
ولې د حکمتیار صیب سیاسي او فکري مخالفین بېځایه څرګندونې او منفي تبلیغات کوي؟
د ح.ا.ا مشر معزز حکمتیار صاحب کابل ته راتګ!
د حکمتیار صاحب سیاسي او جهادي دریځ له پیله د افغانستان د ازادۍ، خپلواکۍ او اسلامي نظام د ټینګېدو لپاره و. نوموړي د ۲۰۰۱ کال له امریکايي یرغل سره سم د ناټو او امریکا پر وړاندې وسلهوال مقاومت پیل کړ. د حزب اسلامي اساسي دریځ دا و چې بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي او افغانان باید خپلواک اسلامي نظام ولري. د همدې هدف لپاره، حکمتیار صاحب شاوخوا ۱۵ کاله د اشغالګرو پر ضد جهاد ته دوام ورکړ.
کله چې د امریکا ولسمشر «بارک اوباما» اعلان وکړ چې د ۲۰۱۶ تر پایه به امریکايي سرتیري له افغانستانه وباسي، حکمتیار صاحب سمدستي د سیاسي واقعیتونو په درک سره خپله ستراتیژي بدله کړه. نوموړي وپوهېده چې بهرنیان د وتلو په حال کې دي او د دوی هڅه او پلان دا و چې بینالافغاني جګړه پیل کړي.
خو د امریکا د دې پلان په مقابل کې، حکمتیار صاحب د راتلونکي نظام د جوړېدو لپاره بینالافغاني تفاهم ته لاره هواره کړه. حکمتیار صاحب د جګړې د دوام پر ځای، کابل حکومت ته د بینالافغاني مذاکراتو وړاندیز وکړ، ترڅو د سولې له لارې د یوه خپلواک او اسلامي نظام د جوړولو لپاره هڅه وشي.
دا یو ستراتیژیک تصمیم و، ځکه چې د بهرنیانو د وتلو پروسه یې نوره هم چټکه کړه، او د افغانستان د داخلي تفاهم لپاره یې زمینه برابره کړه. دا یې هم ثابته کړه چې اسلامي جهادي مشران د سولې لپاره هم کار کولی شي، نه یوازې د جګړې لپاره.
ځینې عقدهیي او پرديپاله کسان ادعا کوي چې حکمتیار صاحب جمهوریت او امریکایانو ته تسلیم شو. دا ډول نیوکې د سیاسي شرایطو، تاریخي واقعیتونو او ملي مصلحتونو ته له پاملرنې پرته مطرح کېږي.
حقیقت دا دی چې حکمتیار صاحب تسلیم نه، بلکې د سولې له لارې افغانستان ته راستون شو. حزب اسلامي د سیاسي مقاومت له امله جمهوریت دې ته اړ کړ چې د سولې توافق ته غاړه کښېږدي. که حکمتیار تسلیم شوی وای، نو ولې به جمهوریت او امریکا اړ شول چې له حزب اسلامي سره رسمي تړون وکړي؟
امریکا او جمهوریت نه یوازې له حزب اسلامي سره، بلکې له طالبانو سره هم د سولې هڅه وکړه. که د سولې توافق ته تسلیمي ویل کېږي، نو د همدې منطق له مخې باید د دوحې تړون ته هم تسلیمي وویل شي. خو حقیقت دا دی چې دا د جګړې ختمولو لپاره یوه سیاسي اړتیا وه.
د حکمتیار صاحب د سولې تړون د طالبانو د دوحې تړون سره توپیر درلود. حکمتیار صاحب په افغانستان کې له خپلو افغانانو سره سوله وکړه، خو طالبانو له امریکا او ناټو سره په بهر، «قطر» کې تړون وکړ، چې د ملت له رضایت پرته غیر مشروع حکومت او قدرت طالبانو ته وسپارل شو.
که حکمتیار صاحب رښتیا تسلیم شوی وای، نو آیا امریکا او د جمهوریت نظام به له افغانستانه وتلی وای؟ حقیقت دا دی چې نه حزب اسلامي، نه طالبانو، او نه ملت امریکا ته اجازه ورکړه چې په افغانستان کې پاتې شي. د مقاومت، سیاسي فشار، او تاریخي واقعیتونو له مخې امریکا اړ شوه چې افغانستان پرېږدي.
له دې امله، حکمتیار صاحب نه یوازې تسلیم شوی نه دی، بلکې د افغانستان د خپلواکۍ او اسلامي نظام د ټینګېدو لپاره یې د زمانې له شرایطو سره سم حکیمانه ستراتیژي غوره کړه. د سولې له لارې د هېواد ثبات ته کار کول، د اسلامي نظام د ټینګېدو لپاره سیاسي لاره هوارول، او د بینالافغاني تفاهم د اصل رامنځته کول د حکمتیار صاحب د سیاسي بصیرت یوه روښانه بېلګه ده.