
مدیر صیب عبدالکریم خان ریګوال
د مرحوم حاجي مدیر صیب عبدالکریم خان ریګوال پر ژوند یوه مختصره لیکنه
مرحوم حاجي مدیر صیب عبدالکریم خان ریګوال د مرحوم حاجی وکیل صیب رستم خان زوي، د کندهار ولایت، پنجوائي ولسوالۍ، تلوکان سيمي اصلي اوسېدونکى و.
نوموړی د پښتني ټولنې یو دروند، متین او باوقاره شخصیت و چې د خپل قوم او سیمې لپاره یې تل د خدمت، صداقت او اخلاص ژوند تېر کړی دی، نوموړی د پښتني ټولنې له ستر اسحاقزو قوم سره تړاو درلود، چې تل یې د یاد قوم عزت او یووالی د ځان لپاره لوی مسؤلیت باله.
هغه نه یوازې د خپل قوم مشر و، بلکې د ټولو هېوادوالو لپاره یې د یو فکري، سیاسي او دیني لارښود حیثیت هم درلود، د هغه ژوند له قربانیو، خدمتونو او مبارزو ډک و چې نن یې یاد د درناوي او قدر وړ دی.
علم او پوهه
مرحوم حاجي مدیر صیب یو تعلیمیافته او روڼ انده شخصیت و، ده خپل علمي سفر له دیني او عصري زده کړو پیل کړی و، د نوموړی پراخ فکر، ژور درک او د موضوعاتو په اړه تحلیلي لید لورې دا ښکارندويي کول چې نوموړی یو مطالعه کوونکی، بصیرتلرونکی او پوه شخص و. ده به تل خلکو ته د علم ارزښت بیانوه او هڅه یې کول چې خپل ولس د تعلیم پر لار برابر او ورته تشویق کړي.
د حزب اسلامي افغانستان په صف کې خدمت
مرحوم حاجي مدیر صیب عبدالکریم خان ریګوال خپل سیاسي او جهادي ژوند د حزب اسلامي افغانستان په چوکاټ کې تېر کړی، چېرې چې هغه په مختلفو مسؤلیتونو او دندو بوخت و. نوموړي په حزب اسلامي کې یو ځانګړی ځای درلود — د اعتماد، مشورو، او تدبیر شخصيت و، نه یوازې د حزب اسلامي د مشرتابه له خوا ورته باور موجود و بلکې د عادي مجاهدینو ترمنځ هم د هغه خبرې د لارښوونې حیثیت درلود.
نوموړی تر اخيره د حزب اسلامي فکري خط، خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو او ملي حاکمیت د دفاع موخو ته ژمن پاتې شو، د ده فعالیتونه به یوازې نظامي نه وو، بلکې په تنظیمي، سیاسي او اجتماعي برخه کې یې هم ارزښتناک رول لوبولی، د مجاهدینو د صف ترمنځ یې تل د اتفاق، نظم او اخلاص فضا رامنځته کړې وه.
د جرګو او مرکو شخصیت
مرحوم حاجي مدیر صیب د جرګو، مرکو او قومي مشورو یو فعال غړی او مشر و، هر وخت چې به په سیمه کې شخړې، اختلافات یا د نظر تفرقې راپیدا کیدې، نو خلکو به د ده دروازې ته مراجعه کول. نوموړی به د عدل، انصاف او اسلام د لارښوونو پر بنسټ فیصلې کولې او د سولې، ورورولۍ او اتفاق پیغام به یې خپراوه، د ده فیصلهګانې به ټولو لوريو ته د درناوي او منلو وړ ګڼل کیدې.
قومي اړیکې او زغم
مرحوم حاجي مدیر صیب یو زغمناک، متواضع او پراخنظره انسان و، ده هېڅکله قومي او مذهبي تعصب ته ځای نه ورکاوه، بلکې د بیلابیلو قومونو، قبیلو او خلکو ترمنځ یې د یووالي، همکارۍ او ورورولۍ اړیکې پاللې. د هغه دروازه به هر چا ته پرانستې وه، که هغه د خپل قوم وو او که د بل. ده به له مشرانو سره د احترام او له کوچنیانو سره د مهربانۍ چلند کاوه.
دینداري، اخلاق او شخصیت
نوموړی مرحوم حاجي مدیر صیب یو ژور متدین، پاکنفس، نرمخو او بااخلاقه شخصیت و. لمونځ، روژه، د شریعت اصول او د دین لارښوونې یې د ژوند برخې وې. هغه نه یوازې دین ته پابند و، بلکې خپل ټولنيز ژوند یې هم د دین پر بنسټ برابر کړی و. ده به د شر، فساد، غیبت، دروغو او فتنو پر وړاندې کلک دریځ درلود، او د ښو اخلاقو، حوصلهمندۍ، حلم او تواضع یوه نمونه و.
د خلکو مینه او وروستۍ وداع
حاجي مدیر صیب عبدالکریم خان ریګوال داسې یو شخصیت و چې نه یوازې ژوندی ویاړ و، بلکې له وفات وروسته هم یې مینه، عزت او قدر د خلکو په زړونو کې ژوندی پاتې شو. همدا وجه وه چې د هغه په جنازه کې په زرهاوو کسانو ګډون درلود — مشران، دیني عالمان، قومي مشران، جهادي ملګري، زدهکوونکي، کلیوال او د سیمې مخور خلک، ټول د یوه ستر شخصیت د وروستي وداع لپاره سره راټول شوي وو. دا د ده د محبوبیت، خلکو سره د محبت او ټولنیز خدمت ژور انعکاس و.
پایله
د مرحوم حاجي مدیر صیب عبدالکریم خان ریګوال ژوند زموږ د ټولنې د هغو شخصیتونو له جملې څخه شمېرل کیږي چې د هغوي نشتون ته قلم عاجز دی. نوموړی یو پیاوړی مشر، مؤمن انسان، باتدبیره مشاور، یو مجاهد سر لارښود او یو وفادار خادم په توګه پيژندل کيده، د هغه د ژوند کارنامې، اصول او فکرونه باید د نسلونو لپاره الهامبښونکي وي.
الله تعالی دې د مرحوم حاجي مدیر صیب ټول عبادات، طاعات، مالي او ځاني قرباني، جهاد او هجرت قبول کړي، قبر ئې منور او جنت الفردوس دې ځای شي. آمین.
روح دې ښاد وي، ياد دې تلپاته!
ډاکټر عبدالهادي ذوالحکمت
حمل ١٤٠٤ هش