No-IMG

محقق، استاد، مربي، ادیب، د اقتصاد ماهر، ځیرک سیاستوال او یو ستر لارښود

مولانا عبد الصبور عباسی

 

انا لله و انا الیه راجعون.

محقق، استاد، مربي، ادیب، د اقتصاد ماهر، ځیرک سیاستوال او یو ستر لارښود...

نن، د یکشنبې په ورځ، د ۲۰۲۵م کال د اپرېل پر ۱۳مه (د ۱۴۴۶هـ ق شوال ۱۴مه)، نوموړی د ۹۳ کالو او ۲۰ ورځو په عمر کې د دې فاني دنیا څخه سترګې پټې کړې...

الله دې د هغه ټول ښېګڼې قبولې کړي، ټولې نیمګړتیاوې ورته وبښي، قبر یې د رحمت او نور نه ډک کړي، د نظر تر پایه ورته پراخ کړي، د جنت له باغونو یې کړي، د فردوس جنت لوړ مقام ورکړي، او کورنۍ ته یې ښکلی صبر نصیب کړي.

آمین یا رب العالمین

 

ژوند لیک (لنډیز):

 

پروفیسر ډاکټر خورشید احمد، د ۱۹۳۲م کال د مارچ په ۲۳مه، په ډېلي کې زیږېدلی و. د قانون په برخه کې یې لیسانس ترلاسه کړ، خو اقتصاد او اسلامي علومو کې یې ماسټري وکړه. همداراز، د تعلیم په برخه کې یې افتخاري دوکتورا هم تر لاسه کړې وه.

 

اسلامي خدمت او تدریس:

 

په ۱۹۴۹م کال کې د اسلامي جمعیت طلبه غړی شو، او په ۱۹۵۳م کې د پاکستان د جمعیت طلبه ناظم اعلی وټاکل شو. تر زده کړو وروسته، په ۱۹۵۶م کې د جماعت اسلامي پاکستان سره یو ځای شو.

 

له ۱۹۵۵م نه تر ۱۹۵۸م پورې یې د کراچۍ پوهنتون کې تدریس وکړ، او د لیسټر پوهنتون (برطانیه) کې یې د څېړونکي په توګه هم کار کړی. له ۱۹۸۳م تر ۱۹۸۷م پورې د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون د اقتصاد انسټیټیوټ مشر و، او د لیسټر د اسلامي اقتصاد د څېړنې نړیوال مرکز مشورتي بورډ غړی هم پاتې شوی.

 

ادبي او علمي ژوند:

 

د زده کړو له وخته له کتاب، قلم، او مطالعې سره ژور تعلق درلود. د ۱۹۶۵م کال پورې یې خپله شخصي کتابتون کې شاوخوا ۲۰ زره کتابونه درلودل، چې ډېری یې د اسلامي څېړنو مرکز (کراچۍ)، اسلامک فاونډیشن (لندن) او د پالیسي انسټیټیوټ (اسلام آباد) ته ورکړل.

 

د نړۍ له سترو پوهنتونونو لکه مالیزیا، ترکیه او جرمني څخه ورته د علمي خدمتونو په پار افتخاري دوکتورا ورکړل شوې. د ملایا پوهنتون، لوفبرو پوهنتون، او نیشنل یونیورسټي مالیزیا له خوا ورته دغه اعزازونه ورکړل شول.

 

سیاسي او اقتصادي خدمتونه:

 

په ۱۹۸۵م، ۱۹۹۷م او ۲۰۰۲م کلونو کې د پاکستان د سنا غړی وټاکل شو، او د اقتصادي چارو دایمي کمېټې مشري یې هم وکړه. همدارنګه، په ۱۹۷۸م کې د پلان جوړونې وفاقي وزیر و، او د پلاننګ کمېشن مرستیال هم پاتې شوی.

 

اداري او نړیوال فعالیتونه:

 

سترې نړیوالې علمي ادارې لکه: د پالیسي اسټډیز انسټیټیوټ اسلام آباد، اسلامک فاونډیشن لیسټر، اسلامي مرکز زاریا (نایجیریا)، د سلطنت عمان اسلامي تمدن اکاډمي، او د نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد سره تړاو درلود.

 

جایزې او اعزازونه:

 

د اسلامي پرمختیايي بانک لومړی ایوارډ (۱۹۸۸)

 

شاه فیصل نړیوال ایوارډ (۱۹۹۰)

 

امریکن فایننس هاوس ایوارډ (۱۹۹۸)

 

د اقتصاد په برخه کې د اسلامي بانک ایوارډ (۱۹۹۰)

 

د پاکستان د حکومت له خوا "نشان امتیاز" (۲۰۱۰)

 

مهم آثار:

 

۱. مذهب او  عصر حاضر

۲. اسلامي فلسفه حیات

۳. اسلامي نظام حیات

۴. اسلامي تحریک او ننګونې

۵. د پرمختیايي پالیسیو اسلامي جوړښت

۶. امریکا او مسلم نړۍ - ۹/۱۱ نه مخکې او وروسته

۷. تفهیم القرآن – د انقلاب کتاب

۸. د بلوچستان مسله

۹. د ترهګرۍ پر ضد جګړه – د پاک/امریکا اړیکې

۱۰. د پاکستان نظریاتي بنسټ

۱۱. د کشمیر د آزادۍ تحریک

۱۲. د پاکستان اقتصاد – ستونزې او حل لارې

۱۳. دیموکراسي، پارلمان او اسلام

۱۴. سوشلزم او اسلام.

١٥.کسان او دهقان په اسلام سوشلزم کښې.

او نور.

شاه فیصل ایوارډ یې نیم اسلامي جمعیت طلبه او نیم د مانچسټر اسلامي مرکز ته دَ مرستې په پار ورکړ.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک