No-IMG

فلسطین؛ د ملتونو له اتحادیې بیا تر ملگـرو ملتونو پوري!

لیکنه: آصف محمود / ژباړه: محمد هاشم شاهین

 

د عثماني سلطنت د دښمنو قوتونو لخوا جوړه سوې د ملتونو اتحادیه او د دې ملتونو د اتحاديې جوړ کړل سوی نړئوال قانون او تر دې نړئوال قانون لاندي بیا جوړ سوی برټـانوي انتداب چي کله په فلسطین کي د صهیونیسټانو ښه سمه سرپرستي وکړه او هغوی ته ئې پر خپلو پښو د ودرېدلو چانس ورکړ نو بالاخر پر درېـیو لسیزو خپور دا نظام نور ختم وو؛ د ملتونو د اتحادیې ځای ملگرو ملتونو ونیوی. د ملتونو د اتحادیې ټولي شتمنــۍ ملگرو ملتونو ته انتقال سوې.

د ملگرو ملتونو اداره جوړه سوې وه او د ملتونو اتحادیه له منځه تللې وه خو فلسطین لا تر اوسه په برټانوي انتداب کي پاته وو چي دې هېواد ته د ملتونو اتحادیې ورسپارلی وو.

په ۱۹۴۷م کال کي برټانیې ملگرو ملتونو ته وویل چي نور باید دا انتداب ختم سي او ملگری ملتونه دا معامله نور خپله د خپل منشور د ۱۰-لسمي مادې په رڼا کي وگوري؛ دا یاد ساتئ چي د ۱۰-لسمي مادې په رڼا کي د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ یوازي وړاندیزونه کولی سي. (نه احکام. ژباړن)

ملگرو ملتونو د برټانیې پر غوښتنه یوه ځانگړې کمېټه جوړه کړه او هغې کمېټې ته ئې وویل چي هغوی دي د فلسطیني ستونزي پر عواملو تحقیق وکړي او که ممکنه وي نو کومه حل لاره هم وړاندي کړي.

کوم کار چي د ملتونو اتحادیې د "مقدس امانت" تر عنوان لاندي د فلسطین نظام برټانیې ته په ورسپارلو سره پیل کړی وو او هدف ئې دا په گوته سوی وو: لکه څنگه چي د فلسطین ولسونه د عثماني سلطنت د حاکمیت پر وخت له یوه تیاره دوران څخه تېر سويدي نو اوس دوی یو څه وخت ته ضرورت لري تر څو د خپلو مسائلو د اداره کولو جوگه سي. د دې کار د ارزولو پر ځای اوس د ملگرو ملتونو ساده توب وگورئ چي هغوی په فلسطین کي د عربانو او صهیونیسټانو د ستونزو د عواملو درک کولو په هدف کمېټه جوړوله؛ گواکي دا اداره تر اوسه حتی خبره هم نه وه چي د دې ستونزي اصل عوامل څه ول.

د ملگرو ملتونو د کـولو اصل کار بل څه وو. دوی باید تر هر څه وړاندي پر دې معامله یوه کمېټه تشکیل کړې وه چي د ملتونو اتحادیې د خپل منشور د ۲۲-مي مادې له مخي چي برټانیې ته د کوم هدف لپاره فلسطین ورسپارلی وو؛ په دغو درې لسیـزو کي برټانیې دا مسؤلیت څنگه اداء کړ او آیا هغه هدف پوره سو؟!

ملگرو ملتونو باید دا معلومه کړې وه چي آیا برټانوي انتداب د ملتونو د اتحادیې د حکم مطابق فلسطین ته د یوه sacred trust of civilization په سترگه وکتل او که ئې په دې مأموریت کي خیانت وکړ؟!

همداسي په ملگرو ملتونو کي باید برټانیې یو راپور وړاندي کړی وای چي د ملتونو د اتحادیې د منشور په رڼا کي چي دوی ته کوم مسؤلیت ورسپارل سوی وو؛ په درې لسیزو کی دوی دا مسؤلیت په څه توگه سرته ورسولی دئ.

د تعجب ځای دا دئ چي نه چا داسي راپور وړاندي کړ، نه چا داسي کومه غوښتنه ترې وکړه او نه هم ملگرو ملتونو دا مهمه وگڼله بلکي ملگـرو ملتونو ځانگړي کُمېـټې ته یو نوی حکم وکړ چي هغه دي د عربانو او صهیونیسټانو تر منځ د ستونزو وجوهات تلاښ کړي او که ممکن وي د هغوی حل لاره دي هم وړاندي کړي.

د ملتونو د اتحادیې د منشور پر اساس د ترسره سوي انتداب لاستـه راوړني دا وې چي دوی په فلسطین کي په دغو دېـرشو کلونو کي یوه نوې ستونزه جوړه کړه؛ لنډه دا چي د ملتونو د اتحادیې ټوله کارکردگــي همدا وه.

دا کارکردگي هیڅ ځای تر بحث لاندي رانغله؛ ځکه په فلسطین کي چي برټانیې د صهیونیسټانو کومه ناجائزه مرسته کړې وه پر هغه تر ننه هم د لویــو اَبـــرقوتونو تر ډېره حده اتفاق موجود وو او مسلمان هېوادونه نن هم همدومره بې وسه او کمزوري ول لکه څومره چي د ملتونو د اتحادیې د منشور پر اساس د فلسطین د انتداب د اطلاق پر وخت ول.

د ملگرو ملتونو د دې ځانگړي کمېټې په تشکیل کي هم همغه هنـري تگلاره غوره سوه چي  کومه د ملتونو د اتحادیې د منشور او بیا برټـانوي انتداب پر وخت غوره سوې وه؛ یعني د څرگندولو ښکلي اصطلاحات او لرلید جاذب مدیریت خو عملاً د صهیونیت مرسته. اوصول دا وټاکل سول چي په دې کمېټه کي به داسي هېوادونه شاملېـږي چي "بـې طرفه" وي او د امنیت شوریٰ د وېـټــو قوت اختیار درلودونکو له جملې به ئې یو هېواد هم په دې کمېټه کي گډونوال نه وي. په کمېټه کي آسټرالیا، کاناډا، چیکو سلواکیه، گوئټې، مالا، هندوستان، ایران، نیدرلېنډ، پیرو، سوډان، یوروگوې او یوگوسلاویا شامل ول. پوښتنه دا ده چي آیا دا هېوادونه رښتیا هم بېــطرفه ول؟! اَبـــرقونونه خو که څه هم په دې کمېټه کي شامل نه ول خو په دغو غړیـو هېوادونو کي ئې څومره داسي ول چي د دغو نړئوالو قوتونو د حساسیت ضد سربېره ئې بیا هم د خپلواک وړاندیز جسارت کولی سو؟! د بالفور اعلان هم جاري سوی وو او تر دې وروسته بیا خپله برټانیې په پېـل هیئت (دا هیئت په ۱۹۳۶م کي د لارډ پېـل په مشرۍ ټاکل سوی وو. ژباړن) کي د فلسطین د وېشلو او په فلسطین کی د اسرائیل نومي دولت جوړولو وړانديز کړی وو. امریکا د صهیونیسټانو تر شا ولاړه وه؛ نو آیا په داسي حالاتو کي له آسټرالیا، کاناډا، چیکو سلواکیا، گوئټې مالا، ایران، نیدرلېنډ، پيرو، سویډن، یوروگوې او یوگوسلاویا څخه دا توقع کېدلی سوه چي هغوی دي د فلسطین د راتلونکي په تړاؤ داسي کومه طرحه وړاندي کړي چي د اَبـرقدرتونو رضایت پکښې شامل نه وي.

عربانو د دې کمېټې له منلـو انکار وکړ؛ عربانو لیدلي وو چي د بالفور له اعلان څخه نیولې بیا تر پېــل هیئت پوري نړئوالو قوتونو د صهیونیسټانو مرسته کړېـده. عربانو دا غوښتنه وکړه چي اوس چي ملگرو ملتونو نړئواله اداره جوړه سوېده او د هغې منشور هم موجود دئ نو د فلسطین حقوق باید د همدې منشور په رڼـا کي ومنل سي. دوی نورو تحقیقي کُمېــټو ته ضرورت نه لري. نو ځکه د فلسطینیانو دا حق هم دئ چي د هغوی سره دي د ملگرو ملتونو د قانون (منشور) مطابق سلوک وسي.

ملگرو ملتونو د عربانو له دې جائـزي غوښتني منلو څخه ډډه وکړه چي دوی به د فلسطین سره د ملگرو ملتونو د قانون مطابق معامله کوي او هغوی ته به هغه حقوق ورکوی چي د ملگرو ملتونو  په قانوني مسوده کي موجود دي.

د عربانو تر پرېــکون وروسته د دې کمېــټې هیڅ ارزښت باقي پاته نسو؛ خو پر دې سربېـره هم د دې کمېټې هیئت فلسطین ته ولاړی. عربانو خو د صهیونیسټانو د دې مرستندویي تگلاري سره پرېـکون اعلان کړی وو البته صهیونیسټانو دې هیئت ته تود ښه راغلاست ووایه. د دې هیئت په تړاؤ د صهیونیسټانو د تودو احساساتو دا کیفیت وو چي کله هغه تل ابیب ته ورسېدی نو صهیونیسټي ادارې د دې هیئت د راتلــلو په خوښۍ کي یوه ورځنۍ عمومي رخصتي اعلان کړه. دا مو په یاد وي چي د صهیونیسټانو سره دا ټوله مرسته د ملگرو ملتونو په سرپرستۍ کي ترسره کېده؛ بالکل همغسي لکه د انتداب دوکه چي له دوی سره د ملتونو د اتحادیې پر نوم وسوله.

دې کمېټې هلته ۱۲-دوولس ځله پلټني وکړې او د یهودانو ۱۲-استازي ئې واورېدل. د عربانو تر پرېکون وروسته اوس د دې کمېټې ټول فعالیتونه د صهیونیسټانو د موقف تر اورېدلو پوري محدود ول. د صهیونیت د نازولو دا کیفیت وو چي دې کمېټې له تروریسټي صهیونیسټي ډلــو ټپلو سره هم باقاعده ولیدل او مشورې ئې ترې واخیستې. د تروریسټي صهیونیسټي تنظیم Ergun له قوماندانانو شیموئل کاز او هائم لانډاؤ سره ئې هم وکتل.¹⁶

نیویارک ټائمز د دې کمېـټې د روش او تگلاري په اړه ډېر مهم اسرار افشاء کړيدي؛ د دوی په قول:¹⁷

۱د دې کمېـټې راپورونه تر یوې اوږدې مودې پوري پټ وساتل سول.

۲امریکا او برټانیې د دې کمېــټې د بـې طرفۍ تأثر خپور کړی وو؛ خو دا کمېټه بې طرفه نه وه.

۳د برټانیې یوه مأمور اوبــرې ایـبان د صهیونیسټي ادارې سره د روابطـو د ساتونکي په صفت کار کوی؛ هغه د برټانیې د انتداب پر وخت په فلسطین کي مؤظف سوی وو.

۴د ایـبان له وجهي د گوئټې مالا او یوروگوې د استازو تمایل په څرگنده توگه د صهونیت پر لور وو.

۵د گوئټې مالا او یوروگوې استازو ایـبان ته د کمېـټې ټول تفصیلات او د راتلونکي ورځي لپاره چمتو کړي پوښتني ورکړي وې؛ ایـبان دا ټولي پوښتني او تفصیلات صهیونیسټانو ته ورکول او صهیونیسټان به د دغو پوښتنو په رڼـا کي په پوره چمتوالي سره د کمېټې مخ ته ورتلل.

۶د دې مرستو په پا‌یـلو کي صهیونیسټانو د جاسوسۍ یوه شبـکه جوړه کړې وه او د کمېــټې د غـړو تر منځ خبري به ئې په مخفي آلاتو سره اورېدلي وې.

۷د کمېـټې رئیس د سویډن قاضي ایمل سینډسټـارم وو؛ هغه هم شکمن سو چي دا ټول تفصیلات د گوئـټې مالا غـړي صهیونیسټانو ته ور رسوي. ده په دې اړه ویلي وه:

I don't know that he took their money, but he certainly took their girls.

ژباړه: زه نه پوهېـږم چي هغه دي له دوی څخه پیسې اخیستې؛ مگر هغه یقینا د دوی نجونې بېـولې.

۸دې کمېټې تر یو طرفه اقداماتو وروسته یو طرفه راپور هم وړاندي کړ او په دې راپور کي ئې د فلسطین د تقسیم کولو له وړاندیز سره سم وویل چي په فلسطین کي باید یو یهودي دولت جوړ کړل سي؛ د همدې پلان پر اساس فلسطین پر دوو دولتونو ووېشل سو.

دلته دا خبره مهمه ده چي د ملگرو ملتونو له طرفه د جوړي سوي کمېـټې لخوا ملگرو ملتونو ته وړاندیز هغه وخت وړاندي سو چي د ملگرو ملتونو منشور Charter جوړ سوی وو؛ دا راپور د دې منشور څخه ښکاره سرغړونه وه.

د ملگرو ملتونو تر ټولو مهم مدرک (سند) د هغه همدا منشور دئ. په دې منشور کي ځیني اوصول ټاکل سویدي او ملگري ملتونه د همدغو اوصولو پر اساس کار کوي. د دې منشور په پیل کي ویل سوي چي ملگرو ملتونو شوری د همدې لپاره جوړه سوې چي انسانیت له جگړو وژغوري او بنیادي بشري حقونه او نورو آزادیو ساتنه پرې ممکنـه کړي. د دې منشور د لومړي څپرکي په ۱-لومړۍ ماده کې لیکلي چي د نړئوالي سولي او امنیت ساتل، امنیت ته متوجه خطرات درک کول، د یرغلـونو په څېر اقدامات ودرول او شخړي تر نړئوال قانون لاندي په سوله ییزو لارو حل و فصل کول د دوی مسؤلیتونه دي. په همدې ماده کې د ملتونو د خودمختارۍ خبره هم مطرح سوېـده او نور هم ډېر اوصول مشخص سويدي.

که نړئواله سوله او امنیت هدف وی، که د جگړي نفي کول مقصود وی، که ټول ملتونه او انسانان برابر وی، که ټولو ته د سولي، خوندیتوب او بقــاء حق ورپه برخه وی او که د یرغلونو او قوت کارولو نفي سوې وه نو بیـا څنگه دا ممکنه سوه چي د همدغو ملگرو ملتونو یوه کمېــټه دي په یو طرفه توگه فیصله واوروي چي موږ د فلسطین د جغرافیایي حدودو په پایمالولو سره، د هغه د امنیت په نفي کولو سره؛ د هغوی زمکي په زور ترې اخلو او هلته د یوه یهودي دولت جوړولو وړاندیز وړاندي کوو؟!

فلسطین د ملگرو ملـتونو مِلکیت property نه وو؛ دا د ملتونو د اتحادیې sacred trust مقدس امانت وو. دا یو مستقل دولت وو. دا یو هېواد وو. د هغه خپل اوسېدونکي ول. اوس چي خپله ملگرو ملتونو دا فیصله کړې وه چي د هېوادونو سرحدات به په زوره نه بدلـــېږي؛ د یوه هېواد د زمکي په غصبولو سره بل هېواد هغه له ځان سره نسي ضَـم کولی؛ قوت نور دلیل نه دئ بلکي اوس به نو دلیل اصل قوت وي او د هر هېواد امنیت به یقیني کېږي نو بیا د فلسطین د زمکي تر قبضه کولو وروسته هلته څنگه د یوه نوي هېواد جوړولو وړانديز کېدلی سي؟! د نړئوال قانون له مخي د داسي وړاندیز حیثیت څه وو؟! کوم حق چي د ملگرو ملتونو منشور نورو ټولو اقوامو ته ورکوی؛ آیا فلسطین د هغه حق نه درلودی؟! یاد ساتئ! کله چي دا وړاندیز ورکول کېدی هغه وخت هم د فلسطیني زمکي ۹۴% څلور نوي فیصده زمکه له فلسطینیانو سره وه. د ۵.۶% پنځه اعشاریه شپږ فيصده زمکي یهودي اوسېدونکو ته دلته د یوه نوي هېواد جوړولو حق د کومو اوصولو پر اساس ورکول کېدی؟! په داسي حال کي چي په دې وروستۍ فیصدي کي هم نږدې ۴% څلور فیصده زمکه هغه وه چي د فلسطین دولتي مِــلکیت وه او په نــاروا او غیرِ قانوني توگه د انتداب پر وخت پر یهودانو وېشل سوې وه؟!

د ملگرو ملتونو د دې کمېټې سره اصلاً د کار کولو Mandate اختیار (وکالتنامه) موجود نه وو. چي کله عربانو له دې کمېـټې سره پرېـکون اعلان کړی وو؛ د منشور پر اساس به په سوله اییزه طریقه د دې شخړي د حل کولو هڅي کېدلې نه دا چي په زور او اخطارونو به د ۵% پنځه فیصده زمکي خاوند ته د دولت تر نیـمی زیاته برخه زمکه ورکول کېدله. دا د فلسطین پر ضد یــرغل وو. دوی د همغوی له زمکو څخه، د همغوی له هېواد څخه او د هغوی له آزادۍ څخه محروم کېدل. فلسطیني عــربانو دا غوښتنه کوله چي دوی باید د ملگرو ملتونو پر منشور عمل وکړي خو ملگرو ملتونو بیا خپل منشور پایمال کوی.

د ملگرو ملتونو د مقرراتو مطابق که د یو چا هېواد په زور نسو قبضه کېدلی نو آیا د "مخصوصي کمېټې" په جوړولو سره بیا هغه غصب کېدلی سو؟!

د عربانو جائزي نیــوکي رد کړل سوې او د ملگرو ملتونو کمېتې په یو طرفه اقداماتو سره دا وړاندیز وکړ چي فلسطین دي ووېشل سي او دلته دي یو یــهودي دولت هم جوړ کړل سي. تر دې ځانگړي کمېټې وروسته یوه بله کمېـټه Ad Hoc Committee جوړه سوه او دغي کمېټې بیا مخته دوې نوري فَرعي کمېــټې sub Committee جوړي کړې تر څو دوی د فلسطین د تقسیم او یوه یهودي دولت جوړولو په اړه یوه طــرحه وړاندي کړي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک