
مسجد په اسلامي ټولنه کي د روحاني او مادي لارښوونو سرچینه ده
"مسجد په اسلامي ټولنه کي د روحاني او مادي لارښوونو سرچینه ده؛ جومات د عبادت ځای، د علم ښوونځی او د ادب ټاټوبی دئ. د فرض لمونځ سره تړلي اخلاق او دودونه د اسلام بنسټونه دي؛ خو کله چي خلک د لوړو اخلاقو پر بنسټ د روحونو جوړولو څخه لاس پر سر سول نو د دې پر ځای ئې د سترو جوماتونو جوړولو ته مخه کړه؛ چي یوازي لمونځ کوونکي پکښې ځای سي!! خو زموږ نیکونو د جوماتونو د سینگار او جوړولو پر ځای د خپلو نفسونو پاکوالي او سمون ته توجه کوله؛ نو ځکه دوی اسلام صحیح تمثیل کوی." مصدر: فقه السيرة / پاڼه: ١٣٦ - شیخ محمد الغزالي رحمه الله
الله تعالی دي د شیخ قبر د جنت باغچه وگرځوي؛ له جوماتونو سره یقیناً د تزین او ښکلا په نوم سخت ظلم روان دئ؛ ما څو څو ځله همدې ته اشاره کړېده؛ داسي آر سي سي او کانکرېټي ستر ستر جوماتونه موجود دي چي له لسیزو څخه ئې د جوړولو او تعمیرولو کارونه ودرېدلي دي؛ علت ئې څه دئ؟ ځکه دغسي جوماتونه برای چانده جوړ دي!
یو تن دکاندار ملگری مي له همدغسي یوه بېکاره بوډا څخه سر ټکوي چي ږېره ئې تش لمر ته سپینه کړېده؛ پوره ورځ لمر ته ناست دئ ویټامن ډي جذبوي او څنگ ته ئې یو خطرناک لاؤډ سپیکر ایښی چانده برای مسجد پرې ټولوي. وايي ډېر ترې تنگ سوی یم د خلکو له وېري څه نسم ورته ویلی؛ د دې بوډا د چاندې ټولولو به حتماً نیم کال تېر سوی وي؛ خو لا نه جومات پوره سوی او نه د ده حوصلې ځواب ویلی! ځکه دی تر دغو دکاندارانو ډېر ښه عائد لري...
چي له کوره راوځم هره ورځ غالباً د درې کلومیتره په محدوده فاصله کي تر پنځه تنه همداسي کسانو ډېر وینم؛ دا کسان یوازي زموږ خواوشا موجود دي؛ د نور ښار له حالته مه سئ خبر! کور ته نږدې مو ډېر ښه مناسب جوړ جامع جومات موجود وو خو دوې میاشتي وړاندي ئې شهید کړ؛ خامخا به ئې په گاډرونو شرمېدل؛ غواړي پوخ ئې جوړ کړي؛ اوس نو صندوق ورته پروت دئ؛ تمامه ورځ ئې چیغي وي چي د خدای لپاره یو شی راکړئ! لمونځ کوونکي حتماً ترې تنگ دي؛ ځکه د جوړېدلو تر وخته ئې نه نرم فرش غوړېدلی سي او نه بل کوم مناسب شی؛ ساده نازک کارپټ هوار دئ پر یخو سیمنـټو خلک لمونځ کولو ته اړ دي چي د سړي وینه یخی کوي.
له سپیکر سره ځیني خلک حساسیت لري؛ زه خپله له لوړ ږغ سره سخته په تکلیف کېږم؛ جذباتيان دي خبر وي چي د سندرو، میوزیک او بل هر لوړ ږغ هم سخت بد راباندي لگېږي؛ د چاندي ږغ خو یو څه بې سُره هم وي... خلکو ته آزار و اذیت ورکول د څه لپاره؟ احادیث هم ورسره تکرار کوي؛ آیا دا له حدیث سره بې اعتنایي نه ده چي پیسې په را ټولول کېږي... داسي چاندي به خلک څومره ورکوي؟ لس یا شل روپۍ! سرمایه دار خلک خو پیسې صندوق ته نه اچوي؛ هغوی چي پر ملا او کلیوالو احسان بار نه کړي چاندې نه ورکوي! ډېره لږه استثناء به موجوده وي! تاسي ته د کلیو وضعیت بهتر معلوم دئ. نو ملا صاحب یا ملک صاحب یا بل کوم محترم وروره له جوماتونو سره دا بې غوري ودروه!!!
جوماتونه په خلکو آباد کړئ؛ همدا د الله تعالی عبادت کوونکي بندگانو ډېرښت خپله د جوماتونو ښکلا ده... دعوت ته مخه کړئ! تر چاندې دعوت ډېر ستر عبادت او فضیلت دئ. تش جوماتونه ستاسي پر دعوتي صلاحیتونو شاهدي ورکوي چي څومره خلک درڅخه خوښ او راضي دي؟!!! د داسي جومات له امام سره به الله کومه معامله کوي چي په محراب کي یوازي ولاړ وي حتی د اقامت سړی هم ونه لري؛ خپل انفرادي لمونځ اداء کوي او جومات ته قلف اچوي او کورته ځي؟ ما همداسي یو څوک لیدلی! ایا دا د جومات غصب نه دئ؟ داسي نه ده چي کلیوال بې دینه دي؛ هغوی د دې جومات پر ځای بل جومات ته مخه کړې وي...