No-IMG

بايد ډاډه اوسو چې الله تعالی د چا د عمل په نه ثبتولو له چا سره ظلم نه کوي

روسان چې هر چا ويستې دي او يا هم نور اش. غالګر لکه امريکايان او انګليسان چې چا ويستي دي، الله تعالی ټول ليدلي دي، په دې نېک کار کې د هر مسلمان نېک نيت او نېک عمل الله تعالی ته معلوم دی، د هغه په کتاب کې هر وړوکی او لوی عمل ثبت دی، بايد ډاډه اوسو چې الله تعالی د چا د عمل په نه ثبتولو له چا سره ظلم نه کوي ﴿لَا يُغَادِرُ صَغِيرَةً وَلَا كَبِيرَةً إِلَّا أَحْصَاهَا وَوَجَدُوا مَا عَمِلُوا حَاضِرًا وَلَا يَظْلِمُ رَبُّكَ أَحَدًا﴾ نه هم په ځمکه او اسمانونو کې له الله تعالی کومه خبره پټه پاتې کېږي ﴿إِنَّ اللَّهَ لَا يَخْفَى عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الْأَرْضِ وَلَا فِي السَّمَاءِ﴾ او نه هم ترې کومه خبره هېرېږي ﴿وَمَا كَانَ رَبُّكَ نَسِيًّا﴾ نو د دې خبرو هر کال بيا بيا يادول او يا يې پر چا احسان کول ښه کار نه دی، په دنيا کې د دې کارونو يادؤنه دې هغه څوک وکړي او يا په خلکو دې د خپلو سرښندنو (جـ ـهـ ـاد) احسان هغه څوک کوي چې په همدې دنيا کې يې بدله (موقفونه او شهرت) غواړي. که چا دا جـ ـهـ ـاد د الله تعالی او آخرت په خاطر کړی وي، نو هغه دې په دې نه خفه کېږي چې څوک يې په دنيا کې قدر نه کوي، ځکه چې د الله تعالی لپاره ترسره شوی هر نېک کار به هيڅ کله هم ضايع نه شي ﴿فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ﴾.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک