No-IMG

له پاكستان او ايران د افغان مهاجرينو جبري ايستل

له افغان مهاجرينو سره چي په ټولي نړۍ او په ځانگړې توگه زموږ په دوو گاونډيو؛ پاكستان او ايران كي كوم ظالمانه چلن روان دئ؛ نه د منلو دئ، نه د زغملو، اسلام، انساني عاطفه او ترحم، د گاونډيتوب حقوق او اصول؛ دا نه مني او اجازه نه وركوي چي مهاجرين په يوه اړخيزه توگه او پرته له دې چي د افغانستان حكومت د دومره لوى شمېر مهاجرينو د مجدد اسكان لپاره لازم او حتى ابتدائي تيارى ولري؛ په زور راغونډوي، له كورونو ئې باسي او له پولي ئې اړوي؛ دا قطعاً او هيڅ اسلامي او انساني توجيه نه لري؛ دا هغه مهاجرين دي چي د سره سيلاب؛ شوروي ځواكونو د يرغل په وړاندي ودرېدل؛ هم ئې پاكستان د شوروي ځواكونو له اشغال وژغورو او هم ايران او ټول خليج؛ هغه مهال دغو هېوادونو مجاهدينو او مهاجرينو ته د محسن او د دوى د ژغورونكو په سترگه كتل او درناوى ئې كولو؛ هغه وخت مو په ياد دئ چي ايراني سفارت او كنسلگريو به هره ورځ څو زره افغانانو ته وېزې وركولې او تشويقول به ئې چي ايران ته ولاړ شي!! متأسفانه د مهاجرينو په اړه زموږ د گاونډيو اوسنۍ تگلاره غير اصولي او غير عادلانه ده؛ هم ئې د مهاجر په توگه منل سياسي وو او هم ئې نن په زور ايستل؛ مهاجرين د غلطو سياسي عزائمو او مصلحتونو قرباني شوي. په داسي حال كي چي د پاكستان د سند او پنجاب صوبو لوى شمېر هستوگن هغه مهاجرين دي چي له هند مهاجر شوي؛ هغوى نه يوازي د پاكستان اصلي هستوگن گڼل كېږي؛ نه پردي او مهاجر؛ بلكي په حكومت كي پراخه برخه لري؛ ډېر ځلي ئې جمهور رئيسان او لومړي وزيران له همدغو مهاجرينو ول؛ زما هغه وخت يادېږي چي په پاكستان كي روس پلوه ډلو به د مهاجرينو په اړه ويل: دوى بايد له پاكستان وايستل شي، موږ ته ئې مالي، امنيتي او سياسي ستونزي راولاړي كړې؛ د بېرته ستنېدو اراده نه لري، پاكستاني پرچميانو به د دوى خلاف تظاهرات كول، د سره فوځ سرتېرو راتلو ته منتظر ول، له سرو ټوپيو او سرو بيرغونه سره؛ كه راغلي وى نو د هغوى په غاړو كي به ئې د سرو گلانو هارونه اچول، د گاز پيپونو او د برېښنا سټيشنونو كي به ئې چاودني كولې؛ له اسلام آباد به ئې غوښتل چي مهاجرين وباسي؛ زما په ياد دي چي د هغه مهال جمهور رئيس د دوى په ځواب كي وويل: افغانان وطنپال دي او هيڅكله دلته نه پاته كېږي؛ او كه پاته شي نو څه پروا كوي؛ په سل مليونه نفوس كي درې مليونه څه دي چي موږ ئې نه شو زغملى؛ زه هم مهاجر يم او زما په څېر ډېر نور پاكستانيان هم مهاجرين دي!!

گاونډيو ته وايو: لطفاً مظلوم مهاجرين؛ د كابل له حكومت سره د خپلو سياسي اختلافاتو مه قرباني كوئ؛ له دې ووېرېږئ چي سبا پر تاسو همداسي حالت راشي چي افغانستان ته په هجرت مجبور شئ؛ هو؛ دا د الله تعالى ثابت او نه بدلېدونكى سنت دئ چي څوك د خپل مظلوم مسلمان ورور مرسته ونه كړي؛ حتماً به داسي حالت پرې راولي چي د بل مرستي ته به اړ وي خو هيڅ مرستندوى به نه مومي

           حكمتيار

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک