No-IMG

په فلسطین کي جبـراً د یهودانو مېـشت کول؛ حقوقي ارزونه ئې!


ژباړه: محمد هاشم شاهین

د انتداب په دورانیه کي د ملتونو له اتحادیې نیولې بیا تر ملگرو ملتونو پوري؛ له اروپا څخه په لکونو یهودان فلسطین ته راوړل کېدل او دلته هستـوگن کېدل. دا ټول کار د فلسطینیانو له خوښۍ، غوښتنې او اجازې پرته ترسره سـو. پوښتنه دا ده چي په فلسطین کي د یهودانو د دې جبري هستوگني په اړه نړئوال قانون څه وايي او د نړۍ په منل سويو قوانینو او اوصولو کي آیا د داسي یوه اقدام کولو څه گنجائش سته؟!
چي کله په فلسطین کي د عثماني سلطنت واکمني ختمه سوه او دا سیمه د ملتونو د اتحادیې تر انتداب لاندي د برټانیې په ذمه ورکول سوه نو د ملگرو ملتونو (د فلسطین د وېشلو فرعي کمېټې) د شمېـرنو پر اساس دلته د مسلمانانو شمېـر ۹۳% درې نوي فیصده وو؛ د ملگرو ملتونو فرعي کمېـټې د ۱۹۴۷م کال د نومبر پر ۱-لومړۍ نېـټه په خپل وړاندي کړي راپور کي ولیکل چي دا وخت (یعني په ۱۹۴۷میلادي کال کي) د مسلمانانو آبادي ۶۶% شپږ شپېـته فیصده ته را ټیټه سوې ده.¹⁹
که څه هم دا وخت چي لا اسرائیل جوړېـدی مسلمانان د فلسطیني آبادۍ تر دوو برخو هم ډېـر ول او له دوی سره د فلسطیني زمکي ۹۴% څلور نوي فیصده زمکه موجوده وه او دوی ئې اصلي مالکان ول. البته چي د دې انتداب پر وخت د نړۍ له گوټ گوټ څخه دومره یهودان فلسطین ته راوړل سول او دلته آباد کړل سول چي د مسلمانانو د آبادۍ تناسب چي په ۱۹۲۰م کال کي ۹۳% درې نوي فیصده وو په ۱۹۴۷م کال کي را ټیټ سو او ۶۶% شپږ شپېته فیصده پاته سوی وو. په درې لسیزو کي د یوه هېواد د آبادۍ تناسب په داسي ډول بدلـول؛ د معلوم انساني تاریخ یو ستـر ناورین او غیرِمعمولي بې انصافي ده.
تر لومړۍ نړئـوالي جگړی وروسته د یهودانو د جبري آبادوني ستـر دوران پیل سو او چي کله فلسطین د برټانیې په انتداب کي ورکول سو نو دا لړۍ اوج ته ورسېدله. د شرقي اروپا او نورو سیمو څخه یهودانو د فلسطین خواته مخه کړه او دلته د دوی په هستوگن کولو کي نړئوالو قوتونو پوره مرسته ورسره وکړه.
عوامل که ئې هر څه ول؛ پوښتنه دا ده چي یهودان چي کله له شرقي اروپا او نورو سیمو څخه وتل نو هغوی ولي فلسطین ته راوړل کېده؟ آیا د دې اقدام کوم حقوقي او اخلاقي جواز هم موجود دئ؟!
اروپا او امریکا ولي دوی په خـپلو سیمو کي مېشت نه کړل؟! له دوی سره که چېـري ظلم سوی وو نو په دې کي د فلسطین څه ملامتي وه؟! د دوی لپاره که یو ځای حالات ناسازگار ول نو د هغه تاوان له فلسطینیانو څخه ولي وصول کېدی؟! که چېري دوی له نامناسبو حالاتو څخه را ویستل کېدل نو دا د نړئوالو ملتونو مسؤلیت وو او که یوازي د فلسطین مسؤلیت؟! د ملتونو اتحادیې او بیا د ملگرو ملتونو غړیو هېوادونو دوی ولي له ځان سره ونه ساتلی سول؟! برټـانیې او امریکا ولي هملته د دوی مېلمه پالنه ونـکړه؟! فلسطین ته د دوی د راوړلو پرېـکړه غیرِ فلسطینیانو د کوم حق له مخي وکړه؟! آیا له چا سره دا حقوقي جواز موجود وو چي هغوی دي له بهـره په لکونو یهودان راوړي او جبــراً دې په فلسطین کي هستوگن کړي؟! آیا د نړئوال قانون له مخي دا کار روا وو چي د فلسطینیانو له اجازې او ارادې پرته دومره ډېر یهودان د دوی پر زمکه هستوگن کړی سي؛ تر دې بریده چي د سیمي د آبادۍ تناسب دي له ۹۳% درې نوي فیصده څخه ۶۶% شپږ شپېـته فیصده ته را ټیټ سي؟!
د ملگرو ملتونو د شمېـرنو له مخي بشپړي نړۍ چي په ټولـیزه توگه څومره یهودانو ته په خپلو سیمو کي پناه ورکړې ده؛ یوازي په فلسطین کي د هستوگن سویو یهودانو شمېر تر هغوی زیات دئ.
د ملگرو ملتونو فـرعي کمېـټې د ۱۹۴۷م کال په نومبر کي د جاري سوي راپور په قول له ۱۹۳۳م څخه بیا تر ۱۹۴۶م کال پوري په فلسطین کي ۲-دوه لکه ۸-اته زره او ۶۳-درې شپېـته یهودان هستوگن سوي وو او له ۱۹۲۰م څخه بیا تر ۱۹۳۲م کال پوري په فلسطین کي د آبادو سویو یهودانو شمېر ۱-یـو لک ۱۸-اتلس زره ۳۷۸-درې سوه اته اویا (۱۱۸۳۷۸) وو. دا ټولي شمېرني تر جمع کولو وروسته ۴۵۴۴۴۱-څلور لکه څلور پنځوس زره څلور سوه یو څلوېښت جوړېږي. په داسي حال کي چي په نورو هېوادونو کي د هستـوگنو یهودانو تناسب په لاندي ډول وو:

امریکا:       ۱۸۸۶۴۸-یو لک اته اتیا زره شپږ سوه اته څلوېښت
برټـانیه:      ۶۵۰۰۰-پنځه شپېـته زره
برازیل:       ۲۳۵۰۰-درې ویشت زره پنځه سوه
چـلي:         ۱۴۰۰۰-څوارلس زره
بولیویا:       ۱۲۰۰۰-دوولس زره
کاناډا:         ۱۲۰۰۰-دوولس زره
آسټرالیا:      ۸۵۰۰-اته زره پنځه سوه
سوېلي افریقا:      ۸۰۰۰-اته زره
یـوروگـوې:         ۷۰۰۰-اوه زره

دا ټولي شمېرني ۳۶۴۶۴۸-درې لکه څلور شپېته زره شپږ سوه اته څلوېښت سوې؛ په داسي حال کي چي په فلسطین کي د یهودانو مجموعي شمېـرنه تر دې وخته ۴۵۴۴۴۱-څلور لکه څلور پنځوس زره څلور سوه یو څلوېښت تنه وو. په بشپړي نړۍ کي د یهودانو د هستوگن کولو لړۍ یو خوا او په فلسطین کي دا لـړۍ بلـخوا. بیا هم فلسطین ته د راوړل سویو یهودانو شمېر ډېــر وو.
پوښتنه دا پيـدا کېږي چي څومره یهودي کـډوال بشپړي نړۍ په گډه منلي تر هغه په ډېر شمېر ولي یوازي په فلسطین کي جبـراً مېشــت سول؟! د فلسطین ملامتي څه وه؟! آیا له اروپا څخه یهودان فلسطینیانو شړلي ول؟! آیا له اروپا څخه د دوی په شړلو کي تر لیري ليري پوري د فلسطینیانو څه اړیکه وه؟! بیا نو د دوی د جبري آبادۍ بوج ولي یوازي د فلسطین په برخه ورغی؟!
دا چي د ملتونو په اتحادیه او په ملگرو ملتونو کي ناستو کومو "متمدنو" ملتونو په فلسطین کي د یهودانو د جبري آبادولو طرحي جوړولـې؛ د دوی په زړونو کي که همدومره درد موجود وو نو دوی له اروپا څخه راغلیـو یهودي کډوالو ته په خپلو هېوادونو کي ولي ځای نه ورکاوی؟! دا ستونزه د فلسطین نه وه؛ دا د اروپا ستونزه وه. دا دروند بــار پر کومو اوصولو د فلسطینیانو پر اوږو واچول سو؟! او که احیاناً دا بوج پر دوی حتماً ایښودل کېدی بیا ولي پر ټولو په گډه دا بوج تحمیل نسو؟!
د ملگرو ملتونو د فلسطین لپاره د ځانگړي کمېټې د راپور د وړاندیزونو په رڼا کي که دا معامله وگورو نو هلته ئې دغه یهودي کډوال نړئوال مسؤلیت international responsibility بللی؛ او د دې لپاره ئې د نړئوال ترتیب international arrangement ږغ کړی. چي دا یو نړئـوال مسؤلیت وو نو بیا ولي عملاً یوازي د فلسطینیانو مسؤلیت وگڼل سو؟!
نو ځکه هم د ملگرو ملتونو فَـرعي کمېـټې د خپل راپور په ۴۷-پاراگراف کي ولیکل چي د دې خبري هیڅ جواز نسته چي دغه یهودي کډوال دي د کوم هېواد د اصلي اوسېدونکو د خوښۍ پر خلاف هغه هېواد ته ولېږل سي او هملته دي جبراً مېشت کړل سي. په فلسطین کي د یهودانو جبري آبادول د دې اوصولو څخه سرغړونه وه. دا هم باید وکتل سي چي په دې معامله کي د ملگرو ملتونو ټاکل سوي اوصول کومه لارښوونه کوي:

۱.  عمومي اسمبلۍ د ۱۹۴۶م کال د ډسمبر پر ۱۵-مهConstitution the International Refugee Organization تصویب کړ. د دې قانون منـځپانگي د کتلو وړ دي: د دې قانون په سریزه کي په لومړنۍ پارگراف کي کښل سوي چي دا ستونزه یوه نړئواله ستونزه ده. اوس پوښتنه دا ده چي که چېري دا ستونزه نړئواله ستونزه وه نو د دې ستونزي دروند بار ولي پر فلسطینیانو واچول سو؟! نړئوالو ملتونو ولي په گډه دا ستونزه حل نه کړه؟!
۲.  په دې کي د نړئوالو ملتونو اساسي مسؤلیت دا په گوته سوی چي:
The main task to be performed is to encourage and assist in every way possible their early return their country of origin.
یعني اساسي کار دا دئ چي دا کډوال باید د دوی اصلي هېواد ته ولېږل سي. پوښتنه دا ده چي له شرقي اروپا څخه دغه یهودي کډوال په فلسطین کي د مېشت کولو پر ځای ولي هغوی بیرته د دوی country of origin اصلي هېواد ته ونه لېږدول سول؟!
۳.  د دې قانون د ۲-څپرکي د ۲-مادې په J-جې بند کي لیکل سوي چي دا سازمان به له هغو هېوادونو سره تړونونه کوي کوم هېوادونه چي د دې وړتیا ولري چي دا کډوال له ځان سره وساتلی سي او دې ته چمتو وي چي همدا کار وکړي. یعني د دې قانون پر اساس له هیچا سره دا زور نسي کېدلی چي هغوی دي حتماً دا کډوال له ځان سره هستوگن کړي. دوی ته پناه ورکول یا نه ورکول؛ خاص د همغه هېواد په رضایت پوري مربوط کار وو. پوښتنه دا ده چي آیا فلسطینیانو پر کومه سطح هم د دې خبري اجازه ورکړې وه چي د شرقي اروپا دا یهودان دي د دوی پر زمکه مېشت کړل سي؟! که ئې چا ته اجازه نه وه ورکړې او عربانو بار بار پر دغو جبري آبادلو نیوکي کولې نو آیا د نړئوال قانون په رڼا کي بیا دا آبادکاري یو ناروا کار نه وو؟!
۴.  تر کومه ځایه چي له ځان سره د دغو کډوالو د منلـو د وړتیـا او قوت خبره وه نو له فلسطین سره دا هم نه وو. فلسطین یو فقیـر هېواد وو؛ له هغه سره دا صلاحیت نه وو چي دومره زیات یهودان دي په خپل هېواد کي وساتلی سي.
د ملگرو ملتونو د فلسطین لپاره د ځانگړي کمېټې په راپــور کي پر دې پوښتنه تفصیلاً بحث سوی دئ. په ۲۰-پارگراف کي لیکل سوي چي فلسطین له مخکي څخه لا over populated یعني ډېر نفوس لرونکی هېواد دئ او دلته اوسطاً په هر یوه مربع میل زمکه باندي ۳۲۴-درې سوه څلورویشت کسان هستوگن دي. (یعني دلته د نورو انسانانو لپاره ځای نسته)
په ۲۷ او ۵۴-پارگراف کي لیکل سوي چي د فلسطین اقتصادي وضعیت هم داسي نه دئ چي هغه دي د دې جبري آبادولو دروند بار یوسي.
۵.  په دې کې لیکلي ول چي دا آبادي دي په داسي شکل سره ترسره سي چي د نړئوالو ملتونو دوستانه اړیکي ورسره خرابي نسي. البته عملاً داسي یو کار ترسره سو چي د یهودانو دې جبري آبادۍ نړۍ له یوه نوي بحـران سره مخامخ کـړه.
۶.  د عمومي اوصولو د ۱-لومړي پارگراف په J-جـې بند کي لیکل سوي وه؛ چيري چي دا کډوال آبادوي نو د همغې سیمي د اصلي اوسېدونکو اندېښــنې لازماً باید په پام کي ونیول سي. پوښتنه دا ده چي د فلسطیني مسلمانانو اندېښـنې ولي له پامه وغورځول سوې؟!
۷.  یو اوصول دا وټاکل سو چي په کومه سیمه کي چي دا خلک هستوگن کوئ؛ هلته باید دا خبره یقیني سي چي د هغه ځای د سیمه اییزو خلکو حقوق تر پښو لاندی نسي. د انتدابي مستند په ۶-قانون ویل سوي چي د یهودانو د آبادولو لړۍ دي یوازي د under suitable conditions مطابق ترسره سي؟! پوښتنه دا ده چي آیا د فلسطین اوضاع مناسبه وه او آیا فلسطینیان د هغوی منلـو ته چمتو ول؟! نور دا چي د کومي مېشتېــدني په پایله کي چي د مسلمانانو د نفوس تناسب له ۹۳% فیصد څخه ۶۶% فیصده ته راټیټ سو؛ آیا د دې په اړه د ۶-قانون دا شرط پایمال نسو چي: "په کومه سیمه کي چي دا خلک هستوگن کړل سي هلته دي دا خبره یقیني سي چي د هغې سیمي د نفوس حقوق تر پښو لاندي نسي." ؟! 
۸.  د انتدابي مستند په ۶-قانون کي لیکل سوي وه چي د فلسطین په انتدابي سیمه کي دي دا د آبادولو لړۍ Mandatory power یعني یرټـانیه نه ترسره کوي بلکي دا کار د فلسطیني ادارې (اېډمنشټرېشن آف فلسطین) د کولو کار دئ. د ملتونو د اتحادیې د مشنور په ۲۲-قانون کي همدا خبره سوې وه چي یوه فلسطیني اداره به وي او هغه به انتدابي ادارې یعني برټانیې ته داسي وړاندیزونه کوي او د هغوی مرسته به کوي. پوښتنه دا ده چي د یهودانو په فلسطین کي داسي هستوگن کولو په دې ټوله کار کي فلسطیني اداره چيري وه؟! د هغې خو اصلاً وجود هم نه وو؟!
۹.  ملگرو ملتونو خپل د همدغو جوړو سوو اوصولو په نظراندازه کولو سره په فلسطین کي یهودان جبــراً هستوگـن کړل. د ملگرو ملتونو د فلسطینیانو لپاره ۲-دوهمي فرعي کمېټې د خپل راپور په ۷-پارگراف کي لیکلي چي په فلسطین کي د یهودانو د هستوگن کولو لړۍ فلسطینیانو نه ده خوښه کړې؛ دوی له دې سره شدید مخالفت کوي او د هغوی له خوښۍ پرته د هغوی پر زمـکه د یهودانو د مېشـت کولو هیڅ جواز نسته.
۱۰.  همدا خبره د ملگرو ملتونو د فلسطین لپاره ځانگړې کمېټې د خپل راپور د دوهم څپرکي په ۱۵۰-پارگراف کي لیکلي چي په فلسطین کي د یهودانو داسي مېشت کول د ملتونو د اتحادیې د منشور د ۲۲-مادې څخه سرغړونه ده.
همداسي د فلسطین لپاره د ملگرو ملتونو لخوا ځانگړي سوي ۲-دوهمي فرعي کمېټې د خپل راپور په ۴۹-پارگراف کي لیکلي چي د اوس لپاره په فلسطین کي د نورو یهودانو هستوگن کولو ظرفیت بالکل نسته؛ نو ځکه هم د دوی لپاره اوس باید کوم بل هېواد وکتل سي. د ملگرو ملتونو د دې کمېټې د دوهم نمبر قرارداد او د هغه درې وړاندیزونه هم په دې معامله کي ډېر ارزښت لري.
لومړی وړاندیز دا وسو چي په فلسطین کي د یهودانو د هستوگن کولو پر ځای چي دا یهودان له کومو کومو هېوادونو څخه راغلي همغو مربوطو هېوادونو ته دي وویل سي چي دوی دي بیرته خپل وطن ته ور پرېږدي، هغوي دي ومني او هملته دي د مېشتېدلو اجازه ورکړي.
دوهم وړاندیز دا وو چي کوم یهودان چي خپل پلرني ټاټوبي ته ونه لېږدول سي هغوی دي په فلسطین کي د مېشت کولو پر ځای د ملگرو ملتونو غړي هېوادونه له ځان سره ثبت او هستوگن کړي؛ او د دغو هېوادونو ساحې، اقتصادي وسائلو، في فرد عائد، نفوس او نورو عواملو پر اساس دي دا پرېکړه وکول سي چي کوم هېواد ته د هغوی څومره ونډه یهودان ور رسېږي.
درېیم وړانديز دا وو چي د ملگرو ملتونو عمومي اسمبلۍ دي یوه ځانگــړې کمېــټه جوړه کړي چي هغوی باید د اوصولو پر اساس دا پرېکړه وکړي چي د ملگرو ملتونو د هېوادونو له جملې ئې د کوم کوم یوه په برخه څومره یهودي کډوال رسېږي.
خو عمومي اسمبلۍ پر دغو وړاندیزونو حتی غور هم ونـکړ او نه ئې د دې وړ وبلل؛ د نړئوالو قوانینو د ټولو مقرراتو او د خپلو کمېـټیو د وړاندیزونو په تر پښـو لاندي کولو سره ئې پر ملگرو ملتونو د اَبــر قدرتونو د فشار په نتیجه کي د فلسطین د وېـشلو پر پلان کار جاري وساتی او د حال په ژبه ئې وویل چي په نړۍ کي نن هم دلیــل ته د قــوت درجــه نه ده ورپه برخه سوې؛ قـوت نن هم د نړۍ تر ټولو سـتر دلــیل دئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک