No-IMG

ډيجټل كرنسي

دامريكا د مركزي بانك په هڅه او ابتكار؛ د ډيجيټل كرنسي په نامه داسي مجازي كرنسي په بانكي تعاملاتو كي رائج شوه چي د بها لرونكو مالي اوراقو ځاى ناستې شي، كه څوك غواړي په دې بهير كي شريك شي؛ نو له اړوند مالي مؤسسې به د معين مبلغ په بدل كي مالي اعتبار پېري؛ هغه ورته يو حساب پرانيزي او داسي خاص رمز او شفر وركوي چي له ده پرته بل څوك ورته لاس رسى ونه لري؛ د حساب خاوند كولى شي د همدغي مؤسسې له لاري تجارت او پېر پلور وكړي؛ پرته له دې چي له يوه ځاى بل ځاى ته د بها لرونكو اوراقو لېږدولو ته اړ شي او يا كوم بانك ته د مبلغ د انتقال لپاره كميشن وركړي؛ په دې توگه هم په مالي راكړه وركړه كي سهولت رامنځته شوى او هم سرعت؛ بيت كوين لومړۍ ديجيټل كرنسي ده چي رامنځته شوه، مهندس او رامنځته كوونكى ئې په مستعار نوم ساتوشي ناکاموتو (Satoshi Nakamoto) دئ؛ تر ننه نه دئ پپژندل شوى چي دى څوك دئ؛ كوم فرد دئ كه كوم شركت يا په كوم دولت پوري تړلې پټه اداره؟! نن او همدا اوس چي زه دا مطلب ليكم يو بيت كوين 97,553 ډالر دئ؛ په داسي حال كي چي په 2013 كي د هر بيت كوين ارزښت 22000 ډالر وو. د بها لرونكو اوراقو په پرتله د دغو ډيجټلي اسعارو لويه ستونزه دا ده چي اخيستونكى ئې له ډيجټلي رمز پرته هيڅ تضمين په واك كي نه لري؛ ترويج، شهرت او اعتبار ئې په دې پوري تړلى چي ستر شركتونه او مالي مؤسسې په خپلو مالي تعاملاتو كي اعتبار وركړي؛ له پېر پلور او په نورو اسعارو له بدلول ئې؛ اوس قمار ته ورته لوبه جوړه شوې؛ هغه ئې كاروي چي غواړي د قمار په څېر له آسانه او لنډو لارو د ډېري شتمنۍ خاوند شي؛ د ځينو هيلي تر سره شوې خو ډېرو خپل شته هم بايللي او لاس تر زني لاندي كښېنستا ئې په برخه شوې. كه څوك غواړي پوه شي چي د ډيجيټل كرنسي حكم به د اسلام له نظره څه وي؟ هغوى ته وايو: اسلام يوازي داسي پير پلور، تجارت او مالي تبادله جائز گڼي چي هممهال، لاس په لاس او د طرفينو په رضايت او موافقه وي، معتبر شاهد يا ډاډمن تضمين په منځ كي وي؛ د ډيجيټل كرنسۍ په معامله كي دا ضروري شرائط نه مراعات كېږي، نه په معامله كي معتبر شاهد حضور لري او نه عملي تضمين؛ يو لورى داسي دئ لكه د بيت كوين مخترع او مهندس چي هويت ئې هم څرگند او واضح نه دئ!! پر دې سر بېره د ډيجيټل كرنسۍ له پيدايښت او ترويج تر ننه پوري په وار وار ليدل شوي چي هم ئې په حساب كي د جمع كولو په ارتباط ستري جعلكارۍ او درغلۍ شوې او هم ئې په ايستلو كي؛ همدا سږ كال (2025) م د فبروري مياشت كي 1،2 مليارد ډالر غلا شوي؛ شمالي كوريا په دې تورنه شوې چي ځينو اتباعو ئې د يو شمېر حسابونو د هك كولو له لاري دا مبالغ ايستلي. تر بيت كوين وړاندي سټیبل‌کوین ترا ((Terra UST او مشتركين ئې د همداسي درغليو له كبله له تور برخليك سره مخامخ او په بشپړه توگه متلاشي شو. سپارښتنه مي دا ده چي په دې قمار كي خپل بخت مه آزمويئ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک