
مهم ترين های امروز سه شنبه
✒️: وزارت صنعت و تجارت در خبرنامهای از برگزاری جلسه هماهنگی برای سفر هیات امارت اسلامی به پاکستان به ریاست نورالدین عزیزی، سرپرست این وزارت، در آینده نزدیک خبر داده است.
به گفته این وزارت، اعضای هیات امارت اسلامی متشکل از نمایندههای معاونیت اقتصادی ریاست الوزرا، ریاست تسهیل سرمایهگذاری اداره امور، وزارتهای خارجه، مالیه، مهاجران، ترانسپورت و هوانوردی ملکی، زراعت، و همچنین سکتور خصوصی کشور، تحت رهبری سرپرست وزارت صنعت و تجارت خواهد بود.
✒️: دفتر والی پکتیا در یک اعلامیهای گفته است که روزا اوتونبایوا، رییس هیأت معاونت سازمان ملل متحد در افغانستان (یوناما)، با انعامالله صلاحالدین، معاون والی این ولایت، دیدار کرده است.
بر اساس اعلامیه، در این دیدار روی موضوعات گونهگون از جمله وضعیت مهاجران افغان بازگشته از پاکستان و مشکلات آنان، بحث و تبادل نظر صورت گرفته است. همچنین رییس یوناما بر ادامه تلاشهای این سازمان در روند جذب کمکهای بینالمللی در بخشهای معارف، تجارتهای کوچک، زراعت و فراهمسازی سهولتهای بیشتر برای مهاجران افغان تاکید کرده است.
✒️: د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هغه راپور رد کړ چې ګواکې په افغانستان کې د امریکا پاتې وسلې، د وسله والو لاس ته غورځېدلي او د پاکستان حکومت پر ضد کارول کیږي.
هغه زیاته کړې چې دغه وسلې لا وار لمخه په تور بازار کې وې او لازمه نه ده چې له هرچا سره امریکايي وسلې وي، هغه به له افغانستانه وړل شوې وي.
✒️: د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي پر خپل اېکس له پاکستانه د افغانانو پر جبري را ایستنې، بد چلن او د هغوی د شتمنۍ پر تروړل کېدو خواشینې ښودلې ده. حامد کرزي له پاکستانه غوښتي چې له افغان کډوالو سره د ښه ګاونډيتوب او نړۍوالو اصولو پر بنسټ چلن وکړي.
هغه هیله څرګنده کړې چې له هېواده د کډوال کېدو ټول لاملونه، په ځانګړې توګه په لېسو او پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو ممانعت له منځه ولاړ شي څو، هیڅوک د وطن پریښودو ته اړ نشي.
✒️: د اسلامي امارت د سفارت سرپرست، سردار احمد شکیب، په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له استازي، د فیلیپا کنډلر سره په کتنه کې کې وړاندیز وکړ چې که یواناچسيآر ګرځنده ډلې د پاکستان د کډوالو کمپونو ته واستوي، نو د کډوالو ډېری ستونزې حل کیدای شي.
پاکستان کې د اسلامي امارت سفارت پر اېکس لیکلي، دواړو لوریو پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسني وضعیت او د هغوی د پراخو راستنېدو په اړه خبرې وکړې.
✒️: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۲۰۰ افغان وګړي چې په پاکستان کې بنديان وو، ازاد شوي او تېر ورځ (دوشنبه، وري ۲۵مه) خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
دغه کسان د پاکستان بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او له پنځلسو ورځو تر شپږو میاشتو پورې یې په بندخونو کې وخت تېر کړی دی.
✒️: په پاکستان کې د افغان کډوالو رییس له حکومت او قضایي قویې غوښتنه کړې چې د افغانانو د ایستلو پر پرېکړه کې بیا کتنه وکړي او د تفاهم او خبرو له لارې دغه هېواد کې د افغان کډوالو موضوع وڅېړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو پر بنسټ، پاکستان کې د افغان کډوالو رییس د نورو افغان کډوالو استازو سره په یوې خبري غونډه کې ویلي، د افغانانو جبري بېرته استول حل لار نه ده.
✒️: د ننګرهار ولایت رسنیو دفتر پر اېکس لیکلي، چې د یاد ولایت بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ټرافیکي پېښې له امله یوې ښځې ژوند بایللی او ۷ تنه نور ټپیان دي.
د خبرپاڼې له مخې، ټرافیک د پېښې ځای ته رسیدلي او ټپیان یې د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولي دي.
د دې پېښې لامل بې احتیاطي ښودل شوې.
✒️: د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې سبا د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، بامیان، میدان وردګ، غور او فاریاب ولایتونو کې د تېز باران، تالنده برېښنا او سېلابونو راوتلو وړاندوینه کړې.
✒️: د کار او ټولنیزو چارو وزارت: قطر ته د افغان کارګرو د استولو لومړنۍ هوکړه شوې ده.
وایي، د کارګرو د استولو په څرنګوالي کار روان دی چې مسودې به یې د دواړو لوریو لخوا تر تایید وروسته لاسلیک شي.
✒️: شمار قربانیان حملات اسرائیل اشغالگر به غزه به 51 هزار نفر رسید.
وزارت صحت فلسطین در نوار غزه با انتشار بیانیهای اعلام کرد که در حملات اسرائیل به این منطقه طی 24 ساعت گذشته 17 فلسطینی کشته و 69 تن دیگر نیز زخمی شدهاند.
بر اساس این بیانیه، شمار قربانیان حملات اسرائیل به نوار غزه از 7 اکتبر 2023 تاکنون به 51 هزار نفر و شمار مجروحان نیز به 116 هزار و 343 نفر افزایش یافته است.
✒️: ټرمپ: غواړم ایران یو عظیم او مالداره ملت شي، خو د اټومي وسلو خوبونه دې هیر کړي.
وایي، تهران د اټومي هوکړې موضوع قصدا ځنډوي خو که یې پروګرامونه ونه ځنډول، پر اټومي تاسیساتو یې هم برید کیدای شي.
✒️: د ملګرو ملتونو ټولیز صندوق: د پاکستان لخوا د مهاجرو د جبري اخراج د تازه لړۍ پر مهال ۱۲ ماشومان د ډیورنډ کرښې په صفري نقطه زیږېدلي او ۵ نور د افغانستان روغتونو کې دنیا ته راغلي. وایي، پر ډیورنډ کرښه د مور او ماشوم روغتیایي مرکزونو او زیږنتونونو جوړولو جدي اړتیا ده.
✒️: د جرمني خارجه وزارت، له اسلام اباد نه د ۲۶۰۰ کېس لذږرونکو او قبول شویو افغانانو د انتقال لپاره چمتووالی اعلان کړی.
وایي، د روانې اپریل په ۱۶مه، ۲۳ مه، ۲۹ مه به درې الوتنو کې ګڼ افغانان جرمني ته راوړو.
✒️: د "اسلامیک ریلیف" په نوم مرستندویه سازمان راپور ورکړی چې افغان کډوال اړ شوي چې خپل ټول مال او وسایل، ان د خپلو کورونو سامانونه، پاکستان کې پرېږدي او افغانستان ته ولاړ شي.
دغه سازمان زیاته کړې چې زرګونه افغان کورنۍ یوازې د خپل تن له کالیو سره له پاکستان ایستل شوې دي.
د دغه راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې د کډوالو ایستلو نوې څپه بې سارې ده، ځکه چې ډیری ایستل شوي کډوال پرته له سرپناه، خوړو، پیسو او اوبو افغانستان ته ننوځي.
دغه سازمان همداراز ادعا کړې چې لسګونه زره افغانان کله چې افغانستان ته ورسېږي، په لنډمهالو کمپونو کې له سختو شرایطو سره مخ دي.
✒️: فدراسیون بینالمللی صلیب سرخ و هلال احمر میگوید بازگشت افغانها از پاکستان میتواند وضعیت وخیم بشری در افغانستان را وخیمتر کند.
این نهاد در یک اعلامیه گفته که نیازهای بشری بازگشتکنندگان بالا است چون بسیاری از آنان داراییهای خود را در پاکستان پشت سر گذاشته و منابع درآمد خود را نیز از دست دادهاند. به گفته فدراسیون بینالمللی صلیب سرخ و هلال احمر، کودکان برخی از خانوادههای برگشتکننده از سوءتغذیه رنج میبرند که به مراقبتهای ویژه نیاز دارند.
✒️: نیو عرب رسنۍ راپور ورکړی چې د افغانستان یو تبعه په مکې ښار کې د هیرویینو د قاچاق په جرم اعدام شوی دی.
دغې رسنۍ د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، دغه افغان وګړی، بادشاه قل سلیماني د یکشنبې په ورځ اعدام شوی دی.
کورنیو چارو وزارت هغه د نشه يي توکو د قاچاق لپاره د "باډي پَکینګ" یا د بدن دننه د موادو وړلو طریقه کارولې وه.
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې د اعدام عملي کول د نشه يي توکو پر وړاندې د دغه هېواد کلک دریځ څرګندوي او سعودی عربستان به د نشه يي توکو قاچاق وړونکو او ویشونکو پر وړاندې تر ټولو سختې سزاګانې عملي کړي.
✒️: د جرمني بېلډ ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه هېواد باید د هغو ۲۶۰۰ افغان وګړو د لېږد اقدام وکړي چې په پاکستان کې د منلو له تضمین سره پاتې دي.
په دغه راپور کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت له قوله ویل شوي چې دغه هېواد د افغانانو پر وړاندې ځانګړې ژمنتیا لري.
د راپور لمخې، سره له دې چې د جرمني حکومت بدل شوی او نوی ایتلاف ژمن دی چې د کډوالو لپاره د رضاکارانه منلو پروګرامونه ودرول شي، د دغه هېواد چارواکي ټینګار کوي چې لا هم باید له پاکستانه جرمني ته د ۲۶۰۰ افغان وګړو چې په پاکستان کې دي، لېږد وشي.
✒️: پاکستاني رسنیو د پاکستان د روغتیا وزارت له قوله ویلي، غواړي چې په نږدې راتلونکې کې له افغانستان سره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسینو کمپاین پیل کړي.
افغانستان او پاکستان یوازني هېوادونه دي چې د پولیو پېښې پکې اوس هم په بشپړه توګه لمنځه نه دي تللي.