No-IMG

په سویډن کې مسیحي عالمانو د قران کریم سوځول وغندل

د ترکيې تلويزيون د راپور له مخې د سویډن د مسیحیانو د ټولنې ، د ډنمارک ښي‌ اړخه افراطي ګوند د غړیو لخوا په سویډن کې د قرانکریم سوځول  په کلکه توګه وغندل او ددې پيښې نه يي د یو پارونکي اقدام په توګه یادونه وکړه، د ډنمارک د سټارم کورس ښه اړخه افراطي ګوند غړیو د سویډن په پلازمینه ستوکخلم  او مالمو ښارونو کې په جوړو کړو غیرې قانوني‌ لاریونونو کې قرانکریم وسوځول او سپکاوی ورته وکړ، ددې ګوند لخوا د قرانکریم د سوځولو پر خلاف د مسلمانانو سره بیره د نورو دینونو د استازو لخوا هم سخت غبرګون وښودل شو، د سویډن د پروتستان کلیسا اسقف اعظم  انتجې جیکلن په ګډون د هیواد لسو تنو مخکښو مسیحي عالمانو د قرانکریم د سوځولو پر خلاف په ګډون یوه اعلامیه خپره کړې ده ، په اعلامیه کې د ډنمارک د افراطي ګوند د غړیو لخوا  په سویډن کې د قرانکریم سوځول او سپکاوي نه د یو باربار اقدام په توګه یادونه کړې ده او ویلي دي چې د مسلمانانو سره خپله قوي‌ همغږي او دوستي‌ یو ځل بیا بیانوو.

په اعلامیه کې قرانکریم ته سپکاوی او سوځول په کلکه توګه غندل شوي‌ دي‌ او داسې ویل شوي‌ دي « د مقدس کتاب سوځول یو باربار اقدام دی. د انسانانو عقایدو ته په قصدي ډول بې احترامي‌ او سپکاوی په کلکه توګه غندو. دا ډول تشبثونه او ناوړه اقدامات په هیواد کې د دینونو او  دینونو د پلویانو ترمنځه واټن لا پسې زیاتوي او ستونزو ته زمینه برابروي، په اعلامیه کې راغلي‌ دی په سویډن کې د ټولو مسلمانانو سره خپله خواخوږي ښایو. زموږ دوستي‌ ډیره پياوړې ده.

د ویلو ده چې تیره میاشت د ډنمارک د سټارم کورس افراطي ګوند مشر د سویډن د مالمو په ښار  کې په یوې غیرې قانوني لاریون کې قرانکریم سوځولی وو او سپکاوی ورته کړی وو. نوموړي‌ پداسې حال کې دا لاریون جوړ کړ ی وو چې د سويډن حکومت ورته اجازه نه وه ورکړې.

همداشان تیره اونۍ هم یاد شوي‌ ګوند د سویډن په پلازمینه ستوکخلم په یوه سیمه کې چې ډیری پکې مسلمانان اوسیږي په پټه توګه یو قرانکریم سوځولی وو او وروسته یي ورته فلم د ټولنیزه مډیا خپور کړی وو چې په نړۍ کې ډیر سخت غبرګونونه پارولی‌ وو.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک