No-IMG

د حرمينو سفر؛ روحي، نظرياتي او تاريخي تأثر!

زړه نا زړه وم چې د عمرې پر مبارک سفر تاثر وليکم که نه؟ زه چې تللم نو پر فېسباکه مې هيڅ ونه ليکل، نه مې کوم تصوير شريک کړ او نه مې کوم يادښت پرېښود، يوازې د راستنېدو پر مهال مې په نازک زړه او ډکو سترګو د مخه ښې په پار يو بيت شريک کړ، حتی خپل هغه واټساپ مې هم په کور کې بند پرېښود چې له ډېرو ملګرو سره شريک و، موخه مې دا وه چې دا اړيکه ډېره خالصه پاتې شي، خو په دې سفر کې ځېنې يادښتونه راسره داسې راغلل چې زه يې ليکلو ته اړ کولم، دا يادښتونه به د دې عبادت خالص والی ټکنی نه کړي، بلکه له کتونکو سره به د دي سفر په فکري او نظرياتي منظر کشۍ کې مرسته وکړي او دا هغه موخه ده چې دلته پرې ډېره خواري شوې ده.

يوازې دا هم نه، بلکه ما چې پخوا کوم سفرونه کړي دي نو په اړه مې يې يونليکونه کول، دا هم راته يو ډول بې ننګي ښکاره شوه چې د خدای د حرمينو په اړه ځان شکېلی کړم او څه پرې ونه ليکم.

په دې سفر کې زما خوشبختي دا وه چې زه او مېرمن مې زما له مور پلار سره وو، د هغوی خدمت او په دې مقدسو ځايونو کې د هغوی ملګرتيا پر موږ د خدای بې پنا لوريېنه وه، د مور جانې او پلارجان پر عبادت او صدقو به زما رخه راتلله، هغوی چې په کوم شوق او رغبت عبادت کولو زه به په زړه کې ورته پسخېدم، کله کله به مې هڅه کوله چې د هغوی بوختياوې عکسبندې کړم او له ځان سره يې يادګار وساتم، څوک چې هم مور او پلار لري نو د دې مقدسو حرمينو د ګډ سفر خوښۍ دې ورسره له لاسه نه ورکوي.

د پرلپسې او بې وقفې عبادتونو کعبه!

څو ورځې مخکې د هند په پراياګراج کې د کومب مېلې مراسم پيل شوي وو او د فبروري تر ۲۹ مې پورې به دوام ومومي، د هند حکومت اټکل کړی چې د هندوانو په دې ديني مراسمو کې به په ميليونونو خلک ګډون وکړي او دېته يې د نړۍ په کچه لويه مذهبي راټولېدنه ويلې ده. خو کله چې په مکي حرم کې نظر غورځوې او د خدای دا لوی مخلوق خپل رب ته په عبادت ګورې او بيا ګورې چې کعبه هيڅ لحظه له عابدانو خالي نه ده او هره شېبه دلته مسلمانان خپل رب ته په عبادت بوخت دي نو دې واقعيت ته به ورسېږې چې هم د شمېر په لحاظ او هم د وخت پرلپسې توب او پيوست توب په لحاظ د مسلمانانو دا مسلسل او بې وقفې حرم په نړۍ کې بې ساری دی، د نړۍ په هيڅ ځای کې داسې ديني او عبادتي ځای نه شته چې په دې شاخص کې دې له حرم سره سيالي وکړي.

ما چې د حرم عظمت او د رب کريم دې بې وقفې عابدانو ته کتل نو پر هغه نظر راته تنقيد پيدا شو چې ګنې د عمرې پر ځای د عمرې مصارف بايد د ټولنې پر نورو اړتياو وويشل شي، د دې نظر تقيد په حرمينو کې پياوړی کېږي، هلته چې د کعبې عظمت تا دې فکر ته اړ کوي چې کعبه د دې لپاره جوړه شوې چې طواف يې وشي او مسلمانان ورته راشي، دا چې يو څوک په ښه او يا بده اراده غواړي چې کعبې ته د مسلمانانو دا ورتګ ټکنی او کمرنګه کړي هغه اصلاً د کعبې د شتون وجودي فلسفه کمزورې کوي.

په همدې اسلامي نړۍ کې ډېر وګړي دي چې خپل کلني سياحتونه د نړۍ قيمتي او لوکسو سيمو ته پلانوي او هلته دوی په ډېرو او بېخي ډېرو مصارفو له ژونده بې بندوباره خوندونه اخلي، خو کله چې څه نور مسلمانان په لږ لګښت حرم ته د عبادتي سفر لپاره ځي نو بيا يو شمېر وګړي د ټولنې فقر او غربت بهانه کړي او په پلمو دا د حرم عبادتي سفر تنقيدوي.

