
د مسلمانانو خواخوږی باچا خان!
باچاخان چې د انسانيت کوم درد درلود، هغه د نړۍ په ډېرو فراقومي انسانانو کې نه شي موندل کېدای، باچاخان انسان ته د انسان په سترګه کتل، هغه چې کله په هند کې له کانګرس سره پاتې کېده او هغه چې کله د هند له جمعيت علما سره ناستی کاوه، او باچا خان چې کله د خلافت د تحريک د سر په سړو کې وو نو دا د دې لوی ثبوتونه دي چې باچا خان له مسايلو سره د انساني دايرې په قطر کې برخورد کاوه. باچا خان که د هغه په کتاب کې ولولئ نو د نړۍ مسلمانان چې يادوي نو پر ورونو يې يادوي، کله چې په لومړۍ نړيواله جګړه کې هنديان او په ځانګړي ډول هندي مسلمانان د انګليس په لښکرو کې په اسلامي هېوادونو کې جنګېدل، د هنديانو ظلمونو او نادودو دوی د عربانو په ذهنونو کې د انګليس د ځرو او غلامانو په شکل کېنولي وو، کله چې باچا خان د عربي هېوادونو په سفر وو، څو ځايه ورته عربانو همدغسې ستغې ويلې وې، خو خان يې په مقابل کې د هندوستان مسلمانان پړ ګڼل.
د بيت المقدس په سفر کې د کيسو له نقلولو داسې برېښي چې هغه په عربي نړۍ کې د ترکانو د خلافت له واکمنۍ سره خواخوږي لري، هغه يو ځای د بيت المقدس له يوه عرب سره مرکه کوي، له عربه پوښتي:
(بيت المقدس خو ډېره ترقي کړې ده، نوي نوي سړکونه په کې پېرنګيانو جوړ کړل او نوې نوې ابادۍ يې په کې وکړې؟ عرب ورته وايي چې: مونږ به سړکونه او ابادۍ څه کړو؟ مونږه او زمونږ ملک ورځ په ورځ پرېوتو او غربت طرف ته روان دی، ځکه چې ترکو به د قسطنطېنيه د خزانې روپۍ دلته لګولې او پېرنګيان لکه د جورو په مونږ لګيا شوي دي، زمونږ مال خوري او ولايت ته يې لېږي، او بيا يې يو سوړ اسويلی وکړو، چې مونږ ترکو پسې ډېر ارمانونه کوو خو وخت تېر دی، الله دې مونږ ته عفوه وکړي او د دې ظالمانو د پنجې نه دې مونږ خلاص کړي).۱
خان چې کله د هندوستان په بېلابېلو ايالتونو او ښارونو وګرځېد نو د مسلمانانو پر حالت سخت ځورېده، هغه به تل د مسلمان او هندو پرتله کوله او د مسلمان پر ورسته پاتې توب به يې افسوس کاوه. يو ځل يې په ډهلي کې د جامعه ملي اسلاميه ډيلي مشر ذاکر حسين ته چې هغه هم له پلار نيکه نه اپرېدی پښتون وو خو ژبه يې هيره کړې وه، وويل چې: زه دې نتيجې ته رسېدلی يم چې په چوف کوف قومونه نه ابادېږي، کار په کار دی، او نه د جلسو د تقريرونو په واسطه په هغوی کې ژوند پيدا کېدای شي، نو ما اراده کړې چې د مسلمانانو لپاره کار وکړم، او دوی له د اصلاح د پاره مرکزونه قائم کړم او چې تر کومې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت نه دی شوی، د دوی څه خدمت وکړم، مګر ما سره د دې خبرې ډېر فکر دی چې که چېرې ما ته خپلې صوبې ته د تللو اجازت وشو نو د دوی خدمت به بيا څوک کوي؟).۲
په لسګونو داسې بېلګې به تاسو ته مخې ته درشي چې خان په کې د يو انسان دوست او له مظلوم سره د خواخوږي شخصيت په بڼه ومومئ، د خان په کتاب کې دا بېلګې بېخي ډېرې دي، خو کتل غواړي.
د باچاخان په ليکنو او ويناو کې به داسې څه ونه ميندل شي چې هغه دې په کې قومونو ته په سپکه کتلي وي، هن دا جلا خبره ده چې باچا خان د پښتنو لپاره د حق اواز پورته کړی وو، دا د زمانې وېش وو چې په قومي جغرافيو کې يې انسانانو ته نوي شناختونه ورکړي، دا د شلمې پېړۍ د انګليس او اروپا لوی جنايت وو چې د خپلو ګټو په خاطر يې پولې په قومي وېش کې خرابې جوړې کړې، او باچا خان هم د انګليس په همدې وېش کې له يوې خوا د هند په جغرافيه کې محروم پښتون وو او وروسته بيا په قومي راښکلې کرښه غوڅ شوی وجود. باچا خان د همدې محروم ويشلي قوم لپاره د خير لمن غوړولې وه، خو هغه خپل قوم کله هم له نورو قومونو سره په ورانه سيالۍ کې نه روزه، هغه ورته يوازې د خپلو مشروع حقونو د مبارزې چل ورښوده.
ماخذونه:
۱- خان عبدالغفار خان، زما ژوند او جدوجهد، باچا خان ټرسټ، دويم ځل چاپ، ۲۶۰ مخ
۲- همغه اثر، ۴۷۱ مخ
زما د ليکنې (خان عبدالغفار خان؛ په سولېدلو کليشو کې د پېړۍ تجربه!) يوه برخه