No-IMG

سوله نرمه ژبه او نرمه لهجه غواړي

د سولې مرکچيانو ته بويه چې د ډيالوګ او خبرو اترو پر مېز يو بل ته له پيغور ورکولو، سپکولو او توهينولو جدي ډډه وکړي.

د شر، تکبر او لويۍ خبرې پرېږدي.

سوله نرمه ژبه او نرمه لهجه غواړي، جارحانه دريځ او زننده ژبه کارول يوازې د جګړې غوټه سختوي، اسانولای يې نه شي.

هغوی چې د سولې او تفاهم پر مېز سخته او تونده لهجه کاروي، بايد له صحنې وايستل شي.

د حديبيې په سوله کې چې کله د قريشو له طرفه د مِکْرَزْ په نوم د قريشو مرکچي راغی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم خفه شو، ويې ويل؛ دا مِکْرَزْ دی او هغه فاجر دی، د ده په شتون کې ښايي د سولې خبرې نتيجه ور نه کړي.

رښتيا هم هماغسې وشول، لومړۍ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. دوهم ځل چې د قريشو له طرفه د خبرو له پاره سهيل بن عمرو راغی، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم صحابه وو ته وويل؛ ستاسې کار اوس اسانه شو.

همغه وو، چې خبرو نتيجه ورکړه او پر يو لس کلن اوربند توافق وشو او د حديبيې تړون له وينو تويېدو پرته تحقق ومونده.

سوله او اوربند د يو بل له پاره لازم او ملزوم دي، چې يو نه وي، بل يې منځ ته نه شي راتلای!

#اوربند_اړين_دی

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