
د 1404هـ ش كال كمكي اختر په مناسبت د ورور حکمتیار پيغام
د 1404هـ ش كال كمكي اختر پيغام
بسم اللّٰه الرحمٰن الرحيم
د 1404هـ ش كال كمكي اختر پيغام
افغانان څه وكړي چي هېواد له بحرانونو او ملت له لانجو او كړاوونو وژغورل شي؟
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى و بعد: فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم
فَلَا تَحۡسَبَنَّ ٱللَّهَ مُخۡلِفَ وَعۡدِهِۦ رُسُلَهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ عَزِيزٞ ذُو ٱنتِقَامٖ٤٧ ابراهيم
نو د الله په اړه دا گمان مه كوه چي له خپلو پيغمبرانو سره به له خپلو وعدو شا ته كېدونكى وي؛ يقيناً چي الله غچ اخيستونكى عزتمن دئ.
الله تعالى فرمايي: كه د بريا او پر كافرانو د غلبې او فتحي په اړه د هغو وعدو په تحقق كي څه ځنډ راغى چي الله تعالى له خپلو پيغمبرانو سره او د دوى له لاري له مؤمنانو سره كړې دي؛ نو دا گمان مه كوه چي هغه له خپلو وعدو شا ته كېدونكى دئ؛ نه؛ الله تعالى به هرو مرو خپلي وعدې تر سره كوي، هيڅوك او هيڅ ځواك د ده د وعدو په وړاندي نه شي خنډ كېدى، دا ځكه چي الله تعالى هم عزيز او ځواكمن دئ او هم له ظالمانو او د حق له دښمنانو غچ اخيستونكى دئ.
وروڼو خوېندو! گرانو وطنوالو!
د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت تاسو او ټول اسلامي امت ته مباركي وايم، دعاء كوم چي الله تعالى د افغان مؤمن ولس او اسلامي امت روژې، طاعات، عبادات، دعاءگاني، هجرتونه، جهادونه او د الله تعالى په لار كي شهادتونه او د ستونزو او كړاوونو گالل ترې قبول او نېكي هيلي ئې تر سره كړي، له تپل شوو جگړو، ناامنيو او د پرديو له سلطې او اشغال ئې وساتي، زموږ مؤمن ملت ته واقعي او دائمي آزادي، عزتمن ژوند او سوكالي ورپه برخه كړي او په خپلواك او آزاد افغانستان كي د واقعي اسلامي نظام په قائمولو او تلپاته كولو سره د افغان ولس د ټولو شهيدانو، غازيانو او سرلوړو مجاهدينو سپېڅلي آرمونونه محقق كړي. إن شاء الله افغانستان؛ دا د شهيدانو په وينو سور هېواد؛ او دا د إيمان او عزت سنگر به زموږ مهربان رب د ټولو دښمنانو له شرارتونو ساتي؛ د هغو ناولي عزائم به شنډوي چي په كمين كي دي او غواړي فتنې راولاړي كړي او يو بل جنگ پر افغانانو تحميل كړي. د غزې مظلوم او مقاوم ولس ته هم د بشپړې او عاجلي بريا او د جاني او وحشي صهيونستانو او د دوى د بې رحمو حاميانو د نژدي ماتي دعاء كوو؛ يتيمه غزه او مظلوم خو مؤمن او مقاوم ولس ئې؛ د اوربند په دوران كي؛ شپه او ورځ تر داسي وحشيانه بمي او راكټي بريدونو لاندي دي چي په بشري تاريخ كي ئې بېلگه نه مومو؛ الله تعالى دي مظلوم فلسطينيان او ټول اسلامي امت د دوى له شرارتونو وژغوري. آمين
وروڼو خويندو!
له دې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم:
نن موږ له داسي مهمو مسائلو سره مخامخ يو چي په ټول ملت او د دوى په برخليك پوري مربوط دي او په اړه ئې نه يو فرد پرېكړه كولى شي، نه يو گوند او قبيله او نه يو حكومت؛ ملي اجماع ايجابوي او داسي ملت شموله مرجع چي ټول ملت تمثيل كړي او پرېكړي ئې ټولو ته د منلو وړ وي؛ كه نه نو هر يو اړخيز او فردي تصميم به ستونزي او منازعات زېږوي او په تصادماتو او جگړو به منتج كېږي؛ څو بېلگي ئې ستاسو مخي ته ږدم:
1- افغانان يوه نوي سياسي او اجتماعي نظام ته ضرورت لرو؛ له مخكينيو او مخصوصاً له هغو متفاوت چي د كودتاگانو، بهرنيو لاس وهنو، جگړو او اشغال زېږنده او محصول وو؛ متأسفانه د اوسني نظام تركيب، جوړښت، قوانين، لوائح او مقرارات همغه پخواني دي؛ تغييرات ډېر محدود او سطحي دي؛ مهم او د پام وړ ئې فقط د پارلمان انحلال او د اساسي قانون تعطيل دي چي بديلونه ئې هم نه دي وړاندي شوي او په عامو غونډو كي د كامرو په وړاندي د مجرمينو مجازات. پر دې بحث نه كوو چي دا حكومت څنگه جوړ شوى، تر كله به دوام كوي، د (سرپرستي) له حالت به كله وځي او بديل به ئې څه وي؟ مهمه دا ده چي موږ بايد هغه سيئة سنت او زوړ دود بدل كړو چي دا څو پېړۍ مو حكومتونه په بهر كي جوړ شوي او واكمنان او اتلان مو بهرنيانو راته غوره كړي، په لندن، ډهلي، پېښور، بن، واشنگټڼ او د مذاكراتو او د تصاميمو په نورو مراكزو كي جوړ شوي، له شرق، غرب، شمال او جنوب رالېږل شوي، د نورو په جهازونو او ټانكونو كي راوړل شوي او په ارگ كي ديسانت شوي. اوس بايد زموږ حكومتونه په كابل كي جوړ شي او واكمنان او اتلان مو د ولس له لوري غوره شي؛ د نظام څرنگوالى په خپله او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو په رڼا كي وټاكو او په واقعي معنى هغه اسلامي نظام جوړ كړو چي ملت ئې په پار بې ساري قرباني وركړې او د لكونو شهيدانو ويني توى شوې.
2-افغانستان يوه نوي اسلامي اساسي قانون ته ضرورت لري؛ دا قانون يوازي د ملت ممثله شورى جوړولى شي؛ اساسي قانون په حقيقت كي د ملي ميثاق حيثيت لري؛ تسويد او تصويب ئې له ټول ملت سره (مشوره) او د هغوى (موافقه او رضايت) ايجابوي، په دې اساسي قانون كي به د ټولو هغو قضاياوو په اړه څرگندي مادې راوړل كېږي چي په ټول ملت پوري اړه لري؛ لكه دا چي څوك به امير وي، صلاحيتونه او مسئوليتونه به ئې څنگه وي او كومه مرجع به ئې ټاكي، د عزل او نصب مرجع او شروط به ئې كوم وي، د بيت المال مدارك او د مصارفو موارد به ئې څنگه وي، د هېواد كورني او بهرني سياستونه به څوك او كومه مرجع وضع كوي، حكومت به د چا په وړاندي مسئول وي او كومه ځواكمنه مرجع به ئې پر كړنو نظارت لري، د جنگ او سولي پرېكړه به څوك او كومه مرجع كوي، معادن، نفت او گاز، دولتي ملكيتونه او شتمني، زمكي، اوبه، ځنگلونه، د هېواد سياسي نظام، اقتصادي او مالياتي سيستم، د دولتي عوائدو ټول مشروع مدارك او د هېواد كلنۍ بودجه ټاكل، او دې ته ورته مسائل د شورى له صلاحيتونو او د اساسي قانون له مهمو بندونو دي؛ هيڅوك نه شي كولى او دا حق نه لري چي په اړه ئې له شورى او د اساسي قانون له مراعات پرته تصميم ونيسي.
3- د دې هېواد اصلي خاوندان او مدافعان هغه مؤمن او مجاهد افغانان دي چي دا هېواد ئې ساتلى او د هر يرغلگر په وړاندي ئې د خپلو شهيدانو د وينو په بيه دفاع ترې كړې؛ بايد د ملت رأى ته تمكين او درناوى ولرو، د هېواد په ټولو مهمو پرېكړو كي بايد د هېواد د اصلي خاوندانو او محافظينو رأى وپوښتل شي، د ملت واقعي ممثله شورى ولرو؛ په دې شورى كي بايد د ټول ملت واقعي او منتخب استازي حضور ولري، هيڅ انتصابي او غير منتخب غړى بايد په دې شورى كي نه وي، هغه به څوك وي چي د ده د رأى په وړاندي د ټول ملت رأى سپكه او بې ارزښته ونيول شي؟ افغانان د چا غلامان نه دي چي برخليك به ئې كوم تحميلي آقا او بادار ټاكي؟! په دوى پوري د ټولو اړوند قضاياوو په اړه يوازي هغه شورى د پرېكړو وروستۍ باصلاحيته مرجع ده چي غړي ئې د دوى واقعي وكيلان وي، هيڅوك بايد د دې شورى د پرېكړو د رد او تعليق واك ونه لري. تېرو تجربو وښوده چي له بهره تپل شوى بحران؛ نه د پرديو د مټو په زور د جنگ له لاري پاى ته رسېدى شي، نه د پټو سازشونو او معامله گريو او د اقتدار د وېش له لاري، نه يو د بل ترور او حذفولو له لاري او نه د غولوونكو انتصابي جرگو له لاري؛ ومو ليدل چي له دغو لارو هيڅوك خپلو ناولو موخو ته ونه رسېدو؛ ډېرو خپل ناولي آرمانونه له ځان سره گور ته يووړل او د دېرو جنازې له ارگ ووتلې. د حل يوازينۍ لار همغه ده چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته صحابه وو غوره كړه او څلور اميران ئې د ټولو مسلمانانو په رأى غوره كړل. له دې پرته به هره بله طريقه جنگونه زېږوي.
د اسلامي نظام بنسټ پر شورى ايښودل شوى، له ولس سره مشوره د دوى حق دئ او د واكمنو شرعي دنده او وجيبه؛ داسي وجيبه چي د عدم مراعات په صورت كي د زعامت مشروعيت له لاسه وركوي. رسول الله صلى الله عليه و سلم د احد او خندق په غزواتو كي له خپلي رأى تېر شوى، كله چي ئې د كومي قضيې په اړه له چا سره مشوره كړې نو د اكثريت رأى ئې منلې؛ ابو بكر او عمر رضي الله عنهما ته ئې ويلي: كه په يوې قضيې كي تاسو دواړو يوه لوري ته او زه بل لوري ته وم؛ ستاسو رأى منم، د خندق په غزوه كي د سعد بن معاذ او سعد بن عباده رضي الله عنهما د رأى لپاره له خپلي رأى تېر شو؛ او دا ځكه چي الله تعالى ورته لارښوونه كړې وه:
فَبِمَا رَحۡمَةٖ مِّنَ ٱللَّهِ لِنتَ لَهُمۡۖ وَلَوۡ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ ٱلۡقَلۡبِ لَٱنفَضُّواْ مِنۡ حَوۡلِكَۖ فَٱعۡفُ عَنۡهُمۡ وَٱسۡتَغۡفِرۡ لَهُمۡ وَشَاوِرۡهُمۡ فِي ٱلۡأَمۡرِۖ فَإِذَا عَزَمۡتَ فَتَوَكَّلۡ عَلَى ٱللَّهِۚ إِنَّ ٱللَّهَ يُحِبُّ ٱلۡمُتَوَكِّلِينَ١٥٩ آل عمران
نو د خپل رب د رحمت په وجه ورته نرم شوې او كه ته بدخولى او سخت زړى وى؛ نو ستا له شا او خوا به خواره شوي وو، نو دوى ته عفو وكړه، بخښنه ورته وغواړه او په كارونو كي مشوره ورسره كوه، او چي عزم دي وكړ بيا خو پر الله توكل كوه، يقيناً چي الله توكل كوونكي خوښوي.
