
مهم ترين های امروز جمعه
✒️: د لغمان د امنیې قومندانۍ ویاند، یونس یوسفزي طلوعنیوز ته ویلي، د دغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په اړینې سیمه کې ماشومانو یوه ناچاوده مرمۍ موندلې او له ټکولو وروسته یې پرې چاودنه کړې چې له امله یې درې ماشومان مړه دي. ښاغلی یوسفزی وایي، دا پېښه نن (جمعه، د سلواغې ١٢مه) له ماسپښین مخکې یوولس بجې د الیشنګ ولسوالۍ په (اړینې) سیمه کې شوې. هغه زیاتوي؛ دا ماشومان د بېلابېلو کورنیو غړي وو چې لس، یوولس او دیارلس کاله عمرونه یې درلودل.
✒️: د غزني د امنیې قومندانۍ مسوولین وایي، د دغه ولایت مقر ولسوالۍ کې د دوو جلا ټرافیکي پېښو له امله اته تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د مسوولینو په خبره، لومړۍ پېښه د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل - کندهار پر لویه لار د یوه موټر د اوښتو له امله رامنځته شوې چې، یو تن پکې ټپي شوی او دویمه هغه بیا د دغې ولسوالۍ اړوند په لړمي سیمه کې د دوو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې چې، له امله یې د یوه ماشوم په ګډون دوتنه مړه او شپږ نور ټپیان دي.
✒️: د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري د افغانیو پر وړاندې د ډالر بیو لوړېدل او د دولتي کارکوونکو په معاشونو کې ځنډ یو عادي بهیر بولي.
هغه پر اېکس ټولنیزه رسنۍ یوه ویډیویي پېغام کې ټینګار کړی چې، د افغانستان اقتصاد په عادي حالت کې دی او د صادراتو او وارداتو بهیر په طبیعي ډول روان دی. عبدالطیف نظري زیاته کړې چې، د ځینو بنسټونو د فعالیتونو درېدل د اسلامي امارت د پرمختګ بهیر نه شي درولی.
✒️: د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي عمران حیدري د لېتوانیا له سوډووا لوبډلې سره د دغه هېواد په غوره لیګ کې د لوبېدو تړون لاسلیک کړی دی.
حیدري په وروستیو کلونو کې د افغان لوبډلې لپاره هم ښې لوبې کړې دي. دغه افغان لوبغاړی تر دې وړاندې د جوجیا په غوره لیګ کې لوبېدلی دی.
✒️: اردوغان: در سال 2024 از اهداف پیشبینیشده خود فراتر رفته و تعداد گردشگران به 62.3 میلیون نفر و درآمد گردشگری به 61.1 میلیارد دلار رسیده است.
✒️: سید عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران در گفتوگو با شبکه قطری «الجزیره» در دوحه پایتخت قطر با بیان اینکه تهران از تمامیت ارضی سوریه حمایت میکند، گفت: ما از هر دولتی که مورد تائید مردم سوریه باشد حمایت میکنیم.
وی افزود: به مقاومت فلسطین پیروزی و بازگردانی اسرا را تبریک میگوییم. هفتم اکتبر، آرمان فلسطین را احیا کرد و این موضوع در منطقه و جهان به مسئله اول تبدیل شد.
✒️: د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې بې پيلوټه الوتکې پرون د اوکراین په ختیځ سومي ښار کې د استوګنې پر یوه بلاک برید کړی.
د آژانس په خبره، دغه برید کې ۹ کسان وژل شوې او ۱۳ نور ټپيان دي.
✒️: امریکا کې یو افغان نیول شوی. د راپورونو له مخې، د امریکا کلیفورنیا ایالت په سن دیاګو ښار کې د ترهګرۍ په تور یو افغان نیول شوی دی.
خو تر اوسه پورې د نوموړي د هویت په اړه مالومات نه دي رسنیز شوې.
✒️: د سوریې ولسمشر احمد الشرع:
داسې همه شموله حکومت به جوړ کړم چې د ټولنې هر قشر او وګړی په کې واقعا ځان وویني.
وایي، پارلمان تر ټاکنو منحلوم خو یوه لویه شورا رامنځته کوو چې تر ټاکنو پورې د پریکړو قانوني خلا ډکه کړي.
هغه د سوریې د روښانه راتلونکي لپاره د یو لوی ملي کنفرانس د رابللو لپاره د یو کمیسیون جوړولو اعلان هم وکړ.
دغه لوی کنفرانس ته چې د لویې جرګې مثال لري، د سوریې د هر بخش نخبه او مهم کادرونه وربلل کېږي تر څو د سوریې سیاسي راتلونکی خوندي کړي.
✒️: دفتر هماهنگی کمکهای بشری سازمان ملل متحد (اوچا) اعلام کرده است که ۳۹ درصد خانوادههای افغان به دلیل خشک شدن منابع آبی با کمبود شدید آب روبهرو اند.
اوچا در ایکس نوشته که ۲۳ درصد از مردم افغانستان نیز از منابع آبی غیربهداشتی استفاده میکنند.
این نهاد همچنان نوشته که در سال ۲۰۲۵، برای ارایه خدمات مرتبط با آب، بهداشت و فاضلاب در افغانستان به ۲۶۴ میلیون دالر نیاز دارد که تاکنون تنها ۸.۴ میلیون دالر از این مبلغ تامین شده است.
✒️: رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د حماس غورځنګ یوې نظامي څانګې، "القسام" د پنجشنبې پر ورځ اعلان کړی چې د هغوی نظامي مشر، محمد الضیف او د هغه مرستیال او نظامي قوماندان، مروان عیسی په یوه جګړه کې وژل شوي دي.
✒️: د ایران بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر، سید عباس عراقچي، پلازمېنې دوحې ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او لومړي وزیر، شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره کتلي او د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ یې د سیمې پر روان وضعیت خبرې کړې دي.
اخوا عراقچي په دغه سفر کې د حماس غورځنګ سیاسي دفتر ته هم تللی دی. هغه د حماس غورځنګ د رهبرۍ شورا له مشر، محمد اسماعیل درویش او نورو ګڼو چارواکو سره کتلي او له اوربند وروسته د غزې تړانګې د وضعیت په اړه خبرې شوې دي.
✒️: د جرمني پارلمان څیړنیزې کمېټې افغانستان کې د دغه هېواد ٢٠ کلن حضور په اړه راپور خپور کړی دی.
د جرمني رسنیو د راپورونو پر بنسټ په دغه راپور کې یادونه شوې چې په افغانستان کې له خپل حضوره په راتلونکې کې کومه زده کړه کېدای شي. راپور په افغانستان کې د جرمني ماموریت ناکام بللی دی.
د دغه کمیسیون مشر، مایکل مولر د افغانستان له اوسني سرپرست حکومت سره د اړیکو په اړه ویلي، "له طالبانو سره خبرې کول نه شي ردېدای، خو موږ نه غواړو چې د دغه حکومت همکار وبلل شو."
هغه زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت ناورین ته ورته دی او سره له دې چې هلته د سفارت پرانستلو اړتیا نشته، خو مهمه ده چې جرمني د خپلو کارکوونکو له لارې افغانستان کې حضور ولري.
✒️: مارکو روبیو وزیر خارجه ایالات متحده تاکید کرده که علاقهمندی دانلد ترمپ به خرید گرینلند یک موضوع جدی است و ارتباط مستقیمی با منافع ملی امریکا دارد. به گفته روبیو، ترمپ از زمان پیروزی در انتخابات نوامبر بارها تمایل خود را برای الحاق گرینلند، که یک منطقه خودمختار تحت حاکمیت دنمارک است، اعلام کرده و حتی احتمال استفاده از قدرت نظامی یا اقتصادی برای متقاعد کردن دنمارک را رد نکرده است.
به گزارش رویترز، روبیو در یک برنامه رادیوی افزوده که «ترمپ همچنان به دنبال خرید گرینلند است و حتی احتمال استفاده از زور نظامی را برای تصاحب آن رد نکرده است، زیرا نمیخواهد اهرمهای مذاکره را کنار بگذارد.»
✒️: انتونیو کوستا رییس شورای اروپا گفته که ۲۳ کشور عضو اتحادیه اروپا که در ناتو نیز عضویت دارند، آمادگی دارند تا سطح هزینههای دفاعی خود را از سقف تعیینشده ۲ درصد تولید ناخالص داخلی فراتر ببرند.
به گفته کوستا، این کشورها در نشست ماه جون ناتو درباره این افزایش بودجه تصمیمگیری خواهند کرد. او همچنین از برگزاری نشست غیررسمی رهبران اتحادیه اروپا در دوشنبه آینده برای بررسی سرمایهگذاری در حوزه امنیت و دفاع خبر داد. به گزارش رویترز، مارک روته دبیرکل ناتو، و کییر استارمر نخستوزیر بریتانیا نیز در این نشست حضور خواهند داشت.
✒️: دانلد ترمپ رییسجمهور امریکا، گفته که برخورد یک هواپیمای مسافربری با چرخبال نظامی در واشنگتن، ناشی از نحوه استخدام نیروی بشری در اداره هوانوردی فدرال این کشور بوده است. به گزارش رویترز، برخورد یک هواپیمای مسافربری متعلق به امریکن ایرلاینز و یک چرخبال نظامی در واشنگتن، منجر به جان باختن ۶۷ سرنشین هر دو پرواز شده است.
هواپیمای مسافربری امریکن ایرلاینز حامل، ۶۴ نفر از جمله چهار خدمه پرواز و چرخبال نظامی سه سرنشین بودند که در این رویداد جان باختند.
بر اساس این گزارش، در میان قربانیان شهروندان روسیه، آلمان و فیلیپین نیز حضور دارند.
✒️: یان اگلند رییس شورای پناهندگان ناروی در گفتوگو با خبرگزاری فرانسه اظهار داشته که پس از بازگشت امارت اسلامی به قدرت، جامعه جهانی مردم افغانستان را نادیده گرفته است. او با انتقاد از کمبود تعامل بینالمللی با افغانستان، گفت که شمار اندکی از نمایندگان کشورهای اروپایی به این کشور سفر میکنند.
اگلند تاکید کرد که دیپلماتها و مقامهای کشورهای اروپایی باید به کابل و قندهار سفر کرده و برای حقوق زنان و دختران تلاش کنند. او افزود: «دیگر نیازی به برگزاری نشستهای بیشتر در پاریس، کوپنهاگن یا اسلو نیست. زنان افغان به این نیاز دارند که ما در داخل افغانستان با آنها تعامل کنیم و برای حقوقشان مبارزه کنیم.»
✒️: اسراییل ۱۱۰ زندانی فلسطینی را در چارچوب تبادل زندانیان با حماس آزاد کرد.
اسراییل پس از کمی تاخیر، ۱۱۰ زندانی فلسطینی را در چارچوب تبادل زندانیان با حماس آزاد کرده است. این آزادی پس از آن به تاخیر افتاد که اسراییل از ازدحام بیش از حد هنگام آزادی زندانیان اسراییلی از سوی حماس ابراز نارضایتی کرد.
روز پنجشنبه، حماس سه شهروند اسراییلی و پنج زندانی تایلندی را آزاد کرد.
✒️: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په شمالي وزيرستان سیمه کې تېره ورځ (پنجشنبه) د پوځ څلور غړي له وسلهوالو سره په دوو جلا نښتو کې وژل شوي دي.
د راپور لمخې، په دغو نښتو کې ١٣ وسلهوال هم وژل شوي دي.
✒️: امریکایۍ سناتورې شیلي مور کاپیټو د دغه هېواد سنا جرګې ته یوه نوې طرحه وړاندې کړې چې لمخې یې، ملګرو ملتونو سره د افغانستان لپاره د امریکا مرستې کانګرس ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له لوري تر ډاډ ورکولو بندیږي.
دغه طرحه کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت غوښتل شوي چې، کانګرس ته ډاډ ورکړي چې د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې افغانستان ته د ملګرو ملتونو په نغدي پېسو کې نه دي شاملې او له دغو پېسو "ترهګریز سازمانونه نه تمویلیږي". هغې ویلي، که ملګري ملتونه افغانستان کې د پیسو څارنه نشي کولای نو په خبره یې، باید دغه برخه کې پرې باور ونشي.
✒️: برنامه جهانی خوراک (WFP) در گزارشی تاثیر کاهش ارزش افغانی در برابر دالر بر بازارهای افغانستان را در هفتهی چهارم جنوری ۲۰۲۵ بررسی کرده است.
براساس این گزارش، قیمتهای بازار نوسانات موقتی را تجربه کردهاند، اما همچنان بالاتر از هفتهی گذشته باقی ماندهاند.
این نهاد، بهای مواد خوراکی، مواد غیر خوراکی، مواد سوختی و دیزل را بررسی کرده که مواد خوراکی و غیر خوراکی افزایش اندکی را تجربه کردهاند.
بر بنیاد گزارش بهای دیزل در هفتهی چهارم جنوری ۲.۸درصد، زغالسنگ ۴درصد، گاز مایع ۲.۸درصد، چوب بلوط ۱۲درصد و چوب کاج ۷درصد افزایش یافته است.
✒️: د ایران د بشري حقونو د سازمان رییس محمود امیري مقدم وایي، روانه جنوري میاشت کې ایران لس افغانان اعدام کړي دي.
هغه ازادۍ راډیو سره خبرو کې ویلي: « له دې ډلې، شپږ کسان د وژنې او څلور نور د نشه یي توکو اړوند جرمونو په تور اعدام شوي دي.»
نړۍوالو بنسټونو بیا بیا له ایرانه غوښتي چې، د بهرنیو اتباعو په ځانګړي ډول د افغانانو په قضیو کې روڼتیا ته پاملرنه وکړي او د نړۍوالو معیارونو له مراعتولو پرته د اعدام سزا له پلي کولو ډډه وکړي.
د اسلامي امارت د سترې محکمې یوه پلاوي هم ایران ته په سفر کې له دغه هېواده غوښتي و چې، پر اعدام د محکومو افغانانو لپاره بدیلې سزاوې وټاکي.
✒️: د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمد شرع وایي، دغه هېواد کې له بېلابېلو ټولنو یو ټولګډونی حکومت رامنځته کوي چې په خبره یې، سوریه کې ازاده او عادلانه ټاکنو ته لار هواره کړي. احمد شرع دغه خبرې د سوریې د انتقالي حکومت د مشر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د خپلې لومړنۍ وینا پر مهال کړې دي.
✒️: د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وایي، د بریکس غړي هېوادونه دې ورسره ژمنه وکړي چې، بریکس پیسو د جوړېدو او یا د ډالرو د احتمالي بدیلو پیسو د جوړیدو ملاتړ ونه کړي کنه په خبره یې، د امریکا له لوري به یې پر سوداګریزو توکو سل سلنې تعرفه ولګول شي.
ټرمپ ویلي: « دا نظریه چې، بریکس غړي هېوادونه له ډالرو واټن اخلي او موږ یوازې ننداره کوو، پایته رسېدلې.»
د امریکا ولسمشر دغه راز زیاته کړې چې، بریکس نشي کولای په نړۍواله سوداګرۍ کې د ډالرو ځای ونیسي.
✒️: د ایران مازندران ولایت کې د ساري ولسوالۍ د پولیسو قومندان، عبدالله حسن زاده ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو ۵۲۰ ناقانونه کډوال نیولي دي. د ایراني رسنیو د راپور لمخې، حسن زاده له ایراني وګړو غوښتي چې په هر راز دندو کې د ناقانونه کډوالو له ګومارنې ډډه وکړي. ایران کې ډېری کډوال افغانان دي.