No-IMG

د اتل سنوار په اړه د الجزیرې نوې وائرل ویډیو!

له تېرو څو ورځو راهېسي الجزیرې د دې ډاکومنټري ډېره یادونه کوله؛ "ما خفي أعظم... الــطــوفان" او نن ئې خپره کړه.

په دې کي یو ځانگړی کلِپ دئ چي عرب ټولنیزي رسنۍ ئې ښکلي کړي؛ هغه د یحیٰی سنوار په تړاؤ دئ چي د جگړي په لومړۍ کرښه کي نوموړي څنگه پرمختگ کاوه او څنگه به په خط کي ولاړ وو؛ دا چي اسرائیل ئې په اړه یو خاص تأثر خپرولو چي هغه په تونلونو کي پټ دئ نو هغه دعوې بالکل دروغ ثابتي سوې.

 په ویډیو کي هغه پر سر دستمال تړلی او یو څادر ئې هم پر سر ایښی او د ړنگو سویو کورونو په منځ کي تگ راتگ کوي؛ نقشې ته د محمود حمدان سره متوجه ناست وي او د دښمن پر موقعیت بحث کوي؛ دا همغه محمود دئ چي د تل السلطان د سیمي له قومندان او یحیی ورور سره یو ځای شهید سو. ان شاء الله... په یاد مو وي چي د ۲۰۲۴ع په فروري میاشته کي دا خبرونه  رسنیز سول چي په قطر کي ئې مقیم قیادت ته پیغام استولی و چي د خفگان څه خبره نسته؛ موو دښمن دقیق همغه ځای ته راوستلی چيري چي موږ غوښتل هغه راولو. الجزیرې چي کومي نوي ویډیوگاني نشر کړي دي؛ هغه ډېري جالبي او حیرانوونکي دي؛ داسي جلال خو له پېړیو راهېسي د اسلامي تاریخ څخه ورک وو؛ په لومړۍ کرښه کي د مشر په مېړانه جنگېدل او هغه هم په دومره عظیم باور او اطمینان سره! سبحان الله. له خپل چانټې سره، له خپلي لکړي سره (همغه لکړه چي د موسٰی عصاء ثابته سوه) او د خپلو سرتېرو په منځ کي... یو جالب شعر هم زمزمه کوي:

"وللحرية الحمراءِ بابٌ

بكلِ يدٍ مُضرَّجةٍ يُدقُّ."

مفهوم: هره آزادي یو سور وَر لري چي په وینو رنگ لاس باندي دا وَر ټکول کېږي.

دا زمري یحیٰی سنوار وو؛ ۶۱-کلن قومندان چي د اکټوبر (۲۹ اکټوبر ۱۹۶۲ع – ۱۶ اکټوبر ۲۰۲۴ع) په زمري هم مشهور دئ؛ د ۷-اکټوبر د بریدونو طراح؛ همغه بریدونه چي د خلیج سیاست ته ئې تغییر ورکړ؛ په مختصره غزه کي ئې تر یو کال زیات شدید مقاومت وکړ او په دې یو کال کي تل د جگړي په لومړۍ کرښه کي پاته سوی دئ؛ د شهادت ویډیو ئې د دې خبري تائید وو؛ خو ننۍ ویډو ئې د همدې دعوې د پخولو وروستی دلیل بللی سو؛ په ویډیو کي له ورایه ښکاري چي اسرائیلي فوځي موټران او ټانکونه ئې په مخ کي تېرېږي او زمری ئې په لومړي خط کي مشاهده کوي...

اگر فانی‌ام چیست این شور هستی

وگر باقی‌ام از چه فانیستم من

وايي مشر کله هم خپلو پلویانو ته نه وایي چي لاړ سئ و جنگېږئ! بلکي هغوی ته وایي راځي چي وجنگېږو... نوموړي دا مقوله په خپلو وینو په اثبات ورسوله... زما ئې پر مجاهدینو حسد وسو... د څومره عظیم انسان سره ئې سنگر او کمین شریکاوه...

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک