No-IMG

په وروستیو څو کلونو کې زمونږ د باډی بېلډر ځوانانو مړینه ولې ډېره شوې ده؟

عبد الرحمن سليم

 

په وروستیو څو کلونو کې زمونږ د باډی بېلډر ځوانانو مړینه ډېره شوې ده او اکثره یې یا د زړه حملې یا هم د ځیګر له کاره لویدلو د لاسه مري.

هغه ورزش کاران چې باډي بلډنګ کوي، درسټ ټرېنر نه لري، حرکتونه یې سم نه وي زده، او د وخت مخکې خپل بدن د ډېر فشار سره مخ کوي، هغه ورزشکاران د خپل ځان سره ظلم کوي.  کله چې تاسې ورزش کوئ نو په نورمال توګه باندې ستا زړه د نورو انسانانو څخه لږ غټیږي یا هم په طبي اصطلاح کې دې ته Left Ventricular Hypertrophy  وایي چې دا نارمل ده.  خو که تاسې د خپل وجود ظرفیت څخه زیاد یا هم تاسې هغه سویه ته آماده نه یاست او هغه وزنونه جګوئ، نو تاسې خپل د زړه والونه valves  او خپل زړه حجرات د خطر سره مخ کوئ چې ممکن د والونو په مرض، د زړه رګونو د شلیدلو یا بندیدلو سره مخ شئ او دستي هغه میاشتو او کلونو کې تاسې په ځان پوه نه شئ خو یو څو کاله به مو سر خوړلی وي .

دویم موضوع په افغانستان او پاکستان او هندوستان غوندې غریب او بیسواده هیوادونو کې دا عام خبره ده چې هر دله او ددوس ډاکټر دی، هر دله او دووس د فټنس استاد دی، عر دله او دووس په یوټیوب باندې ساینسي موضوعاتو باندې بحث کوي، خو هیڅوک دغه زحمت نه باسي چې د ساینسي مضامینو یا طبابت فارغانو یا هم نړیوال ژورنالونه او یا درسي کتابونه ورپسې وګوري.  نږدې نیمایي مسلکي  باډي بلډران په افغانستان کې د انابوليک سټېروئیډ تزرېقوي، یو  لوی برخه ورزشکاران بیا ټسټسټرون تزریقوي، او دغه مصنوعي پروټینونه خو لکه شیدو قورت کوي.  په دوی کې تر ټولو کم خطر دغه مصنوعي پروټینونه   دي چې هغه هم باید په احتیاط استعمال شي. خو انابولیک سټېروئیډونه او هورمونونه تزریقول د خپل ځیګر او ګردو سره د جنګ په معنا ده. سړی ۲-۳ کاله سټېروئیډ ووهې، بله ورځ یې چې ځیګر خراب وي، بیا حیران  وي چې څه وکړي ؟

لطفاً چې ورزش کوئ، د صحت لپاره ورزش وکړئ. که غواړئ د باډي بلډنګ قهرمان شئ، بیا سم ځای کې د سم متخصص د نظر څار لندې ورزش وکړئ، او که د طبیعي خوراک پرته تاسې هر مواد خورئ یا زرق کوئ، د هغه څخه مخکې لطفاً د ډاکټر مشوره ترلاسه کړئ. د کلب په استادانو او اماتور ورزشکارانو باور مه کوئ، هغوی درباندې خپل اجناس خرڅوي، خپل مارکیټنګ کوي، خو چې مړ شوئ، بیا څوک نه وایي چې ولې دغه ځوان مړ شو، خبره دا شي چې بس د خدای رضا وه، خبره ختمه، خیر تو و خیر من.

از ما یک گفتن بود، نور تاسې  پوه شه او ستاسې خوښه!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک