
پنځوس خيالات چي تفاهم ، تعامل او مثبتي بقا ضمانت کوي او اختلاف قبلولو فن دي چې تر ټولو زيات ورته افغانان ضرورت لري!!!
*زه هغه څوک نه يم چې ته يي.
* ضروري نده چې ته زما نظريه قبوله کړي
*دا لازمي نده چې څه ډول زه ليدلوری لرم ته يي هم ولري
*اختلاف د ژوند يوه فطري برخه ده.
*360 زاويي سره ليدلوری ممکن ندي.
*خلک درک کړه ترڅو ورسره ژوند وکړي نه لدي لپاره چې هغوي تبديل کړي
*د خلکو مختلفي رويي مثبتي او تکميلي وي
*هغه څه چې ستا لپاره موزون وي ضروري نده چې ما لپاره هم موزون وي
*حالات او واقعات په انسان کي بدلون راولي
*ستا درک کول هيڅ کله يواځې پدي معنا نوي چې زه ستا خبری سره متفق اوسم
* کوم څيز چې تا پريشانه کوي ضروري نده چې ما هم پريشانه کړي
*مکالمه پر خيالاتو رڼا اچونې لپاره وي نه د نورو د قائله کولو او مجبورلو لپاره
*زما د رائي وضاحت لپاره ما سره مرسته وکړه
*زما په الفاظو نه بلکی زما پر مقصد غور وکړه
*زما په يوه لفظ يا حرکت فيصله مه کوه
*زما د غلطيو لټون مه کوه
*پر ما د استاد جوړيدو کردار مه ترسره کوه
*ما سره زما د تفکر په پوهياوي کي مرسته وکړه
*څرنګه چی زه يم ما قبول کړه ترڅو چې زه هم تا قبول کړم
*انسان يواځې د هغه چا سره تعلق جوړوي چي له هغه مختلف وي