
قدرمن مشر استاد پوهاند فضل ولي ناګار ته!
عبدالعزيز غيرت
څه په زوَر او زِېر دې تشريح کړی او ويلی يم
دومره خو زه نه يمه چې دومره دې ستايلی يم
ته زمونږه پير، زمونږ مرشد، زمونږ استاد ناګار
نه تنها زمونږه يې، ته يې د ټول هيواد ناګار
ته ځلانده ستوری د ادب په کهکشان کې يې
ته ثاني حمزه زمونږ د زړونو په جهان کې يې
ته چې پر کوم لاره يې روان، کوې مزل بابا
ته زمونږ د ټول افغانستان يې د غزل بابا
تا د عقيدت چې پېرزو کړې پېرزونې دي
ډکې سپېلنو نه د تورغره د غرو لمنې دي
چېرته زما شعر دا ستا پشان نازکخيالي لري
چېرته مې قلم دومره اشنا موشګافي لري
زه قدرداني ستا د شهکار د بېل بېل توري کړم
لپه مې لاسونه او نظر په بره لوري کړم
اوس هم د عُقاب غوندې تورغر باندې پرواز کوم
اوس هم له توغره په چهاردهي باندې اواز کوم
لا مې د تکبیر چغه تورغر کې انعکاس کوي
اوس مې هم لمبې لکه سپرغۍ غوندې احساس کوي
اوس هم لا لګيا يم د ''هجرت'' په ياد کتاب ليکم
وياړ د شهيدانو د جهاد او انقلاب ليکم
روح د شهيدانو به عِلين کې راپخلا کړمه
دا سپېڅلې لاره به په سرو وينو رڼا کړمه
ستا په سر له خياله کوږ پر سر باندې پکول ږدمه
وياړ نه په پګړۍ باندې ګلاب ږدمه غاټول ږدمه
پرېږده چې شمله مو د نړۍ پر مخ شمال وهي
پرېږده تورې زلفې د سپوږمۍ پر مخ شمال وهي
دا د چنار سيوری دې زمونږ له سره کم نشي
دا د ناګار سيوری دې زمونږ له سره کم نشي
يه د ګران هيواد د ولسونو ترجمان بابا!
يه دشرق اُفق باندې روڼ ستوری داسمان، بابا
واخله پېرزونې، نذرانې د عقيدت زما
وايه سلامونه په ناګار او په غيرت زما