No-IMG

په عربانو، پاکستان او هندي مسلمانانو بدې ورځې راروانې دي. ویل یې اړین دي

د هند پارلمان د "وقف ترمیمي بل" منظوري ورکړه. اسدالدین اویسي او نور خلک د اوښکو تویولو ښکاره شول. په دې وخت کې ماته مرحوم ډاکټر ایوب طارق سخت را په یاد شو.

په اسلام‌اباد کې د یوه ملاقات پر مهال هغه ویلي وو چې د هندوستاني مسلمانانو مشرتابه، په ځانګړي ډول مذهبي مشرتابه، د کشمیري مسلمانانو په وړاندې کوم چلند غوره کړی، "زه ویره لرم چې د دې بدې پایلې به د ټول هندوستان د مسلمانانو پر سر راشي".

هغه ویل: "دغه خلک د هندو بنیا فطرت سره بلد دي، خو بیا هم د خپلو ناچیزه ګټو لپاره د کشمیري مسلمانانو پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي. حال دا چې، په کومه ورځ چې هندوان افراطيان د کشمیر د ازادۍ تحریک وځپي، د دوی بل هدف به د هندوستان مسلمانان وي، او له هغوی سره به تر اسپانیا هم بد سلوک وشي. د خواصو غلطۍ تل د عوامو نسلونه تادیه کوي."

زما په فکر د وقف ترمیمي بل د اسپانیا د سلوک د پیل یوه بڼه ده. د دې بل اړتیا هغه مهال پیدا شوه کله چې د ۹۰ مې لسیزې پر مهال د بابري مسجد قضیه خپل اوج ته رسېدلې وه، نو د مسلمانانو د مطمئن کولو لپاره یو قانون راوستل شو چې نوم یې وو: "Places of Worship Act 1991".

په دې قانون کې دا ویل شوي وو چې د بابري مسجد پرته، نورې ټولې عبادت‌ځایونه باید هماغسې پاتې شي لکه څنګه چې د ۱۵ اګست ۱۹۴۷مه کال کې موجود وو، او په دې کې هیڅ بدلون نشي راتلی.

تر څو چې رام مندر نه و جوړ شوی، دا قانون ورته پکار و، خو کله چې مندر جوړ شو، نو دا قانون د نورو تاریخي جوماتونو د قبضې پر وړاندې خنډ وګرځېد. د دې د حل لپاره اوس دا نوی "وقف ترمیمي بل ۲۰۲۵" راووت.

په دې بل کې ګڼې بدلونونه شوي، چې لنډیز یې دا دی:

٭ یواځې هغه ځمکه یا ودانۍ به معتبر وقف ګڼل کېږي، چې مستند اسناد ولري.

٭ د اسنادو د اعتبار پرېکړه به د ضلعې کلکټر کوي. هغه به یا د شکایت پر بنسټ یا خپله خوښه د وقف شوې جایداد اسناد وغواړي، او پرېکړه به کوي چې دا معتبر دي که نه.

٭ د کلکټر د پرېکړې خلاف دیواني عدالت ته اپیل کېدای شي، خو تر هغه چې عدالت فیصله وکړي، جایداد به د کلکټر تر سرپرستۍ لاندې وي، او هغه به یې د ساتنې یا تجارتي استعمال لپاره پر لیز ورکړای شي. موقتي بدلونونه به هم کولای شي.

د دې قانون شدت د دې مثال له لارې ښه درک کېدای شي:

سبا که څوک د جامع مسجد دهلي په اړه کلکټر ته درخواست ورکړي، او کلکټر د وقف اسناد وغواړي، نو د شهب الدين محمد شاه جهان د وخت اسناد به څوک له کومه راوړي؟

که یو فرمان هم وړاندې شي، کلکټر کولی شي هغه د هندي قانون سره د عدم مطابقت له امله نامعتبر وګڼي او مسجد سیل کړي.

بیا به دا د ساتنې په نوم یوې هندو تنظیم ته وسپاري، هغوی به هلته موقتي مورتۍ" بتان" کېږدي او عبادت به پیل کړي، یا به یې کوم تجار ته په لېز ورکړي، چې د موقتي بدلونونو تر نوم لاندې هلته میخانه یا د نڅا ځای پرانیزي. دا ټول اختیارونه په قانون کې شته.

مسلمانان به یوازې دیواني عدالت ته عرض وکړای شي، چې پرېکړه به یې نسلونه وروسته کېږي.

(د مہتاب عزیز لہ وال څخه)

نتائج او مکافات عمل: موږ د بخارا ملت سره خیانت وکړ شوروی راباندې راغی، بیا مو ورسره خیانت وکړ امریکا راباندې راغله.

د هند مذهبي او سیاسي مشرانو د کشمیر د مظلوم ولس ملاتړ ونکړ ، ما ته دَ دیوبند هغه فتوا یاده ده چې د کشمیریانو خلاف او انډین سټیټ په حق کې یې کړې وه نو د وقف ترمیمي بل ورپسې راغی چې هندوستان کې دَ مسلمانانو او اسلام  بقا یې په خطر کې واچوله او اوس له دیوبند نه تر برېلوي او بنارس پورې ټول دیوبندیان ، بریلیان او وهابیان په ژړا دي،

عربو له فلسطینیانو سره اتیا کاله خیانت وکړ اوس پرې وار راغلی ګورو به جې څه به ورسره کېږی.

پاکستان له موږ سره له ١٩٩٠ م نه وروسته ښکاره ظلم وکړ او دا اوس خو یې له حده تجاوز وکړو، ګورو چې څه پرې تېرېږي او لا څه به ورسره کېږي.

کاپي

 

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک