No-IMG

حکمتيار: د کندز ښار وحشيانه بريد د كرايي جنايتكارانو كار دئ

اعلاميه:

بسم الله الرحمن الرحیم.

د ټولو اسلامي اصولو او انساني ارزښتونو خلاف، د کندز ښار، کابل بانک مخې ته ترسره شوی وحشیانه برید، چې د بې‌گناه افغانانو ژوند یې واخېست، په حقيقت کې د كرايي جنايتكارانو كار دئ.

موږ د دې ناوړه پېښې له امله د قربانیانو کورنیو ته د خپلي ژورې خواشينۍ مراتب وړاندي کوو او ټپيانو ته د الله تعالیٰ له دربار عاجله روغتيا غواړو. الله تعالی دې شهیدانو ته فردوس جنت او د دوی کورنیو ته جمیل صبر او جزيل أجر په برخه کړي.

دا له مروت او انسانيت لري جنايت هغه مفسدين تر سره كوي چي نه دين لري او نه انسانيت؛ د امريكايي اشغال په دوران كي هم دې ته ورته جنايات د دوى په واسطه تر سره شوي او په امارت كي هم، په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، تكاياوو، ښارونو كي چاودني او د بې‌گناه افغانانو وژني د هېواد د دښمنانو په دستور او د كرايي جنگياليو په ناولو لاسونو تر سره كېږي؛ هلته به هم ويل كېدل چي دا انتحاري عمليات دي او اوس هم؛ خو دا به كوم احمق او بې شعوره انسان وي چي د داسي بې رحمانه وژنو لپاره دي ځان وژنه وكړي؟!

زړه ورو او مؤمنو افغانانو ته وايو:

تاسو د شوروي اتحاد او د ناټو بريالۍ مقابله وكړه؛ الله تعالى په هغه جهاد كي ستاسو نصرت وكړ؛ راشئ د دغو ذليلو اشرارو د ځپلو لپاره هم ملا وتړئ او د دوى خلاف ستر او ملت شمول إسلامي جهاد اعلان كړئ.

حکمتيار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک