
د فلسطين بنديانو داستانونه واقعا ځوروونکي دي
په فلسطين کې د تازه ازاد شويو بنديانو له راخوشې کېدو وروسته په رسنيو کې وينو چې هر دويم او درېيم بندي يې دردوونکی داستان لري...
له چا سره شل کلن زوی لومړي ځل لپاره ويني...
د چا دوه درې لوڼې له ماشومتوب وروسته شل پنځه ويشت کاله وروسته خپل پلار په داسې حال کې ويني چې لوڼې يې واده شوې دي او پلار يې سپينږيری...
ځينې داسې دي چې نامزاد يې ورته لس کاله انتظار کړی دی...
ځينې د واده په دويمه اونۍ يا د واده په لومړنيو مياشتو کې نيول شوي او چې راوځي، خاوند او مېرمن دواړه له مخونو زاړه او نحيف ښکاري...
ځينې چې راخوشې شوي، ټوله کورنۍ يې د وحشيانو په وحشت د لاسه ورکړې او هيڅوک يې ژوندی پاتې نه دی...
ځينې شل کاله وروسته په دې اميد کور ته ځي چې مور يې وويني خو مور يې د کور پر ځای په ګور کې وي او داسې نور...
د دغو بنديانو داستانونه واقعا ځوروونکي دي، د يو ولس په توګه پر صبر، زغم او استقامت يې سلام... خو آفرين يې په ليکوالانو او په رسنيز ډګر کې کار کوونکو او عموماً په رسنيو يې چې په دې برخه کې خپل رسنيز مسئوليت په ښه شکل ترسره کوي، داسې چې د خپل ولس مظلوميت او د ظالم نظام وحشتونه د نړۍ مخې ته ږدي.
مونږ دلته د افغانستان په تېر څلويښت/پنځوس کلن تاريخ کې ممکن تر دې ډېر دردوونکي داستانونه ولرو او زه ډاډه يم چې لرو يې، خو بدمرغي دا ده چې هيڅ داسې رسنۍ يا عادل ليکوالان نه لرو چې دغه داستانونه او يا د بهرنيو په لاس يا د داخلي کشمکشونو پر مهال ترسره شوي وحشتونه رابرسېره کړي او که چا يو څه ليکلي هم دي نو متأسفانه داسې څه يې ليکلي چې پر ځای د دې چې پر وحشتونو تمرکز وکړي، هڅه يې کړې حتی په دغو قضيو کې هم خپلې ذاتي سيالۍ او منفي رقابتونه وپالي.
حقيقت دا دی چې د يو ښه ملت کېدو لپاره مونږ په مخ کې لا هم د کلونو سفر کولو اوږده لار لرو، خو ورسره تريخ واقعيت دا دی چې د دغه مزل وهلو اراده مو منفي صفر ضربِ صفر ده.
هدانا اللّٰه جميعاً