
د أبوعبيده د تاريخي وينا لنډيز
د أقصٰی توپان عملیاتو د اشغالگر فوځ پر تابوت وروستی مېخ ووهی او د سیمي اړيکو، گټـو او توازن ته ئې تغییر ورکړ. فلسطیني ولس د خپل ازادۍ او مقدساتو خوندي ساتلو په موخه ۴۷۱-ورځي بې شمېره او بې درېغه قربانۍ ورکړې. د دوی قربانۍ او ویني به په هیڅ صورت نه ضایع کېږي. موږ د خپل مظلوم ملت د ستر درد احساس کوو؛ دا درد مو د زمکي، انسانانو او مقدساتو د ازادۍ قیمت دئ چي موږ ته ئې له وړاندي لا پته وه. له تېرو څو میاشتو راهېسي د اسرائیلي یرغل د ودرولو په موخه د اوربند تړون کول د مقاومت هدف وو؛ بلکي د دې اشغال له پیل څخه مو همدا هدف وو؛ موږ او نور ټول جهادي خوځښتونه دې اوربند تړون ته تر هغه وخته ژمن یو تر څو اشغالگر فوځ هغه نقض کړی نه وي. موږ له درېیمگړو هېوادونو څخه غوښتنه کوو چي هغوی اسرائیل د دې اوربند تړون عملي کولو ته مجبور کړي؛ دې جگړي نوي نړئوال محاذونه پرانیستل او اسرائیل ئې اړ کړ چي له نړئوالو قوتونو څخه مرسته وغواړي. موږ له لبناني، عراقي او یمني ملېشو څخه او د عراق له اسلامي مقاومت څخه هم منندوی یو چي دوی د غزې د مقاومت ملاتړ وکړ او دوی د دې جگړي ډېر ستر قیمت پرې کړ. د اردن شریف ولس هم زموږ ملاتړ وکړ او تر سرحد په اوښتلو سره ئې پر اسرائیل بریدونه وکړل. موږ د هغو هڅو په مقابل کي بیا هم محکم ولاړ یو چي غواړي اسرائیل په سیمه کي ضم کړي. موږ د غزې په ټولو سیمو کي د نورو مقاومتي ډلو سره په گډه په یوه صف کي جگړه وکړه او پر دښمن مو خونړي بریدونه وکړل. زموږ اتلانو په ډېره مېړانه او ستري زړه ورتیا سره تر وروستۍ شېبې جگړه وکړه؛ موږ په داسي حالاتو کي جگړه کوله چي ظاهراً ممکن نه وه. د اسرائیلي اشغالگر فوځ سره وروستۍ جگړه نه د فوځي صلاحیتونو په لحاظ متوازنه وه او نه هم د جگړي د اخلاقي اوصولو له مخي؛ (ځکه) چي کله موږ د دښمن پر فوځونو بریدونه کول نو هغوی به زموږ د ملت پر ضد د وحشت او بربریت نوي طریقې کارولې. د دې جگړي د عظمت اظهار د مقاومت د اتلو مشرانو په ځاني قربانیو او شهادتونو سره کېږي. د غزې مقاومت د ملت له ملاتړ پرته اصلاً ممکن نه وو. موږ ته د عربي او اسلامي نړۍ له جلا جلا برخو څخه به لکونو د ملاتړ پیغامونه راځي؛ اوس مسؤلیت د غربي اردن پر فلسطینیانو هم راځي او بالاخر موږ د جنین څخه قدرداني کوو چي له غزې سره اوږه پر اوږه ولاړ و.