No-IMG

زما کور کی يواځې مور ده هغه هم مريضه ده

ملزم يو پنځلس کلن ماشوم وو ، د يوه سټور څخه د غلا پر مهال نيول شوي وه ، د تيښتې کوښښ پر وخت د ګارډ سره په کشمکش کي د سټور يوه شيشه هم ماته شوه .

 قاضي د پوليس څخه د قضيې اوريدو ورسته د ملزم نه پوښتنه وکړه چې آيا واقعي تا غلا کړي ؟

ماشوم: هو ما يو پاکټ پنير او بريډ ( ډبل ډوډۍ) غلا کول

قاضي: ولي؟

ماشوم: زما ضرورت وه

قاضي: په پيسو به دي رانيولی واي؟

ماشوم: پيسې نه وي .

قاضي: د کور څخه به دي راوړي واي ؟

ماشوم: زما کور کی  يواځې مور ده هغه هم مريضه ده ما بريډ او پنير هغه ته وړه .

قاضي: ته کوم کار نه کوي؟

ماشوم: په يوه کار واش کي مي کار کاوه يوه ورځ مي د مور خدمت لپاره رخصتي وکړه زه يي د کار څخه وشړلم

قاضي: تا به له چا مرسته غوښتې واي؟

ماشوم: له سحر څخه مي کوښښ وکړ خلکو مرسته ونه کړه..

تحقيقات ختم شول قاضي خپله فيصله وارواله...

غلا او په ځانګړي ډول د ډوډي غلا يو حيرانوونکی جرم دي ، دغه جرم ذمه وار مونږ ټول يو. زما په شمول هغه خلک چې دلته ناست دي دغي غلا مجرمان دي..

زه د ځان په شمول په صحن کي ناست ټول خلک لس لس ډالر جريمه کوم هيڅ څوک حق نلري چې له دغه ځايه پرته د جرمانې ووځي ، قاضي له خپل جيب څخه لس ډالر وويستل او پر ميز يي کيښودل..

همدارنګه د سټور مالک 1000 ډالره جریمه کوم چې دغه ماشوم سره يي غير انسانی سلوک کړي او پوليسو ته حواله کړي که چيري په 24 ساعتونو کي جرمانه جمعه نه کړي نو سټور بايد وتړل شي

دا هم وايم چې سټور ولا په شمول حاضرين بايد ټول جرمانه ماشوم ته ورکړي او ورسره به بښنه هم غواړي...

د فيصلې اوريدو سره ټول حاضرين په ژړا ول او ماشوم حيران د قاضي لوري ته کتل...

قدرمنو او محترمو ورونو :

يقين وکړي مونږ ټولو ته ايمان تيرول سخت دي څومره وږي به زمونږ خواوشا کي ژوند کوي او مونږ تري ناخبره يو...

يقين وکړي چې يواځې د کابل د ودونو تلارونو کي څومره ډوډي او خوراک هر شپه ضايع کيږي د الله تعالی په نزد يي ځواب نلرو، پلاستيکي يو با مصرف دسترخوان سره  يي ګډوډ ټول کړي خداي خبر بيا خو له خوراکه ووځي..

امر بالمعروف د دي پر ځاي چې هر چوک کي ولاړ وي او مختلفي پوښتنې کوي بايد دغه خوراک ته هم يو ميکانيزم جوړ کړي او په غريبانو دي تقسيم کړي..

ملا صېب چې د کوره شپږ کسان مقرر کړي د دسترخوان په شمول تنخواه ګانې اخلي لږ دي ځان هم جرمانه کړي چې زما د کور مصرف څخه  تنخوا او امتياز اخيستنه زياته ده...

حاجي صيب چې په لسګونو لکه روپي تالارنو ته ورکوي په اخر کي دي دا خوراک پيک کړي او په چوکونو کي د غريبانو تقسيم کړي.

دا يواځې يو مثال دي..

بس مونږ چې ورته د کفر معاشره وايوو ځکه يي ترقي کړي چې خپلو خلکو په اړه اجتماعی عدالت لري...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک