No-IMG

زما انتخاب حزب اسلامي دی

دا را ته مناسب نه ښکاری چی یم خپل کور کې خو بې معلوماته د بل صفت کوم.

شخصا ما حزب اسلامي پدې باندې غوره کړی دی:

1-د کمونیزم او د الحاد په وړاندې مبارزه، جهاد فداکار او قربانی، زندانونو، هجرت، فرهنگي میدان او د مهاجرینو عزت او ابرو ساتنه کې او د هغې وخت ځوان نسل دیني مدرسو او مکاتبو تعلیم او تربیه کې ستره ونډه درلوده.

2-د حزب اسلامي په صف کی ستر ستر دیني، علمي، تاریخی شخصیتونو او په اسلام او وطن مئینو او د ښه او بد د دشمن او دوست په پیژندنه کې خدای اوچت استعداد ورکړی وو. مدبر او علمي شخصیتونه پکی دي د هر قوم، او د هر مسلک علما، استادان، محصلین، ډاکتران، انجینران، نظامي افسران، څارنوالان، تجاران، کسب کاران، ځوانان، خویندې، سپورتمنان غړي دي.

3-د حزب اسلامي مجاهدینو او قومندانانو او د حزب اسلامي امیر مجاهد حکمتیار ته خدای پاک خاص استعداد د اشغالگرو په وړاندی د جنگ په میدان کې ورکړی وو چې په ډیرو سترو جنگونو کې د دښمن تلفات زیاد او د مجاهدینو کم وو.

4-د اتحاد شوروي زبرځواک یرغل په وړاندی د حزب اسلامي مجاهدینو همت، شجاعت، مسلحانه مبارزه هیڅ یو عقلمن افغان د هغه وخت به هیر نکړي. دا تاریخي ستر ویاړ د لوی خدای په توفیق د حزب اسلامي د رهبری لخوا د افغان مجاهد اولس ته په برخه شوی دی.

کنه اوس افغانستان به د اتحاد شوروي یو ولایت وو او د افغانانو نومونه به علی رحمانوف، اسلام کریموف وو.

5-الحمدلله د حزب اسلامي امیر حکمتیار شل کاله مخکې په افغانستان باندی د امریکا او غربي استعمارگرو د یرغل په وړاندې د جهاد او مبارزی اعلان او پیل وکړ.

6-د ټولو څخه مهمه خبره دا ده چی حزب اسلامي یو فکري تنظیم دی. چې د دینی او ملي ارزښتونو دفاع کې، د هیواد آزادی، یووالی او پرمختگ غواړي.

کابل کې د بندیانو د آزادیدلو پروسه  ما د کابل یو استخباراتي جنرال ته وویل چی دا زمونږ بندیان ولې نه ازادوي حال دا چې حکومت د سولې موافقتنامه هم د حزب سره امضا کړې ده؟

هغه جنرال په خاصه لهجه وویل: د حزب بندیان نه آزادوو حزب خو د جهاد د پیل استادان دی دا نور خو ملامت ندی، شاگردان دی، تاسې وی چې د شوروي او امریکا په ضد جهاد مو شروع کړ.

تاسې اعتبار وکړی هغه جنرال قصدي یا غير قصدی دا الفاظ هم اضافه کړل او وویل : تاسې اول بندیان یاستی او تاسې به اخر کې یاستی چې آزاد شی.

متأسفانه تر اوسه د حزب اسلامي بندي گوانتانامو کې پاتې دی.

تر اوسه نن دوشبنې 14/9/2020 زمونږ 2500 بندیان پلچرخي، بگرام او ولایتو زندانونو کې پاتې دي.

هره ورخ بندیان د زندانونو څخه، خپلوان یې او د حزب اسلامي ولایتي مسئولین زمونږ دفتر څخه همدا پوښتنه کوي چی زمونږ بندیان څه وخت ازادیږي؟

پرون هم د هارون د گوانتانامو بندي محترم فامیل محترم مشر ته راغلی وو د خپل بندی د آزادیدلو په اړه یې پوښتنه کوله.

ترکومه ځایه چې ماته معلومات دی د خپلو مجاهدو بندیانو په اړه محترم حکمتیار صاحب سخت خفه او ځوریږي، او دا مسئله یې جدي نیولې ده .

مونږ د نورو د مجاهدینو د مبارزې قدر کوو د هغوی د زندانیانو آزادي غواړو.

خو د خپلو حزب اسلامي مخلصو او دواړو جهادونو مجاهدینو، قومندانانو، مهاجرینو، فرهنگي او علمي دیني شخصیتونو او استادانو په هڅو او مبارزه ویاړ کوو.

په احترام

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