
د غزې خلکو جهاد او مقاومت د ولس په خوښه
عبد البصير عتيقزی
جهاد او مقاومت د ولس په خوښه د خپل عزت، ناموس، او دین ساتنې لپاره داسې وي لکه د غزې خلکو چې وکړ. ټولې نړۍ ته یې یو بې مثاله تاریخ جوړ کړ. د ټولې نړۍ پرمختللې وسلې او ټکنالوژي پرې استعمال شوه، ژوندي وسوځول شول، په پیغلو باندې یې جنسي تېري وشول، حامله ښځې یې په نښان ویشتونکو ګولیو وویشتې، نوي زیږیدلي ماشومان یې قصدا ً له لوږې ووژل… او هر هغه جنایت او وحشت یې ترسره کړ چې انسان یې له لیکلو او ویلو عاجز دی.
دښمنانو یې په ډیر کبر او غرور ۱۶ میاشتې دا نارې ووهلې چې موږ تر هغو کرار نه کینو چې تر څو خپل یرغمل شوي خلک مو نه وي راوستلي، حماس مو نه وي له منځه وړی، او تر آخري فرده یې پسې ورځو.
خو په څواارلس کیلومتري تړانګه کې د خپلې ټولې پرمختللې ټکنالوژۍ سره سره داسې دفن شو چې د ټولې نړۍ حمایت او ملاتړ یې له لاسه ورکړ، وشرمیدل، او هغه څېره او نوم چې دوی له دویم نړیوال جنګ راوروسته ګټلی وه، دړې وړې کړ او وشرمېدل.
د غزې تعمیرونه او سرکونه، پوهنتونونه او ښوونځي او ټولې زیربناوې له منځه لاړې. خو خاوره یې په ځای ده، ددوی لاس کې ده.