
مهم ترين های امروز جمعه
✒️: سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، بادغیس کې د اسلامي امارت د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني، سیمه ییزو مسوولینو او عامو خلکو په حضور کې پر دوو تنو قاتلینو د قصاص حکم پلی شو.
خبرپاڼه کې راغلي چې دغه حکم د درې ګونو محکمو او د اسلامي امارت د رهبر تر تایید وروسته پلي کړای شوی دی.
په ورته مهال، نیمروز او فراه کې هم پر دوو تنو نورو د قصاص حکم پلي شوی دی.
✒️: افغانستان لپاره د بریټانیا سفارت چارسمبالي رابرټ چټرټن ډيکسن د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له سرپرست سره کتنه کې ویلي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان په اړه یوه طرحه چمتو شوې چې له اسلامي امارت سره به شریکه شي.
ډيکسن زیاته کړې چې دغه طرحه کې له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا او د دغه هېواد د امنیت د تامین په ګډون پر ځینو برخو تمرکز شوی او بریټانیا د دې طرحې په جوړولو کې مهم رول لرلی دی.
✒️: سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، یونس مهمند طلوعنیوز ته ویلي په دغه غونډه کې پر افغاني صادارتو د تعرفو راکمولو، د سوداګرو د بندو بانکي حسابونو د پرانیستې او د افغانستان ملي ګټو ته په کتو د ګډې پانګونې په اړه خبرې شوې دي.
ښاغلي مهمند زیاته کړې چې دغه غونډه په هرات کې شوې چې د ایران د سفارت سرپرست، علي رضا بېکدلي هم پکې حضور درلود.
✒️: د رییس الوزرا د اداري مرستیال او د کډوالو د عالي کمیسیون د مشر عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي کونړ ته په سفر کې د دغه ولایت په خاص کونړ ولسوالۍ کې راستنو شویو ته د ۳۸۲ نمرو د وېش لړۍ پیل کړه.
د کونړ ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاتې نورو ثبت شویو کورنیو ته به هم د دغه ولایت په نورو سیمو کې له دولتي تثبیت شویو ځمکو نمرې و وېشلې شي.
✒️: بلومبرګ: له هغې شیبې چې ټرمپ پر سوداګریزو شریکانو وضع کړې درنې تعرفې ۹۰ ورځو لپاره بیرته ځنډولي، د امریکایي ملیاردرانو سرمایه څو ساعتونو کې ۳۰۴ ملیارده ډالر زیاته شوې.
دې ډله کې د ایلن ماسک سرمایه ۳۶ میلیارده، د زوکربرګ سرمایه ۲۶ او د اینویډیا د مشر جینسن هوانګ سرمایه ۱۵،۵ ملیارده زیاته شوې.
✒️: امریکا ـ ډالاس کې یو ۱۴ کلن هندي الاصله ماشوم سېدهارت ننډیالا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال د زړه د ناروغیو تشخیصوونکی اپلیکیشن جوړ کړی.
د (Circadian AI) په نوم دا اپ د ځیرک ټلیفون له لارې د ځانګړو الګوریتمونو په کارولو د زړه د ضربانو له غږه ناروغي تشخیصوي.
د دغه اپ له لارې امریکا کې د ۱۵ زره او هند کې د ۷۰۰ ناروغانو پلټنه شوې چې نتیجه یې ۹۶ سلنه بریالۍ راغلې.
✒️: چین د امریکا پر وارداتي توکو تعرفې له ۸۴ سلنې ۱۲۵ سلنې ته لوړې کړې دي.
راپورونو کې راغلي چې دا اقدام د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغې پرېکړې په غبرګون کې شوی چې د چینايي توکو پر وارداتو یې تعرفې لوړې کړې.
✒️: د کرېملین ویاند دیمیتري پسکوف له روسي رسنیو سره خبرو کې ویلي، د منځني ختیځ په چارو کې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیو ویټکاف مسکو ته الوتنه کړې او له رسېدو وروسته به ولسمشر ولاديمیرپوتین سره وګوري.
پسکوف انټرفاکس خبري آژانس ته ویلي: « زه تاییدوم چې نوموړی روسیې ته په لارو دی.» د روسیې بهرنیو چارو وزارت په دې اړه نور جزئیات نه دي ورکړي، خو اټکل کېږي چې د اوکراین جګړه او د ایران په ګډون د منځني ختیځ کړکېچونه به د بحث اصلي موضوعات وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
✒️: د پاکستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر طلال چودري ویلي چې افغانستان ته د غیر قانوني کډوالو ستنولو لړۍ روانه ده او دغو کډوالو ته د ورکړل شوي مهلت غځولو هېڅ ډول اراده نه شته.
د نوموړي په خبره، تر اوسه له ۸۰۰ زرو ډېر افغان کډوال له پاکستان څخه ایستل شوي دي.
چودري ټینګار کړی چې دغه لړۍ به ادامه ولري او هېڅ ډول نوی مهلت به ورنه کړل شي.
✒️: د ایران د کار او ټولنیزو چارو وزارت په دې هېواد کې کارګر ګومارونکو کسانو ته خبرداری ورکړی چې افغان کارګرانو ته له کار ورکولو ډډه وکړي.
د دې وزارت د بهرنیو وګړو د کارګومارنې ادارې نن جمعه ویلي، که کارګومارونکي غیر قانوني افغان مهاجرو ته کار ورکړي، هره ورځ به تر یو میلیون او ۷۰۰ زره تومانه جریمه شي. یادې ادارې ټینګار کړی چې که له دې امر سرغړونه وشي، لګول شوې جریمه به لس برابره لوړه کړي.
✒️: کمیسیون جنگ افغانستان در کانگرس امریکا نشستی را از بهر بررسی جنگ افغانستان برگزار کرده است.
در این نشست که همین اکنون در مجلس سنای امریکا جریان دارد، چگونگی حضور نیروهای این کشور در افغانستان میان سالهای ۲۰۰۱ و ۲۰۰۸ بررسی میشود.
در این نشست شماری از مقامهای پیشین امریکا و مقامها و چهرههای پیشین سیاسی افغانستان نیز حضور دارند.
✒️: سوزي رومر، د هغې بریټانیوۍ جوړې لور چې څه موده وړاندې د اسلامي امارت له لوري نیول شوې، وایي، له مور او پلار یې ۲۹ ځلې څېړنې شوي او څو ځلې محکمو ته وړاندې کړای شوي دي.
سوزي رومر یوې بریټانیوۍ رسنۍ سره خبرو کې ادعا کړې، چې مور او پلار یې تر اوسه د خپل بند د دلیل په اړه نه پوهیږي او هیڅ تور پرې نه دی لګول شوی. هغې د بریټانیا له حکومته غوښتي چې د مور او پلار د خوشې کولو لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي.
اسلامي امارت ویلي و چې دغه بریټانیوۍ جوړه یې له خپلې امریکایۍ همکارې في دي هال سره یوځای بامیان کې د ځینو دلایلو لمخې نیولې او د دوسیو د حل هڅې یې روانې دي.
د یادولو ده چې فی دي هال څه موده وړاندې د اسلامي امارت له لوري خوشې شوه.
✒️: د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان وایي، د ناقانونه کډوالو ایستل د پاکستان مشروع حق دی او په خبره یې، دغه هېواد له ملګرو ملتونو سره د زیانمنونکو د خوندیتوب په موخه کار کوي او دغه برخه کې د هر راز شکایتونو څېړنه کوي.
شفقت علي خان د افغانستان او پاکستان د اړیکو تاریخي او فرهنګي مخینې ته په اشارې زیاته کړې چې امنیتي وضعیت د دواړو هېوادونو په اړیکو کې یوازینی خنډ دی.
✒️: رویټرز راپور ورکړی چې نیویارک کې د هاډسن په سیند کې د یوې ګرځندوی چورلکې د غورځېدو له امله شپږ تنه مړه شوي دي. د پېښې قربانیان د پیلوټ په ګډون یوه اسپانیوۍ کورنۍ وه چې درې ماشومان هم پکې وو.
دغه پېښه تېره ورځ (پنجشنبه) په ځایي وخت د ماسپښین شاوخوا درې بجې رامنځته شوې ده.
✒️: ځینو پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې پاکستان کې مېشت هغه افغانان چې لویدیځو هېوادونو ته د لېږد ته په تمه دي، د روانې اپرېل میاشتې تر ۳۰مې وروسته به له پاکستانه و ایستل شي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر د درېدو غوښتنې ډېرې شوې دي.
په ورته مهال د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري ویلي، د ای سي سي (ACC) کارت لرونکو افغان کډوالو د ایستلو ضرب الاجل نه غځول کیږي. نوموړي پاکستان کې مېشتو هغو افغانانو په تړاو، چې لویدیځو هېوادونو ته د لېږد په تمه دي، ویلي، ځینې دغه افغانان د درېیمو هېوادونو د سفر لپاره تایید شوي خو دغه بهیر له ځنډ سره مخ دی او په خبره یې، که د قناعت وړ دلایل وړاندې شي، د ځینو کسانو دوسیې به بیا و ارزوي.