دا الهي لارښوونه موږ ته ښيي: الله تعالى خپل رسول ته ويلي: ته د الهي پېرزويني په سبب پر خپل امت زړه سواندى او مهربان يې، د بدخولو او سخت زړو مشرانو په څېر نه يې؛ د داسي مشرانو په څنگ كي يوازي ذليل انسانان راغونډيږي، كه په تا كي دا نيمگړتياوي وى نو دا ستا په شا او خوا كي راغونډ شوي مسلمانان به ټول له تا خواره شوي وو، داسي نه چي د دوى اشتباهات د دې باعث شي چي د نرمي پر ځاى سختي وكړې، د خوږو خبرو پر ځاى ئې په ترخو او توندو خبرو استقبال كړې او د لطف او مهربانۍ پر ځاى ئې په خپلو غلطيو سخت ونيسې، د دوى پر غلطيو سترگي پټي كړه او له الله ورته مغفرت وغواړه. مبادا د دوى اشتباهاتو ته په پام سره دا فيصله وكړې چي له دې وروسته به له دوى سره مشوره نه كوم؛ نه؛ په كارونو كي مشوره ستا واجب او د دوى حق دئ، ته مكلف يې چي له دوى سره به مشوره كوې، حتى له هغو سره هم چي مشورې ئې كمزورې دي او د مخكينيو كمزورو مشورو په سبب ئې څه ستونزي هم راولاړي كړې دي. د مشورې په نتيجه كي چي كومه پرېكړه په لاس درغله؛ د پلي كولو لپاره ئې ملا وتړه او پر الله توكل وكړه؛ داسي متوكلين د الله خوښ وي.
په دې مبارك آيت كي څو مهمي لارښووني زموږ مخي ته ايښودل شوې:
• پيغمبر عليه السلام ته امر شوى چي مشوره به كوې؛ كه الله تعالى خپل پيغمبر په مشوره مكلف كوي او دا د ده واجب گڼي؛ نو د عادي مشر په اړه به د دې حكم مقتضى څه وي؟! هغه چا ته چي الله ورته وحي كوي او د ټولي نړۍ لپاره ئې د لارښود او رسول په توگه لېږلى، امت پرې ايمان لري او مؤمنان د ده په اطاعت مكلف شوي؛ كه ده ته د مشورې كولو امر كوي؛ نو بل څوك به څه حيثيت لري چي له مشورې ځان مستثنى او لوړ وگڼي او له نورو د مطلق اطاعت غوښتنه كوي؟! په اسلام كي مطلق اطاعت الله تعالى ته مختص شوى؛ تر الله تعالى رالاندي د بل هر چا اطاعت د ده په اطاعت پوري مشروط دئ. صحابه وو به كله كله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل: يا رسول الله! دا ستا خپله رأى ده كه د الله تعالى له لوري وحي؟ كه به ئې وويل: وحي ده؛ نو ځواب به ئې دا وو: آمنا و سلمنا: ايمان مو راوړى او تسليم يو؛ خو كه به ئې وفرمايل: زما خپله رأى ده؛ نو بيا به هغوى خپله رأى وړاندي كوله كه څه هم دا رأى به د رسول الله صلى الله عليه و سلم د رأى خلاف وه؛ ډېر ځلي داسي شوي چي له خپلي رأى تېر شوى او د خپلو يارانو رأى ئې منلې.
• دا د مشورې حكم د هغو كسانو په اړه راغلى چي ځيني اشتباهات ترې شوي وو؛ د دوى له اشتباهاتو سره سره الله تعالى پيغمبر ته امر كوي چي له همدغو سره به هم مشوره كوې.
• پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چي تصميم به له مشورې وروسته نيسې؛ داسي نه چي مخكي له مشورې كومه فيصله له ځان سره وكړې او بيا نور هسي د خوشحالولو لپاره راوغواړې او د خپلي رأيي په گټه ترې تأييد تر لاسه كړې.
• له مشورې چي كومه فيصله راوځي؛ كه څه هم ستا د رأيي خلاف وي او ته په هغې كي مصلحت نه گورې؛ له څه تزلزل او وېري پرته ئې د عملي كولو لپاره ملا وتړه او پر الله توكل وكړه.
• د الله محبوب متوكل هغه دئ چي مشوره كوي؛ له مشورې راوتلې فيصلې د عملي كولو لپاره ملا تړي او پر خپل رب توكل كوي.
متأسفانه ځيني د مشورې داسي تفسير او تعبير وړاندي كوي چي د ديكتاتورانو او مستبدو واكمنانو ډېر خوښېږي، ادعاء كوي چي د پرېكړي واك زعيم ته وركړى شوى!! او دا له شك پرته ناسم او غلط تعبير دئ؛ دا ئې له پامه غورځولې چي د مشورې له امر وروسته داسي ويل شوي (فإذا عزمت: نو چي د مشورې په نتيجه كي دي كوم تصميم ونيولو)؛ د عملي كولو لپاره ئې پر الله تعالى توكل وكړه؛ عزم له شورى وروسته ذكر شوى او د شورى نتيجه او پايله گڼل شوې؛ يعني عزم او پرېكړه به د مشورې نتيجه وي؛ شورى به د فيصلو مرجع وي او د مشر تصميم به هم د شورى له منځه راوتلى وي. د البقري په سوره كي مزيد وضاحت شوى او د مشورې يو بل ضروري اړخ او د صحت شرط ئې په گوته شوى او ويل شوي: كه مور پلار وغواړي د كوم ضرورت يا مصلحت له مخي ماشوم ته د تي وركولو موده رالنډه كړي؛ نو په دوه شرطونو دا كار كولى شي: دواړه به پرې راضي وي او په خپلو كي به ئې مشوره كړې وي. د هر تصميم د مشروعيت لپاره ئې (مشوره) او (د دواړو رضايت او موافقه) شرط كړې. (... فَإِنۡ أَرَادَا فِصَالًا عَن تَرَاضٖ مِّنۡهُمَا وَتَشَاوُرٖ فَلَا جُنَاحَ عَلَيۡهِمَا...)؛ له دې آيت د اسلام له نظره د مشورې حقيقت څرگندېږي، له مشورې به هغه پرېكړه راوځي چي ټول اړوند لوري پرې راضي او متفق وي، مشوره دا نه ده چي يو لورى به له بل فقط د ده نظر او رأى پوښتي خو وروستۍ پرېكړه به دى په خپله كوي، مشوره د بل د رأيي معلومولو لپاره نه وي، داسي مشوره هيڅ ارزښت نه لري چي يو كس دي د نورو رأيه واوري خو پرېكړه په خپله او د نورو له موافقې او رضايت پرته وكړي، مشوره دې ته ويل كېږي چي د تفاهم او بحث په نتيجه كي د طرفينو د خوښي هغه پرېكړه ترې راووځي چي ټول پرې راضي او متفق وي. كه پلار خپل اولاد ته د تي وركولو په اړه په دې مكلف وي چي له خپلي مېرمني سره به مشوره كوي، په خپل سر به فيصله نه كوي، هره پرېكړه به د دواړو په مشوره او رضايت وي، نو امير څنگه دا حق لري چي د عام ولس د شتمنيو او په دوى پوري اړوند قضاياوو كي په خپل سر او د نورو له مشورې او رضايت پرته فيصله وكړي؟ په ټولني كي د ده حيثيت او مقام په هيڅ صورت كي هومره نه دئ لكه د پلار او مېړه حيثيت او مقام په خپلي كورنۍ كي، اسلام خو ده ته د (قيم) پر ځاى د (خليفه او امين) نوم وركړى، دى خو د عام ولس د امانتونو امين دئ، په هيڅ امانت كي په خپله خوښه د تصرف كولو حق نه دئ وركړى شوى. دا رأى د رسول الله صلى الله عليه و سلم د عملي سنت او د خلفاء راشدين د سلوك او منهج خلاف ده؛ عمر رضي الله عنه د خيبر د خراجي زمكو په اړه هغه مهال وروستۍ فيصله وكړه چي د ټولو صحابه وو اجماع ئې تر لاسه كړه؛ حتى د ابو بكر او عمر رضي الله عنهما د معاش مقدار؛ دوى په خپله نه بلكي د بيت المال امين ټاكلو.
4- افغانان له اوږدو خونړيو او تپل شوو جگړو ځورېدلي؛ كورونه ئې وران شوي، زمكي او باغونه ئې ويجاړ شوي، هجرت ته اړ شوي، په زرگونو كورنۍ د هېواد دننه بې ځايه شوې او په لكونو نوري د هېواد پرېښودو ته اړي شوې، لا اوس هم شاوخوا اته مليونه مهاجر لرو؛ سره له دې چي گاونډيو مو هر يوه ئې تر يو او دوه مليونه زيات مهاجرين په تېرو دريو كلونو كي په زور ايستلي؛ خو لا د مهاجرينو په شمېر كي نه يوازي كمي نه دئ راغلي بلكي زيات شوي، ځيني د فقر او اقتصادي ناامنيو او كسب او كار نه موندلو له كبله او ځيني له نظام او تصرفاتو سره ئې د مخالفت له كبله؛ په دوى كي ځيني هغه دي چي د شل كلن اشغال په دوران كي په اقتدار كي شريك او له امتيازاتو برخمن وو، له اشغالگرانو سره يو ځاى راغلي وو او يو ځاى ووتل؛ او اوس په بهرنيو هېوادونو كي د جنگ شعارونه وركوي، له امريكا او ناټو غواړي چي يو ځل بيا كابل ونيسي او اقتدار دوى ته وسپاري. وسله والي ډلي ئې جوړي كړې، ترورونه او غلچكي عمليات كوي او راپورونه ئې په غربي رسنيو كي خپرېږي. دوى نه له خپلي بدي ماضي عبرت اخيستى او نه له بحران د وتلو عملي او معقوله طرح لري، د مخكينيو ناكامو او خونړيو تجربو تكرار غواړي، د ځان غم، د اقتدار حرص، د مخكينيو امتيازاتو تر لاسه كولو شوق؛ دې ته هڅولي چي كله د امريكا دروازه ټكوي، كله د اروپايي هېوادو او كله د هغو گاونډيو چي د افغانستان په اشغال كي ئې د شوروي او امريكا ملگرتيا كړې، دا يقيناً چي كرايي جنگيالي دي؛ د هر يرغلگر پښو ته لوېدلي او د هغوى تر فرمان لاندي له خپل ولس او ملت سره جنگېدلي، نه د ولس غم ورسره دئ او نه د هېواد؛ قدرت ته رسېدل او په اقتدار كي پاته كېدل ئې لومړى او وروستى هدف دئ؛ كه له هري لاري او په هره بيه وي؛ دې ناولي هدف ته د رسېدو لپاره حاضر دي ځان، ايمان، عزت، آزادي، هېواد او ملت وپلوري، د بل پښو ته ولوېږي؛ حتى حاضر دي دا هر څه د امريكا او بل داسي دښمن په پښو كي ذبح كړي چي د دوى د ډلي او افغان ولس د زرگونو او مليونونو شهيدانو په وينو ئې لاسونه سره وي!!
له دغو سپېرو اقتدار غوښتونكو ځيني داسي دي چي د انتصابي شورى گانو له لاري په اقتدار كي شريكېدل او پاته كېدل غواړي؛ او همدې غير شرعي او د اسلام خلاف رأى ته شرعي رنگ وركوي؛ ځيني دا جرگه د اهل حل و عقد او لويي جرگې په نامه يادوي، په داسي حال كي چي ښه پوهېږي دا د شاهي، ديكتاتوري، فرعوني او غير اسلامي نظامونو شورى گاني دي؛ څوك چي له قرآن، سنت او د صحابه وو له منهج لږ هم خبر وي؛ پوهېږي چي اسلام د امير د انتخاب حق ټولو مؤمنانو ته وركړى، د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته څلور خلفاء د مدينې د ټولو مسلمانانو په اتفاق او اجماع او په جومات كي د دوى له څرگند او په خپله خوښه بيعت سره غوره شوي؛ نه د تړلو دروازو تر شا، نه د څو نخبه وو په خوښه او نه هم زعامت په موروثي توگه له پلار زوى ته انتقال شوى؛ قرآن د مسلمانانو امارت د دوى امانت او د ټولو مؤمنانو فريضه او وجيبه گڼلې چي اهل شخصيت ته به ئې سپاري؛ د اهل تشخيص هم د دوى وجيبه گڼي او هغه ته ئې سپارل هم؛ مگر د دې څرگند او قاطع آيت په شتون كي دا ډېر سپك جسارت نه دئ چي څوك د امير غوراوى د څو درباريانو او انتصابي غړو حق گڼي:
إِنَّ ٱللَّهَ يَأۡمُرُكُمۡ أَن تُؤَدُّواْ ٱلۡأَمَٰنَٰتِ إِلَىٰٓ أَهۡلِهَا وَإِذَا حَكَمۡتُم بَيۡنَ ٱلنَّاسِ أَن تَحۡكُمُواْ بِٱلۡعَدۡلِۚ إِنَّ ٱللَّهَ نِعِمَّا يَعِظُكُم بِهِۦٓۗ إِنَّ ٱللَّهَ كَانَ سَمِيعَۢا بَصِيرٗا٥٨ النساء
يقيناً چي الله تاسو ته (اې مؤمنانو) د دې امر كوي چي امانتونه خپل اهل ته وسپارئ او كله چي د خلكو ترمنځ پرېكړه كوئ نو په عدل سره پرېكړه وكړئ، بې شكه چي الله په ډېر غوره څه تاسو ته نصيحت كوي، يقيناً چي الله بصير اورېدونكى دئ.
قرآن مؤمنان داسي معرفي كوي:
وَٱلَّذِينَ ٱسۡتَجَابُواْ لِرَبِّهِمۡ وَأَقَامُواْ ٱلصَّلَوٰةَ وَأَمۡرُهُمۡ شُورَىٰ بَيۡنَهُمۡ وَمِمَّا رَزَقۡنَٰهُمۡ يُنفِقُونَ٣٨ الشورى
او هغه چي د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، لمونځ ئې قائم كړى او كار ئې په خپلو كي مشوره وي او له هغه څه انفاق كوي چي موږ ورروزي كړي.
لكه چي گورئ دلته د مؤمنانو د صفتونو په ترڅ كي له لمانځه وروسته او تر انفاق (زكات) وړاندي د مشورې يادونه شوې او ويل شوي چي د دوى كارونه په مشوره وي، دا له يوې خوا ښيي چي په شورى او مشورې كي ټول مؤمنان شريك دي او د اسلامي ټولني او نظام بنسټ په شورى ايښودل شوى او له بلي خوا ښيي چي په الهي دين كي د شورى اهميت څومره زيات دئ، د مهمو عباداتو په لړ كي ئې يادونه شوې؛ همدا راز دلته تر لمانځه او شورى وړاندي د دوى دا صفت راغلى: د خپل رب حكم ته ئې لبيك ويلى، دا ښيي چي شورى په هغو امورو كي ده چي پرېكړه ئې مؤمنانو ته پرېښودل شوې او په اړه ئې كوم صريح الهي حكم نه وي؛ يعني د حكم په شتون كي ټول آمنا و سلمنا وايي او بشپړ اطاعت كوي؛ په نه شتون كي په مشورې سره تصميم نيسي.
قرآن د فرعون او د سبإ د ملكې شورى او غړي ئې د (ملأ: درباريان) په نامه يادوي او فرمايي:
وَقَالَ ٱلۡمَلَأُ مِن قَوۡمِ فِرۡعَوۡنَ أَتَذَرُ مُوسَىٰ وَقَوۡمَهُۥ لِيُفۡسِدُواْ فِي ٱلۡأَرۡضِ وَيَذَرَكَ وَءَالِهَتَكَۚ قَالَ سَنُقَتِّلُ أَبۡنَآءَهُمۡ وَنَسۡتَحۡيِۦ نِسَآءَهُمۡ وَإِنَّا فَوۡقَهُمۡ قَٰهِرُونَ١٢٧ الأعراف
او د فرعون د قوم مشرانو وويل: آيا موسى او قوم ئې پرېږدې چي په زمكي كي فساد خور كړي، تا او ستا خدايان پرېږدي؟ وئې ويل: حتماً به ئې زامن ووژنو او ښځي به ئې ژوندۍ پرېږدو، په داسي حال كي چي موږ پرې برلاسي يو.
د سبإ د ملكې په اړه فرمايي:
قَالَتۡ يَـٰٓأَيُّهَا ٱلۡمَلَؤُاْ أَفۡتُونِي فِيٓ أَمۡرِي مَا كُنتُ قَاطِعَةً أَمۡرًا حَتَّىٰ تَشۡهَدُونِ٣٢ النمل
(ملكې) وويل: اې درباريانو! په دې كار كي مي مشوره راكړئ، زه خو تر هغه د كوم كار پرېكړه نه كوم چي تاسو راته حاضر شئ!
او د هغې د نوكر ډوله او ذليلو درباريانو ځواب هم داسي انځوروي:
قَالُواْ نَحۡنُ أُوْلُواْ قُوَّةٖ وَأُوْلُواْ بَأۡسٖ شَدِيدٖ وَٱلۡأَمۡرُ إِلَيۡكِ فَٱنظُرِي مَاذَا تَأۡمُرِينَ٣٣ النمل
هغوى وويل: موږ ځواكمن يو او كلك جنگيالي، او كار تا ته محول دئ، نو وگوره چي څه امر كوې!!
دلته څو خبري توجه ايجابوي:
• درباريانو ورته وويل: موږ ځواكمن او كلك جنگيالي يو، د سليمان عليه السلام مقابلې ته چمتو يو، خو د پرېكړي واك له تا سره دئ، ته په خپله وروستۍ پرېكړه وكړه او وگوره چي موږ ته څه امر كوې!!
• په دې مباركو آيتونو كي په يوه غير اسلامي نظام كي د شورى څرنگوالى په ډېره دقيقه توگه ښودل شوى، چي څو خبري ئې ډېري جالبي دي:
الف- ملكه وايي: زما د دې كار په اړه څه مشوره راكوئ؟ داسي نه وايي چي د دغه كار چي په ټول ولس او هېواد پوري تړلى دئ؛ څه رأيه لرئ؟ له دې الفاظو معلومېږي چي ملكې په ضمني توگه خپله پرېكړه دوى ته اعلان كړې.
ب- خو سره له دې ورته وايي: زه خو ستاسو په غياب كي پرېكړه نه كوم، تل تاسو راغواړم او ستاسو په وړاندي فيصله كوم!!
ج- درباريان ورته وايي: موږ ځواكمن يو، توريالي يو او جگړي ته چمتو، خو پرېكړه ستا كار دئ، څه چي ستا خوښه وي هغه به كوو!!
قرآن دا قصه د دې لپاره زموږ مخي ته ايښي چي مسلمانان د دغو غوړه مالو او ذليلو درباريانو په څېر نه شي او شورى ئې د پاچايانو شورى ته ورته نه وي. او واكمن ئې هم داسي نه وي لكه دغه ملكه، چي وروستۍ پرېكړه د ځان مسلم حق گڼي او مشوره ئې يوازي د دې لپاره چي د غوړه مالو درباريانو حمايت، تأييد او تحسين هم تر لاسه كړي!! قرآن د فرعون په څېرې كي هم د غير اسلامي نظامونو د مطلق العنان واكمنانو دغه بد خصلت انځوروي او وايي: فرعون ته يوه داسي درباري چي په پټه ئې ايمان راوړى وو، غوښتل ئې له موسى عليه السلام دفاع وكړي او فرعون د هغه له وژلو منع كړي، څو نېكي مشورې وركړې، خو فرعون په ځواب كي ورته وويل: زه همغه څه تاسو ته وايم چي ښه پرې پوه شوى يم او زه چي تاسو ته كومه لارښوونه كوم هغه د ترقي او كمال په لوري لارښوونه ده!!
زه د هغو جسارت ته حيران يم چي د ټولو غير اسلامي نظامونو سپكي او له سپكو جوړي شوې لويي جرگي او د هغوى بدي پايلي او د جگړو باعث پرېكړي ئې ليدلې يا اورېدلې خو بيا هم داسي دفاع ترې كوي چي له ځان او خپل شيطان پرته بل څوك نه شي پرې غولولى؛ د هرات هغه غونډه چي په كابل كي ئې له دائرولو عاجز وو او وېرېدل چي له بريد يا پاڅون سره به مخ شي؛ همدې وړې د څو كرايي وكيلانو غونډي ته د اهل حل و عقد شورى نوم وركوي او همدا د افغانستان د ستونزي د حل لار گڼي؛ خو د كندهار نه مخكينۍ غونډه مني او نه وروستنۍ؛ خو هيڅ عقلمن او مؤمن افغان نه د دې غونډو تر منځ د تركيب له پلوه كوم توپير گوري او نه ئې د عدم اغېز په اړه څه شك لري؛ د دې بنسټ د هغو له لوري ايښودل شوى چي له ناروا لارو او اكثراً د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور او د ذليلو سازشونو له لاري قدرت ته رسېدلي؛ او بيا د كاذب مشروعيت تر لاسه كولو او د خلكو د غولولو لپاره ئې داسي انتصابي جرگې له كرايي وكيلانو جوړي كړې. نژدې مثالونه ئې د داؤد، كارمل او نجيب لويي جرگې او د امريكايي اشغال هغه جرگه وه چي له امريكا سره د سټراټيژيك امنيتي تړون د تأييد لپاره جوړه شوې وه او په غونډي كي يوه تن وويل: كه تړون تصويب او د جمهور رئيس له لوري لاسليك نه شي نو زه اروپا ته هجرت كوم!! وروسته جوته شوه چي د دې ټينگار او اصرار وجه فقط دا وه چي په بدل كي ئې د 2 مليونه ډالرو زېړه كڅوړه وركړى شوې وه.
كه غواړئ د دغو جرگو له ماهيت ښه خبر شئ نو لطفاً د هرات او كندهار د جرگو د غړو فهرست د كابل د وروستۍ جرگې د غړو له فهرست سره پرتله كړئ؛ وبه گورئ چي په دې جرگې كي ډېرو هغو برخه اخيستې وه چي د هرات او كندهار په جرگو كي هم حاضر وو.
5- لومړى شوروي او ورپسې امريكا؛ له هيڅ دليل او مبرر پرته پر افغانستان يرغل وكړ، د هر يوه له لوري په لكونو افغانان شهيدان شوي، كورونه ئې وران شوي، زنداني شوي او په بې رحمانه توگه ځورول شوي، د هېواد لويه برخه مو ورانه شوي، دواړه مو پوروړي دي، د شهيدانو ديت او د پراخو ورانيو غرامت، دا د فرد فرد افغان حق دئ؛ هيڅوك ئې اشغالگرانو او جنايت كارانو ته نه شي بخښلى، له ملي شورى پرته هيڅوك او هيڅ مرجع حق نه لري په دې اړه وروستۍ پريكړه وكړي.
6- د هېواد فضاء مو اشغال او د امريكا په كنترول كي ده؛ د داعش خلاف عمليات هم ځان ته منسوبوي؛ او خپلي مرستي په دې پوري تړي؛ له امريكا د بل بريد گواښونه اورو، د بگرام او خپلو پاته شوو وسلو تر لاسه كول غواړي، له گاونډيو سره سرحدي لانجې لرو؛ يوازي له پاكستان سره نه بلكي له نورو سره هم؛ د دغو لانجو په اړه له ملي شورى پرته څوك د پرېكړي حق لري؟
7- افغانستان د خپل حساس سټراټيژيك موقعيت او پرېمانه گران بيه معادنو قرباني شوى؛ په يوې پېړۍ كي دريو استعماري ځواكونو پر دغو زېرمو د تسلط په موخه پر افغانستان بريد وكړ؛ آيا كوم فرد، وزارت او وزير ئې دا حق لري چي د معادنو د استخراج په اړه له دغو ځواكونو سره د خپلو حسابونو له تصفيې پرته؛ معاهدې او تړونونه لاسليك كړي؛ په ځانگړې توگه د ملي شورى په نه شتون كي؟ آيا سمه ده چي د داسي قضاياوو په اړه د پرېكړي واك يوه وزارت او وزير ته وسپارل شي؟! آيا دا د منلو وړ ده چي يو وزير ووايي: موږ د هر معدن په اړه لومړى امريكا ته وړانديز كوو؛ كه هغه ونه غواړي بيا له نورو سره د پانگوني معامله كوو؟ امريكايان وايي: موږ د معادنو په اړه له نورو كمپنيو او شركتونو سره په داو طلبي كي شركت نه كوو؛ د دوى له وينا داسي معلومېږي چي د معادنو په اړه ئې د خپلي خوښي ژمنه او ډاډ تر لاسه كړى؛ له داو طلبي پرته او د خپلي خوښي په بيه ئې غواړي؛ او د لومړيتوب حق به لري!!
