No-IMG

د افغان مهاجرینو د وضعیت په اړه اعلامیه

اعلامیه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

 

پاکستان د افغانستان یو اسلامي ورور هېواد دی، او افغان ولس په سختو وختونو کې د مهاجرت، ناامنۍ او کړاوونو پر مهال دغه هېواد ته د اسلامي ورورولۍ، همدردۍ او ګاونډیتوب له مخې مراجعه کړې ده. موږ د پاکستان د خلکو او دولت له هغو خدمتونو، اسلامي احساساتو، ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب څخه چې د تېرو کلونو په اوږدو کې یې زموږ له مهاجرو سره کړي دي، صمیمانه مننه کوو.

 

خو له بده مرغه، دا مهال د افغان مهاجرینو په وړاندې داسې چلند روان دی چې نه یوازې د انساني کرامت خلاف دی، بلکې له نړیوالو قوانینو، انساني اصولو، او نړیوالو مواثیقو سره هم ټکر لري. د افغان مهاجرینو جبري ایستل، د هغوی زورول، شتمنۍ یې لوټل، د کورنۍ غړي ترمنځ بېلتون راوستل، کاروبارونه یې پرېښودل، حسابونه یې نیمګړي پرېښودل، او یا هم د تورخم او نورو بندرونو پر سر هغوی ته تکلیف رسول — دا ټول داسې اقدامات دي چې نه یواځې انساني نه دي، بلکې د دواړو ورور هېوادونو اړیکې هم له ستونزو سره مخ کوي.

 

موږ له پاکستان اسلامي جمهوریت څخه جدي هیله لرو چې دا لړۍ ودروي، او د افغان مهاجرینو ستنیدنه باید په رضایت، تفاهم او منظم ډول ترسره شي. که څوک غواړي چې خپل هېواد ته راستون شي، باید اسانتیاوې ورته برابرې شي، څو هغوی وکولای شي د خپلې خوښې سره سم، د خپل عزت او شرف سره یو ځای راستون شي.

 

موږ باور لرو چې پاکستان باید خپل ښه سابقه وساتي، او د پښتونخواه ایالت د وزیر اعلی ښاغلي گنډاپور څخه مو هیله ده چې له بېړنیو او لنډمهاله اقداماتو ډډه وکړي. د مهاجرینو مسئله باید د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو، او نړیوالو اصولو په رڼا کې حل شي، څو دواړه ملتونه وکولای شي خپلې ورورۍ اړیکې لا پیاوړې کړي.

 

په درناوی

وحیدالله سباوون

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک