
مهم ترين های امروز يکشنبه
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نوی سرپرست مولوي عبدالکبیر د دغه وزارت له نورو مسوولینو سره د همغږۍ په یوې غونډه کې وایي، "په دواړو برخو کې یې د امیر المومنین اطاعت کړی او د رییس الوزرا له سیاسي مرستیالۍ یې تبدیلۍ ته غاړه ایښې ده." د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، مولوي عبدالکبیر د دغه وزارت مسوولینو ته ډاډ ورکړی چې د "منفکۍ او تبدیلۍ" په اړه دې اندېښنه نه کوي.
✒️: د سترې محکمې د اداري مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ د اسلامي امارت قضایي پلاوي د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو له مرستیال کاظم غریب ابادي غوښتي چې، دغه هېواد کې پر اعدام د محکوم شویو افغانانو نوملړ له اسلامي امارت سره شریک کړي.
عبدالمالک حقاني له کاظم غریب ابادي سره کتنه کې ویلي: « د ایران له مسوولینو زموږ غوښتنه دا ده چې، پر اعدام د محکومو افغان زندانیانو سره د اسلامي ورورولۍ لمخې نرم چلن وکړي او د حسن تعامل لمخې ورته بدیلې لارې ولټوي.»
خبرپاڼه کې د ایران د قضایه قوې د نړۍوالو چارو د مرستیال په حواله لیکل شوي چې، ایران به نږدې راتلونکي کې یو زر او ۵۰۰ افغان زندانیان افغانستان ته و لېږدوي.
✒️: کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال رووف مازو د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له نوي سرپرست مولوي عبدالکبیر سره کتلي دي. دغه کتنه کې دواړو لورو د افغان کډوالو پر وضعیت او دغه برخه کې د دایمي حل لارو پر پیداکولو او پاکستان او ایران سره د کډوالو په تړاو د درې اړخیزو او څلور اړخیزو غونډو پر جوړولو خبرې کړې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې دغه استازي له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو پر را ایستلو اندېښنه څرګنده کړې او دا یې د نړۍوالو اصولو خلاف چاره بللې ده.
✒️: د ټيټيپي ویاند محمد خراساني وايي چې د ۲۰۲۵ کال لپاره یې د تشکیلاتو او پلانونو په اړه مهم تصامیم نیولي دي.
نوموړي څرګنده کړې چې په تشکیلاتو کې د ټولو زونونو، ولایتونو او کمېسیونونو لپاره مسوولین ټاکل شوي دي.
✒️: راپورونه کاږي چې عافیې صدیقي د امریکا له ولسمشر جو بایډن غوښتي څو ډونالډ ټرمپ ته یې تر سپارلو دمخه عفوه کړي. راپورونو کې راغلي چې نوموړې ۲۰۱۰ کال کې افغانستان کې د اېفبيای یوه مامور د قتل هڅې په تور په ۸۶ کاله زندان محکوم شوې ده.
✒️: د مرستو رسولو لارۍ چې، نن یکشنبې (د جنورۍ په ۱۹مه) د مصر د پولې په لور یې حرکت کړی، د اسراییلو تر کنټرول لاندې له کریم شالوم سیمې څخه تر تېرېدو وروسته به د غزې تړانګې ته، ورسېږي.
دوو مصري سرچینو رویټرز ته ویلي، د اوربند له عملي کېدو سره سم شاوخوا ۲۰۰ د مرستو رسولو لارۍ چې، ۲۰ هغه یې تېل لېږدوي، را رسېدلي دي.
✒️: رویترز گزارش داده که ایران دو روز پیش از آغاز دومین دوره ریاستجمهوری دانلد ترمپ، از یک پایگاه زیرزمینی موشکی دریایی جدید در مکانی نامعلوم در خلیج فارس رونمایی کرده است.
این اقدام در حالی صورت گرفته که پیشبینی میشود تنشها میان تهران و واشنگتن افزایش یابد. مقامهای ایرانی ابراز نگرانی کردهاند که ترمپ ممکن است به بنیامین نتانیاهو نخستوزیر اسراییل، چراغ سبز نشان دهد تا تاسیسات هستهای ایران را هدف قرار دهد. تلویزیون دولتی ایران نیز تصاویری از بازدید سردار حسین سلامی فرمانده کل سپاه پاسداران، از این پایگاه مخفی در جریان رزمایشهای نظامی منتشر کرده است. به گفته سردار سلامی، این پایگاه یکی از چندین پایگاه زیرزمینی است که برای شناورهایی طراحی شده که قابلیت شلیک موشکهای دوربرد و اجرای عملیاتهای جنگی در مناطق دورافتاده را دارند.
✒️: یان ایگلند رییس شورای پناهندگان ناروی، گفته است که جهان بحران افغانستان را نادیده گرفته است. او در ایکس نوشته است که ۲۲ میلیون نفر در افغانستان به کمکهای بشردوستانه نیاز دارند، در حالیکه پاکستان ۸۰۰ هزار مهاجر را اخراج کرده و ایران نیز قصد دارد دو میلیون مهاجر دیگر را بازگرداند.
ایگلند که به ولایت هرات در غرب افغانستان سفر کرده، افزوده که با زنانی دیدار کرده که بدون شوهرانشان از ایران اخراج شدهاند و اکنون در شرایط دشوار زندگی میکنند.
✒️: اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې ټیک ټاک امریکا کې د تېرې ورځې (شنبې) راهیسې د اپل او ګوګل په ګډون د اپلیکېشنونو له پلورنځیو لیرې شوی دی.
ټیک ټاک هم خپلو کارونکو ته خبر ورکړی چې نور دغه اپلیکېشن نشي کارولی. خو ډانلډ ټرمپ ویلي، ټیک ټاک ته ۹۰ ورځې وخت ورکوي څو امریکا کې یې د فعالیت د تړلو مخه ونیسي. د امریکا سترې محکمې د تېرې جمعې پر ورځ هغه قانون تصویب کړ چې لمخې یې ټیک ټاک باید امریکا کې د فعالیت دوام لپاره له چینایي بایټ ډانس شرکت سره خپلې اړیکې پرې کړي.
✒️: حسین روستایی مشاور بازرگانی سفارت ایران در افغانستان گفته که حجم تبادلات تجاری میان دو کشور ۸۴ درصد افزایش یافته است.
به گزارش رسانههای ایرانی، او حجم مبادلات تجاری ایران و افغانستان در سال گذشته میلادی را سه میلیارد و ۱۹۷ میلیون دالر عنوان کرده است.
روغنهای سبک و فرآوردههای نفتی، گازهای نفتی، آهن و فولاد، کامپاند پلیاتیلن، گاز طبیعی و برخی اقلام دیگر از جمله کالاهای صادراتی ایران به افغانستان بودهاند.
✒️: نعیم قاسم دبیرکل حزبالله توافق آتشبس در غزه را به فلسطینیها تبریک گفته و تاکید کرده که این توافق "پایداری مقاومت" در برابر اسراییل را ثابت میکند.
به گزارش رویترز، این اظهارات نخستین سخنان رهبر حزبالله لبنان از زمان دستیابی اسراییل و حماس به این توافق است. پیشتر، اسراییل و حزبالله در یک درگیری موازی با جنگ غزه در ماه نوامبر، به آتشبس دست یافته بودند.
✒️: دانلد ترمپ رییسجمهور منتخب ایالات متحده شام روز شنبه وارد دالِس میدان هوایی بینالمللی واشنگتن شد تا در جشن تحلیف خود که بازگشت او به قدرت را رقم میزند، شرکت کند. ترمپ با هواپیمای نیروی هوایی که از سوی جو بایدن رییسجمهور کنونی، به خانهاش در پالم بیچ فلوریدا فرستاده شده بود، وارد واشنگتن شد.
ترمپ ۷۸ ساله قرار است امروز یکشنبه (۱۹ جنوری) یک روز پیش از مراسم تحلیف تجمعی را با هواداران خود در داخل "کپیتال وان آرینا" در مرکز واشنگتن برگزار کند. پیشبینی سرمای شدید برای روز دوشنبه باعث شد ترمپ مراسم تحلیف را از مکان نمادین مقابل ساختمان "کپیتال" به داخل "روتوندای کپیتال" منتقل کند.
✒️: رویترز گزارش داده که دانلد ترمپ رییسجمهور منتخب امریکا به تیکتاک ۹۰ روز مهلت خواهد داد تا از ممنوعیت احتمالی جلوگیری کند. این تصمیم قرار است پس از آغاز دوره ریاستجمهوری او در روز دوشنبه اجرایی شود.
این اپلیکیشن چینی، که ۱۷۰ میلیون کاربر امریکایی دارد، در آستانه تعطیلی قرار گرفته است. تیکتاک اعلام کرده که فعالیت آن در امریکا امروز یکشنبه متوقف خواهد شد.
براساس قانونی که سال گذشته تصویب و روز جمعه (۱۷ جنوری) از سوی دیوان عالی تایید شد، تیکتاک تا امروز یکشنبه فرصت دارد ارتباط خود را با شرکت بایتدنس، قطع کند یا فعالیتهایش در امریکا را متوقف سازد تا نگرانیهای امنیت ملی برطرف شود.
✒️: د امریکا منتخب ولسمشر ډانلډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ویلي، غواړي د ولسمشر په توګه چین ته سفر وکړي. وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې، ټرمپ غواړي د دغه سفر په ترڅ کې له چین سره د امریکا اړیکې پیاوړې کړي.
تر دې وړاندې ډانلډ ټرمپ په خپل ټاکنیز کمپاین کې خبرداری ورکړی و چې له چین پر واردېدونکو توکو به تعارفه لوړه کړي.
✒️: د حماس او اسراییل ترمنځ غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو هوکړه به نن (یکشنبه) د ځینو یرغمل شویو او بندیانو په خوشې کولو پلې شي. رویټرز راپور ورکړی چې، د دغه درې پړاویز اوربند په لومړي ۴۲ ورځني پړاو کې به د شاوخوا ۲ زره فلسطیني بندیانو په بدل کې له ۹۸ یرغمل شویو اسراییلیانو ۳۳ هغه یې خوشې شي. خو تر دې وړاندې د اسراییل لومړي وزیر ویلي و چې، حماس تر دې مهال د هغو برمته شویو نوملړ نه دی وړاندې کړی چې، ټاکل شوې ازاد شي او اسراییل به د دغه نوملړ له ترلاسه کولو پرته مخته ولاړ نشي.
✒️: د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان یوې روسي رسنۍ ته ویلي، د ایران او روسیې تر منځ د سټراټیژیکو همکاریو تړون په دې مانا دی چې دغه دواړه هېوادونه هیڅ بهرنی فشار نه مني او سیمه کې امنیت تامینولی شي. د ټاس خبري اژانس د راپور لمخې، پزشکیان له دغۍ رسنۍ سره خبرو کې زیاته کړې چې، مسکو او تهران نه غواړي چې له بهره یې رول وټاکل شي.
هغه ټینګار کړی چې، د دې تړون دواړه اړخونه لویدیځ ته اړتیا نه لري او په خبره یې، ایران او روسیه کولای شي خپلواکې تګلارې وڅاري او د سیمې امنیت او اقتصاد ته په ګډه وده ورکړي.
✒️: د اسراییل لومړي وزیر اوس اوس ویلي چې، حماس تراوسه د هغو برمته شویو نوملړ نهدی وړاندې کړی چې، ټاکل شوې ازاد شي، او اسراییل به د دغه نوملړ له ترلاسه کولو پرته مخته ولاړ نهشي.
رویټرز خبري اژانس په دې هکله په یوه راپور کې لیکلي چې، بنیامین نتانیاهو د اسراییل د کابینې له لوري د اوربند د هوکړې له تصویب وروسته، ټينګار کړی، اسراییل به تر هغه وخته اوربند ته غاړه کېنږدي چې، د هوکړې په لومړي پړاو کې د حماس له لوري څه باندې ۳۰ یرغمل شويو، نوملړ ترلاسه نهکړي.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې په غزه کې د اوربند پلي کېدو نېټې څو ساعته وروسته د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.
رویټرز که څه هم نور جزییات نه دي ورکړي خو ځینو نړۍوالو رسنیو ویلي، اسراییل د غزې په خان یونس کې پر النصیرات پنډغالي برید کړی دی. اخوا د اسراییل د پوځ ویاند ویلي، له حماس سره یې د اوربند پلي کېدل ځنډېدلي دي.
✒️: اسوشیټډ پرس راپور ورکړی چې غزه کې د اوربند هوکړه تر نږدې درې ساعته ځنډ وروسته یو ځل بیا پلې شوې او حماس هم د درېیو اسراییلي یرغمل شویو نومونه چې ټاکل شوې نن (یکشنبه) یې خوشې کړي، له اسراییل سره شریک کړي دي. تر دې وړاندې اسراییل اوربند د دغو یرغمل شویو د نومونو نه شریکولو له امله ځنډولی و.
راپور کې راغلي چې، د اوربند د ځنډ پر مهال اسراییل د غزې شمال ته په خان یونس سیمه کې په یوه برید کې لږ تر لږه اته فلسطینیان وژلي دي.
✒️: شبکه تلویزیونی «کانال 12» اسرائیل طی گزارشی اعلام کرد که حماس روند تحویل برخی اسرای زن اسرائیلی به مقامات کمیته بینالمللی صلیب سرخ را آغاز کرده است. مقامات تلآویو یا کمیته بینالمللی صلیب سرخ هنوز تحویل اسرا را تایید نکردهاند اما از تکمیل تدارکات خبر دادند.
از طرف دیگر، یسرائیل کاتس، وزیر دفاع اسرائیل وارد روستای رعیم در مجاورت نوار غزه که اسرای اسرائیلی در آنجا تحویل داده میشوند، شد.