8- آيا له ملي شورى پرته څوك دا حق لري چي له كوم هېواد سره د فوځ د روزني او تجهيز په اړه معاهده لاسليك كړي؟ مگر له شوروي اتحاد سره د افغان فوځ د روزني او تجهيز اړوند معاهدې بدي او خونړۍ پايلي مو هېري شوې؟ د داؤد له كمونستي كودتا نيولې بيا تر ننه د ټولو خونړيو پېښو د پيل او دوام اصلي عامل د شاهي رژيم همدغه تاريخي اشتباه وه. او بيا روسي وسلې راغونډول، پلورل او ويجاړول او په امريكايي وسلو ئې بدلول او د فوځ روزنه او تجهيز امريكا ته سپارل؛ بله تاريخي فاجعه وه؛ افغانان د همدغه فوځ په لاس وژل شوي؛ د اشغالگرانو د هر بريد د لومړۍ كرښي جنگيالي دوى وو، هغه جنايات ئې كړي چي نه روسي سرتېرو كړي وو او نه د ناټو سرتېرو. همغه د روس په لاس روزل شوي سرتېري او افسران؛ له روسي افسرانو وروسته د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي د افغان ولس په خلاف جنگېدل.
9- كه حكومت د اوبو مهارولو او د بېدياوو خړوبولو او سمسورولو په اړه څه كوي؛ د اړوند پروژې او بيا د زمكو د وېش څرنگوالي پرېكړه به څوك كوي؟ په وېش كي به ئې چا ته لومړيتوب وركوي، د اسلام حكم څه دئ او د فتوى صلاحيت ئې له چا سره دئ؟ شرعاً خو لومړي مستحقين د سيمي بې زمكي بزگران دي چي مجاني به وركول كېږي؛ په دې شرط چي په خپله به ئې كري؛ په لويو زمكه والو او شتمنو ئې پلورل؛ يا ئې د كمونستانو په څېر دولتي كول جواز نه لري؛ قرآن د شتمنو په لاس كي د شتمنيو تمركز نه خوښوي او فرمايي:
... كَيۡ لَا يَكُونَ دُولَةَۢ بَيۡنَ ٱلۡأَغۡنِيَآءِ مِنكُمۡۚ ... ٧ الحشر
دا او دې ته ورته امورو كي د هر تصميم مرجع به ملي شورى وي او فتوى به ئې د داسي معتبري دار الافتاء له لوري وي چي ملت پرې اعتماد لري او د ملي شورى په رأيه جوړه شوې وي. افغانستان هم ملي شورى ته ضرورت لري او هم معتبري دار الافتاء ته.
10- په اسلام كي امر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټول امت ديني او الهي وجيبه ده، ټول به د ظلم، فساد او انحراف مقابله كوي؛ كه دا د حكامو ظلم او خيانت وي او كه په ټولني كي فساد او انحراف وي؛ د ظالم او جابر واكمن په وړاندي د حق وينا ته رسول الله صلى الله عليه و سلم د جهاد اكبر (تر ټولو ستر جهاد) نوم وركړى. او قرآن فرمايي: په كوم ولس كي چي دا وجيبه تعطيل او هېره كړى شي؛ عام الهي عذاب به پرې نازلېږي؛ هم به هغه نيسي چي عاصي او باغي دي او هم هغه چي د ظالمانو او مفسدينو په وړاندي ساكت وي او مخه ئې نه نيسي. او رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايي: الله تعالى به د داسي ولس دعاء هم نه قبلوي!! هيڅوك حق نه لري دا الهي فريضه تعطيل او تعليق كړي او مؤمنانو دا حق سلب او دا وجيبه لغو كړي؛ الله تعالى د هغه مظلوم بده وينا هم خوښوي چي له خپل حق د دفاع په دوران كي ئې د ظالم خلاف كوي؛ فرمايي:
لَّا يُحِبُّ ٱللَّهُ ٱلۡجَهۡرَ بِٱلسُّوٓءِ مِنَ ٱلۡقَوۡلِ إِلَّا مَن ظُلِمَۚ وَكَانَ ٱللَّهُ سَمِيعًا عَلِيمًا١٤٨ النساء
په بدي خبري خوله پرانيستل د الله نه خوښېږي؛ مگر د هغه چا چي ظلم پرې شوى؛ او الله پوه اورېدونكى دئ.
دا د الله تعالى نه خوښېږي چي څوك په بدو خبرو او ښكنځلو خوله پرانيزي؛ مگر له هغه چا چي مظلوم وي، الله تعالى د مظلوم چيغه اوري، د ده او مظلوم تر منځ هيڅ حجاب نه شته، د هغه فرياد مخامخ الله ته رسي.
د آيت الفاظ دا راښيي چي الله تعالى نه يوازي د مظلوم چيغه اوري او هغه ته ئې د خپل مظلوميت څرگندولو او د ظالم په خلاف د غږ اوچتولو اجازه وركړې بلكي د ده دا خبري ئې خوښېږي، حتى د ده هغه خبري هم چي په عادي حالت كي بدي برېښي او له مظلوميت پرته په بل حالت كي د الله تعالى نه خوښېږي، خو د مظلوميت په وخت كي ئې له يوه مظلوم انسان خوښوي، د ظلم او ظالم په خلاف خو د يوه مجاهد د اوچت غږ وينا جهاد اكبر دئ؛ خو له مظلوم هغه بده وينا هم خوښوي چي له ظالم د خپل حق تر لاسه كولو او د ده د ظلمونو د غندلو لپاره ئې كوي.
دا چي مسلمانان گمارل شوي هره ورځ به پنځه وخته لمونځونه په جماعت كوي، جومات به جوړوي او په هغه كي محراب او منبر وي؛ د جومات، جماعت او منبر معنى دا ده چي دعوت الى الخير، امر بالمعروف او نهي عن المنكر د ټول امت دنده ده؛ د لري پرتو كليو له كليوالو نيولې د پلازمينې تر هستوگنو پوري؛ پر بزگر او كارگر هم او د دفتر پر مأمور هم؛ دا دنده هم د وينا، خطابت او دعوت له لاري اداء كولى شي، هم د كتابت له لاري او هم د داسي جماعتو او ټوليو جوړولو له لاري چي د مظلوم دفاع كوي او د ظالمانو د ظلم مخنيوى. نه څوك پر خطابت، دعوت او كتابت بنديز وضع كولى شي او نه د جماعتونو پر جوړولو.
11- د ښځو د تعليم، حجاب، غږ، جومات ته د لمانځه لپاره تگ، له مَحرَم پرته سفر او ځيني نورو مسائلو په اړه هم نه يوازي مخكيني اختلافات په خپل حال پاته دي او د رفع كولو لپاره ئې هيڅ اغېزمن شرعي اقدام نه دئ شوى؛ بلكي تشديد شوي؛ په داسي حال كي چي د ښځو او نارينه وو ټول فرائض او وجائب او د حلال او حرام ټولي پولي نه يوازي كاملاً سره ورته او يو شان دي بلكي په ډېرو مواردو كي ښځو ته مزيد امتيازات وركړى شوي. پر ښځو تعليم همغسي فرض دئ لكه په نارينه وو، د رسول الله صلى الله عليه و سلم په حيات كي او تر رحلت وروسته ئې د څلورو خلفاءو په دوران كي مېرمنو پنځه وخته لمونځونه په جومات كي اداء كول؛ زموږ فقهاءو په جومات كي د مېرمنو د صفونو موقعيت هم ښودلى، په حجاب كي ئې مخ، لاسونه تر بندونو پوري او پښې تر بېډيو پوري له ستر مستثنى دي، نه د نارينه غږ اورېدل ښځو ته حرام دئ او نه د ښځو نارينه وو ته؛ د قرآن گڼ شمېر آيتونه د همدې حقيقت شاهدي وركوي، په داسي سفر كي د محرم په شتون مكلفه نه ده چي تر دريو شپو ورځو پوري وي. د يوې درنې او معتبري دار الافتاء نه شتون دا ستونزه او اړوند اختلاف ئې رامنځته كړى.
12- دا هم يوه فتنه ده چي هر كال د روژي پيل او پاى او د اختر د ورځي تعيين؛ له پراخو اختلافاتو سره توأم وي؛ په داسي حال كي چي د قمري مياشتو دقيق عمر هم د فلكي محاسباتو له مخي معلوم او ثابت دئ؛ 29 ورځي، 12 ساعته، 44 دقيقې او 2.78 ثانيې دئ؛ او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم په مكرره توگه او په بېلو بېلو مناسبتونو كي ويلي چي قمري مياشت 29 ورځي ده؛ او له لارښوونو ئې دا هم معلومېږي چي دېرشمه ورځ ئې روژه نيول يوازي په هغه صورت كي ده چي د سپوږمي ليدنه ناشونې شي؛ د ليدلو لپاره ئې د دوه مسلمان او عادل شاهدانو شهادت كافي گڼل شوى؛ د قرآن دا وينا (فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ ٱلشَّهۡرَ فَلۡيَصُمۡهُۖ: نو له تاسو چي څوك د روژې دا مياشت ومومي نو په هغې كي دي روژه ونيسي) ښيي چي د روژي په داخلېدو سره پر ټولو مسلمانانو د روژې نيول فرض شي؛ دا مياشت هغه مهال پيل كېږي چي اړوند سپوژمۍ ئې له محاق ووځي او د نړۍ په كوم ځاى او سيمي كي وليدل شي. خو متأسفانه اوس حالت داسي دئ چي يو او حتى څو هېوادونه به د سپوږمۍ د ليدو شهادت وركوي، د حج په موسم كي به تر دوه مليون زيات حاجيان د عرفې په ورځ په عرفات كي راغونډ وي؛ خو په پاكستان او ايران كي به د دومره زيات شمېر حاجيانو عملي گواهي نه منل كېږي، د روژې پيل او پاى به ئې هم له نورو توپير لري او د عيد ورځ هم. دا اختلافات سياسي منشأ لري نه ديني او عقلي. سږ كال په مصر او د مصر شاوخوا او لوېدېځ كي پرتو هېوادو ته د نوې مياشت سپوږمۍ ليدو امكان وو؛ په افغانستان او ايران او د مصر په شرق كي پرتو هېوادو كي ئې ليدل گران وو؛ نوې سپوږمۍ د افغانستان په وخت له يولس بجو لږ وړاندي؛ له محاق وتله او رابره كېدله؛ تر خليجي هېوادو پوري او هغو كي چي له افغانستان سره ئې د وخت تفاوت تر 2.30 ساعتونو لږ وي؛ د سپوږمۍ ليدل گران وو؛ په مصر او بل هر هېواد كي ئې ليدل كافي دي چي د نړى ټول مسلمانان روژه پاى ته ورسوي؛ هيڅ ديني، عقلي او علمي دليل نه شته چي هر هېواد ځان ته د سپوږمۍ بېله مطلع او تقويم غوره كړي. د نړۍ د فلكي محاسباتو علمي مراكز؛ په اتفاق سره وايي چي د شوال مياشت؛ د مارچ په 29 مه د شنبې ورځي په وسط كي پيلېږي او يك شنبه د اختر لومړۍ ورځ ده. ولي بايد دا دقيق علمي محاسبات له پامه وغورځول شي؛ په داسي حال كي چي هره ورځ مو د روژې پيل او پاى هم د ساعت له مخي وي او پنځه وخته لمونځونه هم؛ مؤذن مو نه د افق د سپيني او توري گاري د څرگندېدو له مخي اذان كوي او نه په ورځ كي د سيوري د اندازې له مخي؛ موږ ئې په اذان هم روژه نيسو او ماتوو او هم لمونځونه كوو.
13- څوك چي په جوماتونو، مدرسو، ښوونځيو، ولسي غونډو، د جنازې لمونځونو، بازار او ماركيټ كي چاودني كوي، داسي عمليات تر سره كوي چي ولسي وگړي، ښځي او ماشومان په كي وژل كېږي، د سياسي موخو لپاره بې گناه خلك يرغمل نيسي، د خپلو غوښتنو لپاره ئې په مرگ گواښي، كه ئې د غوښتنو په منلو كي ځنډ راشي وژني ئې، د خلكو د تگ راتگ لارو كي بمونه ښخوي، په داسي ځاى كي چاودني كوي چي عام خلك په كي وژل كېږي، د عام ولس د سورلي بسونو او گاډو كي ماينونه ږدي او ړندې ډزي پرې كوي؛ دا يقيناً او له شك پرته سپك، ذليل او بې مروته كرايي جنگيالي دي چي نه دين لري، نه مذهب او نه سپېڅلي اهداف، د استخباراتي شبكو له لوري استخدام شوي؛ او د بې دينه كړيو مزدوران دي؛ د وحشي صهيونستانو په څېر دي چي پر جوماتونو، ښوونځيو، روغتونونو، د مهاجرينو پر پنډغالو، كورونو او ماركيټونو درانه بمونه او راكټونه وروي؛ كه دغو كرايي جنگياليو ته هم د امريكا بمونه او راكټونه په لاس ورشي همدا كار به كوي. ممكنه نه ده چي كومه مذهبي او عدالت پلوه ډله؛ كه هر څومره جاهله وي؛ داسي جنايات تر سره كړي.
قرآن په ناحقه د يوه انسان (كه مسلمان وي كه غير مسلمان) وژل داسي گڼي لكه د ټولو انسانانو وژل؛ فرمايي:
... مَن قَتَلَ نَفۡسَۢا بِغَيۡرِ نَفۡسٍ أَوۡ فَسَادٖ فِي ٱلۡأَرۡضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ ٱلنَّاسَ جَمِيعٗا وَمَنۡ أَحۡيَاهَا فَكَأَنَّمَآ أَحۡيَا ٱلنَّاسَ جَمِيعٗاۚ .... ٣٢ المائدة
....كه څوك د بل كس له قصاص پرته او يا په زمكي كي له كوم فساد پرته يو كس ووژني؛ نو دا داسي دئ لكه چي ټول خلك ئې وژلي وي او چا چي هغه ژوندى وژغورو نو دا داسي دئ لكه چي ټول خلك ئې ژوندي كړي وي....
دا آيت د يوه بې گناه انسان وژل د ټولو انسانانو له وژلو سره مترادف گڼي او له مرگ ژغورل ئې د ټولو انسانانو له ژغورلو سره ورته؛ دا ځكه چي:
• د يوه انسان وژنه د ده د نسل وژل دي، د ټولو هغو له وژلو سره مترادف دي چي له همدې مقتول به زېږېدل او ژغورنه ئې دې ته ورته د يوه نسل ژغورنه ده.
• او يو قتل د نورو قتلونو لپاره لار هواروي او نور خلك هم قتل ته هڅوي؛ او يو كس له مرگ ژغورل نور خلك دې ته هڅوي چي همدا كار وكړي.
رسول الله صلى الله عليه و سلم 13 كاله په مكه كي تېر كړل؛ مكه كي مشركو قريشو بتان لمانځل، كعبه او شا وخوا ئې له بتانو ډكه وه، ظلم، فساد، شرك انتهاء ته رسېدلى وو؛ د فساد څرگند او علني مراكز وو، پر بامونو ئې جنډې رپېدې؛ د رسول الله صلى الله عليه و سلم ياران ئې ځورول او وژل؛ خو نه پيغمبر عليه السلام او نه ئې يارانو وسله كارولې. په مدينه كي ئې لس كلونه تېر كړل؛ هلته هم مشركين ول او هم يهودان او د دوى خرافات او د شرك او فساد مركزونه؛ بيا هم مسلمانانو د دغو مركزونو په خلاف هيڅ اقدام نه دئ كړى. دوى يوازي له هغو سره جنگېدل چي د دوى خلاف ئې خپلي توري له تېكو راايستلې وې او عملاً د دوى په خلاف جنگېدل.
وروڼو خوېندو!
زموږ جهاد د دې لپاره وو چي اشغالگران وباسو، د دوى لاس پوڅي حكومتونه نسكور كړو او په خپلواك افغانستان كي په واقعي معنى إسلامي حكومت قائم كړو. الله تعالى دا فرصت موږ ته په لاس راكړ، د دوو اشغالگرو ځواكونو ماته او له هېواد وتل او ورپسې د پردي پالو حكومتونو نسكورېدا ئې پر موږ پېرزو كړل او عملاً ئې پر موږ وليدل؛ خو د جهاد وروستى هدف مو نه په لومړي ځل كي تر سره شو او نه په بعدي ځل كي!!
په ډېر تأسف سره بايد ووايو: لكه څنگه چي د شوروي ځواكونو له وتلو او د كمونست رژيم له نسكورېدو وروسته؛ افغانان د نړۍ والو توطئو له كبله ونه توانېدل وضعيت مهار كړي او منلى موفق حكومت رامنځته كړي؛ د مسكو، واشنگټن او په دوى پوري د تړلو هېوادونو او ډلو له لوري داسي ائتلافي حكومت رامنځته شو چي له قومي اقليتونو او ضعيفو پردي پالو سياسي ډلو جوړ شوى وو او مأموريت ئې د جنگ دوام او د اصلي مجاهدينو او قومي اكثريت حذفول وو؛ خو موفق نه شول؛ د حزب اسلامي په خلاف ئې سازشونه شنډ او په جنگ كي له ماتي سره مخ شول او ائتلاف ئې وشړېدو، په پاى كي ئې د طالبانو له نوې ډلي سره د ظاهر خان په مشرۍ ائتلاف رامنځته كړ؛ خو دا ائتلاف هم ډېر ژر نه يوازي وشړېدو بلكي په داسي خونړيو جگړو منتج شو چي لمن ئې له كابل د هېواد تر غرب، شرق او شمال پوري خوره شوه او نژدې پنځه كاله ئې دوام وكړ؛ وجه ئې كابل ته په يوه اړخيزه توگه د طالبانو ننوتل او د مخكنيو ژمنو نقض وو؛ دغو جنگونو امريكا ته پر افغانستان د بريد لار آواره كړه او هغه ډلي چي له مسكو سره د سازش له لاري قدرت ته رسېدلې وې؛ دا ځل امريكا د زمكنيو كرايي جنگياليو په توگه استخدام او د طالبانو په خلاف وجنگولې، د طالبانو حكومت په 35 ورځو كي ړنگ شو؛ په داسي حال كي چي لا امريكايي سرتېري په افغانستان كي نه وو پلي شوي؛ په شمال كي ئې ټول جنگيالي امريكا او دغو ډلو ته تسليم شول چي د طالبانو د وينا له مخي تر پنځلس زره زيات تسليم شوي جنگيالي ئې په شمال كي ووژل شول. كابل او ورپسې كندهار بيا دغو ټوليو ته په لاس ورغلل؛ د كابل له سقوط وروسته؛ د امريكا، روسيې، ايران، پاكستان او بريتانيا استازو د دغو ډلو غړي په بن كي راغونډ كړل، د خپلي خوښي حكومت ئې جوړ كړ، وزارتونه ئې پر دغو ډلو ووېشل؛ جمهور رئيس او وزيران ئې په امريكايي جهاز كي له بن كابل ته انتقال او په ارگ كي ديسانت كړل. همدا د شل كلن اشغال او د داسي اوږدې او خونړۍ جگړي سبب شو چي د امريكايانو د وروستي سرتېري تر وتلو ئې دوام وكړ او پايله ئې د امريكا ماته او تش لاس وتل وو. امريكايان ووتل او هغه ډلي، جنگيالي او امنيتي او استخباراتي پرسونل او افراد ئې هم له ځان سره انتقال كړل چي د اشغال شلو كلونو په دوران كي ئې پاللي، روزلي او جنگولي ول.
د اشغال خاتمه، د بهرنيو ځواكونو وتل، د جگړو پاى ته رسېدا او د مخكيني مفسد حكومت نسكورېدا يو ښه انكشاف او د هغو مؤمنو افغانانو لپاره په زړه پوري فرصت وو چي د خپلواكۍ تر لاسه كولو او اسلامي نظام قائمولو لپاره ئې د اوږدې مبارزې ستونزي او كړاوونه گاللي وو؛ خو متأسفانه له دې تاريخي فرصت هم لازمه استفاده ونه شوه؛ په كار دا وه چي موږ د نظام جوړولو په ارتباط اساسي او اړين گامونه اخستي وى. ښايي دا پوښتنه به له ډېرو افغانانو سره وي چي د واقعي اسلامي نظام قائمولو لپاره كوم كوم كارونه بايد شوي وى؛ لنډ ځواب ئې دا دئ: همغه كارونه مو بايد كړي وى چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم له رحلت وروسته صحابه وو وكړل؛ لومړى كار دا وو چي د مدينې ټول مسلمانان؛ بلا استثناء په جومات كي راغونډ شول؛ د جومات دروازه د ټولو لپاره پرانستې وه، هيڅوك نه دئ ترې محروم كړى شوى، په بشپر اتفاق سره ئې تر ټولو افضل، اعلم او احق شخصيت د امير په توگه غوره كړ؛ دا شخصيت له هغه وروسته امير شو چي د مدينې ټولو مسلمانانو په خپله خوښه ورسره بيعت وكړ او دا شرط ئې وضع كړ چي يوازي په هغه صورت كي به ستا اطاعت كوو چي ته د الله او د هغه د رسول اطاعت كوې. دا امير نه د تړلو دروازو تر شا غوره شوى، نه څو معدودو اشخاصو ټاكلى او نه له مخكيني زعيم ده ته په ميراث رسېدلى، رسول الله صلى الله عليه و سلم د هيچا په اړه نه سپارښتنه كړې وه او نه ئې څوك خپل ځاى ناستى ټاكلى وو؛ ډېرو؛ د ده د تره عباس رضي الله عنه په شمول په اصرار او تكرار سره ترې غوښتل چي تر رحلت وړاندي خپل ځاى ناستى وټاكي؛ خو دا كار ئې ونه كړ!! ولي ئې ونه كړ؟ دا پوښتنه فقط يو ځواب لري او هغه دا چي الله تعالى دا د ټولو مؤمنانو وجيبه او حق گڼلى چي امارت به د يوه امانت په توگه هغه چا ته سپاري چي اهليت ئې لري؛ د امانت اهل او امين شخصيت تشخيصول هم د دوى وجيبه ده او هغه ته ئې سپارل هم د دوى الهي فريضه. همدا هم د الله تعالى امر او لارښوونه ده، هم د رسول الله صلى الله عليه و سلم څرگند او عملي سنت؛ او هم د صحابه وو منهج؛ له دې پرته د امير د غوراوي په اړه بله طريقه غوره كول د قرآن، سنت او د صحابه وو د منهج خلاف عمل دئ. څلور خلفاء همداسي د ټولو مسلمانانو په اجماع او اتفاق او په جومات كي غوره شوي. په دوى كي درې داسي انتخاب شوي چي خوا ته ئې بل نوماند نه وو او يو ئې د داسي شپږو نوماندانو له منځه انتخاب شوى چي هر يو ئې د امارت اهل وو او تر نورو ئې زيات حاميان او پلويان درلودل؛ د دوى توافق په حقيقت كي د ټولو صحابه وو توافق گڼل كېدو، په دوى كي درې د نورو دريو په گټه تېر شول، پاته درې د ټولي مدينې اوله درجه نوميالي او د امارت اهل شخصيتونه وو؛ عثمان، علي او عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنهم؛ دوى هم په دې توافق وكړ چي عبد الرحمن بن عوف له نوماندۍ تېر شي او د پاته دوو په اړه د مدينې له مسلمانانو وپوښتي چي څوك د امارت لپاره غوره گڼي؛ هغه همدا كار وكړ؛ او په پاى كي ئې خلك په جومات كي راغونډ كړل او د ټولو په وړاندي ئې د خپلي استفتاء او رأى معلوموني نتائج اعلان كړل او وئې ويل: ما درې شپې ورځي د مدينې له هستوگنو؛ نارينه، ښځو، مقيم او مسافر وپوښتل؛ په دې موده كي مي خوب نه دئ كړى مگر ډېر لږ؛ د مدينې اكثريت مؤمنان مي داسي وموندل چي عثمان رضي الله عنه ته پر علي رضي الله عنه د امارت لپاره ترجيح وركوي؛ ټولو د علي رضي الله عنه په شمول موافقه كړې، بيعت تر سره شوى او عثمان رضي الله عنه د امير په توگه غوره شوى؛ دولس كلونه ئې امارت دوام وكړ؛ علي او عبد الرحمن بن عوف رضي الله عنهما ئې نژدې مشاورين او همكاران ول؛ كله چي د ده خلاف د څو شرارت غوښتونكو له لوري فتنه رامنځته شوه او د ده پر كور ئې بريد ته ملا وتړله؛ علي رضي الله عنه خپل زامن حسن او حسين رضي الله عنهما ولېږل چي د باغيانو په وړاندي له ده دفاع وكړي، خو اشرار وتوانېدل عثمان رضي الله عنه شهيد كړي. له همدې ځاى په امت كي د فتنو لړۍ پيل شوه؛ كه څه هم مسلمانان وتوانېدل چي علي رضي الله عنه د مخكينيو خلفاءو په څېر په جومات كي د ټولو په اجماع او اتفاق سره د امير په توگه غوره كړي خو فتنې خپل زهر شيندلي وو او كورني او بهرني دښمنان په كمين كي؛ د علي رضي الله عنه دوو كارونو هم ده ته ستونزي راولاړي كړي او هم امت ته؛ 1- په داسي حال كي دار الخلافه له مدينې كوفې ته انتقالول چي د صحابه وو غوڅ اكثريت ورسره موافق نه ول او په دې كار كي ئې د ده ملگرتيا هم ونه كړه؛ د مدينې په څېر مهم، د رسول الله صلى الله عليه و سلم په لاس روزل شوى ولس، د صالحانو غوڅ اكثريت پرېښودل او د كوفې په څېر له فتنو ډك، نامطمئن ځاى، خام او بې اعتباره خلك؛ د دار الخلافه په توگه غوره كول او هغه ځاى ته تگ ناسم تصميم وو او پايله ئې دا شوه چي دى هم په كي شهيد شو او د ده زوى حسين رضي الله عنه د كورنۍ له اويا غړو سره هم؛ 2- د هغو اشرارو محاكمه او مجازات ځنډول چي د عثمان رضي الله عنه په شهادت كي ئې لاس درلود. كه دا كار نه وى شوى نو نه به په شام او مصر كي بېل خلافتونه اعلان شوي وو او نه د مرو په څېر نورو ځايونو كي.
تر هغه چي اميران د ټولو مسلمانانو په خوښه غوره كېدل، په ټولو مهمو مسائلو كي به پوښتل كېدل، همغسي چي قرآن فرمايي نظام ئې د شورى پر بنسټ ولاړ وو (...وَأَمۡرُهُمۡ شُورَىٰ بَيۡنَهُمۡ ...)؛ ټول مشر او كشر قانون ته منقاد او تابع ول، امارت د خلكو امانت گڼل كېدو او امير د خلكو خادم او د دوى د امانتونو امين؛ نه زعامت قومي رنگ درلود او نه د زعيم په كورنۍ كي له پلار زوى ته انتقالېدو، په جومات كي غوره كېدو نه په قصرونو كي؛ د تړلو دروازو تر شا او د زعيم د درباريانو له لوري؛ نو متحد ول او تر منځ ئې ورورولي او كامل وحدت وو، خو كله چي امارت قومي او قبيلوي رنگ غوره كړ، موروثي شو، دربار له متملقينو، مداحانو او شاعرانو ډك شو، د شورى ځاى استبداد او انحصار ونيولو، ... د جگړو لرۍ پيل شوه؛ داسي جگړي چي په سلگونو صحابه په كي شهيدان شول!! هر لوري به ځان په حقه او مقابل لورى ناحقه او باغي گڼلو؛ استناد به ئې هم په داسي كمزورو او د قرآن خلاف رواياتو او آراءو وو چي هر مؤمن او عقلمن انسان ورته حيران شي؛ د علي رضي الله عنه پلويانو به ويل: مقابل لورى ځكه باغي دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: عمار رضي الله عنه به د باغي ډلي په لاس ووژل شي. دى د معاويه د پلويانو په لاس وژل شوى!! په داسي حال كي چي دا روايت د قرآن له لسگونو هغو آيتونو سره جدي او ژور تعارض لري چي وايي: په زمكي او آسمان كي له الله تعالى پرته هيڅوك په غيب نه پوهېږي؛ هيڅوك نه پوهېږي چي دى په خپله او بل انسان به كله او چېري مري، قرآن رسول الله صلى الله عليه و سلم ته فرمايي:
قُلۡ مَا كُنتُ بِدۡعٗا مِّنَ ٱلرُّسُلِ وَمَآ أَدۡرِي مَا يُفۡعَلُ بِي وَلَا بِكُمۡۖ إِنۡ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰٓ إِلَيَّ وَمَآ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ مُّبِينٞ٩ الأحقاف
ووايه: زه د پيغمبرانو لومړنى نه يم او نه په دې پوهېږم چي له ما سره به څه كېږي او نه په دې چي له تاسو سره به څه كېږي؛ او زه يوازي د هغه څه متابعت كوم چي ما ته ئې وحي كېږي، زه له يوه څرگند نذير پرته بل څه نه يم،
يعني الله تعالى خپل رسول ته امر كړى چي خلكو ته ووايي: زه د پيغمبرانو لومړنى نه يم، تر ما وړاندي ډېر پيغمبران تېر شوي، په غيب نه پوهېږم، نه په دې پوهېږم چي الله تعالى به له ما سره څه كوي او نه په دې چي له تاسو سره به څه كوي، نه په دې پوهېږم چي سبا به ژوندى وم كه نه؛ كله او چېري به مرم؛ يوازي د هغه څه متابعت كوم چي ما ته ئې وحي كېږي، زه له يوه څرگند نذير پرته بل څه نه يم.
همد راز ورته ويل شوي:
قُل لَّآ أَمۡلِكُ لِنَفۡسِي نَفۡعٗا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَآءَ ٱللَّهُۚ وَلَوۡ كُنتُ أَعۡلَمُ ٱلۡغَيۡبَ لَٱسۡتَكۡثَرۡتُ مِنَ ٱلۡخَيۡرِ وَمَا مَسَّنِيَ ٱلسُّوٓءُۚ إِنۡ أَنَا۠ إِلَّا نَذِيرٞ وَبَشِيرٞ لِّقَوۡمٖ يُؤۡمِنُونَ١٨٨ الأعراف
ووايه: نه د ځان لپاره د گټي (رسولو) واك لرم او نه د ضرر او تاوان (دفع كولو)، مگر هغه څه چي الله ئې وغواړي او كه په غيب پوهېدى نو ډېر خير او ښېگڼه به مي تر لاسه كړې وه او تاوان به نه رارسېدو، زه خو مؤمنانو ته له يوه خبردارى وركوونكي او زېرى وركونكي پرته بل څه نه يم.
په دې مبارك آيت سره رسول الله صلى الله عليه و سلم د څو نورو خبرو په اعلان مأمور شوى:
• خلكو ته دا خبره په واضح الفاظو اعلان كړه چي زه نه د ځان لپاره د گټي رسولو څه واك لرم او نه د ضرر او تاوان دفع كولو، د دې واك په بشپړه توگه له الله تعالى سره دئ، كه ځان ته كومه گټه رسولى شم يا كوم ضرر دفع كولى شم نو دا همغه څه دي چي الله تعالى غوښتي، د دې پرېكړه هم د الله تعالى له لوري كېږي.
• زه له غيبي امورو خبر نه يم، كه په غيب پوهېدى نو تل او په هر كار كي به مي خير او ښېگڼه په برخه كېده او هيڅكله به كوم تاوان نه رارسېدو. څوك چي په غيب پوهېږي په هر كار كي به گټه كوي او د تاوان له هر مورد به خوندي پاته كېږي، دا ځكه چي هغه پوهېږي څه ورته گټه لري او څه ورته تاوان، د گټي ځاى ته ځان رسوي او د تاوان له ځاى ځان ساتي، خو تاسو وينئ چي زه د نورو انسانانو په څېر له كړاوونو، ستونزو، بيماريو او ناخوالو سره مخ كېږم، دا ښيي چي زه له غيب خبر نه يم. گورئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم؛ نه يوازي دا خبره اعلانوي چي په غيب نه پوهېږي بلكي دلائل ئې هم وړاندي كوي.
• زه فقط د الله تعالى له لوري يو استازى يم چي مأموريت مي نېكانو ته زېرى او بدانو ته خبردارى وركول دي.
عجيبه ده كه څوك په جگړو كي د ښكېل هغو دوو لوريو تر منځ فقط د داسي رواياتو له مخي قضاوت كوي او يو باغي او بل په حقه گڼي!! په داسي حال كي چي علي رضي الله عنه د صحابه وو په اجماع او بشپړ توافق او بيعت سره د امير په توگه غوره شو؛ داسي څه ئې نه دي كړي چي په خلاف ئې د وسلې كارول او وسله وال پاڅون جائز وي؛ د عثمان رضي الله عنه د قاتلانو محاكمه او مجازات داسي قضيه نه وه چي مطالبه ئې په وسله وال پاڅون سره وشي؛ په هر صورت زموږ دنده دا نه ده چي د دوى په اړه قضاوت وكړو؛ حقيقي قاضى القضات الله تعالى دئ؛ موږ دعاء كوو چي الله تعالى دي ټولو هغو ته مغفرت وكړي چي په دې جگړو كي ښكېل شول؛ موږ ته په كار دا ده چي له دغو پېښو پند او عبرت واخلو او له هغه څه ډډه وكړو چي د صحابه وو تر منځ په جگړو منتج شو؛ تاريخ موږ ته ښيي چي د علي او معاويه او د هغوى د پلويانو منازعه نه په جنگ حل شوه او نه د خوارجو په هغي منصوبې چي غوښتل ئې په دې پېښو كي درې مؤثر شخصيتونه: علي، معاويه او عمرو بن العاص رضي الله عنهم په هممهاله توگه او په يوه ورځ ترور كړي او په دې سره لانجه پاى ته ورسوي؛ دوى د بدر د جگړي ستره او تاريخي ورځ (17 رمضان) د خپلو بريدونو لپاره غوره كړې وه؛ خو نه دا ترور د بدر د مباركي غزوې په څېر د كافرانو خلاف جنگ وو او نه كوم لورى د ابوجهل له لښكر سره تشبيه كول جائز دي! يوازي يو جاهل، بې هدف، نامرد، او د حلال او حرام له پولو بې خبر انسان كولى شي دا غلچكي ترورونه د بدر په څېر له عظيمي او سپېڅلې غزوې سره مقايسه او تشبيه كړي!! د دوى په عملياتو كي علي رضي الله عنه په جومات كي شهيد شو، معاويه رضي الله عنه ټپي شو او عمرو بن العاص رضي الله عنه له بريد ځكه خوندي پاته شو چي په همغه ټاكلې ورځ د بيمارۍ له كبله جومات ته نه وو تللى او بل څوك ئې گمارلى وو چي د ده پر ځاى د لمانځه امامت وكړي؛ په كمين كي منتظر قاتل دا كس ووژلو. يقيناً چي د حل لار نه جنگ دئ او نه د شخصيتونو ترور؛ بلكي د مسلمانانو رأى ته تمكين، د شورى اصل ته رجوع؛ او د تفاهم له لاري د لانجو حل؛ د امارت هره لانجه؛ د زمانې په هر پړاو كي بايد همغسي حل شي لكه چي د څلورو خلفاءو د انتخاب په دوران كي چي صحابه وو غوره كړه؛ فقط همدا.
وروڼو خوېندو!
د ظلم، شرك او خرافاتو ټغر ټولول؛ او پر ځاى ئې د توحيد او خداى پالني پر بنسټ ولاړ، د عدالت ضامن، له ناامنيو او جنگ فارغ نظام جوړول؛ داسي ټولنه رامنځته كول چي په هغې كي انسان د انسان له غلامي او بندگي د تل لپاره ژغورل شوى وي، له الله پرته ئې نه بل ته سر ټيټ شي او نه لاس اوږد؛ يوازي د يوه الله عبادت او يوازي له ده استعانت ئې شعار وي؛ نه مړى او ژوندى بت ولمانځي، نه د الله تعالى له كور پرته د بل كور طواف وكړي؛ نه د ژوندي انسان د قصر او نه د مړه انسان د قبر، قريشو او هر مخاطب ته د رسول الله صلى الله عليه و سلم لومړي وينا دا وه: قولوا لا إله الله تفلحوا: ووايئ چي له الله پرته بل معبود نه شته؛ چي بريالي شئ. د مكې له فتحي وروسته ئې د قريشو بتان نسكور كړل، امر ئې وكړ چي پر قبرونو ولاړي جنډې ړنگي او تر يوې لوېشت لوړ قبرونه راټيټ كړئ، پر قبرونو د گنبدو له جوړولو ډډه وكړئ، لوڅ طواف، او په طواف كي شپيلكي او لاسونه پړكول ممنوع دي، خو متأسفانه اوس موږ د مجللو قبرونو د جوړېدو شاهد يو چي د واكمنو مجلل قصرونه نه شي ورسره پرتله كېدى، مليون ډالري قبرونه؛ او په جوماتونو كي د ذكر تر پوښښ لاندي د صوفيانه مسخره نڅاوو، چيغو، ها هو، د پير او مرشد په پښو كي رغړېدا، د حيوان په څېر او په خاپوړو د پير لوري ته تگ، په غاړه كي ئې د لوټونو هار ځوړوندول، او دې ته ورته كركجني صحنې گورو، د قرآن او سنت خلاف ويناوي، پير ته په غيب پوهېدا او له لري واټن په يوه نظر د مريد ژغورلو نسبتونه اورو، دا هغه ټگمار پير ته منسوبېږي چي خوراك ئې هم د جاهل مريد له شكرانو دئ او قيمتي جامه او مرفه ژوند ئې هم.
دا په داسي حال كي چي الله تعالى د اهل كتاب په اړه رسول الله ته دا سپارښته كوي:
قُلۡ يَـٰٓأَهۡلَ ٱلۡكِتَٰبِ تَعَالَوۡاْ إِلَىٰ كَلِمَةٖ سَوَآءِۭ بَيۡنَنَا وَبَيۡنَكُمۡ أَلَّا نَعۡبُدَ إِلَّا ٱللَّهَ وَلَا نُشۡرِكَ بِهِۦ شَيۡـٔٗا وَلَا يَتَّخِذَ بَعۡضُنَا بَعۡضًا أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِۚ فَإِن تَوَلَّوۡاْ فَقُولُواْ ٱشۡهَدُواْ بِأَنَّا مُسۡلِمُونَ٦٤ آل عمران
ووايه: اې اهل كتاب! هغه خبري ته راشئ چي زموږ او ستاسو تر منځ يو شانته ده او هغه دا چي: له الله پرته به (د بل چا) عبادت نه كوو او هيڅ څه به ورسره نه شريكوو او زموږ ځيني به ځيني نور له الله پرته ارباب (خدايان) نه نيسي، خو كه ئې ډډه وكړه نو ورته ووايئ: شاهد اوسئ چي موږ منقاد او مسلمان يو.
دلته پيغمبر عليه السلام ته سپارښتنه شوې چي اهل كتاب ته ووايي: د هغي خبري منلو ته راشئ چي ستاسو اصلي دين ئې هم غوښتنه كوي او زموږ دين هم؛ او هغه دا چي:
• يوازي د يوه الله عبادت به كوو، له ده پرته به نه د بل چا عبادت كوو او نه به بل ته دعاء.
• هيڅ څه او هيڅوك به له الله سره نه شريكوو.
• ځيني به د ځينو نورو لپاره (رب) نه وي، دا غلطي به نه كوو چي د ځان په څېر يوه انسان ته د رب مقام او منزلت وركړو، دا ظلم به نه كوو چي ځيني د ځينو نورو لپاره له ځان رب جوړ كړي.
له دې آيت څو بنيادي خبري معلومېږي:
1. د دين اصلي او بنيادي خبري همدا درې خبري دي. ټول الهي دينونه همدا خبري كوي. په كوم مذهب او دين كي چي د دغو دريو خبرو خلاف څه وموندل شي هغه محرف مذهب او دين دئ.
2. كله انسان هومره جاهل او ذليل شي چي د ځان په څېر انسان ته د رب مقام وركړي!! د هغه بنده شي، هغه ورته حلال او حرام ټاكي او دى ئې مني!! هغه له الله سره په الوهيت او ربوبيت كي شريك كړي، هغه ته دعاء كوي او له هغه غيبي مرسته غواړي.
قرآن وايي: يهودانو عزير او مسيحيانو عيسى عليهما السلام د الله د زامنو او ځاى ناستو په توگه ونيول او خپل ملا او پير ئې د اربابانو (خدايانو) په توگه:
وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ عُزَيۡرٌ ٱبۡنُ ٱللَّهِ وَقَالَتِ ٱلنَّصَٰرَى ٱلۡمَسِيحُ ٱبۡنُ ٱللَّهِۖ ذَٰلِكَ قَوۡلُهُم بِأَفۡوَٰهِهِمۡۖ يُضَٰهُِٔونَ قَوۡلَ ٱلَّذِينَ كَفَرُواْ مِن قَبۡلُۚ قَٰتَلَهُمُ ٱللَّهُۖ أَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ٣٠ ٱتَّخَذُوٓاْ أَحۡبَارَهُمۡ وَرُهۡبَٰنَهُمۡ أَرۡبَابٗا مِّن دُونِ ٱللَّهِ وَٱلۡمَسِيحَ ٱبۡنَ مَرۡيَمَ وَمَآ أُمِرُوٓاْ إِلَّا لِيَعۡبُدُوٓاْ إِلَٰهٗا وَٰحِدٗاۖ لَّآ إِلَٰهَ إِلَّا هُوَۚ سُبۡحَٰنَهُۥ عَمَّا يُشۡرِكُونَ٣١
30- او يهودانو وويل: عزير د خداى زوى دئ او مسيحيانو وويل: مسيح د خداى زوى دئ، دا هسي د دوى د خولو خبري دي، له هغو كافرانو سره خپله خبره ورته كوي چي (تر دوى) مخكي ول، الله دي دوى هلاك كړي، څنگه دوكه كېږي؟! 31- له خپلو ملايانو او پيرانو ئې له الله پرته خدايان جوړ كړل؛ او له مسيح د مريمي له زوى هم، په داسي حال كي چي يوازي په دې گمارل شوي وو چي د هغه يوازيني معبود عبادت به كوي چي له ده پرته بل معبود نه شته، له هغه څه منزه دئ چي (دوى ئې ورسره) شريكوي.
دلته د يهودو او نصرانيانو د پېژندني لپاره دا لارښووني مومو:
• يهودانو د خپل پيغمبر عزير عليه السلام په اړه غلو وكړه، هغه ئې د خداى زوى او ځاى ناستى وگڼلو او نصرانيانو مسيح عليه السلام د خداى زوى او ځاى ناستى وگڼلو، دوى هغه صفات دغو پيغمبرانو ته منسوب كړل چي يوازي له الله تعالى سره ښايي.
• دا د دوى د خولو خبري وې، له خپله ځانه ئې جوړي كړې وې، نه الله تعالى په خپل كتاب كي كړې وې او نه دغو پيغمبرانو دوى ته ويلې وې.
• د پيغمبرانو په اړه دا شرك لړلي عقائد دوى له مخكينيو كافرو او مشركو قومونو اقتباس كړي. يعني دا د ټولو مخكنينو كافرو قومونو گډ برخليك وو چي له خپلو پيغمبرانو ئې د خداى زامن او ځاى ناستي جوړ كړي؛ د هغوى په ستايني كي ئې غلو كړې؛ په داسي صفاتو ئې ستايلي چي له الله تعالى پرته له هيڅ انسان او مخلوق سره نه ښايي؛ چا له دوى داسي ممتاز او له انسانانو متفاوت مخلوق جوړ كړى چي له نور پيدا شوى نه له خاوري، تر ټولو مخلوقاتو وړاندي پيدا شوى، تل وو او تل به وي، د مخلوقاتو تر پيدايښت وړاندي پر عرش د خداى خوا ته ناست وو، په غيب پوهېږي او له ماضي او مستقبل خبر دئ؛ دا ټولي خبري غلطي، دروغجني او له ځانه جوړي شوې كافرانه خبري او سل په سلو كي د قرآن خلاف خبري دي؛ قرآن وايي چي الله تعالى هر قوم ته د هغوى له منځه پيغمبر لېږلى، د نورو انسانانو په څېر بشر وو، پلار ئې درلود او له مور زېږېدلى، ووړ وو ورو ورو ستر شوى، د پيدايښت هر څه ئې د نورو انسانانو په څېر، خوراك، څښاك، ويښه او خوب ئې د بل هر انسان په څېر وو، بيمار شوى او دواء ته اړ شوى، زوړ شوى او د زړښت آثار په كي راڅرگند شوي، داسي حالت هم پرې راغلى چي په سفر كي د ډېري سټړيا له كبله په داسي ژور خوب ويده شوى چي د سهار لمونځ ترې قضاء شوى، سره له دې چي يو تن ئې گمارلى وو چي لمانځه ته ئې راويښ كړي؛ خو هغه هم ويده پاته شوى وو. داسي هم شوي چي د مازديگر څلور ركعته لمونځ ئې سهواً دوه ركعته كړى؛ له سلام وروسته يوه مقتدي ورته ويلي: يا رسول الله! آيا د لمانځه ركعتونه كم كړى شوي كه څنگه؟ وئې فرمايل څه شوي؟ صحابي وويل: تا د څلورو ركعتونو پر ځاى دوه ركعته لمونځ وكړ؛ نو جومات ته ستون شوى او لمونځ ئې بشپړ كړى؛ داسي هم شوي چي د تهجد لمانځه ته پاڅېدلى؛ له جومات ئې د چا تلاوت اورېدلى چي يوه سوره ئې په لمانځه كي تلاوت كوله؛ وئې فرمايل: الله تعالى دي ده ته اجر وركړي؛ دغه سوره له ما هېره شوې وه ده راپه ياد كړه؛ له دوو پرته نور ټول پيغمبران په پاخه عمر كي په پيغمبرۍ مبعوث شوي، علم او حكمت ئې له رسالت وروسته تر لاسه كړي؛ قرآن د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړه فرمايي چي تر رسالت وړاندي نه په دې پوهېدو چي كتاب څه دئ او نه د ايمان په حقيقت او معنى پوهېدو:
وَكَذَٰلِكَ أَوۡحَيۡنَآ إِلَيۡكَ رُوحٗا مِّنۡ أَمۡرِنَاۚ مَا كُنتَ تَدۡرِي مَا ٱلۡكِتَٰبُ وَلَا ٱلۡإِيمَٰنُ وَلَٰكِن جَعَلۡنَٰهُ نُورٗا نَّهۡدِي بِهِۦ مَن نَّشَآءُ مِنۡ عِبَادِنَاۚ وَإِنَّكَ لَتَهۡدِيٓ إِلَىٰ صِرَٰطٖ مُّسۡتَقِيمٖ ٥٢ ا لشورى
او همداسي مو تا ته د خپل امر ځانگړې وحي وكړه، ته نه پوهېدې چي كتاب څه دئ او نه د ايمان (په معنى او حقيقت) پوهېدې، خو موږ داسي نور وگرځاوو چي له خپلو بندگانو هغه څوك پرې هدايتوو چي غواړو ئې؛ او بې شكه چي ته د مستقيمي لاري خوا ته لارښوونه كوې.
دلته رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوي چي تا ته مو همداسي له خپل لوري د يوه خاص امر وحي وكړه، ته تر وحي وړاندي نه پوهېدې چي كتاب څه دئ او نه د ايمان په معنى او حقيقت پوهېدې، خو موږ دا قرآن داسي نور وگرځاوو چي له خپلو بندگانو هغه څوك پرې هدايتوو چي غواړو ئې؛ او بې شكه چي ته د مستقيمي لاري خوا ته لارښوونه كوې. دلته په ډېر صراحت سره او په پرېكنده توگه ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم تر بعثت وړاندي نه د كتاب له څرنگوالي خبر وو او نه د ايمان په معنى او حقيقت پوهېدو. رسول الله صلى الله عليه و سلم د قرآن له راتلو وړاندي حتى په ليك لوست هم نه پوهېدو، دا خو پرېږده چي د ټول كتاب د علومو په اړه هغه وسيع او جامع علم ولري چي تر دې وروسته ئې په برخه شو، نه په ليك لوست پوهېدو او نه د كتاب او ايمان له حقيقت په دومره تفصيل سره خبر وو چي د دې كتاب له راتلو وروسته پرې خبر شو، خو الله تعالى دا كتاب د ده لپاره داسي نور وگرځاوو چي ټول حقائق ئې د هغه په رڼا كي وپېژندل. د رسول الله صلى الله عليه و سلم ټول ژوند پر دې گواهي وركوي چي هغه نه په غيب پوهېدو، نه د راتلونكې وحي له وخت او څرنگوالي خبر وو، نه د خپل مرگ له نېټې او ځاى، نه په بدر كي له بريا او نه په احد كي له خپلي ماتي او زخمي كېدا؛ د قرآن گڼ شمېر آيتونه همدغه خبره كوي. هر پيغمبر خپل امت ته ويلي: ستاسو په څېر انسان او بشر يم؛ فقط په يوه تفاوت سره چي ما ته د الله تعالى له وحي شوې.
د هغو شرك ځپلو او د جهل او خرافاتو په گنده ډنډ كي د غرق شوو؛ په غلطو عقائدو حيرت او افسوس په كار دئ، څه شي د دوى پر عقل پرده غوړولې او داسي غلطو عقائدو ته ئې اړ كړي؟ الله تعالى په خپل كتاب قرآن كي په مكرره، مؤكده او څرگنده توگه وايي: د محمد عليه السلام په شمول د ټولو پيغمبرانو جد آدم عليه السلام دئ؛ جد ئې هم له خاوري پيدا شوى او دوى هم، نطفه ئې له هغو خوراكي توكو جوړه شوې چي د خاوري له موادو جوړ شوي او د مور او پلار په بدن كي په نطفې بدل شوي. د محمد عليه السلام هم پلار او نيكه معلوم دئ او هم مور او نيا؛ نومونه ئې هم او قبيله ئې هم؛ څنگه له يوې وړې مختلطي نطفې پيدا شوى انسان هغه مقام ته رسوي چي د خداى زوى او ځاى ناستى ترې جوړ كړي؟!
بايد وگورو چي د يهودانو، نصرانيانو او نورو مشركو او كافرو قومونو چي په شخصيت پالني او شرك كي دې پړاو ته رسېدلي چي له انسان خداى جوړ كړي؛ د دې عقيدې معنى څه ده او د دې انحراف وجه څه ده؟
د دې معنى دا ده چي دا يو عام آفت دئ؛ وړانديني هم پرې اخته شوي او وروستني هم؛ ډېرو خداى هېر كړى او له خپلو پيغمبرانو ئې د خداى ځاى ناستي او زامن جوړ كړي؛ او خپل احبار او رهبان (ملايان او پيران) ئې د رب مقام ته رسولي، الله او د هغه دين ته ئې شا كړې، ملا او پير ئې لمانځلي، په پښو كي ئې رغړېدلي او د حلال او حرام په اړه ئې د دوى فتوى ته غاړه ايښې!! دا د ټولو جاهلو او لار وركو قومونه تور برخليك دئ، پر الله او پيغمبر به د ايمان دعوى كوي؛ خو له ټگمار پير پرته نه خداى پېژني او نه ئې رسول؛ هغه څه به وايي او كوي چي الله تعالى او قرآن ئې او رسول الله او حديث ئې شرك او كفر گڼي. مگر نه گورئ چي قرآن موږ ته وايي: يهودانو خپل علماء او ملايان (احبار) او نصرانيانو خپل مشائخ او پيران (رهبان) او مسيح عليه السلام په ربويبت ونيول، هغوى ته ئې د رب او معبود په سترگه وكتل، يهودانو د حلال او حرام په اړه د خپلو ملايانو او علماءو خبره وروستۍ خبره وگڼله، چي د الهي معيارونو له مخي همدا شرك او په داسي صفت كي له الله تعالى سره د بل چا شريكول دي چي يوازي له الله تعالى سره ښايي، نصرانيانو خپل مشائخ او پيران په غيب پوه او د حاجتونو تر سره كوونكي وگڼل او په الهي معيارونو كي همدا شرك او په هغه صفاتو كي له الله تعالى سره د بل چا شريكول دي چي د الله تعالى لپاره مختص دي. دا په داسي حال كي چي دوى ته امر شوى وو چي له الله تعالى پرته به د هيچا عبادت نه كوئ.
دا مبارك آيت موږ ته د (عبادت) دقيقه معنى راښيي، عبادت يوازي لمانځنه او د چا په وړاندي تندى پر زمكه ايښودل او ركوع او سجده كول نه دي؛ له قيد او شرط پرته اطاعت، د چا په اړه دا عقيده ساتل چي په غيب پوهېږي او د ده حاجتونه تر سره كولى شي، له همدې باور سره له چا طمع او وېره درلول هم عبادت گڼل شوى. يهودو او نصرانيانو د خپلو علماءو، پيرانو او پيغمبرانو په اړه همدا عقيده درلوده نو ځكه قرآن هغوى ته د مشرك خطاب كوي.
دا مطلب په لاندي روايت كي داسي توضيح شوى:
عَنْ عَدِيِّ بن حَاتِمٍ، قَالَ: أَتَيْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه و سلم وَفِي عُنُقِي صَلِيبٌ مِنْ ذَهَبٍ، فَقَالَ:"يَا عَدِيُّ اطْرَحْ هَذَا الْوَثَنَ مِنْ عُنُقِكَ"، فَطَرَحْتُهُ، فَانْتَهَيْتُ إِلَيْهِ وَهُوَ يَقْرَأُ سُورَةَ بَرَاءَةٌ، فَقَرَأَ هَذِهِ الآيَةَ: "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ"(التوبة: آية 31) حَتَّى فَرَغَ مِنْهَا، فَقُلْتُ: إِنَّا لَسْنَا نَعْبُدُهُمْ، فَقَالَ: "أَلَيْسَ يُحَرِّمُونَ مَا أَحَلَّ اللَّهُ فَتُحَرِّمُونَهُ وَيُحِلُّونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ، فَتَسْتَحِلُّونَهُ، "قُلْتُ: بَلَى، قَالَ:"فَتِلْكَ عِبَادَتُهُمْ". المعجم الكبير للطبراني
له عدي بن حاتم روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته په داسي حال كي راغلم چي په غاړه مي د سروزرو صليب ځړېدو، نو وئې فرمايل: اې عدي! دا نښه (بُت) دي له غاړي لري وغورځوه، نو ما لري كړ، بيا په داسي حال كي د ده خوا ته ورغلم چي د براءة سوره ئې قرائت كوله او دا آيت ئې ولوست: (اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللهِ: خپل ملايان او پيران ئې له الله پرته ځان ته خدايان وگرځول)، تر هغه چي ترې فارغ شو، نو ما ورته وويل: موږ خو د دوى عبادت نه كوو، وئې فرمايل: آيا هغه څه حرام نه گڼي چي الله تعالى حلال كړي او تاسو ئې هم حرام گڼئ او هغه څه حلال نه گڼي چي الله تعالى حرام كړي او تاسو ئې هم حلال گڼئ؟ ومي ويل: هو؛ وئې فرمايل: همدا د دوى عبادت دئ.
يعني اهل كتابو د خپلو علماءو او مشائخو په وينا هغه څه حلال وگڼل چي د الله په دين كي حرام ول او هغه څه ئې حرام وگڼل چي الله حلال كړي ول، همدا كار په حقيقت كي هغوى ته د دوى عبادت وو.
قرآن وايي: الله تعالى انسان ته په هر څه كي كافي دئ؛ له بل چا به نه طمع لري او نه وېره؛ پر خپل رب به توكل كوي او د هيچا له زور ځواك به نه وېرېږي:
أَلَيۡسَ ٱللَّهُ بِكَافٍ عَبۡدَهُۥۖ وَيُخَوِّفُونَكَ بِٱلَّذِينَ مِن دُونِهِۦۚ وَمَن يُضۡلِلِ ٱللَّهُ فَمَا لَهُۥ مِنۡ هَادٖ٣٦ الزمر
آيا الله خپل بنده ته كافي نه دئ؟! په داسي حال كي چي دوى تا له ده پرته په نورو سره وېروي؛ او الله چي څوك بې لاري كړي نو هيڅ لارښود ئې نه شته.
دلته د قرآن هر مخاطب ته ويل شوي: آيا الله خپل بنده ته كافي نه دئ؟! او پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي: ستا مشركو مخالفينو الله تعالى هېر كړى او تا په خپلو دروغجنو معبودانو سره وېروي، دوى دوكه شوي؛ سمه لار ترې وركه شوې، حالت ئې داسي دئ چي د هدايت وړتيا او استعداد ئې ځپل شوى، له همدې كبله الله تعالى د دوى د بې لاريتوب پرېكړه كړې؛ او الله تعالى چي څوك بې لاري كړي نو هيڅ لارښود ئې نه شته.
همدا راز قرآن فرمايي:
وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۚ قُلۡ أَفَرَءَيۡتُم مَّا تَدۡعُونَ مِن دُونِ ٱللَّهِ إِنۡ أَرَادَنِيَ ٱللَّهُ بِضُرٍّ هَلۡ هُنَّ كَٰشِفَٰتُ ضُرِّهِۦٓ أَوۡ أَرَادَنِي بِرَحۡمَةٍ هَلۡ هُنَّ مُمۡسِكَٰتُ رَحۡمَتِهِۦۚ قُلۡ حَسۡبِيَ ٱللَّهُۖ عَلَيۡهِ يَتَوَكَّلُ ٱلۡمُتَوَكِّلُونَ٣٨ الزمر
او كه ئې وپوښتې چي آسمانونه او زمكه چا پيدا كړي؟ حتماً به ووايي: الله؛ ووايه: آيا پام مو نه دئ كړى چي كه الله د كوم تاوان اراده راته وكړي هغه چي تاسو ئې (مرستي ته) دربلئ آيا دوى ئې د تاوان رفع كوونكي دي؟ او كه د كومي پېرزويني اراده راته وكړي آيا دوى ئې د پېرزويني تموونكي دي؟ ووايه: الله راته كافي دئ، توكل كوونكي پر ده توكل كوي.
دلته له مشركينو د يوې داسي پوښتني شاهد يو چي ځواب ئې څرگند دئ او د دوى د غلطو باورونو په بشپړه توگه ترديد كوي، پوښتنه دا ده: آسمانونه او زمكه چا پيدا كړي؟ د دوى ځواب به حتماً دا وي: الله!! آيا له دې پرته بل ځواب درلودى شي؟ كه بل ځواب نه لري او په ټول عالم كي داسي څه نه شي په گوته كولى چي له الله تعالى پرته بل چا پيدا كړى وي؛ نو دوى څنگه داسي څوك او څه لمانځي چي د آسمانونو او زمكي د هيڅ څه په پيدا كولو كي هيڅ ونډه نه لري؟! همدا راز كه ئې وپوښتې: كه ما ته الله تعالى د كوم ضرر او تاوان اراده وكړي آيا هغه چي تاسو ئې لمانځئ او مرسته ترې غواړئ كولى شي د دې ضرر مخنيوى وكړي؟ او كه د كومي پېرزويني اراده راته وكړي آيا دوى كولى شي دا الهي پېرزوينه تم كړي؟ د دې پوښتنو يوازينى ځواب له دې پرته بل څه نشي كېدى چي: الله تعالى راته كافي دئ، له ده پرته د اعتماد، طمعي او توكل بله مرجع نه شته، څوك چي غواړي په كوم ذات توكل وكړي نو له الله تعالى پرته د معتمد توكل بله مرجع نشي موندلى.
وروڼو خوېندو!
موږ ټولو هغو افغانانو ته چي په هېواد كي ډاډمن او دائمي ثبات غواړي، د خپل مظلوم ملت په پرېشانه حالت ئې زړه سوزي، او په دې لار كي د خپلو ديني او ملي مسئوليتونو د اداء كولو كلك هوډ او همت لري؛ بلنه وركوو چي راشئ يوه بل ته د وروري لاس وركړو او په گډه د دښمنانو توطئې شنډي كړو او د اسلام د څرگندو او ځلاندو لارښوونو په رڼا كي پر سولي، عدالت او ورورولي ولاړ نظام جوړ كړو او راتلونكو نسلونو ته ئې انتقال كړو.
سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، أَشْهَدُ أَن لاَ إِلٰهَ إِلاَّ أَنْتَ أَسْتَغْفِرُكَ وَأَتُوبُ إِلَيْكَ