هغوی چې په ښه اراده د حرم زيارت کوونکي تنقيدوي، دوی کله هم په عمر کې داسې نه دي کړي چې د عمرې لګښتونه راجمع کړي او پر غريبانو يې وويشي، لږ تر لږه ما داسې کومه پېښه نه کتلې او نه اورېدلې، خو که کوم چا کړې هم وي نو نادره به وي.

حرمين؛ په تنوع کې د وحدت خبره!

کله چې ته په مکي او مدني حرمينو کې پر عبادت مسلمانان ګورې نو څو لوی فلسفي اړخونه به حتماً درک او حس کوې، ته به يو غريب او فقير مسلمان د يو شتمن مسلمان سره په بې تفاوتۍ کې بوخت ګورې، ته به فکر کوې چې يوازې يو شتمن دی او هغه رب متعال دی... دلته به ته تورپوستي، غنمرنګي، ژېړرنګي او سره او سپين مسلمانان ګورې چې په ګډه د رب په طاعت کې بوخت دي، دوی يو بل ته په خورا درناوي وي او دوی کوښښ کوي چې بل مسلمان ته يې خير ورسېږي او د شر مخه ونيسي... ته به دلته د بېلابېلو ژبو، قومونو، نسلونو، جغرافيو او فرهنګونو مسلمانان ګورې چې د خپل رب په دربار کې په شريکه راز او نياز کوي...

ته به دلته  ګورې چې مذهبي تنوع په خپل صراحت کې ده او په دې صراحت کې هيڅ مذهبي متنوع شخص پر بل مذهبي پيرو تنقيد نه کوي، بحث ورسره نه کوي او د لوړتيا غوښتنې حس نه لري، بس ټول خپل رب ته د خپلو مذهبونو او خپلو عالمانو پر پيروۍ عبادت کوي، دوی پوهېږي چې په نهايت کې دوی ټول د قرآن او سنت سندونو ته رسېږي... له تنوع سره، سره د مسلمانانو دغه وحدت، زغم او تسامح هغه منظر دی چې اسلام يې غواړي، دلته دا خبره په زبات رسېږي چې په نړيواله کچه مذهبي يووالی ممکن نه دی، خو دا ممکن ده او دا امکان هره شېبه په حرمينو کې په زبات رسېږي چې مسلمانان له ټولو مذهبي او فروعي اختلافاتو سره يو او متحد دي او په يو امام پسې اقتدا کوي، خو ستونزه دا ده چې مسلمانان د وحدت، زغم او تسامح دا تمرين له ځانونو سره خپلو ښارونو، قريو او کليو ته نه وړي او هلته په کور او کلي کې بيا همغه د مذهبي او لامذهبه ټاپې وي چې مسلمانان يې يو پر بل وهي او يو د بل پښې وي.

د حرم امت؛ نړيواله بالقوه اجنډا!

په حرمينو کې د يووالي، زغم او تسامح دا تمرين نه يوازې په تعبدي او مذهبي اړخ کې د پلې کېدو وړ دی بلکه مسلمانان په ټولو ژونديو مسايلو او سياسي موخو کې د دين پر محور د يوځای کېدو او متحد کېدو ظرفيت او پوټانشيل لري، د يووالي همدا بالقوه ظرفيت هغه جوهر دی چې پر بنسټ يې د تمدني ټکرونو مقابل بلندويان له اسلامه تريه خوري، دوی پوهېږي چې که دې لمدې خټې ته لږې اوبه ورسېږي نو د اسلامي تمدن ودانۍ پرې بيا ابادېږي او د دوی په وړاندې به بيا د پاشل شويو ملتونو پر ځای متحد اسلامي امت وي. البته چې د لوی امت دغه تصور ته لا ډېره زمانه پرته ده او دا زمانه له دې ټولو متنوع مسلمانانو اوږد، سټراټيژيک او باهدفه کار غواړي.

حرمين او ښځه؛ همدا د اسلام تصور دی!

ته به د حرمينو په يوه برخه کې نارينه پر لمانځه ګورې او په بله برخه کې به ښځينه پر عبادت بوختې ګورې، ته به دوی ګورې چې په صفا او مروه کې د خپل رب لپاره ګرځي او ته به دوی ګورې چې په طواف کې به ګشتونه کوي، دلته د هيچا په زړه کې د ورانۍ او فساد اراده نه وي، خو که کوم قلبي مريض/مريضه وي او هغه ناروا جذبې لري نو دا په کې استثنا ده.

کله چې په حرمينو کې د ښځينه مسلمانانو برابره ونډه ګورې نو د اسلام پر پراخه او وسطي حيثيت د انسان ايمان پياوړی شي، دلته ښځه د نارينه سره عبادتي تفاوت نه لري، هر يو خپل رب ته په عذر وي، دعا غواړي، ژاړي او عبادت کوي. دا هغه طبيعي حالت دی چې اسلام يې پر خپل نړيوالو حرمينو نندارې ته وړاندې کوي، همدا د ښځې د ونډې او مقام لپاره د اسلام شاخصونه دي، ښه دی چې د نورو ټولنو کليوالي فرهنګونو د اسلام حرمونه نه دي پوښلي، دا ښه دی چې دا حالت پر فرهنګي ذهنيتونو نه دی بدل شوی او چې نه دی بدل شوی نو حرمين به تر وروستي مسلمانه د نارينه او ښځينه عبادتي تصور له تعبيرونو او تاويلونو پاک او سپين وړاندې کوي.

له کومې ورځې چې په اسلامي ټولنو کې مسجدونه له ښځو خالي شوی نو د يو متعهد، متدين او با هدفه نارينه او ښځينه اولاد د تربيې کمی محسوس شوی دی، دا کمی ورځ تر بلې ډېرېږي، کله چې ښځه په مسجد کې نه وي هغه به ټول وخت د کور په اشپز خانه کې پالک او منتو پخوي او خو هغه زده کړې او شعور به نه لري چې پرې خپل اولاد پختګۍ ته ورسوي، زموږ په ټولنه کې ښځه نه يوازې په عصري زده کړو کې ميذوبې او بنديوانې دي بلکه په ديني لحاظ هم له مساجدو ايسارې کړای شوي دي، دا تعطل د جامعې تر نيم ډېر نفوس له اسلامي اجتماعيته محروموي او دا محروميت بيا بې حسه نسلونه رامنځته کوي.

عمره او روحاني کيفيتونه!

په حرمينو کې بېلابېل وختونه او کيفيتونه وي، کله به ګورې چې نورمال په خپل عبادت بوخت يې، په عادي ډول طواف کوې، ذکر کوې، ماثوره دعاګانې وایې او له خپل رب نه خپل حاجتونه غواړې، خو ځېنې شېبې دي چې عجيب کيفيت پر انسان راخورېږي، بس د رب کبريا به دې راونغاړي، ځان به درته بې کسه او بې دسته شي، زړه به دې د مينې سمندر شي او سترګې به دې د دې څپانده مينې اوبو ته ګودرونه ورکوي، ژاړې به او ژاړې به، د ژړا ايټکۍ به دې واخلي او د سينې ځوږ او ډوبې سلګۍ به دې د زړه او ځان زنګونه ومينځي، او چې کله له کيفیته ووځي نو له يوه درانه او ګناهګار احساسه به د سپکوالۍ ښکلی حس درته پيدا شي، دا حس به قطعي نه وي خو د هيلو په غوټيو کې به را نغاړل شوی وي او ته به په کې د سکون شېبې تجربه کوې.

عمره او د تاریخي سير اړيکه!

د عمرې سفر بايد يوازې د حرمينو تعبدي اړخ ونه لري، د مسلمانانو په توګه موږ بايد له خپل تاريخ سره تړلي او پيوست پاتې شو، د اسلامي تاريخ تر ټولو مهمې او سرنوشت جوړوونکې پېښې د مکې او مدينې پر خاوره دي، دلته هغه پېښې رامنځته شوي دي چې د اسلامي تمدن حياتي مسير يې ټاکلی دی، او ځېنې يې داسې دي چې په روحي او عاطفي ډول موږ ورسره تړلي يو.

په دغو سيمو کې د صدر اسلام د دورې پېښې خوندي دي، د دې سيمو کتل انسان له خپل تاريخ نه خبروي او د اصالت ريښه يې پياوړې کوي، تاريخ د هويت په وضاحت او پياوړتيا کې ډېر مهم نقش ادا کوي او دا چې نن موږ د تمدني هويت په ټکرونو او کشمکشونو کې ژوند کوو نو دا مهمه ده چې په دې هويت کې اګاهانه و اوسو او د خپل تاريخ پر نظري عبور سربېره عملي کتنې هم ولرو.

په مکه مکرمه کې غار حرا، غار ثور، د فيل پېښې ځای، جنت المعلی، عرفات، مينا، مزدلفه او دېته ورته ځايونه او په مدينه منوره کې د احد غر او ميدان، د بدر ميدان، بيئر الشفا، قبا مسجد، قبلتين مسجد، د خندق غزا ساحه، يو شمېر تاريخي باغونه، جنت البقيع او دېته ورته نور ځايونه د کتلو لپاره مهم دي.

د يو شمېر تاريخي ځايونو د سير لپاره تر دې دمه اړينې اسانتياوې نه شته، د بېلګې په توګه د ثور او حرا غارونو د کتلو لپاره د لفټونو او هوايي زانګو ګانو سهولتونه ممکن دي، خو تر دې دمه دا هر څه نه شته، يو شمېر ځايونه داسې دي چې ښايي د سعودي دولت د حکومتي پاليسۍ او مذهبي غوښتنو له امله ورتګ ورته ډېر محدود دی، مثلاً جنت البقيع هديرې ته ورتګ؛ دې هديرې ته يې د سهار او مازيګر له خوا د يو، يو ساعت لپاره زايرين پرېښودل، هغه هم داسې وو چې د بېلګې په توګه د مازيګر په ۴ بجو به جمعه ولاړه وه او هلته به د جنت البقيع د کتلو وخت و، تر جمعې وروسته به ډېر لږ وخت پاتې و او کم شمېر زايرين به هديرې ته داخلېدلی شول.  او يا د مشهورو صحابه کرامو د مقبرو ناڅرګندتوب، دېته ورته نورې ستونزې وې چې حل ورته په کار دی، سره له دې چې د سعودي اوسني چارواکي غواړي چې د سعودي سياحتي برخه وځلوي او پراخه يې کړي خو دې برخه کې يې پاملرنه د پام وړ نه ده.

جبل النور؛ د پيغبر جمالياتي ذوق!

کله چې د غره له لمنې هغه څوکه ګورې چې هلته حضرت محمد صلی الله عليه وسلم تر نبوت مخکې ځان د شرکي ماحول نه ګوښې کړی و او هلته پر فکر او سوچ مصروف و، نو انسان ته د خوږ نبي کريم صلی الله عليه وسلم جمالياتي ذوق معلومېږي، دا د غره لوړه پلنه برخه ده چې له لرې ډېره ښکلې ښکارېږي، ما چې هلته نزدې څومره غرونه وکتل د دې غره دغسې ښکلا مې په کې ونه کتله، د حضرت محمد صلی الله عليه وسلم جمالياتي ذوق مې د تخيل پر اروا راخورېده او زه يې له ځان سره په حسينو لمحو کې تم کولم. زه له دې سيمې تېرېدم او د خوږ نبي کريم صلی الله عليه وسلم دغه ګوښې مېشتېدنې، د وحی لومړي نزول، د اقْرَأْ/ولوله علمي پيل، د بي بي خديجې رضی الله تعالی عنها پاملرنو او دلاساينو، د ورقه بن نوفل وړاندوينو او د وروستي نبوت پيل کې مې فکر کولو، بس دا هغه څه دي چې تا د يو مسلمان په توګه د دې ټولې سلسلې ابتدا ته وړي... دا هغه ځای دی چې ته دلته تعبيرونو ته اړتيا نه لرې، دلته ته د کريم ذات يو لطف ته اړتيا لرې چې د دې ټول داستان کيفيت درباندې طاري کړي او ته په کې له شېبو لطف واخلې.

بدر؛ يوه سرنوشت جوړوونکې معرکه!

کله چې ته نبوي مسجد ته ورشې او هلته بيا بدر ته لاړ نه شې نو د يوې لويې بې انډولې جګړې او د يوې سرنوشت جوړوونکې غزا په اړه به تشه جولۍ راځې، دا جګړه په لويو غزاګانو کې لومړۍ غزا وه چې مسلمانانو په کمي او اعدادي لحاظ له پياوړي دښمن نه وګټله، دا جګړه ځکه سرنوشت جوړوونکې وه چې د ابوجهل او د هغه د لښکر ارادې ډېرې بدې وې، هغوی ويل چې موږ به په دې جګړه کې د محمد صلی الله عليه وسلم خبره يو طرفه کوو، هغوی غوښتل له محمد صلی الله عليه وسلم سره يو ځای اسلام هم دفن کړي العياذ باالله، خو دا جګړه چې په همدې بې انډولتوب کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم په مشرۍ صحابه کرامو وګټله نو د دې جګړې ګټل په همدې سرنوشت سازه تناظر کې خپل لوړ اهميت لري، په دې جګړه کې بيا د ابوجهل په شمول ۷۰ تنه مشرکان له منځه لاړل او لس صحابه کرام په کې شهيدان شول، په دوی کې معوذ رضي الله تعالی عنه هم و چې د ابوجهل په قاتلانو کې و، د دې غزا هغه ځای د کتلو دی له کوم ځايه چې نبي عليه السلام جګړه مديريت کوله، دا ځای عريش نومېده او دا مهال پرې مسجد اباد شوی دی د مسجد نوم هم عريش دی،  هغه ميدان لا هم شته چرته چې د غزا په پيل کې له عتبه، شيبه او وليد سره عبيده، حمزه او علي رضي الله تعالی عنهم وجنګېدل او هغوی يې له تېغه تېر کړل، د همدې ميدان په يوه برخه کې د بدر د مشرکانو مړي په يوه کنده کې پراته دي. لږ ور پورته بيا د لسو صحابه کرامو په شمول لويه هديره ده. په دې سيمه کې هغه غر هم شته پر کوم چې د بدر مسلمانانو د ملاتړ لپاره ملايکې راکوزې شوې وې.

احد، د يوې پېچلې جګړې غر او ډګر!

ته چې کله د احد غر ته لاړ شې او هلته د جنګ نقشه ذهن ته راوړې، او چې تا د دې غزا ټول داستان لوستې وي نو بيا به د دې سيمې له هر ميدان، هرې تپې، خاورې او تيږو د ماضي د ياد خراج اخلې. کله چې د احد د غزا په تمهيد کې له صحابه کرامو سره د نبي عليه السلام د مشورې منظر ګورې او ته چې په دې مشورتي منظر کې بيا ګورې چې نبي عليه السلام څنګه له خپلې رايې تېرېږي او د نورو صحابه کرامو پر مشوره عمل کوي او د جنګ لپاره د مدينې د ښاري حدودو پر ځای د احد غرونو او لمنو ته ځي نو د نننۍ نړۍ د مسلمانانو په نامشورتي حالتونو به درته افسوس درشي... کله چې د عينين کنډو ګورې او دلته د عبدالله جبير په مشرۍ د پنځوس صحابه کرامو کنډک د ځای پر ځای کېدو جنګي تصور ګورې، نو د هغه صلی الله عليه وسلم حربي مهارت او هنر به درته ډېر لوړ ښکاره شي، دا همغه کنډو دی چې کله د مکې مشرکانو تر تېښتې وروسته د کنډو دا م-جاهدين په خپل اجتهاد راکوزېږي نو د حسرت هغه منظر به دې سخت وژړوي چې د شا له لورې د مشرکانو د بيا بريد له امله هلته پاتې لس صحابه کرام د عبدالله جبير په شمول شهيدانېږي، د رسول الله صلی الله عليه وسلم غاښونه شهيدانېږي او مسلمانانو ته ډېر زيانونه اړول کېږي او کله چې ګورې دا ټول پلان د خالد بن وليد رضي الله تعالی عنه وو، هغه چې دا مهال يې ايمان نه و راوړی نو د يو نرم زړي مسلمان زړه ورته لکه د موم ويلې کېږي او سترګې بيا بې واره ورېږي.

له دې کنډو نه لږ لاندې بيا د احد د شهيدانو مقبره ده، په دې مقبره کې حضرت حمزه دفن دی هغه حمزه کوم چې په مکه کې و او تر ښکار وروسته له صفا غونډۍ راستنېده نو يوې وينځې ورته وويل چې ابوجهل دې وراره ته کنځلې وکړې، دی نو د کور پر ځای راساً مسجد حرم ته ولاړ او هلته يې ابوجهل د هغه د ټول قام په مخکې په دا سر وواهه، وينې پرې روانې وې او ده ورته وويل چې تر دې وروسته د محمد خبرې زما خبرې دي، د خپل ايمان اعلان يې وکړ او ترې راستون شو...

دلته مصعب ابن عمير هم ښخ دی هغه په مکه کې و او ډېر نازولی، ښکلی او باسليقه انسان و، ده به ډېر ښه عطر استعمالول او د جامو به يې صفتونه کېدل، د ناز دا مصعب چې کله ايمان راوړي نو کورنۍ او ماحول يې مخالف کېږي او بيا يې همغه نيازورداره مور بندي کوي، له بنده په زړو او مښودو جامو کې تښتي، کله چې نبي عليه السلام خوا ته ورځي نو هغه او ملګري يې دې حالت ته ډېر ژاړي... دغه نازولی انسان بيا د محمد صلی الله عليه وسلم په تربيه کې داسې ستر شخصيت او د پياوړې ارادې څښتن شو چې د احد د جګړې بيرغ ده په خپلو مټو کې رپاوه، کله چې يې يو مټ غوڅ شو نو په بل مټ کې يې ونيوه، هغه مټ يې چې غوڅ شو نو په دواړو غوڅو شويو مټونو کې يې ټينګ کړ، خو کله چې پرې د نېزې وار وشو نو ارام پرېوت او بيرغ هم پرېوت او دا هغه شېبې وې چې خالد بن وليد له خپلو ملګرو سره د عينين له کنډوه راکوز شوی و او چټک بريدونه يې کول...

نو د دغسې سترو صحابه کرامو د مقبرو کتل د انسان پر زړه د عاطفې يوه نرمه څپه راولي او دا څپه د انسان روح ته تازګي وربښي.

طايف؛ د غم او کړاو ويرجن تاريخ!

 ته چې مکې ته لاړ شې او بيا طايف ته لاړ نه شې نو د نبوت د سختيو هغه بېلګې به څنګه په سترګو وګورې چې د غم او ظلم په ګډ ناتار کې زموږ خوږ نبي کريم صلی الله عليه وسلم په کې نهيلي نه پېژندله؟ دا هغه طايف دی چې نبي عليه السلام ورته د غم په اوج کې ورغی، هلته يې په تيږو هرکلی وشو، د لارو دواړو غاړو ته به کوچنيان ولاړ وو او دی مبارک به يې په تيږو ويشتلو، کله چې د ربيعه د زامنو عتبه او شيبه باغ ته ورسېد، هلته د انګورو يوې ونې لاندې کېناست، زخمي و او پڼې يې له وينو ډکې وې، په همدې حالت کې د ربيعه زامنو ورته د خپل مريي عداس په لاس د انګورو يوه غنچه ور ولېږله، په دغه غمجن ماحول او ټپي حالت کې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ورته د اسلام دعوت ورکړ او عداس مسلمان شو. دا کيسه دومره لنډه نه ده، په دې مجمل بيان کې د ډېرو کړاوونو او تکليفونو حالات پراته دي، کله چې طايف ته لاړ شې نو د کړاوونو داټول مقامونه به دې د نبي عليه السلام د سختيو پر لار د ځان ملګری کړي او ته به په هر منزل کې ځان په کاڼو کې ايسار ګڼې، کله چې د عداس باغ ته لاړ شې نو د نبي عليه السلام د دمې تخيل به دې له ځان سره واخلي، ته به په خيال کې ګورې چې عتبه او شيبه لرې له عداس سره خبرې کوي او ورته وايي چې دا انګور دې زخمي انسان ته يوسه، ته به بيا د خيال په څپو عداس له نبي عليه السلام سره په خبرو ګورې، دوی به سره خوږېږې او په همدې خوږلني کې به عداس راجيګ شي او د نبي عليه السلام لاسونه به ښکل کړي، او بيا به د تشهد کليمه ووايي... دلته پر هغه مقام مسجد اباد شوی دی چرته چې عداس پر نبي کريم صلي الله عليه وسلم ايمان راوړی دی نوم يې هم پرې عداس ايښی دی، د دې ځای په زړه پورې يادښت دا هم دی چې سره له دې چې دا باغ د عبته او شيبه دی خو کله چې عداس ايمان راوړي نو په خلکو کې دا باغ د عداس په نوم يادېږي، دا د ايمان هغه فاصل حد دی چې د بادار او غلام مقام ټاکي.

د مخه ښې غمجنې شېبې!

زه د طايف په لاره او منزلونو کې په همدې خيالي سفر کې وم، په راستنېدو کې مو له ميقات نه احرام وتړلو او عمرې ته راروان شو، دا مو د دې سفر وروستۍ عمره شوه او چې کله مو د وداع وخت راورسېد نو جدې ته روان شو او د ښار تر کنارو راسره د ساعت منار/برج الساعة روان و، ما يې عکس واخېست او پر فېسبوک مې ورسره د غني خان د شعر دا بيت وليکلو:

د فراق سلو صدو له یو لمحه د دیدن بس ده

د غم زر کاله ایره کړي یو بڅری د مستۍ

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک