
حما س به هم همدغسې موکه ځکه مومي چې دوی هم د اندلس له فاتحانو سره ورته حالت لري
موسی عليه السلام او ملګري يې چې د فرعون لښکرو او رود نيل ترمنځ واقع شول ؛ اټکلونه دا وو چې يا به د فرعون په لاس وژل کېـږي او / يا به يې د نيل څپي لاندې کوي ! د موسی ع ملګرو هم همدا انګېرله چې دوی به هرو مرو د فرعون په لاس کېوځي او/ یا به يې د سيند څپې لاندې کوي ؛ خو د الله تعالی په نصرت باورمند پيغمبر ( حضرت موسی ع ) ورته وويل :
« نه هيڅکله نه ! زما رب ما سره دی ، هغه به هرو مرو ماته د وتلو مخرج برابروي »
دا خبره د هغوی لپاره ډېره عجيبه او د نه منلو ځکه وه چې
د دوو خطرونو په منځ کې محاصره شوي وو او د اسبابو له رهګذره ؛ ډېره بعیده وه چې موسی او ملګري يې د ژوند چانس
و مومي ؛ ضمناً دا هم ډېره عجيبه وه چې موسی ( ع ) په دغسې نازک حالت کې هغوی ته زېری ورکاؤ !! خو موسی عليه السلام باوري ؤ چې په دغسې سخت حالت کې د خدای غيرت په څپو راځي او خپل دوستان يوازې نه پرېږدي ، همداسې وشول ؛ الله تعالی د انساني اټکلونو پر عکس ؛ موسی او ملګرو ته يې نجات ور کړ ؛ او فرعون او د هغه ملګري يې هلاک کړل !!
همدا راز الله تعالی د وخت د يو بل پيغمبر او ملګرو قصه يې را اخلي چې د ډېرو ستونزو له کبله به يې چيغه له خولې ووتله او
وبه يې ويل : « دخدای نصرت به کله راځي ؟ »
نه يوازې د ملګرو ؛ لا چې د پيغمبر له خولې يې همدغسې فرياد را جګ شو ؛ او دا په دې معنا هم نه ؤ چې د الله پيغمبر د الله جل شانه په نصرت باوري نه ؤ ؛ بلکې ستونزې هومره طاقت فرسا يا له زغمه وتې وې چې د وخت پيغمبر يې په همدغسې کړيکه مجبوراؤ !! خو الله تعالی په همدغسې سخت حالت کې هغوی ته ډاډ ور کاؤ ؛ او ورته ويل يې : « الا ان نصرالله قریب » خبر اوسئ ! د الله نصرت ډېر نيـږدې دی ؛ يانې په دغسې حالت کې چې اسباب جام شي ؛ جنګي تجهيزات له نيشت سره برابر وي ؛
د جګړې موازنه د دښمن په ګټه وي ؛ او هيڅ لوري ته د اُميد سترګې وانه وړي ؛ په دې ډول نازکو شرايطو کې الله تعالی خامخا پخپلو دوستانو غيرت کوي او د جګړې په ډګر کې يې بريالي را باسي ....
د احزاب په جنګ کې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خندق ایستلو په پار کُلنګ په زمکه وواهه ؛ سوکي ( سپرغۍ ) ترې پورته شوې ، رسول الله صلی الله عليه وسلم خپلو ملګرو ته وويل : « ماته د روم د فتحې کِليانې راکړی شوې !! » بيا يې چې کُلنګ پر زمکه وواهه ؛ بيا يې هم له څوکې سپرغۍ را پورته شوې ... ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ملګرو ته په مخ اړولو سره وفريل : « ماته د فارس د فتحې کِليانې راکړی شوې » يانې تاسې به نه يوازې د احزاب جګړې نه بريمن را وځئ ، لا چې ستاسې په لاسونو به الله تعالی د روم او فارس په څېر سترې سترې ټولواکمنۍ هم فتحه کوي !!
د حضرت عمر رضي الله تعالی عنه د خلافت په مهال الله تعالی ياد دواړه امپراتورۍ د مسلمانانو په لاسونو فتحه کړې !!
داسې ډېرې بېلګې شته چې ډېر واړه ټولګي پر لويو لويو زبر ځواکونو بريالي شوي دي ؛ خو دا ډول سترې سترې سوبې هله د مسلمانانو په برخه شوې چې د قربانۍ جذبه يې څپانده ساتلې او د الله تعالی پر دين يې غيرت کړی دی ، الله تعالی غيرتي دی او پر دين يې د غيرتمنو وګړو غيرت ته هرو مرو په درنه سترګه ګوري .
الله تعالی يوازې د مسلمانانو په دعاګانو ارجګذاري نه کوي ؛ بلکې د قربانۍ په څپاند احساس يې مثبتې پايلې مرتبوي ؛ هيڅ ممکن نه ده چې الله تعالی د مسلمانو د قربانۍ ولولې په سپکه وتلي .
افغانانو چې په يوه پېړۍ کې درې زبرځواکونو ته ماتې ورکړه ؛ آر لامل يې د الله پر دين ننګ او د سرښندنې پیاوړې روحيه وه ؛ که افغانانو ميليونونه ککرې د خپل هېواد د خپلواکۍ لپاره نذرانه کړې نه وای ؛ نه به سټيګر توغنديو آزادي ور بښلې وه او نه د نړيوالو نظامي او مالي مرستو .
د ( ف ل س ط ي ن ) قضيه هم همدغسې ده ، دوی به د جګړې په پای کې خامخا ځکه بريالي راوځي چې په تش لاس يې د الله پر دين ننګ کړی او د خپل استقلال لپاره يې سرونه په تلي کې نيولي دي ؛ منم چې د اسبابو په عالم کې د هغوی د نجات موکه نه شته ؛ خو الهي سنت دادی چې په همدغسې حالت کې محتوم نصرت د هغه چا پر حال شامل ګرځوي چې مرګونو ته غېـږې ور کولی شي .
طارق ابن زياد چې د اسپانيا د فتحې لپاره له شمالي افريقا څخه واوښت ؛ خپلو ملګرو ته يې وويل : « خپلې کښتۍ و سوځوئ چې د بېرته تګ تمه مو و شکېږي ؛ يا فاتحان را ووځئ او / یا د شهادت جامونه ګوټ کړئ » !! د هغه دا ډول عمل د ډېريو له آنده تهلکه ګڼل کېده ؛ خو پروردګار پرې ارجګذاري وکړه او 800 کاله يې پر هغې سيمه د راج چلولو فرصت په لاس ورکړ !!
حما س به هم همدغسې موکه ځکه مومي چې دوی هم د اندلس له فاتحانو سره ورته حالت لري ؛ اسباب جام دي ؛ د اکمالاتو لارې يې بندې دي او د خوا وشا ګاونډيو له کم لطفۍ سره مخامخ دي ؛ خو هغوی بيا هم د وروستۍ غلبې لپاره لاس او پښې وهي ؛ مرګ قبلوي ؛ خو سپېګانه ( سپېتانه ) ، نه شي منلی او دښمن ته په هيڅ قېمت سرونه ، نه شي ټيټولی ، دوی به حتمآ د طارق ابن زياد تاريخ را ژوندی کوي او دنيا ته به په اثبات رسوي چې قربانۍ ته چمتو وګړي د جګړې په ډګر کې فاتح را وځي .
نصر من الله و فتح قريب و بشرالمؤمنين .
درانه لوستونکي دې د ثواب په پار دا مقاله خپره کړي .