No-IMG

زه ډاډه نه یم چې په غزه کي به اوربند دوام وکړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي: ”زه ډاډه نه یم چې په غزه کي به اوربند دوام وکړي. دا زموږ جگړه نه ده؛ دا د دوی جگړه ده.“

هغه جنابان چي نه د فلسطین له تاریخه خبر دي، نه د غزې له اوسني وضعیت څخه، نه د وېسټ بېنک او د هغه د تسلیم سوي حکومت په تړاؤ کافي معلومات لري او نه هم د غزې د محکوم او مجبور ولس له ستونزمنو ژوندانه شرائطو؛ هغوی هم راسي د سیاسي مبصر په نوم داسي اوتي بوتي ووایي چي د نه منلو وړ وي؛ بلکي له دوی څخه دا غفلت په ټنبلۍ کي وسي او د دښمن بیانیه انعکاس کړي؛ که بحث ورسره وسي نو وایي چي تاسي خوشباوره یاست او قضیې ته یوازي له یوه اړخه گورئ!

دوی ته وایو گورئ! د فلسطین ستونزه د بشپړي نړۍ له خپلمنځي شخړو او ستونزو سره متفاوته ده؛ نو ځکه هم د غزې یا ۷-اکټوبر د بریدونو په تړاؤ آزاده تبصره مناسبه ځکه نه ده چي دا ستونزه ځانگړي مطالعې ته اړتیا لري؛ یو لیکوال او سیاسي شناند باید له ډېرو هغو تاریخي پېښو او معاصرو نړئوالو اوصولو او قضایاو څخه پوره خبر وي؛ د ملگرو ملتونو شوریٰ پرېکړه کړېوه چي یروشلم (بیت المقدس) باید آزاد وي؛ دا مقدس ښار باید د همدوی تر نظارت لاندي د نړئوالو پولیسو له لوري اداره سي؛ اسرائیل باید د ۱۹۶۷م حدودو ته ستون سي؛ آیا همداسي وسوه؟ د اسرائیل د قبضې وروستي حدود به کوم وي؟ دا منم چي د گرېټر اسرائیل عنوان تر اوسه یوازي پر احساساتو او مفروضو ولاړ دئ اما د فلسطین د اېل کولو ظالمانه اقدام خو ئې له چا پټ نه دئ.

له صهیونیسټانو سره د مصلحت، سوله ییز ژوند ارمانجن داعیان دي لطفاً راوړاندي سي او د یو څو پوښتنو ځواب دي ووایي:

•  حماس که ناروا کړېده او خپل ملت ئې له ستونزو او کړاؤنو سره مخ کړی دئ؛ آیا دا احساس د غزې تر ولس په تاسي کي زیات دئ؟ ولي هغوی تېره ورځ د حماس تود هرکلی وکړ؟

•   شیخ یاسین، رنتیسي، عیاش، هنیه او سنوار که نه پوهېدل؛ یاسر عرفات او ځای ناستی محمود عباس خو ئې ستاسي په قول سوله ییز مبارزین او پوهان ول؛ د هغوی لاسته راوړني څه دي؟ آیا د هغوی زمکني حدود پر همغه کیفیت پاته سوي چي د کمپ ډېویډ تړون پر وخت کوم حدود ورته وضع سوي ول؟ د هغوی کومي ادارې کاملاً آزادي دي د احصائیې په گډون ئې؟ د جنین اوسېدونکي ولي د عباس حکم نه مني او د سنوار خطرناکه تگلاره عملي کولو ته لېوال دي؟

دا مه هېروئ! د ۷-اکټوبر د بریدونو تلفات یوازي غزې نه دي گاللي؛ اسرائیل هم له دغو خونړیو تاوانونو څخه خوندي نه دئ پاته سوی؛ یقیناً د غزه والو ځاني او مالي تاوانونه ستر ول خو په عموم کي د فلسطیني ولس لپاره معنوي او حیاتي لاسته راوړني ډېري زیاتي وې؛ پر هغوی به جلا بحث کوم؛ ما مخکي هم د دغو بريدونو لاسته راوړني معجزاتي او حیاتي بللي وې؛ تاسي ایره سوي مرکاوا ټاکنونه لیدلي چي تر کباړ کېدلو وروسته اشغالگر اعلان کوي چي یو عسکر ئې سطحي ټپي سوی؛ آیا داسي اعلانات د منلو وړ دي؟

په دې مقدسه جگړه کي د مؤثقو امریکایي رسنیو په قول اسرائیل (۱۵۰۰۰) زره وژل سوي، (۴۵۰۰۰) زره ټپیان او تر (۲۰۰۰) زره د زیاتو مرکاوا ټانکونو، نظامیانو د انتقالو موټړان تخریب سوي او تلفات لري؛ په لسگونو بې پلوټه ډرون الوتکي ئې د غازیانو په لاسونو غنیمت سوي دي؛ تر (۳۵۰۰۰)  میلیونه ډالرو یعني ۳۵-میلیاردو ډالرو ئې زیات زیان لیدلی دئ؛ همداسي ئې بحري کلابندي هم ډېره خطرناکه وه؛ یو میلیون وگړي ئې له هېواده د تل لپاره تښتېدلي دي؛ که عرب هېوادونو خیانت نه وو کړی اسرائیل به ډېر وړاندي تسلیم سوی وو؛ یوازي ئې له ترکیې سره تقریباً د لس میلیاردو ډالرو ټرېډ متوقف سو؛ دا ټول د ۷-اکټوبر د بریدونو کمال وو... دا تاوانونه د دوی په تاریخ کي بې ساري دي. یو ځل بیا ټینگار کوم چي دغه کسان چي د ۷-اکټوبر د بریدونو توجیهات ناقص گڼي دوی حماس ته څه سپارښتني لري؟ دوی کومي داسي لارښووني هغوی ته کولی سي چي د هغوی لپاره د یوه آزاد دولت بنیاد وضع کړي؟

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک