
د ملگرو ملتونو د ۲-دوهمي فرعي کمېـټې وړاندیزونه ولي رَد سول؟!
د ملگرو ملتونو د کمېـټې Ad Hoc Committee لخوا د جوړو سویو دوو فرعي کمېـټیو Sub Committe له جملې ئې د ۲-دوهمي فرعي کمېټې راپــور د یوه مهم تاریخي مسـتند حیثیت لري. د یوه سالم نظر له اړخه د فلسطین په ستونزه د پوهېدلو په پار د ۲-دوهمي فرعي کمېټي دا راپور د یوه غیر معمولي ارزښت خاوند دئ. د ۱۹۴۷م کال د اکتوبر پر ۲۳-مه دا کمېـټۍ جوړه سوه او د ۱۹۴۷م کال د نومبر پر ۱۱-مه دې کمېـټې خپل وړاندیزونه عمومي اسمبلۍ ته وړاندي کړل.
دې کمېـټـې د خپل راپور د ۱-لومړي څپرکي په ۶-شپږم پارگراف کي دوې اساسي پوښتني راپورته کړې. هغې لیکلي چي د فلسطین د وېــشلو په تړاؤ تر وړاندیزونو عرضه کولو وړاندي باید دا وکتل سي چي د تقسیـــم د دې وړاندیـز حقوقي حیثیت څه دئ؟! دوهمه پوښتنه دا وه چي آیــا د عمومي اسمبــلۍ سره داسي کوم اختیـار سته چي هغه دي فلسطین دا ډول تقسیـم کړي او دلته دي د یوه یهودي دولت جوړولو وړانديز وکړي او بیا دا وړاندیز عملي هم کړي؟!
دې کمـېټې د عمومي اسمبلۍ د فلسطین لپاره د ځانگړي کمېــټې Special Committee هغه راپور هم ناقص وگڼی چي په هغه کي د فلسطین د وېشـــلو او دلته د یوه یهودي دولت جوړولو وړانديز سوی وو. فرعي کمېــټې د خپل راپور په ۷-پارگراف کې لیکلي چي د ځانگړي کمېـټې په راپور کي یو څو اساسي تېـروتني موجودي دي.
۱. لومړۍ تېـروتنه ئې دا ده چي هغې باید د بالفــور د اعلان قانوني حیثیت ارزولی وی چي داسي ئې ونکـــړل.
۲. دوهمه تېـروتنه ئې دا ده چي هغې باید په فلسطیني حکم Mandate کي کارول سوې دnational Jewish home پر اصطلاح باندي غور کړی وو؛ دوی دا کار ونکــــړ.
۳. درېـیمه تېروتنه ئې دا وکړه چي هغوی باید د لومړۍ نړئـوالي جگړي پر مهال له عربـانو سره د برټانیـې د وعدو قانوني حیثیـت ارزولی وای؛ دوی دا کار هم ونـکړ. نو ځکه هم د دې کمـټې لخوا وړاندي سوی راپـور ناقص دئ.
کمېـټې په ۹-نهم پارگراف کي ولیکل چي پر فلسطین د فلسطینیانو حق غالب دئ. او د دې درې ستر لاملونه دي. دا چي دوی له پېـړیو څخه دلته هستوگن او د دې سیمي اصلي مالکان دي، دا چي له دوی سره په نړئـواله جگړه کي دا وعده سوې وه چي د خپلي سیمي اصل مالکان به دوی خپله وي او درېـیم لامل ئې د مسلَّم حقِ خود ارادیت د اوصولو له مخي به د دوی د تقدیر فیصله د عمومي اسمبلۍ کومه کمېـټه نه کوي بلکي دا فیصله به دوی خپله کوي او له ملگرو ملتونو سره دا حق نســـته چي د دوی د خوښۍ او غوښتني پرته دي پر دوی کومه فیصله تحمیل کړي.
د ملگرو ملتونو فرعي کمېـټې په ۱۰-پارگراف کي لیکلي چي د بالفور اعلان یو ناروا او غیر قانوني مستند دئ؛ ځکه دا د عربانو د خوښۍ او غوښتني پرته د دوی د زمکي د وېـشلو غیرِ قانوني فارموله ده. دا د خپــلواکۍ د فطري تصور نفي کوي، دا د جمهوري اقدارو پایمالول دي او دا له عربـانو سره له ترسره سویو وعدو سره په ټـکر کي ده.
کمېټې په ۱۱-پارگراف کي ولیکل چي که څه هم د انتداب په مستند کي دا لیکل سوي وه چي فلسطین به د یهودانو نېشنل هوم جوړېږي خو د دې هیڅکله دا معنیٰ نه وه چي په فلسطین کي دي د یهودانو دولت جوړ کړل سي. بلکي د دې معنی یوازي دا وه چي د یهودانو لپاره دي دلته یو کلتوري مرکز جوړ کړل سي. (په زړه پوري خبره دا ده چي همدا موقف د چرچل هم دئ چي د نېشنل هوم د اصطلاح معنی هیڅکله دا نه ده چي په فلسطین کي دي د یهودانو دولت جوړ کړل سي؛ همدا موقف برټانوي حکومت په ۱۹۳۹م کال کي په جاری سويو سپینو پاڼو کي هم غوره کړی وو.)
د ملگرو ملتونو کمېـټې په ۱۳-پارگراف کي لیکلي: لکه څنگه چي د فلسطین د حکم Mandate د پاڼي په سریزه کي لیکل سوي چي دا انتداب برټانیې ته on behalf of the League of Nation د ملتونو د اتحادیې په استازيتوب ورکول کېږي؛ نو ځکه هم د ملتونو د اتحادیې تر ختمېـدلو وروسته دا حکم (مېنډېټ) پخپله له منځه تللی او فلسطین اوس یو آزاد دولت دئ چي د هغه د قسمت پرېـکړه بلـڅوک نسي کولی. کمېـټۍ وویل چي فلسطین د برټـانیې مِلکیت نه وو بلکي پر فلسطین د برټانوي ادارې حیثیت موقت وو چي د ملتونو د اتحادیې تر ختمېـدلو وروسته له منځه تللی. اوس فلسطین یو آزاد دولت دئ.
په ۱۶-پارگراف کي لیکل سوي چي د ملگرو ملتونو د منشور د درېیم څپرکي پر اساس ملگري ملتونه یا د هغوی بله کومه اداره دا حق نه لري چي د فلسطینیانو له امانتي تړون پرته دي په انتدابي سیـمو کي کومه حل لاره یا کومه طرحه عملي کړي.
د ملگرو ملتونو کمېـټې په ۱۷-پارگراف کي لیکلي چي د ۱۹۴۶م کال د جنورۍ پر ۹-نهمه دې ادارې په خپل قرارداد کي دا اوصول ټاکلي وه چي تر کوم وخته د انتــدابي سیمو (جنوبي افریقا) له حکومت سره تړون نه ترسره کېږي تر هغه وخت پوري به ملگري ملتونه هلته هیڅ ډول فعالیت نه سي کولی؛ او نه کومه طرحه تصویب کولی سي. نو کوم اوصول چي د جنوبي افریقا د انتدابي سیمو لپاره ټاکل سوي همغه اوصول په فلسطیني انتداب کي ولي نه عملي کېږي؟!
کمېـټې په ۲۰-پارگراف کي لیکلي چي اوس فلسطین یو آزاد هېواد دئ او د ملگرو ملتونو په گډون بلـــڅوک هم نباید دلته لاسوهنه وکړي او د دې سیمي د راتلـونکي په اړه پرېـکړه یوازي فلسطیني ملت کولی سي.
د ملگرو ملتونو فرعي کمېټې په ۲۱-پارگراف کي لیکلي چي عمومي اسمبلۍ باید د فلسطین ستونزه له خپلي اجـنډا څخه وباسي؛ ځکه د هغې سره دا حـــق نسته چي کومه طرحه دي پر فلسطیني ولس عملي یا تحمیل کړي. کمېـټې وویل چي دا چي فلسطینیان د داسي کومي پرېـکړي پابند دي او کنه؛ دا هم یوه حقوقي پوښتنه ده چي باید ځواب ورته وموندل سي.
بالاخر دې کمېټې د خپل راپور په پای کي عمومي اسمبلۍ ته يو څو پوښتني ولېږلې او ویې ویل چي دغه ټولي پوښتني دي د اړونـــدو اسنادو سره د عدالت نړئـوالي محکمې ته ولېـږدول سي او له هغوی څخه دي په دې ارتباط "مشورتي رأیه" واخیستل سي. بیا چي د عدالت نړئـواله محکمه څه ووایي د همغه حکم مطابق دي عمل پرې وسي.
دلته د دغو پوښتنو یادونه د معاملې په فهمولو کي نوره آساني هم راوستلی سي:
۱. آیا دا د فلسطیني ملت پیدائشي او موروثي حق نه دئ چي د خپل هېواد د راتلونکي، د هغه د راتلونکي اساسي قانون او د هغه د حکومت پرېـکړه دوی خپله وکړي؟!
۲. په لومړۍ نړئواله جگړه کي چي برټانیې د عربانو سره د عرب هېوادونو د آزادۍ او راتلونکي په تړاؤ کومه فیصله کړېوه او کوم ډاډ چي ئې هغوی ته ورکړی وو (د برټانیې او فرانسې د ۱۹۱۸م د اعلامیې په گډون)؛ آیا په هغوی کي د فلسطین سیمه شامله وه کنه؟!
۳. آیا د بالفور اعلان چي د سیمي د خلکو له خوښۍ او خبرتیا پرته جاري سو؛ یو جائز حقوقي سند وو او آیا عربان پر دې سند د عمل کولو پابـند دي او آیا دا له هغو وعدو سره په ټـکر کي نه دئ چي له عربانو سره وسولې؟!
۴. آیا د فلسطین د انتداب د اسنادو هغه مادې چي اړیکه ئې په فلسطین کي د یهودانو د نېشنل هوم له تأسیس سره ده؛ د ملتونو د اتحادیې د منشور له غوښتنو او په ځانگړې توگه د دې منشور د ۲۲-مي مادې سره په ټکر کي نه دي؟!
۵. آیا د ملتونو د اتحادیې تر ختمېـدلو وروسته د فلسطین د انتداب حقوقي جواز هم ختم نسو او آیا اوس دا د دستوري ځواک یعني برټـانیې مسؤلیت نه وو چي هغه د فلسطین حکومت او اداره د فلسطین هغه حکومت ته بېـرته وسپاري چي هغه د هغې سیمي د حقیقي اوسېدونکو استازی وي؟!
۶. آیا د فلسطیني ملت د عوامو د اکثریت له خوښۍ پرته د فلسطین د وېـشلو پرېـکړه کول د ملتونو د اتحادیې له غوښتنو او د فلسطین له دستوري ادارې څخه انحـراف نه دئ؟!
۷. آیا ملگري ملتونه د دې خبري کوم قانوني حق لري او آیا دوی دا اختیار لري چي د فلسطیني ولس له خوښۍ پرته د فلسطین د وېـشلو پلان جـوړ کړي او یا د هغه یوه برخه یا ئې کوم ښار د مستقل امانت په شکل کي له ځان سره د ساتلو پرېکړه وکړي؟!
۸. آیا ملگري ملتونه یا ئې کوم غړی هېواد دا اختیار لري چي هغه دي د فلسطینیانو له خوښۍ پرته یا د هغوی د غوښتنو برعکس د فلسطین د وېش کومه طرحه وړاندي کړي، یا د داسي کومي پرېـکړي ملاتړ وکړي، یا ئې پر دوی مسلطه کړي، یا دلته کوم حکومت جوړ کړي او یا هم د هغه لپاره کوم قانون جوړ کړي؟!
دا راپـور عمومي اسمبلۍ ته وړاندي سو خو د Ad Hoc Committee کمېـټې مشر د خپلي فرعي کمېټۍ له وړاندیزونو څخه پر یوه هم عمل کول مناسب ونه گڼل. عمومي اسمبلۍ حتی د دې کمېټې پر یوه وړاندیز هم بحث کول لا مناسب ونه باله او د فلسطین د تقسیم طرحه ئې تصویب کړه.
یوازي دا نه بلکي د دې کمېـټې Ad Hoc Committee مشر Herbert Vere Evatt ولیکل چي د اسرائیل جوړول د ملگرو ملتونو ستره فتحـه ده.¹⁸
دا جناب د آسټرالیا د ستري محکمې قاضي وو او وروسته د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر هم پاته سو. ده د خپلي فرعي کمېټې راپور او وړاندیزونه کاملاً رَد کړل؛ د هغه برعکس ئې کار وکړ او د نړئوال قانون او د ملگرو ملتونو د منشور په پایمال کولو سره او بالاخر فلسطین تر ټوټه کولو او اسرائیلي دولت جوړولو وروسته ئې دا غیرِ قانوني کار د ملگرو ملتونو ستــره بــریا وبلله.
د دې پوښتني ځواب پر ملگرو ملتونو پور دئ چي دا Great Victory یعني ستـره سوبــه د چا پر ضــد وه؟!
ملگرو ملتونو اداره یوه نړئواله اداره وه او که یوه مسلمان دښمنه اداره؟! د دې ادارې کار اوس ټولو ملتونو ته په یوه سترگه کتل او انصاف کول وو او که فلسطیني مسلمانانو ته د دښمن په سترگه کتل او پر هغوی "فاتــح" کېدل او د اسرائیل جوړول ول؟!
دا پوښتني هغه وخت ډېري مهمي سي چي کله موږ د دې ۲-دوهمي فرعي کمېـټې جوړښت ته پام وکړو. د ملتونو د اتحاديې له دستوري ادارې Mandate څخه نیولې بیا د ملگرو ملتونو د فلسطیني وېش تر کمېــټې پوري؛ پر یوه مرحله هم عربان په اعتماد کي وانخیستل سول او نه هم کله مشوره ورسره وسوه؛ له دې څخه دا پوښتنه پیدا سوه چي د ملگرو ملتونو شوریٰ اوس د ټولو استازې ده او که د مسلمان مخالفـو قوتونو کومه ټولنه ده؟ چي څه وخت د فلسطین لپاره ځانگړې کمېـټه جوړه سوه نو فلسطینیانو له هغې څخه په دې دلیل پرېـکون اعلان کړ چي گواکي د صهیونیسټانو ملاتړې ده. چی کله د اېــډهاک کمېټه جوړه سوه نو د هغې جوړښت هم یوه سوالیه نښان وو. دلته نو وویل سوه چي که دا یو نړئوال قانون دئ نو په هغې کی د مسلمان څرگنده ونډه ولي نسته او که د ملگرو ملتونو اداره رښتیا هم نړئواله اداره ده نو د فلسطین پر معامله د دې ادارې په کمېــټیـو کي څو اسلامي هېوادونه شامل دي؟!
اوس د ملگرو ملتونو مهـارت وگورئ! دې ادارې په اېــډهاک کمېـټې کي د نورو هېوادونو تر څنگ د اسلامی هېوادونو د شاملولو پر ځای دوې نوري فرعي کمېـټیاني جوړي کړې او په هغې ۲-دوهمه فرعي کمېـټه کي ئې مسلمان هېوادونه هم شامل کړل. بیا ئې د دې کمېـټې د وړاندیزونو له اورېدلو او پر هغوی له غور کولو پرته ليري وغورځول او خپل اقدامات ئې جاري وساتل. تر داسي بریده چي اسرائیل جوړ سو او د عمومي اسمبـلۍ مشرۍ ته ورسېدلي شخص وویل چي د اسرائیل جوړښت د ملگرو ملتونو عظیــمه فتح ده.
د دې ۲-دوهمي فرعي کمېـټې مشري پاکستـان کوله؛ د سـر ظفـرالله خان په مشرۍ کي دغي کمېـټې د اسرائیل په نوم هېواد جوړښت؛ د ملگرو ملتونو د طرحي د همدې ادارې په خپل منشور سره او د نړئوال قانون په رڼا کي وارزوله او ثابته ئې کړه چي دا کار نه یوازي غیر قانوني دئ بلکي دا یوه ناروا طرحه ده؛ دا د دې کمېټې وړاندیزونه ول چي په عمومي شوری کي ئې وړاندي کړل خو ملگرو ملـتونو د خپلي دغي فرعي کمېټې وړاندیزونه د دې وړ ونه گڼــل چي حتی پر یوه وړاندیز ئې هم عمل وکړي.
له دې څخه دا پوښتنه پیدا سوه او تر ننه دا پوښتنه موجوده ده چي؛ آیا په ملگرو ملتونو کي کوم سوپر ملگري ملتونه هم سته او آیا اسلامي هېوادونه دلته یوازي د وزنِ بَـېت په شکل ایښودل سوي؟! په یاد مو وي! د دې پوښتني تعلق یوازي له وېـټــو پاور سره نه دئ بلکي هغه خو د امنیتي شوریٰ معامله ده؛ البته د دې پوښتني تـړاؤ خو د عمومي اسمبلۍ له مهارت سره دئ.