No-IMG

ثواب

ورته و يې ويل :

- ستر ثواب پکې دی ، بختور به يې سرته رسوي ...

 ناستو خلکو  دتائيد په دود سرونه ورسره وخوځول ...

 د « صيب » خبره ورته ځکه د منلو وه چې ايډيال يې ؤ ؛ د صوفيانو د « پیر » په څېر ورته دروند ښکارېده ؛ او په عقيدت کې يې جنتونه ، ثوابونه او د خدای بلا نعمتونه مخې ته ولاړ وو !!

« صیب » د هغوی پر آند ولي الله ؤ  ؛ بزرګ ؤ ، او پر ټولو مثبتياتو سمبال !!

يوه يې د وضاحت غوښتنې لپاره پر شونډو خبرې ور تاندې شوې :

« صیب » ! ددغه ستر ثواب په جزئياتو لږ رڼا واچوه ... »

« صیب » پر مبارکه ږيره لاس ورکش کړ ؛ او د مد نظر پلان پر جزئياتو او اهميت يې هومره خبرې وکړې چې عقيدت مندانو يې د خپلو سترګو په وړاندې ؛ جنتونه په مجسم ډول وليدل !!

 حورې ، غلمان ، او د خدای هغه ټول نعمتونه يې سترګو ته و درېدل چې په ثوابونو پسې د وتليو خلکو سره يې وعدې شوې دي !!

يوه ور غبرګه کړه :

- نو وايه : څه وخت يې پر بل مخ واړوو ؟

صيب ورته وويل :

اسلام ستاسې غوندې په ثوابونو پسې وتلي خلک غواړي ؛ او زه هم په تاسې وياړم چې په هر ثواب کې راسره برخه اخلئ !

صيب څو تنه ځوانانو ته د انقلاب شهيدانو قبرونه ور په ګوته کړل ... ، بيا يې ورته وويل :

- لوحې موحې يې ټولې په بل مخ واړوئ ؛ او پر قبرونو يې هغه ټولې نښې نښانې ورانې کړئ چې د بدعت بوی ترې خېژي !!

ماښام شو ؛ شپې پر ټول ماحول توره پرده خپره کړه ، د ثواب (؟) لارویانو کُلنګان په لاسونو واخيستل ؛ او په ګړنديو ګامونو د هديرې په لوري و خوځېدل ...

سره و يې ويل :

قبرونه به ووېشو... ؛ هاغه قبر به « موحد » صیب وران کړي ؛ دغه بل به ( زبدة الموحدين )  او هاغه بل به « ولي الله » صیب او ملګرو ته يې پرېږدو چې د ورانولو په ثواب کې يې په ګډه برخه واخلي... !

ثوابيان هر يو د دندې مطابق د قبرونو سرته و درېدل ...

تکبيرونه يې سره وويل :

الله اکبر ، الله اکبر ، الله اکبر

بيا يې د شهيدانو سرونو ته هغه  ولاړې لوحې ټوټه ټوټه کړي چې له سره زبر ځواک سره د اتلولۍ داستانونه يې پرې انځور شوي وو !! پرې ليکل شوي وو ؛

 دې اتلانو له سره زبر ځواک سره ډغرې وهلې دي ؛ له خپل هېواده يې په مېړانه دفاع کړې ؛ د وطن ملي ناموس يې ساتلی ؛ او د اسلام په مينه کې يې ټولې مينې شاته پرېيښې دي ...

دا هغه شازلمي وو چې افغانستان يې له يو لوی زبرځواکه

 وژغوره ؛ خو د ځانونو لپاره يې نه امتياز په پام کې ونيو او نه منصب ....

 « غازيانو »  ثواب لټاؤ او دا خو تر ټولو ستر ثواب ؤ چې د اتلانو د اتلوليو تاريخ او داستان پر قبرونو لپاسه هم لوستو ته پرېنږدي !!

غازيانو (؟) ټول قبرونه وران کړل ، او د شهيدانو ټوټه ټوټه لوحې يې يوې او بلې خواته لري لري و غورځولې !!

که څه هم د قبرونو له تل نه هومره سوې چيغې را پورته شوې چې د عرش مالک به هم پرې ژړلي وي  ؛ خو غازيانو د غزې شهيدانو په څېر د هغوی کريږې نه اورېدې ، دوی په ثواب پسې ګرځېدل او پر ګُمان يې د ابراهيم عليه السلام په څېر يې د وخت غټ غټ بوتان مات کړي وو !!

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک