No-IMG

غزل - استاد فضل ولي ناګار

رنګ یې واخیست ستا د سترګو له ځمیاره

له ګلونو نه دې ډکه کړه هینداره

اننګي دې له خندا رنګیني اخلي

په لالونو کي ږلۍ ده را ایساره

د غاټولو ټله! ټال په نسیم وخوره

شه بهیر د شفقونو تر سهاره

په اذان کې سوز او درد د بلال نشته

په شپېلۍ باندې مې ویښ کړه له خومـاره

د خیبر په فضا توريږې ورېځې راغلې

ښـکلې زاڼې پاتې نه شي له کتاره

ستا کوڅه کې پرې نازل عجیبه کیف شو

ناګار ومونده جنت ته لنډه لاره

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک