No-IMG

شوروي پالنه او په ملت کې ضد شوروي تفکر!

د لومړي ځل لپاره په شاهي دولت کې کله چې تره کى د برېتانوي هند په ممبئ کې و هملته يې کمونيستي فکر واخېست او دغه پردى تفکر يې بيا له ځان سره کابل ته وارد کړ. واقعيت دا دى چې کله د کارمل نوم اخېستل کېږي نو د شوروي غلامۍ څېره د انسان پر ذهن راخورېږي، نجيب بيا د همدې کارمل ګوندى کوچنى و چې د دې تصوير پر بل مخ دده څېره ده.

په افغانستان کې همدې پرديو شورويپالو لومړنۍ نظامي حمله وکړه او د اعليحضرت واکمني يې د شورويانو په ګټه وپرځوله، بله شوروي مداخله يې د 1357 ثور په اومه وه چې د دوى په محاصره کې راګير سردار داودخان يې له کورنۍ سره له منځه يوړل، او په دا بله ورځ يې د افغان تاريخ نوميالى موسى شفيق په ډېرې بې دردۍ شهيد کړ، په دې اړه د شوروي ځري ساتمن عزيز اکبري کيسه خورا مشهوره ده...

د تره کي په واکمنۍ کې کارمل او نجيب د يوګوسلاويا او تهران نه د سفارت له پانګو سره مسکو ته وتښتېدل او کله چې امين د تره کي په خوله او پزه پېړ بالښت ورکېښود او ساه يې ورکړه نو نور خلقي او پرچمي شورويپاله کودتاچيان په تابوتونو کې شوروي ته وتښتېدل، دوى ټول بيا پر تاجبېګ ماڼۍ د شوروي الفا ډلګۍ اشغالګرانو له حملې سره سم د شورويانو په ټانکونو کابل ته راوستل شول.

دوى بيا په خپلو منځونو کې بې سارې جګړې او کودتاګانې وکړې او هم يې له دې مؤمن ملت سره خوني جنګونه وکړل، او د تاريخ پرېکړه دا ده چې ملت پردي نيابتيان او لاسپوڅي ډېر وران راپرځوي.

د نظامونو پرځول، کودتا ګانې، بې ثباتي، وژنې، لاسپوڅيتوب او د وطن ړنګول دا ټول دې بېګانه شوروي پالو په وطن کې نهادينه کړل.

چې دا بې وخته مې څه پورې وليکل؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک