No-IMG

آیا زه غل یم؟

قدرمن دکتور محمد الفقيه يوه ليکنه خپره کړې ده، خوند يې راکړ، نو پښتو ته مې واړوله، څو تاسو يې هم ولولئ. ليکلي يې دي:

یو سوډاني ورور ډېره په زړه پورې مقاله لیکلې چې سرلیک یې "آیا زه غل یم؟" دی. په دې مقاله کې هغه دوه پېښې یادې کړې دي چې ورسره مخ شوی و.

لومړۍ_پېښه:

دی لیکي:

ما په آیرلېنډ کې د طب پوهنځي امتحانونه ورکول. د امتحان فیس 309 پاونډه و، خو ما سره ماتې پیسې نه وې، نو ما 310 پاونډه ورکړل. امتحان مې ورکړ، وخت تېر شو، او بېرته خپل هېواد، سوډان، ته راغلم.

یو وخت مې د آیرلنډ نه یو لیک ترلاسه کړ. په لیک کې لیکل شوي وو:

'تاسو د امتحان فیس کې تېروتنه کړې وه. فیس 309 پاونډه و، خو تاسو 310 پاونډه ورکړي. دلته یو چیک درته استوو چې په دې کې یو پاونډ دی. موږ هېڅکله د چا اضافه پیسې نه اخلو.

ما ته په دې حیرانتیا وشوه چې د چیک لیږلو لپاره د لفافې او ټکټ قیمت د یو پاونډ نه ډېرېده خو دوی دا مصرف بيا هم کړی و.

دویمه_پېښه:

دی لیکي:

کله به چې زه له خپلې لیلیې (سکن) نه پوهنځي ته تلم، په لاره کې مې د خوراکي توکو دکان و چې یوه ښځه به په کې ناسته وه. زه به ډېر وخت هلته تللم او د ۱۸ پنسه په قیمت مې ککاو اخیست.

یوه ورځ مې ولیدل چې په دوکان کې یې د ککاو لپاره یوه بله خانه جوړه کړې، او هلته یې نرخ لیکلی و: ۲۰ پنسه.

زه حیران شوم او له ښځې نه مې وپوښتل:

دا دواړه یو ډول ککاو دی که توپیر لري؟

هغې وویل:

هو، دواړه یو ډول دي، په کیفیت کې يې هېڅ توپیر نشته.

ما وویل:

نو بیا نرخ کې يې ولې توپیر دی؟

هغې ځواب راکړ:

په نایجریا کې، چې موږ ته ککاو صادروي، یو څه ستونزې را منځته شوې دي. نو د نوې ذخیرې قیمت زیات شوی دی. دغه خانه کې نوی ککاو دی او د زوړ ککاو قیمت په پخواني نرخ خرڅوو.

ما هغې ته وویل:

نو تر هغه چې زوړ ککاو خلاص نه شي، خلک به یوازې ارزانه ککاو اخلي، او بیا به ګران واخلي؟

هغې وویل:

هو، زه په دې پوهیږم.

ما ورته وویل:

بیا دا زوړ او نوی ککاو یو ځای کړه او په نوي قیمت یې خرڅ کړه. هېڅوک به په کې توپیر ونه کړي.

رانږدې شوه او ورو غوندې يې په غوږ کې راته وویل:

غل خو به نه يې؟!

چې هغې دا خبره وکړه، يوې شېبې لپاره حيران پاتې شوم. د دکان نه ووتلم، خو د هغې پوښتنه تر نن پورې زما په ذهن کې تکرارېږي، او بيا له ځان سره وايم:

آیا زه غل یم؟؟

دا څه ډول اخلاق دي؟

ولې د يوې ټولنې په حيث په مجموع کې مونږ نه شو کولی چې د داسې اخلاقو کچې ته ورسېږو؟

غل

له_بلې_زاويې

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک