
په مکه کي ابوسفيان ډير ورخطا وه!!!
نن داسې ښکارې چې څه ناڅه کيدونکي دي او بار بار يي آسمان لوري ته کتل !
د هغه ميرمن,, هنده,, چې د حضرت حمزه رضي الله تعالی عنه جيګر يي چيچلي وه د ابوسفيان پريشاني په ليدو سره يي خوا ته راغله او پوښتنه وکړه: څه خبره ده؟ ولي پريشانه يي؟
,,هوو,, څه خبره نشته ، هسي مي په طبيعت کي ويره ده ، لږ خواوشا ګرځم,, هماغه وه چي د کور له بيروني دروازي څخه ووت. د مکي په کوڅو کي په ګرځيدو ګرځيدو تر دي حده ورسيد چې:
سملاسي يي سترګې د مکي ښار څخه بهر په يو وسيع ميدان پريوتي.
په زرګونو څراغونه ښکاريده او د خلکو تل راتلل د څراغونو او بل اورنو په رڼا کي په نظر راتلل ،
داسې درانده آوازونه يي تر غوږه شول لکه ډير خلک چې يو څه په شريکه لولي .
د هغه د زړه درزار زيات شو... ورخطايي مغموم کړ..
هغه فيصله وکړه چې لږ ورنږدې شم تر څو معلومه کړم چي څوک دي او پوه شو چې مکي خلک لا هم د غفلت په خوب ويده دي ، دا لښکر يقينا په مکي د تهاجم په پار راغلي..
هغه غوښتل چې پوه شي چې دا څوک دي؟
هغه ورو ورو ځان لښکر ته کافي نږدي کړ، ځينو خلکو وپيژنده ، خپل خلک يي ول ليکن پخوا لا مسلمانان شوي ول او مديني ته يي هجرت کړي وه .
د هغه زړه لا زيات ورخطا شو او نور پوه شو چې لښکر د مسلمانانو دي
او يقينا محمد صلي الله عليه وسلم خپل سرښندونکو سره مکي ته راورسيد ، هغه په پټه د حالاتو څارنه کوله چې چا يي تر شاه پر غاړه توره کيښوده..
د هغه ساه اخيستنه لڼډه او ګډه وډه شوه..
د لښکر پيره دارانو هغه ونيوه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم بارګاه لوري ته يي روان کړ ، هغه ته په هر قدم خپل اعمال مخي ته راتلل،.
د بدر جګړه ، احد، خندق او خيبر ، ټول د هغه مخي ته د منظر په ډول له سترګو عبور کاوه ..
هغه ته ورياديدل چې څرنګه يي د مکي او قريشو سرداران راغوڼد کرل تر څو,, محمد,, قتل کړي
هغي ته ورياديدل چې څرنګه يي خلک نجاشي ته وروليږل او هلته تقرير وکړ چي:
مسلمانان زمونږ غلامان او باغيان دي نو مونږ ته يي وسپاري!
هغه ته ورياديدل چې څرنګه د هغه ميرمن هندي په خپل حبشې غلام وحشي حضرت حمزه شهيد کړ بيا يي ورڅخه جيګر وويست او هغه وچيچه پدي يي هم اکتفا ونه کړه غوږونه ، پوزه او سترګې ورڅخه مسخه کړي او په غاړه کي ورته ځوړنده کړي..
اوس به هغه د ,, محمد,, مخي ته درول کيږي
د هغه يقين وو:
چي د هغوي رواياتو سره سم له دغه ډول دښمن څخه فورا سر قلم کيږي
بلخوا:
د رسول الله صلی الله عليه وسلم بارګاه کي صحابه راټول ول او د راتلونکي سحر د اقداماتو په اړه مشورې رواني وي چې څوک راغي او د ابوسفيان نيولو خبر راوړ..
په خيمه کي د الله اکبر نعري وچتي شوي،
د ابوسفيان نيول لوي خبر او مهمه بریا وه..
په خيمه کي حضرت عمر رضي الله تعالی عنه له خپل ځايه اوچت شو او توره وويستله او غضبناک حالت کي وویل:
يا رسول الله!
دغه بدبخت وژل پکار دي د ټولو فسادونو جرړه همدا دي
رسول الله صلی الله عليه وسلم موسکی شو په ډيره حوصله او تبسم يي ورته وويل: عمره کينه! هغه پريږده چې راشي!
حضرت عمر رضي الله تعالی عنه سملاسي د رسول حکم تعميل او اطاعت وکړ په خپل ځاي کيناست ليکن د هغه په اننګو کي قهر او غضب د ابوسفيان په وړاندي له ورايه ښکارېده..
دغه مهال بهردارانو د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه د راتللو اجازه وغوښته!
له اجازي ورسته ابوسفيان په داسې حال کي چي لاسونه يي تر شاه په خپل پټکي تړلی ول رسول الله صلی الله عليه وسلم مخکي ته راوستل شو..
رنګ يي زيړ او په څهره يي ورخطايي پرته وه ، په سترګو ورته د مرګ منظر ولاړ وه...
دغه حال کي د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکي شوڼډو څخه عجيبه الفاظ واوريدل شول..
د هغه لاسونه خلاص کړي، اوبه ورکړي او بيا يي زياته کړه؛ کينه ابوسفيانه!
ابوسفيان د خوزيدو او غورځيدو حالت کي په خپل ځاي کيناست.
د أبو څښلو سره يو څه اندازه حوصله ومونده نو په خيمه کي ناست خلکو لوري ته په کتلو پيل وکړ..
د حضرت عمر رضي الله تعالی سترګې د قهره سري وي.
د ابوبکر صدیق رضي الله تعالی عنه په سترګو او څيره کي ورته افسوس ښکاريده
حضرت عثمان رضي الله تعالی عنه د خپل نرم عادت په اساس افسوس سره همدردانه انداز درلود..
د حضرت علی رضي الله تعالی عنه په څهره هم غضب او قهر په څرګنده ښکاريده..
باقي ټولو صحابو څيرو ته متوجه وه چي مختلف تاثيرات ورته ښکاريده چې آخر کي جرأت وکړ او رسول الله صلی الله عليه وسلم لوری ته سترګي واړولي.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم څهره کي د رحمت، بخشش ښکلي امتزاج څرګند وو او موسکی شو او بيا ورته په ډير آرام او پر وقار انداز ښايسته کيفيت کي وویل:
وايه ابوسفيانه! څرنګه راغلي ؟؟؟
د ابوسفيان په ستوني کي آواز ټکني شو..
ځان ته يي جرأت ورکړ او وویل: زه غواړم اسلام قبول کړم..
حضرت عمر رضي الله تعالی عنه يو ځل بیا اوچت شو او وویل:
يا رسول الله! دا سړي مکار دي د ځان بچونو په خاطر اسلام قبلول غواړي ، ما ته اجازه راکړه چې نن د اسلام ابدي دښمن خپل انجام ته ورسوم..
,, کينه عمره,, رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډيره نرمي وفرمايل.
وايه ابوسفيانه! ته واقعي غواړي چې اسلام قبول کړي؟
هو,, يا رسول الله! زه اسلام قبلول غواړم ، زه پوه شوم چې ته او ستا دين په حقه دي او ستا خداي هم په حقه دي د هغه ټولي وعدې رښتيا شوي او زه پوه شوم چې سبا مکه ستا د فتحی څخه څوک نشي بچ کولاي..
د رسول الله صلی الله عليه وسلم مبارکه څهره هماغه ډول د ترحم او ښايسته خندا ډکه وه نو وویل:
سمه ده ابوسفيانه!
زه تا ته د اسلام دعوت درکوم او ستا غوښتنه قبلوم ، زه لاړ شه ته آزاد يي، سبا ان شاء الله مونږ مکي ته داخليږو ، ستا کور چي تر پرونه زموږ خلاف د سازشونو ځاي وه هغه ته زه د آمن درجه ورکوم ، ستا کور د محفوظ امن قرار ګاه په حيث قبلوم.. هر څوک چې ستا کور ته پناه يوسي له مونږ محفوظ دي.
د ابوسفيان سترګې د حيرانتيا څخه بدلي شوي..
رسول الله صلی الله عليه وسلم زياته کړه:
د مکي خلکو ته ووایه: څوک که بيت الله ته داخل شو هغه په امان وي
څوک که په خپلو کورنو محدود شول هغوي به په امان وي
لاړ شه ابوسفيانه!.. لاړ شه..... سبا زموږ د راتګ انتظار وکړي ، او مکي خلکو ته ووياست: زموږ توري به له پوخونو نه وي وتي ، زمونږ تيران به د تيرکشو بهر نه وي ، زموږ نيزي به د چا لوري ته مخامخ نه وي..
تر هغي چې نور خپله مونږ سره جګړه وغواړي.
ابوسفيان رسول الله صلی الله عليه وسلم لوري ته په حيرانتيا کتل او په ټکني ژبه او تعجب کيفيت سره وويل:
" اشھد ان لااله الا الله و اشھد ان محمّد عبدہُ و رسوله"
تر ټولو مخکي حضرت عمر رضي الله تعالی عنه وروړاندې شو او غاړه يي ورکړ او ورته وویل: مرحبا ابوسفيان! لدي ورسته زموږ ديني ورور يي، ستا ځان ، مال پر مونږ حرام دي لکه د نورو مسلمانانو ... تا ته مبارک وي ستا ټول پخواني ګناهونه الله تعالی معاف کړل
ابوسفيان په حيرانتيا دغه خطاب اوريده..
هغه عمر چي څو شېبې مخکي سترګې د شديد نفرت او غصې سري وي او د هغه د مرګ غوښتونکي وه څرنګه دومره بدلون وموند..
چي اوس هغه ته د محبت او وروري د ترحم غاړه ورکوي
دا څرنګه دين دي؟
دا څرنګه خلک دي؟
ټولو ته يي غاړه ورکړه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم لاسونه مبارک يي ښکل کړل او له خيمې د مکي لوري ته وخوزيد..
,, هغه ابوسفيان چې تر پرونه د دهشت ، ترور ، فريب ، شر او فساد منبع وه نن د مسلمانانو منځ کي د سلامتۍ او عزت ژوند تيروي ، په کوم ځاي چي تيريده د لښکر هر فرد او سپاهي چې څو شيبې مخکي د هغه دښمنان ول ورنږدې شول او مصافحه به يي ورسره کوله ، ښه راغلاست او مبارکي به يي ورکړه
پر سبا ورځ......
د مکي ښار حدودو کي چي څوک د لښکر په انتظار ولاړ ول په ټولو کي زيات څرګند ابوسفيان وه..
د مسلمانانو لښکر مکي ښار ته ننوت..
نه توره د چا په وينو سره شوه، نه چا لوري ته تير وغورځول شو او نه په نيزه د چا يو قطره وينه تويه شوه..
اسلامي لښکر ته دا هدايات ورکول کيدل..