
پر غزې د اوربند په جريان كي وحشيانه هوايي بريد - حکمتيار
د غزې د اوربند په اړه له ډېرو سره دا اندېښنه وه چي ښايي دا به يوه خدعه وي او تل ابيب به په عمل كي او تر پايه ژمن پاته نه شي؛ دا ځكه چي پرېكړه ئې د سپيني ماڼۍ له لوري پر نتنياهو تحميل شوې او د امريكا نوي جمهور رئيس هم په دې سره فقط غوښتل د سولي مډال تر لاسه كړي؛ دا په داسي حال كي چي هغه همدا وحشي جنگي جنايتكار نتنياهو د لومړي مېلمه په توگه په سپيني ماڼۍ كي استقبال كړ او هممهاله ئې وويل: غزه بايد تخليه شي او فلسطينيان بايد په اردن او مصر كي مېشت شي؛ بيا به اسرائيل غزه امريكا ته ډالۍ كړي چي د سياحت ښكلى ساحل ترې جوړ كړي؛ له اردن او مصر ئې وغوښتل چي د غزې مهاجرينو ته پنا وركړي!!
د اوربند او امريكايي گواښونو په اړه د حماس مضبوط او معقول دريځ او د غزې د تخليې په ارتباط د سپيني ماڼۍ د ظالمانه او لېون وزمه تصميم په خلاف نړۍ وال غبرگون ډېر د قدر وړ وو؛ نه يوازي د چين په څېر د امريكا رقيبانو وغندلو؛ بلكي د امريكا اروپايي ملگرو هم په كلكو الفاظو محكوم كړ؛ مصر او اردن هم د انتظار خلاف د رد ځواب وركړ.
د پرون ورځي وحشيانه بريد چي په ترڅ كي ئې د لومړنيو راپورونو له مخي تر 1100 زيات تش لاسي او عام فلسطينان ژوبل او وژل شوي!! د سپيني ماڼۍ دا اعلان چي تل ابيب د بريد په اړه له مخكي معلومات وركړي وو؛ ښيي چي بريد د سپيني ماڼۍ په هدايت تر سره شوى؛ ټرامپ د انتخاباتي كمپاين په دوران كي هم په مكرره توگه دا ويل چي اسرائيل بايد د غزې په جنگ كي بريالى شي؛ د اكراين په اړه ئې لهجه داسي وه چي ښودله ئې د اكراين پر سر به له مسكو سره معامله كوي.
له زيلينسكي سره په سپيني ماڼۍ كي او د مطبوعاتو په وړاندي؛ ډېر سپك او د ټولو اخلاقي نورمونو خلاف چلن وښوده چي سپينه ماڼۍ له اكراين سره همغه څه كوي چي له افغانانو سره ئې د شوروي ځواكونو د وتلو په مهال وكړل؛ په ژنيو كي ئې د شوروي اتحاد له پلاوي سره دا ومنله چي د مسكو لاس پوڅى حكومت به په كابل كي پاته وي، د نجيب له كمونست حكومت سره به د مسكو مالي او نظامي مرستي دوام كوي، پر مجاهدينو به هر ډول مرستي بندېږي، د مجاهدينو خلاف به د افغانستان دننه او بهر گډ ائتلاف رامنځته كېږي، د شوروي نيمگړى جنگ به تر هغه دوام كوي چي افغانان خلع سلاح شي او په افغانستان كي د اسلامي حكومت د جوړېدو ټول امكانات او احتمالات له منځه ولاړ شي.
د همدې توافق له مخي د پاكستان د هغه مهال جمهور رئيس له څو مهمو همكارانو سره له دې كبله يو ځايي او په امريكايي C-130 جهاز كي د چاودني په پېښي كي ووژل شول چي د سپيني ماڼۍ او كرملين تر منځ له دې گډي خائنانه توطئې سره موافق نه ول؛ او دا ئې يو اړخيز او د جنگ د دوام باعث تصميم گڼلو؛ همدا مهال د پنډۍ او نو ښار په هغو دوو سترو سلاح كوټونو كي د دې لپاره پر له پسې ستري چاودني وشوې چي ښايي تجهيزات به ئې د امريكا د پرېكړي خلاف د مجاهدينو لاس ته ورشي.
له شك پرته امريكا نن له اكراين سره ورته معامله كوي؛ امريكايي مرستي پرې بندي شوې، كله چي زيلينسكي د ټرامپ ملياردر مشاور ايلن ماسك ته د اكراين د آزادۍ او خپلواكۍ خبره وكړه؛ هغه په تمسخر او استهزاء سره ځواب كړه؛ ټرامپ وويل چي اكراين جنگ نه شي گټلى، بايد سوله وشي، او اوس له سپيني ماڼۍ اورېدل كېږي چي تر اكراين وړاندي به امريكا پر كريميا (جزيرة القرم) د مسكو سلطه رسماً تأييدوي؛ دا په دې موخه چي زيلينسكي ته وښيي: د كراين نوري سيمي هم چي روسي ځواكونو نيولې؛ بايد د كريميا په څېر د روسيې په واك كي پرېښودل شي.
د غزې مجاهدينو ته د ټرامپ له گواښونو او اخطارونو جوته وه چي د ده بد عزائم به د همداسي بريد په بڼي كي راڅرگندېږي؛ نتنياهو، حكومت او فوځ ئې د امريكا كرايي قاتل او اجرتي جنايتكار ټيم دئ؛ د جنگ او سولي پرېكړه په تل ابيب كي نه بلكي واشنگټن كي كېږي، جهازونه، بمونه او راكټونه او د جنگ ټول لگښتونه ئې د امريكا له لوري دي.
امريكا د افغانستان، عراق، اكراين، غزې، يمن، كاناډا، مكزيك او گرين لينډ په اړه هره گنده او د شرافت او اخلاق خلاف خبره او د هر جنايت گواښ كولى شي؛ دا ځكه چي كمزوري او ضعيف ئې گڼي؛ خو د خپلو ځواكمنو سيالانو؛ چين او روسيې خلاف ئې هم وينا محتاطانه وي او هم د گواښ ژبي له كارولو ډډه كوي؛ همدا د كمظرف او پرېوتي انسان خصلت او نښه وي.
واشنگټن پرون افغانستان مسكو ته ډالۍ كړ او نن ئې اكراين په طلايي پتنوس كي ورته ايښى!! بعيده نه ده چي د اكراين په بدل كي د افغانستان تر لاسه كولو معامله وكړي؛ د ټرامپ دا وينا چي كه طالبان غواړي له دوى سره د امريكا مرستي دوام وكړي؛ نو بايد په افغانستان كي پاته امريكايي وسلې مسترد كړي؛ په تأييد كي ئې د پوتین دا وينا چي په افغانستان كي د امريكايي وسلو شتون د سيمي امنيت گواښي!! د همداسي يوې پټي معاملې غمازي كوي.
مسكو او زموږ ځينو گاونډيو؛ تېر ځل هم؛ د افغانستان په نيولو كي د امريكا كلكه او پراخه ملگرتيا وكړه؛ له 2001 تر 2014 پوري د امريكا او ناټو ټول اكمالات د روسيې د زمكي او فضاء له لاري تر سره كېدل او افغانستان ته ئې د سرتېرو تگ راتگ له همدې لاري وو. د دغي ټراژيدي د بيا تكرار ډېر احتمال شته؛ امريكايي چارواكو دا هم ويلي چي افغانستان ته د بيا ستنېدو پلان مو پر ميز مخي ته پروت دئ؛ او كه دا كار كوو نو هيڅ هېواد به زموږ مخالفت ونه كړي!! هو؛ حقيقت همدا دئ؛ نه يوازي مخالفت به ئې ونه كړي بلكي د مخكي په څېر به ئې ملگرتيا وكړي؛ خو په ټول يقين سره ويلى شو چي د امريكا د ماتي تجربه به هم حتماً بيا تكرارېږي. وما ذلك على الله بعزيز
حكمتيار