
د حكمتيار له لوري د شهيد مفتي منير شاكر درنې كورنۍ او خواخوږو ته!
بسم الله الرحمن الرحيم
إنا لله و إنا إليه راجعون
د حكمتيار له لوري د شهيد مفتي منير شاكر درنې كورنۍ او خواخوږو ته!
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د شهيد مفتي منير شاكر د شهادت په مناسبت تاسو، ستاسو خپلوانو، د مرحوم د سنگر ملگرو او ټولو هغو ته تسليت وايم چي د يوه زړه ور او خپلي داعيې ته ژمن او بې باك دعوتگر شهادت غمجن كړي. الله تعالى دي هغه د اسلامي امت د شهيدانو د اوږد كاروان په سالارانو كي محسوب او حشر كړي، د اسلام او امت په اړه د ده نېك آرمانونه دي تر سره كړي او تاسو ته دي اجر او صبر دركړي.
يقيناً چي د جوماتونو چاودنو كي، د خداى پالو دعوتگرانو او خطيبانو ترور، د مسافرو په بسونو او اورگاډو بريدونو كي؛ د هغو اسلام ضد استخباراتي شبكو لاس دئ چي د خپلو ناولو موخو لپاره پټ مخي او ذليل كرايي او مزدور جنگيالي استخداموي، منصوبه هم دښمنان جوړوي، وسائل، تجهيزات او مصارف هم د هغوى وي؛ د خائن او سپېره كرايي تروريست دنده يوازي دا وي چي د منبر او محراب خوا ته يا د تگ راتگ لارو كي د غله په څېر بمونه ښخ كړي، د كوم دېوال او كمر شا ته پټ كښېني او د ريموټ كنټرول يوه بټڼ كښېكاږي!! او په بدل كي ئې څو ډالر تر لاسه كړي.
هيله مو دا ده چي په شهادتونو سره د متعهدو او مخلصو دعوتگرانو سنگرونه يوه شېبه تش پاته نه شي؛ تل د شرك، خرافاتو، ځان او ايمان پلورني سوداگرانو خلاف د مبارزې سنگرونه تاوده وي؛ هغه چي قرآن ئې په دې توگه معرفي كوي:
أَلَمۡ تَرَ إِلَى ٱلَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبٗا مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ يُؤۡمِنُونَ بِٱلۡجِبۡتِ وَٱلطَّـٰغُوتِ وَيَقُولُونَ لِلَّذِينَ كَفَرُواْ هَـٰٓؤُلَآءِ أَهۡدَىٰ مِنَ ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ سَبِيلًا٥١ النساء
آيا هغو ته دي پام ونه كړ چي د كتاب څه برخه وركړى شوې، خو په جبت او طاغوت ايمان لري او د كافرانو په اړه وايي: دوى تر مؤمنانو ډېر په سمه لار دي.
دلته د يهودانو علماءو ته اشاره شوې، قرآن ئې تل په دغه صيغه يادوي، (ٱلَّذِينَ أُوتُواْ نَصِيبٗا مِّنَ ٱلۡكِتَٰبِ: هغه چي د الهي كتاب ناقص علم ئې په برخه شوى)؛ د دې وړ ئې نه گڼي چي د عالم په نامه ئې ياد كړي؛ هسي ئې د كتاب څو خبري زده كړې دي. مصداق ئې هغه دي چي نن ئې قرآن او صحيح حديث شا ته غورځولي او قرآن د دوى درې ځانگړتياوي داسي ښودلې:
• په اوهامو، خرافاتو، فال، كوډو، منتر، جادو او دې ته ورته شيانو باور لري.
• د طاغوت په خدمت كي دي، د هر ظالم، عاصي، سركښ او مفسد واكمن ملاتړ كوي، په خوله ئې د الله نوم وي خو په زړه كي ئې له طاغوت وېره او طمع، دين د طاغوت په پښو كي ذبح كوي او د طاغوت په گټه ئې كاروي.
• تر مؤمنانو كافران غوره گڼي، تبليغات ئې د دوى په گټه وي، خلكو ته وايي چي د كافرانو او مشركانو مسلك او مذهب تر مؤمنانو غوره دئ!!
والسلام عليكم و رحمة الله و بركاته
۱۷/ رمضان / ۱۴۴۶