
د غزې ولس خپله دا هر څه بريا بولي او د نړۍوالو رسنيو سره په ښکاره ورباندې وياړي
ځينې دوستان د غزې د حالاتو په اړه له دې ځايه داسې تبصرې کوي چې هغوی تباه او برباد شوي دي، فلهذا له ژړا پرته بايد بل هيڅ کار ونه کړي او په مقابل کې صهيونيستي رژيم هر ظلم په پټو سترګو ومني، د غلامۍ هر حالت ته غاړه کېږدي او دښمن ته د خپلې ځمکې، آبرو او شرف ټول اختيار ورکړي چې هر څه کوي؛ کوي دې... يا دې د (د بېغيرته دې يم خو ژوندی دې يم) په مصداق فقط د ژوند کولو فرصت دې قبول کړي...
دغو دوستان دې ته متوجه وي چې د کور په حال خپله د کور خلک ښه پوهېږي، د غزې ولس خپله دا هر څه بريا بولي او د نړۍوالو رسنيو سره په ښکاره ورباندې وياړي، نو زمونږ او يا ستاسو تبصره چې د هغوی له باختياره ارادې، پاليسۍ او تصميم سره مخالفه وي، هيڅ ځای نه نيسي.
مونږ بايد دا خبره درک کړو چې هلته ټول پېښ شوي حالات د کور خلک يې خپله بريا بولي او لمانځي يې، حتی هغه خلک يې هم بريا لمانځي چې د کورنيو تر لسګونو ډېر غړي يې د لاسه ورکړي دي، کورونه يې تباه شوي دي، کاروبار يې محو شوی دی خو بيا هم وايي چې مونږ ګټلې ده، په دې ټولې قربانۍ راضي يو.
نو مونږ څه کاره چې له دې ځايه داسې تبصرې وکړو چې خپله د هغوی له تصميم سره هم سمون نه خوري، بلکې ښکاره ټکر ورسره کوي.