
حماس ولي د جگړي آپشن غوره کړ؟!
ژباړه: محمد هاشم شاهین
”جگړه د هیچا په خیر نه ده؛ زموږ په گټه خو بیخي نه ده. څوک به له یوه اټوم درلودونکي هېواد سره په گلېلي Galilee مقابله کول وغواړي؟ حقیقت خو دا دئ چي له جگړي هيڅ نسي ترلاسه کېدلی؛ ته د جگړو خبریال War Reporter ئې! آیا ته جگړه خوښوې؟!“
دا پوښتنه په ۲۰۱۸ع کي له ایټالیایي خبریال فرانسسکا بوري څخه د یوې مرکې پر وخت د الاقصیٰ توپان طراح او د حماس مشر شهید یحییٰ سنوار وکړه. د ده دا مرکه د ورځپاڼو سرخط سوه؛ د نوموړي دا بیان د سیاسي حل پر لور د پرمختگ هڅه وگڼل سوه. یحییٰ سنوار غوښتل پر غزې د اسرائیل او مصر لخوا مسلطه سوې بحري، هوائي او زمکنۍ کلابندي ختمه کړي چي دې کلابندۍ له غزې څخه د نړۍ تر ټولو ستر زندان جوړ کړی وو؛ آیا د زمکي پر مخ بل کوم داسي ځای سته چي ۲۳-لکه نفوس دې له پرلپسې ۱۸-کلونو څخه کلابند وضعیت کي پاته سوی وي؟ د دوی زراعت، تجارت او کب نیونه ټول تباه سوي. فقط د ۴-څلورو ساعتونو لپاره برق ورکول کېږي؛ ۶۲% سلنه نفوس ئې د خوړو لپاره پر بهرنیو مرستو تکیه کوي او د بېکارۍ شرح ئې ۴۶% فیصد ته لوړه سوې وه. د دې کلابندۍ ختمولو په موخه با اثرو عرب هېوادونو د پام وړ کردار نه دئ اداء کړی؛ د ترکیې ادارې په ۲۰۱۰ع کي د فریډم فلوټیلا په نوم مرستندویه بېړۍ ولېږله خو اسرائیل برید ورباندي وکړ او ۹-تنه ئې ترې ووژل. د ۲۰۰۸، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ع کلونو غزې - اسرائیل جگړي د همدې کلابندۍ د ختمولو په موخه ترسره سوي وې.
په ۲۰۱۷ع کال کي په غزه کي د حماس مشرتابه مقام ترلاسه کونکي یحییٰ سنوار د کلابندۍ ختمولو په موخه اوربند ته چمتوالی ښودلی وو؛ نوموړي ویلي وو چي جگړه د هیچا په گټه نه ده؛ زموږ په گټه خو بالکل نه. ده د نوي طرحي په وړاندي کولو سره د ۲۰۱۸ع کال په مارچ میاشت کي د "گرېټ مارچ آف ریټرن" په نوم هره جمعه تر لمونځ وروسته د لاریونونو اعلان وکړ. فلسطینیان به د زرگونو په شمېر د جمعې تر لمونځ وروسته د غزې تحمیلي کرښي ته تلل او لاریونونه کول؛ اسرائیل دا سوله ییز لاریون کوونکي هم ونه بخښل؛ د ۲۰۱۸ع کال د مارچ له ۳۰-مي څخه بیا د ۲۰۱۹ع کال د ډسمبر پر ۲۷-مي پوري جاري لاریونونو کي اسرائیل ۲۲۳-فلسطینیان په شهادت ورسول. په یاد مو وي چي کله د دغو لاریونونو یو کال بشپړ سوی وو اعلان وسو چي تر اوسه ۴۱-فلسطیني ماشومان وژل سوي او ۲۹-زره ټپیان ول. مبصرینو دا سوله اییز لاریونونه او د یحییٰ سنوار بیان د پالیسۍ بدلون بللی وو.
خو شاید عرب هېوادونو، اسلامي نړۍ او نړئوالي ټولني غزه او د غزې اوسېدونکي هېر کړي ول؛ عرب واکمنانو به کلابندي چېري ختموله بلکي اوس د هغوی ذهنیت له اسرائیل سره د اړیکو نورمال کولو او ابراهیمي تړون ترسره کولو وو. د فلیسطیني دولت تر جوړېدلو وړاندي په ۲۰۲۰ع کال کي پر ابراهیمي تړون لاسلیک کولو د دوه دولتی حل لاري د پاتو امیدونو په ختمولو کي مهم رول ولوباوه.
متحده عرب اماراتو، بحرین، مراکش او سوډان پر ابراهیمي تړون لاسلیک وکړ او له اسرائیل سره ئې اړیکي احیاء کړې؛ تر دې وړاندي په ۲۰۱۸ع کي امریکا مقبوضه بیت المقدس (یروشلم) د اسرائيل مرکز ومنی تو خپل لوی سفارت ئې هملته انتقال کړی وو. دوه دولتي حل ښه دئ که بد؟ نور خو د دې بحث ظرفیت باقي پاته نه وو. که سعودي عرب هم پر ابراهيمي تړون لاسلیک کړی وو نو دوه دولتي حل به نور د ماضي کیسه گرځېدلې وه؛ د دې به مخته شواهد ذکر کړو.