
مهم ترين های امروز پنجشنبه
✒️: د ملي دفاع وزارت سرپرست، مولوي محمد یعقوب مجاهد کابل کې د قطر سفارت له چارسمبالي سره په کتنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ پر پاېیدونکو اړیکو ټينګار کړی دی. دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، مولوي یعقوب او مردف القاشوطي سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
✒️: رابرت چترتون دیکسن کاردار سفارت بریتانیا برای افغانستان گفته که نیاز است امارت اسلامی بخشی از جامعه بینالمللی شود و مشکلات موجود از طریق گفتوگو حل گردد. آقای دیکسن در دیدار با ذاکرالله ذاکر رییس عمومی دفتر معاونیت سیاسی ریاستالوزرا همچنان گفته که بریتانیا به کمکهایش به افغانستان در بخشهای مختلف ادامه میدهد.
ذاکرالله ذاکر در این دیدار گفته که امارت اسلامی خواستار تعامل مثبت با جهان است و به گفتوگوها اولویت میدهد. آقای ذاکر افزوده که انتقاد نادرست از امارت اسلامی و دامن زدن به خشونت راهحل نیست و بهتر است کشورها نگرانیهای خود را مستقیماً با حکومت افغانستان شریک کنند.
✒️: کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مردف القاشوطي د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي او د کابل او دوحې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا یې خبرې کړې دي.
د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیالۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې د دغه قطري ډيپلوماټ په حواله لیکل شوي چې، د کابل او دوحې ترمنځ د مسافر وړونکو او کارګو الوتنو پر زیاتوالي کار کوي او دغه هېواد به نږدې راتلونکي کې د کندهار د میروېس روغتون د ۴۰۰ بسترونو جوړولو کار هم پیل کړي. د قطر سفارت چارسمبالي دغه راز له اسلامي مارت سره په ښوونیزه برخه کې هم همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې ده.
✒️: د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي کابل ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سفر د دواړو هېوادونو د اړیکو پیاوړتیا په برخه کې رغنده ګام بللی او زیاته کړې یې ده چې، دغه سفر کولای شي د افغانستان او ایران اړیکې نوي پړاو ته داخلې کړي.
ذاکر جلالي پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې، د افغانستان او ایران ګډو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټو د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره ښه زمینه برابره کړې ده. تر دې وړاندې کابل کې د ایران سفارت ویلي و چې، سید عباس عراقچي به نږدې راتلونکي کې کابل ته سفر وکړي.
✒️: د بډمنټون فډراسیون مسوولین وايي، د بډمنټون پنځه افغان لوبغاړي ایران کې د بډمنټون په "فجر سیالیو" کې د ګډون په موخه نن (پنجشنبه) دغه هېواد ته تللي دي.
دغه سیالۍ د روانې زېږیزې میاشتې په ۲۸مه د افغان لوبغاړو په ګډون د ۲۰ هېوادونو د لوبغاړو ترمنځ د ایران په سمنان ښار کې پیلیږي او شپږ ورځې به دوام وکړي.
✒️: د ناروې د کډوالو شورا ریس یان اګلنډ ویلي، له مرستندویه هېوادونو سره په اړیکه کې دی او هڅه کوي چې د افغان کډوالو لپاره مرستې زیاتې کړي. یان اګلنډ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست مولوي عبدالکبیر سره کتنه کې زیاته کړې چې، د ناروې د کډوالو شورا به له دغه وزارت سره په همغږۍ د راستنېدونکو لپاره د سرپناو په جوړولو کې همکاري وکړي. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې لمخې، مولوي عبدالکبیر دغه کتنه کې ویلي، اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ عوامل لمنځه یوسي خو په خبره یې، تر هغو چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر ځان بسیا نشي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
✒️: د ولسمشر ولادیمیر پوتین ویاند دمیتري پېسکوف ویلي، دوی په اوکرایین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره 'برابرو' او پر 'مقابل درناوي ولاړو مذاکراتو' ته چمتو دي. کرملین دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې خبرداري ته په غبرګون کې کړې چې ویلي یې وو، که پوتین په اوکرایین کې خپله روانه 'نامعقوله جګړه' پای ته ونه رسوي، نو نورو بندیزونو ته دې چمتو شي.
✒️: بر بنیاد گزارشها؛ آتشسوزی یک بار دیگر در جنگلات در لاس انجلس کلیفورنیا رخ داده که بر اثر آن ۳۱ هزار تن مجبور به ترک خانههای شان شده است.
گزارشها میافزاید که این آتشسوزی تاکنون ۳۸ کیلومتر زمین را در برگرفته است اما هنوز به ساختمانها و تاسیسات خصوصی نرسیده است.
✒️: په سټراټیژیکو چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیال جواد ظریف هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې ایران د اټومي وسلو په لټه کې دی او زیاته کړې یې ده چې، دغه هېواد لویدیځ ته ګواښ نه پېښوي.
جواد ظریف ډاوس کې د نړۍ د اقتصادي فورم ۵۵مې غونډې ته په خبرو کې هیله څرګنده کړې چې، د ډانلډ ټرمپ د ولسمشرۍ دویمه دوره به "لا جدي او ریښتینې" وي او ویلي یې دي چې ایران له لویدیځ سره اړیکو پیاوړتیا لپاره خبرو ته چمتو دی.
✒️: د جرمني پولیس وایي، د دغه هېواد د باواریا ایالت په اشافنبورګ ښار کې یې یو ۲۸ کلن افغان د وړکتون پر یوې ډلې د چړې برید په تور چې د یوه ماشوم په ګډون دوه تنه پکې وژل شوي، نیولی دی.
رویټرز راپور ورکړی چې بریدګر د خوړو د چړې په وسیله دغه برید کې ګڼ نور کسان ټپيان کړي دي. د باواریا د کورنیو چارو وزیر ویلي، نیول شوی افغان چې تر دې وړاندې یې هم جرمني کې د تاوتریخوالي مخینه لرله، په یوه رواني روغتون کې تر درملنې لاندې و او ټاکل شوې وه چې، له جرمني و وځي خو د درملنې لپاره پاتې شوی و.
✒️: سفارت ایران در کابل میگوید که سید عباس عراقچی وزیر خارجه این کشور، بهزودی به کابل سفر خواهد کرد.
این سفارت جزییات بیشتری درباره هدف سفر آقای عراقچی به کابل ارایه نکرده است.
✒️: د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته ویلي چې، دغه هېواد غواړي راتلونکو څلورو کلونو کې په امریکا کې د ۶۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
رویټرز راپور ورکړی چې، محمد بن سلمان له ټرمپ سره ټلیفوني خبرو کې دغه راز زیاته کړې چې، د نوموړي احتمالي اقتصادي اصلاحات به بې سارې اقتصادي هوساینې ته لار هواره کړي. د سعودي عربستان ولیعهد زیاته کړې چې، که زمینه برابره شي نو د پانګونې دغه کچه به لوړه شي.
✒️: نمایی از خسارات آتشسوزی در ایالت کلفورنیای امریکا! رویترز گزارش داده که این آتشسوزی در برخی مناطق ۹۱ درصد و در برخی دیگر ۶۸ درصد مهار شده است.
این آتشسوزی که از هفتم جنوری آغاز شد، تاکنون جان ۲۸ نفر را گرفته و نزدیک به ۱۶ هزار ساختمان را بهطور کامل یا قسمی تخریب کرده است.
✒️: امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې، راین کوربېټ چې شاوخوا دوه کاله افغانستان کې بندي و، نن (پنجشنبه) د امریکا په ټګزاس ایالت کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شوی دی.
راین کوربېټ له یوه بل امریکایي وګړي، وېلیم مککېنټي سره یوځای د تېرې سې شنبې پر ورځ په کالیفورنیا کې د افغان بندي خان محمد په بدل کې د اسلامي امارت له بنده خوشې شوی دی.
✒️: د غزې په رفح ښار کې خلک د اوربند له ټینګښت وروسته په خپلو لومړنیو وسایلو د جګړې پاتې شوني پاکوي. د دغه ښار د بیارغونې چارې د سړکونو له پاکولو پیل شوي ترڅو کډه شوې کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته راستنې شي.
د رویټرز د راپور لمخې، د رفح اوسېدونکو لس ورځې له دغه ښاره د جګړې د پاتې شونو لرې کولو ته ځانګړې کړي دي خو تېرې شوې پنځلس میاشتنې جګړې ته په کتو دا چاره ستونزمنه ښکاري.
✒️: مائو نینگ سخنگوی وزارت خارجه چین در واکنش به کشته شدن یک شهروند چین در تخار، از حکومت سرپرست خواسته است که عاملان این رویداد را به کیفر برساند. خانم نینگ در یک نشست خبری، این رویداد را نگران کننده خوانده است.
✒️: د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال، کریم خان دغې محکمې ته د اسلامي امارت د رهبر او د سترې محکمې د رییس د نیولو د حکم غوښتنلیک وړاندې کړی دی. کریم خان ویلي، د دغه غوښتنلیک لمخې د اسلامي امارت د رهبر، شیخ هبت الله اخندزاده او د سترې محکمې د رییس، عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم شوی دی.
ښاغلي کریم خان، د اسلامي امارت رهبر او د سترې محکمې پر رییس تور پورې کړی چې شیخ هبت الله اخندزاده او عبدالحکیم حقاني د افغان نجونو او ښځو او د هغو کسانو چې د دوی له فکر سره برابر نه دي، د ځورونې مسوول دي.