبایوا دغه برخه کې د نړۍوالې همکارۍ پر جلبولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، د ملګرو ملتونو د اقلیمي بدلونونو په ۳۰مه کلنۍ غونډه کې به نړۍوالو ته د افغانانو د غږ رسولو هڅې وکړي.
✒️: وزیر خارجه ایران میگوید که رییسجمهور این کشور در سفرش به تاجیکستان با مقامهای این کشور درباره مسایل مربوط به افغانستان گفتوگو خواهد کرد.
✒️: مسعود پزشکیان رییسجمهور ایران، گفته است که رشد و ثبات افغانستان با منافع ایران همسو بوده و حفظ امنیت مرزها برای تهران اهمیت دارد. آقای پزشکیان این اظهارات را در سفر به تاجیکستان و در یک نشست خبری مشترک با امامعلی رحمان رییسجمهور این کشور، بیان کرده است.
✒️: د افغانستان - قطر د کار ګډې کمېټې غونډه د قطر د کار وزارت د مرستیالې نجوا بنت عبدالرحمن الثانی او د اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاریګرو د ګومارنې برخې مشر محمد امین انیس په مشرۍ جوړه شوې ده.
د قطر د کار وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غونډه کې د کار په برخه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوې دي.
✒️: افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، پاکستان باید د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له راتلونکي حکومت سره د اړیکو پیاوړتیا لپاره "امریکا کې پر لابي کولو د پیسو لګولو" پر ځای د تحریک انصاف له ګوند سره خبرې پیل کړي او د دغه ګوند مشر او د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران را خوشې کړي. زلمي خلیلزاد ویلي، د روانې جنوري تر ۲۰مې وړاندې دغه ګام به پاکستان له پرځېدو و ژغوري.
✒️: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او د دغه اوربند د هوکړې پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړ دی. انتونیو ګوتریش پر ښکېلو خواو غږ کړی چې، د فلسطین، اسراییل او سیمې د هوساینې او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیک او نړۍوالو قوانینو سره سم د فلسطین او اسراییل د خپلواکه هېوادونو د جوړېدو لپاره له دې فرصته ګټه واخلي.
✒️: د سوریې بهرنیو چارو وزیر له رجب طیب اردوغان سره کتلي دي. د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسعد حسن الشیباني د یوه پلاوي په مشرۍ ترکیې ته تللی او د دغه هېواد له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې کتلي دي. د سوریې بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دغه هېواد د دفاع وزیر مرحف ابو قصرا او د استخباراتو رییس انس خطاب هم له دې پلاوي سره مل وو.
✒️: د ترکیې بهرنیو چارو وزارت غزه کې د اوربند هرکلی کړی او د اوربند د درې واړو پړاوونو پر بشپړ پلي کېدو یې ټینګار کړی دی. دغه هېواد پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې، د اوربند دغه هوکړه لیک ته د اسراییل د ژمنتیا ډاډ ترلاسه کړي. د ترکیې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ۱۹۶۷ کال د پولو او پلازمېنې په توګه د بیت المقدس د منلو سره سم دې ژر تر ژره د یوه خپلواک فلسطیني دولت د رامنځته کولو په موخه د سولې خبرې پیل شي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې، د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن او منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ دواړه غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د امتیاز ادعا کوي. جو بایډن ویلي، د اوربند دغه هوکړه د تېر زېږیز کال په مې میاشت کې د نوموړي له لوري د وړاندیز شوي پلان سره سم رامنځته شوې ده. بایډن په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دا هوکړه لیک به د امریکا د راتلونکي حکومت له لوري څارل کیږي او په خبره یې، خپلې ډلې ته یې ویلي چې، د راتلونکي حکومت چارواکو ته د هوکړه لیک د چارو پوره جزییات ورکړي.
بلخوا بیا ډانلډ ټرمپ هم پر خپله اېکس پاڼه ویلي چې، د تېر کال په ټاکنو کې د نوموړي بریا د اسراییل او حماس ترمنځ دغې هوکړې ته لار هواره کړه.